دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر

  • Home
  • دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر

دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر, Medical and health, .

🩺 د داخله او اطفالو ډاکټر
👨‍👩‍👧‍👦 د کورنۍ او ماشوم روغتیا مشورې
💊 عامې ناروغۍ | ساده درملنه | سم لارښود
🩺 جنسي کمزوري ناروغۍ | د معدې او اعصابو ناروغۍ
📚 د عامه روغتیا لپاره باوري معلومات
🙏 روغ اوسئ، موږ ستاسو سره یو

01/08/2026

🤱🏻 ایا تاسو پوهیږئ چې د شیدو ورکول، کولی شي ژوند وژغوري او د ماشومانو او میندې روغتیا ښه کړي؟

د شیدو ورکولو ګټې شاملې دي:

🔹 ماشوم ته د لومړیو 6 میاشتو لپاره ټول اړین مواد چمتو کوي.
🔹 ماشوم ته انټي باډي (دفاعي سیسټم) ورکوي چې هغه د نورو ناروغیو لکه نس ناستې او سینه بغل په وړاندې ساتي.
🔹 د ماشومانو لپاره د چاغښت او اوږدمهاله ناروغیو خطر کموي.
🔹 د میندې لپاره د ناروغیو خطر کموي، لکه د سینې او تخمدان سرطان.

💡 برسېره پردې، هغه ماشومان چې شیدې ورکول کیږي، په ذهني ازموینو کې ښه پایلې ښيي.

🌍 بیا هم، یوازې 48٪ ماشومان تر شپږ میاشتو پورې یوازې مور شیدې ترلاسه کوي.

د WHO وړاندیز:

✔ د زیږون څخه وروسته په لومړۍ ساعت کې د شیدو ورکول پیل کړئ.
✔ ماشوم ته تر شپږو میاشتو پورې یوازې شیدې ورکړئ.
✔ د شیدو ورکول د مکمل خوراک سره تر دوه کلنۍ یا ډیر عمر پورې دوامداره کړئ.

👶👶🏻👶🏾 راځئ چې ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم ته د ژوند غوره پیل ورکړو.

خبرتيا !د لاندې ذکر شوو ناروغانو جرمني ته د ليږد همکاري وکړئ، فقط سرې مياشتې ته يي معرفي کړی، چې معيوب او مزمن ناروغانو ...
26/07/2026

خبرتيا !
د لاندې ذکر شوو ناروغانو جرمني ته د ليږد همکاري وکړئ، فقط سرې مياشتې ته يي معرفي کړی، چې معيوب او مزمن ناروغانو لاسنيوی وشي.
لطفاً شئير يي کړی، کيداي شي ستاسو له وجې د يو ناروغ ژوند وژغورل شي.

26/07/2026
18/07/2026

ایا پوهیږی ډاکټران روغتیا څه ډول تعریفوي؟!
《هر هغه څوک چی په عقلی، فزیکی، روانی او اجتماعی لحاظ جوړ وی هغه کس ته روغ او صحتمند ویل کیږی》
اوس به نو همدغه تعریف خپل د ټولنی پر وګړو وضع کړو چی څو فیصده روغ او څو فیصده ناروغ دی.

17/07/2026

✍️د اعصابو يا رواني ناروغيو درمل هيڅ نقصان نلري ممکن د شروع يوه هفته بعضي اثرات ولري هغه کومه جدي ستوزه نه بلل کوي لکه يوه ژر تيريدنکې پديده ده.
🌿د رواني امراضو له وجې ډير ځوانان او پيغلې ځوريږي، که تاسې په خپل ګاونډ کې د ورته امراضو مريض پيژنی نزدې ډاکټر ته يي معرفي کړي، تداوي يي ممکن او اسانه ده ، وروسته له تداوي د مريض ژوند په مکمل ډول بدلون پیدا کوي.

مونږ بیا هم ښه یو داسی کیسونه به مونږ په پاکستان کی په سټیپلر یا ربړونو ګنډلو البته موقت وخت لپاره.کله چې د يوې طبي موضو...
15/07/2026

مونږ بیا هم ښه یو داسی کیسونه به مونږ په پاکستان کی په سټیپلر یا ربړونو ګنډلو البته موقت وخت لپاره.
کله چې د يوې طبي موضوع په اړه معلومات ترلاسه کوئ، مهرباني وکړئ تر هر څه وړاندې له باوري سرچينو لږ تحقيق وکړئ او بيا پرې قضاوت وکړئ.

بې له علمي معلوماتو د ډاکټرانو سپکاوی، پېغور او ناسمه تبصره نه يوازې ګټوره نه ده، بلکې د خلکو د غلط فهمۍ سبب هم ګرځي. که څه هم د روغتيايي خدمتونو په اړه نيوکې حق دي، خو بايد د حقايقو او علمي شواهدو پر بنسټ وي، نه د احساساتو او اټکلونو پر اساس په دی مریض کی چه انځور کی یی ګورو لاندی بخۍ استفاده شوی

Retention (Tension) Sutures

ټنشن بخۍ هغه قوي جراحي بخۍ دي چې د Major Abdominal Surgeries (نس غټ عملیاتونو) پر مهال د اصلي بخيو د ملاتړ لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول په هغو ناروغانو کې چې د زخم د خلاصېدو خطر لوړ وي.

مهمې ګټې:

●د زخم استحکام (Wound Integrity) ساتل.
●د زخم د خلاصېدو (Wound Dehiscence/Burst Abdomen) مخنیوی.
●د ټوخې، کانګو او د نس د فشار ميخانيکي ځواک جذبول.
●د فاشيا د پرې کېدو (Tissue Cut-Through) خطرکمول

Note :� Retention sutures
د اصلي بخيو بديل نه دي، بلکې د هغو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
د تطبیق طریقه د هر هېواد او روغتون د امکاناتو له مخې توپير لري. په افغانستان کې د فشار د مساوي وېش لپاره د سیروم د پایپ (IV Tubing) کارول يو منل شوی او عملي تخنيک دی.
طبي کړنې بايد د علمي اصولو او شواهدو پر بنسټ وارزول شي، نه د احساساتو او ناسم قضاوت له مخې.

10/07/2026

د اعصابو اناتومي♥️🧠

د معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟له مقدمې وړاندې ووایم چې. همدا بکټریا د معدې د سرطان سبب ګرځي او له بده مرغه د معدې ...
10/07/2026

د معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟
له مقدمې وړاندې ووایم چې. همدا بکټریا د معدې د سرطان سبب ګرځي او له بده مرغه د معدې سرطان یو لاعلاجه ناروغي ده
هلیکو با کتر پا یلورې میکروب دي چې دغه میکروب چې ایچ پې یی مخفف نوم دی، Helicobacter pylori
دمعدي په داخلي طبقه یا مکوزا په برخه کې ځاي لري ، او دمعدې زخمونه چې په انګلیسې ژبه کې ورته پیپټیک اولسر وایي ۷۰ سلنه د ایچ پایلورې په واسطه را منځته کیږي.
که چیرې معده یو وارې په دغه باکتریا باندې میکروبې شي نو د ددې میکرو اورګانیزم له منځه وړل ډیر مشکل کیږي او تر ډیر وخت یا د عمر تر پایه د ناروغ په معده کې پاتې کیږي . .
دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د ناروغ په بدن کې په لومړیو وختونو کې د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .
که چیرې دمعدې د شته زخمونو درملنه ونه شئ نود کلو کلو په تیریدو ممکن دمعدې دغه ټپونه په شدیدو زخمونو بدل او بلاخره ناروغ د معدي په سرطان اخته شي چې بیا به یی درملنه ډیره ګرانه وي.
دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي چاپیریال کي په ټیټ پي ايچ کي ژوند نشي کولاي او د پې ایچ په راټيټیدو سره دغه باکتریا له منځه ځي.
دغه ميکروب د معدي په وروستنۍ برخه کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو چاپیریال نسبت نورو برخو ته القلي دي او د ميکروبونو دودې لپاره د ښه چاپیریا دی ځکه چې تيزابي خاصيت يي هم نسبتا نورو برخو ته لږ دی .
پردغه میکروب د نړۍ پنځوس سلنه او زمونږ په ګران هیواد کې ۷۵ سلنه خلک په دغه ناروغۍ اخته دي.
دایچ پایلورې نښې نښانې :
دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د ناروغ په بدن کې په لومړیو وختونو کې د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .
دغه میکرو اورګانیزم د معدې په دننه کې که چیرې شته والۍ یی مثبت وي نو د ناروغ د خولې څخه یوه تخریش کوونکې او بد بوي وځي ، چې د بد بوی لامل یی په معده کې د د ایچ پې فعالیت ښي او بد بویی د امونیا غاز تولید دی چې ددغه باکتریا په واسطه تولیدیږي.
د زړه بدوالی چې ډیر ځلې د غوړ موادو ، چاکلیټونو ، ګازلرونکې نوشابو تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوي.
دمعدې زخمونه ، دردونه او ایښیدل ورسره مل وي.
کانګې اود معدې دافرازاتو بیرته خولې ته راتلل.
کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.
د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.
شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.
د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.
د اشتها کموالی.
دوزن له لاسه ورکول.
د معدې درد او سوزیدنه.
دایچ پایلورې تشخيص
د معدې د دننې برخې یا طبقې څخه ټوټه اخیستل او څیړل
د وینې معاینه
د یوریا تنفس
د ایچ پایلورې درملنه :
داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقالیږي ، همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان معدي ته انتقالیږي..
هغه خلک چه دامیکروب لري دخپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړئ ,کارول شوي لوښي لومړی بايد ښه پاک او پريمينځل شي تر پاکې او مینځلو وروسته ترې ګټه واخیستل شي .
په افغاني ټولنه کې د معمول په څیر میندې که په ایچ پایلوری اخته وي نو د باید خواړه یا ځینې وچې میوې لکه چهار مغز ، بادام په خوله میده نه کړئ او خپل ماشوم ته ورنه کړئ ، ځکه دغه باکتریا دخولې دلاړو په واسطه انتقال مومي.
ځینې وختونه په کورنۍ کې چې کله کله اوبه څښئ یا ډوډی خور ئ نو بیا یی دمینې په خاطر خپل د کورنۍ بل غړي ته ورکوي چې دا په باکتریا دانتقال یوه بله لاره ده .
دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدي ډول ډډه وکړئ:
• سګریت مه څکوئ ځکه سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره پرې اسيد تآثير کوي او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځي .
• الکولي مشروبات مه څښئ.
• هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږي د اسپرین، بروفین یا NSAID له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
• د تشویش او ذهني فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
• ځینې ناروغي لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شي.
• د زیات غوړ او تبزابي شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
• د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو څخه ځان وساتئ .
• رومیان، مالټې ، دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه ، لیمو او کینو څخه په کلکه ځان وساتئ .
• خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات .
د ایچ پایلورې ددرملنې لپاره لاندې دري ګونې درملو له رژیم څخه چې د دو و انتې بایوټیکونو او پروټون پمپ انهیبیټور شاملې دي نارو غ ته د ۱۴ ورځور لپاره توصیه کیږي.
لکه اومیپرازول ، لانزو پرازول یا ایزو امپرازول … په ورځ کې دوه ځلې Ppi د ټپ د مکمل روغیدو لپاره توصیه کیږي. د ۳ څخه تر ۴ اونیو پورې
ppi ددري ګونې ریژیم د ختمیدو وروسته
د معدې د ميکروب د درملنې لپاره درې ګونې رژیم دادی
ددغه دری ګونې رژیم د ۱۴ ورځو لپاره ناروغ اخلي ، که ناروغ د پښتورګو او ینې ناروغتیا له مخکې څخه ولري نو باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشئ ، که د ناروغ ناروغتیا حاد وي نو نارو غ دی هڅه وکړئ چې د ددغو درملو د کارولو په وخت کې ډیر زیات اوبه وڅښی.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دعمومي داخله او اطفالو ډاکټر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share