17/07/2026
🩺 شدیدې سوتغذي (Severe Acute Malnutrition - SAM)
شدیده سوتغذي هغه حالت دی چې ماشوم د بدن د اړتیا وړ انرژي او غذایي موادو له کمښت سره مخ شي، او د ودې، معافیت او روغتیا لپاره جدي خطر رامنځته کوي.
🔹 د شدیدې سوتغذۍ مهمې نښې:
• د وزن شدید کمښت
• د بدن پړسوب (Edema) په ځانګړي ډول د دواړو پښو
• د اشتها کمښت یا نه شتون
• د عضلاتو کمزوري او سستي
• تکراري انتانات (لکه نمونیا او نس ناستی)
🔹 درملنه:
✅ د ماشوم ژر ارزونه او طبقه بندي
✅ د اختلاطاتو درملنه (انتان، هایپوګلاسیمیا، هایپووترمیا او نور)
✅ مناسب تغذیه (لکه F-75 او F-100 د لارښود مطابق)
✅ د ماشوم دوامداره څارنه او تعقیب
💡 یادونه: د شدیدې سوتغذۍ درملنه یوازې د خوړو په ورکولو نه بشپړېږي؛ د ماشوم طبي ارزونه او د اختلاطاتو مدیریت ډېر مهم دی.
👨⚕️ روغتیايي کارکوونکي د ماشومانو د ژوند ژغورلو مهم رول لري.