30/05/2026
ای بدبخته څومره ظالمه پلار لرې!!! 😭
نن مازیګر (لوی اختر دوېمه) مې یو ملګري ته زنګ ووهلو ویل یې: زموږ خواته راچکر شه، له کوره وروان شوم، موبایل مې په لاس کې و، دغې ماشوم راغږ کړه ای ماما! زما پلار ته لږ زنګ ووهه، ما ورته وویل: ستا پلار څوک دی؟ چېرته دی؟
ویل یې: کور کې دی.
ما ورته وویل: څه ورته وایې؟
ویل یې: ورته وایم کور ته درشم؟ ستړی یم.
ما ورته زنګ کړ، له اوکې وروسته مې ورته وویل: اورې؟
بچې سره دې وغږېږه.
بچي پلار ته وویل: اورې پلاره؟
زما نوم سبا ونه لیکې! اوس هم سخت ستړی یم، پښې مې خوږېږي، کور ته درشم؟
پلار ورته وویل: چېرته یې؟
زوی: هاغه تا چې ویل: ما هاغه جومات کې اختر لمونځ کړی، هماغې جومات شاته کوڅه کې یم.
یو څـو ثانې د پلار خبرو ته موبایل کې غوږ و، پنځوس (۵۰) ثانې پوره شوې، ماشوم لاس را اوږد کړ تر څو موبایل راکړي، سترګې له اوښکــو ډکې وې، ما ورته وویل: پلار سره دې په خبره پوهه شوې؟ موبایل کټ شو، مخ یې بل طرف واړه له سترګو یي کنډ کنډ اوښکې روانې شوې، سلګو ونیوه.
ما ورته وویل: ولې؟ څه یې درته وویل؟
ماشوم ژړل او لاس ګاډۍ یې مخ ته ټېل واهه، د عمر کمښت وجې یې لاس ګاډۍ ډېر په زور روان کړی وه، له ژړا مې غلی کړ، خبرې یې شروع کړې، ورته مې کړه، چېرته اوسېږئ؟
ویل يې: للمه کې
ښاا، پلار درته څه وویل؟
بلار راته ویل: کور ته رانشې وهم دې، هاغه بل هم راغلی دی، دلته کور کې راته ناست دی.
ما ورته وویل: هاغه بل څوک یادوې؟
ویل یې: ورور مې یادوي.
هغه څه کوي؟
ویل یې: هغه هم سکریم خرڅوی، زه او دوه نور ورونه مې سکریم خرڅوو.
پلار دې څه کار کوي؟
هغه هیڅ نه!
نه، اوس خو اختر دی، مخکې څه کول؟
مخکې هم څه نه، کور کې ناست وي.
نه، مریض دی، یا بل څه...؟ روغ دی؟
هو روغ دی.
نن دې څو روپۍ کار کړی؟
ویل یې: سل به وي.
یو څو ماشومان راغلل، هغوی سره په سکریم خرڅولو مصروف شو، یو څو قدمه مخکې لاړم بېرته راستون شوم، ماشوم مې غلی، او تسلیت مې ورکړ، پر پلار مې ورته لعنت کړ، یو ځل مې زړه کې کړه چې، پلار نمبر یې اوکې کې شته سم اودس ورکړه، بیا مې کړه چې، بیا به بیګاته کور کې له زوی څخه زور اوباسي.
ـــــــــــــــــــــــ
دا اختر دویمه ګوره، او دا کمکۍ (تقریبا یوولس کلن) ماشوم او سکریم!!!
نن ورځ ماشومان کوڅو کې پتاکۍ الوزوې، لوبې کوي، په چکرونو پارکونو او خپل خپلوانو کره ځي، او دا ماشوم....؟؟
ای بدبخته پلار که ته غریب یې نو، د اولاد سره داسې چلند کوې؟ (تر ماښامه مه راځه کنې وهم دې!!!).
اختر پیژنې؟ او ته خپله څه بلا وهلی یې ؟ ته خپله سکریم خرڅوه، په دې سل افغانیو به له غربته خلاص شې؟ للمه کې به کور واخلې؟ د هغه عاطفي، تربیت او تعلیم حقوق پېژنې؟
واوره! همداسې به ذلیل یې، دغه ماشوم باید نن لوبې او چکر وهلی وای، د ده دا عمر د کار نه بلکې د تعلیم دی،
تر اوسه مې هاغه د ماشوم د اوښکو او سلګیو صحنه له ذهن څخه نه وځي.
دا زموږ د ټولنې د یو پلار او بچې کېسه ده!
څه بدبخته او ظالمه ټولنه لرو، ماشوم مو چې لسون، شلګون او پنځوسی وپیژنې کار ته یې اړم کوو.
.
.
#ظلم.
#ماشومتوب.