27/05/2026
د قربانۍ غوښه او مريضان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اختر پۀ ورځ کۀ مريضان غوښه خوري نو هېڅ منع ترې نۀ ده خو د لانديني خبرو خيال دې ساتي -
د شوګر مريض د کوره غنمو د ډوډۍ سره پۀ مناسب مقدار غوښه خوړے شي خو د سپينې ډوډۍ ، خوږو او د بېکري څيزونو نه دې اجتناب کوي -
د زړۀ ، کوليسټرول او بلډ پرېشر مريضان دې هم غوښه خوري خو وازګۀ دې ترې لرې کوي او د ترسخېدلي غوښو نه دی ځان ساتي -
کۀ د چا ټرائي ګليسرايډ زيات وي نو هغه دې د بازاري تېلو پۀ ځائے د کوره غوړو پۀ مناسب مقدار کښې پخلے کوي -
کۀ د چا يورک اېسډ سېوا وي نو هغه دې د قربانۍ د څاروي د کلېجي ، ګردې او مزغو نه اجتناب کوي او د اوبو استعمال دې زيات کړي - پۀ مناسب مقدار ورله نوره غوښه بده نۀ ده -
خو مهمه دا ده چې د خپلې خېټې د غم سره سره د چم ګاونډ د غريبانو د خوراک مناسب انتظام هم وکړے شي -