16/02/2026
په یو قبرستان راتیریدم چي په سه قبرونو يي مختلف جملي لیکلي شوي وي.👇
1. ده یو ځوان هلک په قبر يي لیکل شوي وو چي ځواني مي ده لوبو په مستئ کښي تیرا کړه خو مرګ راته په ناساپه توګه راغلے.
2. ده یو پلار په قبر لیکل شوي وو چي خپلو اولادونو ته مي روزي ګټله خو خپل ځان ته مي عملونه ونه ګټل.
3. ده یو مور په قبر لیکل شوي وو چی زما غیږه ده اولادونو دپاره جنت وه خو اوس ده خاورو غیږه زما لپاره جنت ده.
4. ده یو مسافر په قبر لیکل شوي وو چی ما ده نړي ټول هیوادونه وکتل خو اخیري هیواد او تم ځاي مي دا توري خاوري شوي.
5. ده یو جنګیالي په قبر لیکل شوي وو چی په میدان کښي مي ده دښمن په وړاندي مي زړاورتیا وکړه خو ده نفس په وړاندي مي جګړه وبايلله.
6. ده یو عالم په قبر لیکل شوي وو چي پوهه مي ډیره درلوده خو ده هغي په په عمل کښي مي ډیر کمے درلود.
7. ده یو شتمن په قبر لیکل شوي وو چي مالونه او پیسي مي په زرهاو کروړاؤ درلودي خو ده مرګ نه پس زما سره یو ټوټه سپین کفن پاتي شو.
8. ده یو معلم په قبر لیکل شوي وو چي ځه نورو ته ده رڼا څراغ ووم خو خپله ده عمل تیاره مي رڼا نه کړه.
9. ده یو زاړه بوډا سړي په قبر لیکل شوي وو چي خپل عمر مي ډیر اوږد وو خو ده نیکو اعمالونو توښه او کڅوړه مي لګه او خالي وه.
خوږو دوستانو دغه دنیا ژوند دے چي چي نیمګړے دے یو ورځ به خامخا ختميګي کوشش وکړي چي نیک اعمال وکړي خه ژوند تیر کړي چي اخرت هم کامیاب وي..
𝗡𝗔𝗩𝗘𝗘𝗗 𝗨𝗟 𝗛𝗔𝗦𝗦𝗔𝗡 𝗞𝗔𝗬𝗛𝗔𝗡 💫