𝗝𝗼𝘂𝗿𝗻𝗮𝗹𝗶𝘀𝘁𝗞𝗮𝗹𝗲𝗲𝗺𝗨𝗹𝗹𝗮𝗵𝗔𝗰𝗵𝗮𝗸𝘇𝗮𝗶

  • Home
  • Pakistan
  • Quetta
  • 𝗝𝗼𝘂𝗿𝗻𝗮𝗹𝗶𝘀𝘁𝗞𝗮𝗹𝗲𝗲𝗺𝗨𝗹𝗹𝗮𝗵𝗔𝗰𝗵𝗮𝗸𝘇𝗮𝗶

𝗝𝗼𝘂𝗿𝗻𝗮𝗹𝗶𝘀𝘁𝗞𝗮𝗹𝗲𝗲𝗺𝗨𝗹𝗹𝗮𝗵𝗔𝗰𝗵𝗮𝗸𝘇𝗮𝗶 journalists

د جنوبي پښتونخوا څخه به د هرې طبقې او هر مکتبِ فکر شاوخوا ۴۰۰۰ مشران په دې قومي جرګه کې ګډون کوي۔د پښتنو د یووالي، حقونو...
29/08/2026

د جنوبي پښتونخوا څخه به د هرې طبقې او هر مکتبِ فکر شاوخوا ۴۰۰۰ مشران په دې قومي جرګه کې ګډون کوي۔
د پښتنو د یووالي، حقونو او راتلونکي په اړه به مهمې خبرې او پرېکړې کېږي۔
Pashtunkhwa Mili Awami Party
Mehmood Khan Achakzai
Nawab ayaz khan jogezai


د عوامي نېشنل پارټۍ مشر ایمل ولي خان خبرداری“که خیبر پښتونخوا ته مو لاس وروړ، نو دا به د پاکستان وروستۍ ورځ وي!”— ایمل و...
21/08/2026

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر ایمل ولي خان خبرداری
“که خیبر پښتونخوا ته مو لاس وروړ، نو دا به د پاکستان وروستۍ ورځ وي!”
— ایمل ولي خان
Aimal Wali Khan

دا حمله یوازې د حکومت او امنیتي ادارو ناکامي ده، که د پښتنو او بلوڅو د یو بل سره د جنګولو سازش دی؟▪️ حمله کوونکي له کوم ...
21/08/2026

دا حمله یوازې د حکومت او امنیتي ادارو ناکامي ده، که د پښتنو او بلوڅو د یو بل سره د جنګولو سازش دی؟
▪️ حمله کوونکي له کوم ځایه راغلل؟
▪️ له کومې لارې راغلل؟
▪️ څنګه له چیک پوسټونو تېر شول؟
▪️ او بېرته له کومې لارې لاړل؟
خلک یوازې غندنه نه غواړي، خلک د دې پېښې په اړه واضح جواب غواړي.
حفظ حمداللہ
Hafiz Hamdullah

“په سرانان کې چې څه شوي، دا د حکومت د دننه د ځينو کسانو کار دی. د سرانان پېښه د حکومت دننه کسانو کړې ده. څو ورځې مخکې چې...
21/08/2026

“په سرانان کې چې څه شوي، دا د حکومت د دننه د ځينو کسانو کار دی. د سرانان پېښه د حکومت دننه کسانو کړې ده. څو ورځې مخکې چې په سرانان کې څه وشول، خو حکومت پرې هېڅ پام ونه کړ.”

— محمود خان اڅکزی
Mehmood Khan Achakzai
Pashtunkhwa Mili Awami Party

کوټه پښتونخوا ایس او ضلع کوټي تر نظارت لاندي د لا کالجز لا خوا د ۸م اګست شهیدانو په یاد کښې سمینار د ضلعي شیکرټری یارمحم...
20/08/2026

کوټه
پښتونخوا ایس او ضلع کوټي تر نظارت لاندي د لا کالجز لا خوا د ۸م اګست شهیدانو په یاد کښې سمینار د ضلعي شیکرټری یارمحمد بریال په صدارت کښې تر سره شوه
Pashtunkhwa Mili Awami Party

د پښتنو مشر نواب ایاز خان جوګیزي د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر کپتان عبدالخالق اڅکزي د ځوان زوی ثناء الله خان اڅکزي فاتحه وکړه...
20/08/2026

د پښتنو مشر نواب ایاز خان جوګیزي د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر کپتان عبدالخالق اڅکزي د ځوان زوی ثناء الله خان اڅکزي فاتحه وکړه.
Nawab ayaz khan jogezai

د پاکستان پیپلز پارټۍ د چیئرمین بلاول بوټو زرداري په مشرۍ یو پلاوي د اپوزیشن لیډر محترم مشر محمود خان اڅکزي او د تحریک ت...
19/08/2026

د پاکستان پیپلز پارټۍ د چیئرمین بلاول بوټو زرداري په مشرۍ یو پلاوي د اپوزیشن لیډر محترم مشر محمود خان اڅکزي او د تحریک تحفظ آئین پاکستان له مشرانو سره د اپوزیشن لیډر په چیمبر کې ملاقات وکړ.

په دې ملاقات کې د هېواد د اوسني سیاسي صورتحال په اړه خبرې اترې وشوې او پر مهمو سیاسي مسئلو باندې بحث وشو.
Pakistan Peoples Party - PPP
Pashtunkhwa Mili Awami Party
Mehmood Khan Achakzai

ناروغ روغتون ته لاړ، خو سیاسي تبه په اېوانونو کې ختلې ده!کوټه: حافظ عبدالله په فېسبوک کې د اوسني سیاسي حالت په اړه یوه ط...
18/08/2026

ناروغ روغتون ته لاړ، خو سیاسي تبه په اېوانونو کې ختلې ده!
کوټه: حافظ عبدالله په فېسبوک کې د اوسني سیاسي حالت په اړه یوه طنزیه خبره کړې ده.
حافظ عبدالله لیکلي دي:
«ناروغ خو روغتون ته روان دی، خو سیاسي تبه بل ځای ختلې ده.»
هغه په ټوکه ویلي دي چې په اقتدار کې ناست خلک شاید دا فکر کوي چې نن ناروغ له روغتون څخه تللی دی، سبا به شاید سیاست هم له زندانه بهر راووځي.
د حافظ عبدالله دا لنډه خبره په ټولنیزو رسنیو کې ډېره د اوسني سیاسي حالت په اړه د طنز په توګه اخیستل شوې ده.
Hafiz Hamdullah

محمود خان اڅکزي د پارلمان وینامحترم سپیکر صاحب!په اسلام‌اباد کې د اوبو ستونزه ده، په ځینو ځایونو کې د رېل ستونزه ده. په ...
18/08/2026

محمود خان اڅکزي د پارلمان وینا
محترم سپیکر صاحب!
په اسلام‌اباد کې د اوبو ستونزه ده، په ځینو ځایونو کې د رېل ستونزه ده. په اصل کې پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی.
د هېواد په هره برخه کې ترهګري روانه ده او د وژنو او ناامنۍ لړۍ روانه ده. د ماینونو او معدنیاتو پر سر هم شخړې روانې دي. له وزیرستانه تر باجوړه پورې حالات ډېر خراب دي.
محترم سپیکر صاحب! د اپوزېشن مشران هم دلته ناست دي او وزیران صاحبان هم موجود دي. زما غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه دوه ورځې وخت وټاکل شي، څو ټول غړي پر خپلو ستونزو خبرې وکړي.
افریدي به هم خبرې کوي، بلوچ به هم خبرې کوي او د هرې سیمې استازي به خپلې ستونزې بیانوي.
که موږ د خلکو پر دې ستونزو خبرې ونه کړو، نو خلک به موږ ونه بښي.
هره ورځ نږدې ۶۰ کسان د ډزو او ترهګریزو پېښو له امله وژل کېږي. پولیس، عام خلک او ماشومان هم د دې ناامنۍ قرباني کېږي او چاودنې کېږي.
محترم سپیکر صاحب! پارلمان د خبرو، بحث او مشورې ځای دی. وزیران هم ناست دي او د اپوزېشن غړي هم موجود دي. نو لږ تر لږه دوه ورځې وخت دې ورکړل شي، چې ټول په ګډه پر دې ستونزو خبرې وکړو او د حل لارې ورته پیدا کړو.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر، د تحریکِ تحفظِ آئینِ پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چيئرمېن محترم محم...
17/08/2026

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر، د تحریکِ تحفظِ آئینِ پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چيئرمېن محترم محمود خان اڅکزي په قومي اسمبلۍ غونډه کې ګډون وکړ.

Address

Quetta

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when 𝗝𝗼𝘂𝗿𝗻𝗮𝗹𝗶𝘀𝘁𝗞𝗮𝗹𝗲𝗲𝗺𝗨𝗹𝗹𝗮𝗵𝗔𝗰𝗵𝗮𝗸𝘇𝗮𝗶 posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share