Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي

Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي عمومي جراحي ناروغیو ټرایني متخصص
دنده: ننګرهار حوزوي روغتون عمومي جراحي څانګه

مثانې زخم (Cystitis)مثانې زخم د مثانې د التهاب یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د باکتریاو د زیاتېدو له امله رامنځته کېږي ...
31/07/2026

مثانې زخم (Cystitis)

مثانې زخم د مثانې د التهاب یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د باکتریاو د زیاتېدو له امله رامنځته کېږي او د ادرار پر وخت د سوځېدو او درد سبب کېږي.

عام نښې
• سوځېدونکی ادرار
• بیا بیا ادرار ته تلل
• د لاندې ګیډې درد
• د ادرار بد بوی یا تریو رنګ
• کله ناکله لږه وینه په ادرار کې

عام لاملونه
• کمې اوبه څښل
• د اوږدې مودې لپاره ادرار نیول
• کمزورې حفظ الصحه
• د اړیکې وروسته پاکوالی نه ساتل
• شکر ناروغي او امېندوارې

مخنیوی
• ډېرې اوبه څښل
• ادرار مه نیسئ
• ښه شخصي حفظ الصحه
• د جنسي اړیکې وروسته ادرار کول
• د عطردار صابونونو نه کارول
• د شکر مناسب کنټرول
• د قبض مخنیوی
• ښه خوب او سالم رژیم

ډاکټر عبدالبـصیر فضـــــــــلي
ننګـــــــــــــرهار حوزوي روغتون عمومي جراحي څانګه

I am still a student and that’s the nature’s of medicine.2023 memory
27/07/2026

I am still a student and that’s the nature’s of medicine.
2023 memory

ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون کې د زړه بریالی عملیات ترسره شونېټه: ۱۴۰۵/۴/۳۱یو ناروغ چې د سینې په برخه کې یې ژوره جرحه ل...
26/07/2026

ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون کې د زړه بریالی عملیات ترسره شو
نېټه: ۱۴۰۵/۴/۳۱
یو ناروغ چې د سینې په برخه کې یې ژوره جرحه لیدلې وه، په ډېر وخیم حالت او د شدیدې وینې بهېدنې سره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون ته انتقال شو.
د عمومي جراحۍ ټیم له لوري د لومړنیو معایناتو وروسته څرګنده شوه چې ناروغ د سینې په چپ اړخ کې ژوره جرحه لري. د بېړني عملیاتو پر مهال معلومه شوه چې د ناروغ د زړه چپ بطین (Left Ventricle) سخت ټپي شوی و.
د نوکریوال ټیم د پرله‌پسې هڅو په پایله کې د زړه ترمیمي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل او فعاله وینه بهېدنه یې په بشپړه توګه کنټرول کړه. ناروغ دا مهال د ښی روغتیا له نعمت څخه برخمن دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
یاد حساس او بریالی عملیات د ټرینر متخصص ډاکتر عصمت الله عصمت په مشرۍ، د ټریني متخصصینو ډاکتر خیبر صافی، ډاکتر ظاهر شاه،ډاکتر عزیر، انستیزي لوګ اونرسانو په ګډو هڅو ترسره شول

له ښوونځي وروسته، یو څوک باید د طب لپاره لږ تر لږه ۱۱ یا ۱۲کاله خپل ژوند په بشپړه معنا وقف کړي، ترڅو د مسلکې ډاکټر لقب ت...
19/07/2026

له ښوونځي وروسته، یو څوک باید د طب لپاره لږ تر لږه ۱۱ یا ۱۲کاله خپل ژوند په بشپړه معنا وقف کړي، ترڅو د مسلکې ډاکټر لقب ترلاسه کړي.
په دې اوږد سفر کې د کورنۍ له خوښیو، ملګرو له غونډو، رخصتیو، خوب او ارام څخه تېرېږي، او کله ناکله د خپلو عزیزانو د غم او خوښۍ په شیبو کې هم د ناروغانو ترڅنګ ولاړ وي.
طب یوازې یو مسلک نه، بلکې یو ستر مسؤولیت، قرباني او د انسانیت خدمت دی. 🤍

په ادرار کې د وینې راتلل Gross Hematuriaپه ادرار کې د وینې راتلل هغه حالت دی چې په ادرار کې په واضح شکل وینه ولیدل شي او...
15/07/2026

په ادرار کې د وینې راتلل Gross Hematuria

په ادرار کې د وینې راتلل هغه حالت دی چې په ادرار کې په واضح شکل وینه ولیدل شي او ادرار سور، ګلابي یا نسواري ښکاره شي.

لاملونه

· د پښتورګو یا مثانې تيږي
· د ادرار لارې انتان (UTI)
· د پروسټېټ لویوالی یا د مثانې غوښه
· ټپ یا ضربه
· د پښتورګو یا مثانې تومورونه
· ځینې درمل (لکه د وینې نرموونکي)

د پرمختللې ناروغۍ نښې (هغه اعراض چې خطرناک دي)

· په ادرار کې د وینې غټې ټوټې
· ادرار بندېږي یا خورا کم راځي
· شدید درد
· تبه، لړزه او د کمزورۍ احساس
· په ادرار کې د وینې څو ورځې دوامداره راتلل

درملنه
درملنه د ناروغۍ د اصلي لامل پورې اړه لري

· د انتان ضد درمل
· د تيږو لپاره مناسب علاج
· د پروسټېټ د ناروغۍ درملنه
· د تومور لپاره تخصصي درملنه او جراحي

ډاکټر عبدالبصیر فضلي -ننګرهار حوزوي روغتون جراحي څانګه

ورورمی تیره اوونۍ  له ښوونځي فارغ او نن ورځ يي طب پوهنځي ته لار وموندله .الحمدلله، کشر ورور مي د کانکور ملي ازموینې له ل...
06/07/2026

ورورمی تیره اوونۍ له ښوونځي فارغ او نن ورځ يي طب پوهنځي ته لار وموندله .
الحمدلله، کشر ورور مي د کانکور ملي ازموینې له لارې د 347 نمبرو په ترلاسه کولو سره خپل لومړي انتخاب ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
دا ستره لاسته راوړنه دې زموږ کورنۍ ته مبارک وي.
Bahir Fazly

موږ په تا ویاړو او ډاډه یو چې ته به د خپلې هڅې، زحمت او ژمنتیا په اساس یو بریالی ډاکټر شې.
د یو مشر ورور په توګه به تل ستا ترڅنګ ولاړ یم، ستا ملاتړ به کوم او هڅه به وکم چې تا د ژوند او زده کړو په هر پړاو کې رهنمایی کړم.

You are now part of a journey that transforms effort into life-saving impact.
Welcome to medicine

دګردي میکروبي کیدل & پاییلونفریټس څه شی دی؟هغه حالت ته وايي چي ګردې پکي په میکروبونو ککړیږي او انتان ورته د ادرار له لار...
05/07/2026

دګردي میکروبي کیدل & پاییلونفریټس څه شی دی؟

هغه حالت ته وايي چي ګردې پکي په میکروبونو ککړیږي او انتان ورته د ادرار له لارې پورته کیږي دا حالت تبه، درد او کمزوري پیدا کوي او که په وخت یی درملنه و نه شي، خطرناک کېدلی شي.

ولې رامنځته کېږي؟

• د ادرار درېدنه (پروستات، تیږه، حمل)
• کم اندازه اوبه څښل
• ادرار ډېر وخت ځنډول
• کمزوری معافیت

نښې نښانې

د ملا په دواړه خواوو کي سخت درد
لوړه تبه او لړزه
ادرار کې سوځښت او بد بوی
ګردې خوا ته دروندوالی
زړه بدوالی او ستړیا

که څوک دغه حالت ولري څه باید وکړي؟

خپل سر درمل مه کاروئ.
• د ډاکټر له خواتوصیه شوي درمل په وخت وکاروئ
• ډېرې اوبه وڅښي
• ارام وکړئ
• که حال مو خراب وي، روغتون ته لاړشئ

کوم وخت بېړنۍ مراجعه ضروري ده؟

تبه نه راکمیږي
د ګردې شدید درد لرئ
ادرار بندېږي یا ډېر کم راځي
کانګې لرئ او اوبه نه شئ څښلی

ډاکتر عبدالبصیر فضلي
ننګرهارحوزوي روغتـــــــــــــــون عمومي جراحي څانګه

د مثانې تیږې څنګه او ولي پیداکیږي ؟مثانې تیږې هغه کلک ذرات دي چې د ادرار له مالګو څخه جوړېږي او د مثانې دننه پاتې کېږي.د...
02/07/2026

د مثانې تیږې څنګه او ولي پیداکیږي ؟

مثانې تیږې هغه کلک ذرات دي چې د ادرار له مالګو څخه جوړېږي او د مثانې دننه پاتې کېږي.

د جوړېدو علتونه

• ادرار په مثانه کې پاتې کېدل (تر ټولو عام)
◦ د پروسټات غټوالی (BPH)
◦ احلیل تنګوالی (Stricture)
◦ عصبي مثانه (Neurogenic bladder)

• مکرر ادراري انتانات
• بهرني اجسام (کیتتر، سټنټ)
• د پښتورګو تیږه چې مثانې ته راکوزه شي
• د اوبو کم څښل

نښې او علایم

• د ادرار پر مهال سوځښت او درد
• ادرار قطع کېدل (start–stop)
• د ښکته نس یا سوپراپوبیک درد
• وینه په ادرار کې
• په ماشومانو کې د ادرار بندېدل

مخنیوی

• کافي اوبه څښل
• د ادرار ژر خالي کول
• د پروسټات او یورېترا ستونزو تداوي
• د انتاناتو پر وخت درملنه

ډاکټر عبدالبصیر فضلي - ننګرهار حوزوی روغتون عمومي جراحي څانګه

دولتي روغتون ډاکټران ښه رویه نه لري؟کله چې یو ناروغ دولتي روغتون ته مراجعه وکړي او د ګڼې ګوڼې یا اوږد انتظار له امله ناخ...
01/07/2026

دولتي روغتون ډاکټران ښه رویه نه لري؟

کله چې یو ناروغ دولتي روغتون ته مراجعه وکړي او د ګڼې ګوڼې یا اوږد انتظار له امله ناخوښ شي، ډېری وخت لومړۍ جمله دا وایی دولتي ډاکټران ښه رویه نه لري، خو ایا کله مو د دې موضوع بل اړخ هم لیدلی؟

د ننګرهار حوزوي روغتون یوازې د ننګرهار روغتون نه دی؛ بلکې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او ځینو نورو سیمو د زرګونو ناروغانو وروستۍ مرجع هم ده. هره ورځ د OPD، عاجل خدماتو، بستر، عمومي جراحۍ، ارتوپیدي، عصبي جراحۍ، نسایي او ولادي، داخله، اطفال، انتاني، رواني، انستیزي او نورو څانګو له لارې زرګونه ناروغانو ته خدمات وړاندې کېږي.

دلته یوازې عادي ناروغان نه راځي، بلکې هغه ناروغان هم راوړل کېږي چې د ولسوالیو او ولایتي روغتونونو له وسه وتلي وي. همدارنګه، د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو هغه ناروغان چې د عملیاتونو یا درملنې پر مهال یی اختلاطات پیدا کړي وي، یا پرمختللو خدمتونو ته اړتیا ولري، هم همدې روغتون ته راجع کېږي.

په داسې حال کې چې محدود شمېر ډاکټران د ورځې او شپې په اوږدو کې سلګونه ناروغان معاینه کوي، د بستر ناروغانو درملنه کوي، بېړني عملیاتونه ترسره کوي او ډېري وخت ۲۴ ساعته یا تر دې هم اوږدې نوکرۍ ورکوي. له بلې خوا، د ناروغانو دخپلوانو او پیوازانو بې‌نظمي، بې‌له نوبته داخلېدل، پر ډاکټر فشار او کله ناکله سپکاوی هم د کار فشار څو برابره زیاتوي.

دا لیکنه د بدې رویې دفاع نه کوي. ناروغ د درناوي حق لري، او ډاکټر هم مکلف دی چې تر خپلې وسې له ناروغ سره په ښه اخلاقو چلند وکړي. خو انصاف دا هم غواړي چې د روغتیايي نظام ستونزې یوازې د ډاکټر پر غاړه وا نه چول شي.

که غواړو سبا زموږ ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته محتاج نه وي، نو نن باید د خپلو ډاکټرانو، متخصصینو او روغتیايي کدرونو درناوی وکړو، هغوی وهڅوو او د ښه کاري چاپېریال غوښتنه وکړو. د خپلو کدرونو سپکاوی او بې‌باوري د متخصصینو د مهاجرت او د روغتیايي نظام د کمزورۍ لامل کېږي.

د یو قوي روغتیايي نظام جوړول د دولت، ډاکټر او خلکو ګډ مسؤلیت دی. یوازې د ډاکټر ملامتول نه ستونزه حل کوي او نه د ناروغ په ګټه تمامېږي. که خپل کدرونه وساتو، درناوی یې وکړو او ملاتړ یې وکړو، هغه ورځ لرې نه ده چې زموږ ناروغان به په خپل هېواد کې، د خپلو افغان متخصصینو له خوا، د لوړ کیفیت درملنه ترلاسه کړي او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاجه به خلاص شي، لکه څنګه یی چي نن الحمدالله په خپلو سترګو وینو او تجربه کو یی .

ولي ځیني ماشومان په ولادي ډول یوه هګۍ لري؟که ماشوم د زیږون پر مهال یوازې یوه هګۍ ولري څو مهم لاملونه لري•Cryptorchidism ...
01/07/2026

ولي ځیني ماشومان په ولادي ډول یوه هګۍ لري؟

که ماشوم د زیږون پر مهال یوازې یوه هګۍ ولري څو مهم لاملونه لري

•Cryptorchidism -تر ټولو عام لامل

شاوخوا ۸۰–۹۰٪ ماشومان یوازې یوه هګۍ نه راکوزه شوې وي
نږدې ۱۰–۲۰٪ ماشومان دواړه هګۍ نه راکوزې شوې وي

هګۍ د جنین په وخت کې له نس څخه سکروټم ته نه وي راکوزه شوې.
ممکن په نس، د اینګوینل کانال، یا د راکوزېدو په لاره کې پاتې وي.
په ډېرو ماشومانو کې د ژوند په لومړیو څو میاشتو کې خپله راکوزېږي.

•Testicular agenesis

یوه هګۍ له سره نه وي جوړه شوې (مورزادي نشتوالی).
دا نسبتاً نادر حالت دی.

•Vanishing te**is syndrome

هګۍ په لومړني جنیني پړاو کې جوړه شوې وي، خو وروسته د وینې د رسېدنې د بندېدو یا تاوېدو له امله له منځه تللې وي.

که هګۍ تر ۶ میاشتو پورې راکوزه نه شي، باید ماشوم د متخصص یورولوژي یا جراح ته راجع شي.
معمولاً د ۶–۱۸ میاشتو ترمنځ د Orchiopexy عملیات سپارښتنه کېږي.

ولې وختي درملنه مهمه ده؟
که درملنه ونشي د لاندې ستونزو خطر زیاتېږي
* د شنډوالي (Infertility)
* د هګۍ د سرطان خطر
* د هګۍ تاوېدل (Testicular torsion)

ډاکټر عبدالبصیر فضلي ـ ننګرهار حوزوي روغتون جراحي څانګه

Address

Nangarhar
Nangarhar
2601

Telephone

+93765771674

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي:

Shortcuts

Share

Category