Zyar Dental Clinic زیار د غاښونو د تداوی کلینیک

Zyar Dental Clinic زیار د غاښونو د تداوی کلینیک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zyar Dental Clinic زیار د غاښونو د تداوی کلینیک, Medical and health, میدان ښار جهادی مدرسی ته مخامخ د حاجی عارف مارکیت دوهم منزل, Kabul.

د خولې او غاښونو پر روغتیا د تغذیی تاثیر او اغېزخواړه د غاښونو او وريو په روغتیا کې مهم رول لري. د مناسبو خوړو انتخاب کو...
18/09/2026

د خولې او غاښونو پر روغتیا د تغذیی تاثیر او اغېز
خواړه د غاښونو او وريو په روغتیا کې مهم رول لري. د مناسبو خوړو انتخاب کولی شي د غاښونو د مینا په پیاوړتیا، د غاښونو د خرابېدو په مخنیوي او د وريو په روغتیا کې مرسته وکړي.

🦷 د غاښونو لپاره ګټور خواړه

🥛 لبنیات لکه شیدې، مستې او پنیر:
په کلسیم او فاسفورس لرونکی دي او د غاښونو د مینا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
🥦 تازه سبزیجات او مېوې:
د ویټامینونو، فایبر او اوبو له امله د وريو لپاره ګټور دي.
🥚 هګۍ، ماهي او غوښه:
د پروټین او منرالونو مناسبې سرچینې دي چې د خولې د نسجونو د روغتیا لپاره اړین دي.
💧 اوبه:
د خولې د لندبل ساتلو او د خوړو د پاتې شونو د پاکولو لپاره تر ټولو غوره څښاک دی.

⚠️ د غاښونو لپاره مضر خواړه او څښاک

نوشابه باب او انرژي.
خواږه او شیریني باب.
چیپس او د نشایستې لرونکي خوراکونه.
ډېر تیزابي خواړه او څښاکونه.
د غاښونو په پلاک کې موجود باکتریاوې له قند څخه د خوړو په توګه استفاده کوي او اسید تولیدوي. دغه اسید د وخت په تېرېدو سره د غاښونو مینا کمزورې او تخریبوي او د غاښونو د خرابېدو خطر زیاتوي.

یوازې د شیریني باب اندازه مهمه نه ده، بلکې د استعمال تکرار هم ډېر مهم دی. هڅه وکړئ چې شیریني باب د ورځې له درې ځلو څخه زیات ونه کاروئ او غوره ده چې له اصلي خوړو سره یوځای وخوړل شي.
د شیریني باب له خوړلو وروسته اوبه وڅښئ؛ دا کار د خولې د پاتې قندونو او خوړو په پاکولو کې مرسته کوي.

🍋 تیزابي خواړه او غاښونه

په تیزابي خوړو او څښاکونو کې موجود اسید د غاښونو د مینا د ډیمینرالیزېشن (د منرالونو له لاسه ورکولو) سبب کېږي او مینا کمزورې کوي.
له همدې امله، د تیزابي خوړو یا څښاکونو له استعمال وروسته لږ تر لږه ۳۰ دقیقې د غاښونو برس مه وهئ، ځکه چې په دې وخت کې د غاښونو مینا موقتي ډول نرمه شوې وي

زموږ نوی پته میدان ښار جهادی مدرسی ته مخامخ د حاجی عارف مارکیت دوهم منزل
18/09/2026

زموږ نوی پته
میدان ښار جهادی مدرسی ته مخامخ د حاجی عارف مارکیت دوهم منزل

🦷 د غاښونو کریمد غاښونو کریم هغه ماده ده چې د غاښونو د برس په واسطه د غاښونو د پلاک، د خوړو د پاتې شونو د پاکولو، د خولې...
18/08/2026

🦷 د غاښونو کریم

د غاښونو کریم هغه ماده ده چې د غاښونو د برس په واسطه د غاښونو د پلاک، د خوړو د پاتې شونو د پاکولو، د خولې د بد بوی د کمولو او د غاښونو د خرابېدو (چینجی خوړلو) د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د غاښونو د کریم ترکیبات

فلوراید:
د غاښونو مینا پیاوړې کوي او د غاښونو د خرابېدو مخنیوی کوي.

نرم ساینده مواد لکه سیلیکا (Silica):
پلاک، د غاښونو سطحي داغونه او د خوړو پاتې شوني پاکوي.

مینځونکی مواد لکه سوډیم لوریل سلفیټ (Sodium Lauryl Sulfate):
د کریم د کف جوړېدو سبب کېږي.

لندبل ساتونکي مواد لکه ګلیسرین (Glycerin):
د غاښونو د کریم د وچېدو مخه نیسي.

سوربیتول (Sorbitol):
لندبل ساتي او خوږ خوند رامنځته کوي.

زایلیټول (Xylitol):
له شکر پرته خوږوونکی دی او د غاښونو د خرابېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.

خوند ورکوونکي مواد:
لکه نعناع، چې د خولې لپاره تازه او ښه خوند رامنځته کوي.

د غاښونو د حساسیت ضد مواد:
لکه پوټاشیم نایټرېټ (Potassium Nitrate)، چې د غاښونو د حساسیت په کمولو کې مرسته کوي.

🦷 د غاښونو د کریم انتخاب

د غاښونو د کریم انتخاب د غاښونو د برس په څېر ډېر مهم دی، ځکه چې د غاښونو د خرابېدو د مخنیوي، د غاښونو د حساسیت، د خولې د ښه بوی او د اوریو د روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري.

د کریم د انتخاب پر مهال دې ټکو ته پام وکړئ:

🔹 فلوراید:
د سوډیم فلوراید (Sodium Fluoride) مقدار ته پام وکړئ. د ډېرو خلکو لپاره د غاښونو د خرابېدو د مخنیوي په موخه شاوخوا 1000 تر 1500 ppm فلوراید مناسب دی.

🔹 که غاښونه مو حساس وي:
داسې کریم انتخاب کړئ چې پوټاشیم نایټرېټ (Potassium Nitrate) یا ستانوس فلوراید (Stannous Fluoride) ولري.

🔹 که پر ټیوب د “Whitening” کلمه لیکل شوې وي:
دا د غاښونو سپینولو لپاره کریم دی. دا ډول کریمونه د غاښونو سطحي پلاک او داغونه له منځه وړي او غاښونه روښانه ښکاره کوي؛ خو د غاښونو طبیعي نسج رنګ په اساسي ډول نه شي بدلولای.

ځینې سپین کوونکي کریمونه د سایندګۍ ځانګړتیا لري؛ نو که ډېر قوي ساینده وي او د اوږدې مودې لپاره په ناسم ډول وکارول شي، د غاښونو د سطحې د سایش سبب کېدای شي. له همدې امله د داسې کریمونو دوامداره استعمال باید د اړتیا او د غاښونو د حالت له مخې وي.
د ماشومانو لپاره ځانګړی دماشومانو د غاښونو کریم وکاروئ او پام وکړئ چې ماشوم یې تېر نکړي.

د غاښونو د برس انتخابد غاښونو برس باید د غاښونو او د خولې وضعیت ته په کتلو وټاکل شي، ځکه یو ډول برس د ټولو خلکو لپاره من...
03/08/2026

د غاښونو د برس انتخاب

د غاښونو برس باید د غاښونو او د خولې وضعیت ته په کتلو وټاکل شي، ځکه یو ډول برس د ټولو خلکو لپاره مناسب نه وي.

د انتخاب معیارونه

۱- د برس د الیافو (Bristles) ډول

نرم الیاف: د اکثرو خلکو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.

منځني یا متوسط الیاف: یوازې په ځینو ځانګړو شرایطو کې کارول کېږي.

سخت الیاف: نه توصیه کېږي، ځکه چی د غاښونو د سولیدلو او اوریو د زخمی کیدو سبب کېږی.

۲- د برس د سر اندازه
د برس سر باید کوچنی یا متوسط وي، ترڅو د خولې شاتنی برخی غاښونه هم په ښه ډول پاک کړي.

۳- د برس ډول (لاسي یا برقي)

لاسي برس: ارزانه دی، په اسانۍ موندل کېږي، او که په سمه طریقه وکارول شي، غاښونه په صحیح ډول پاکوی.

برقي برس: غاښونه ښه پاکوي, د ماشومانو، هغو کسانو چې د برس کارولو کې سستي کوي، او د ارتودنسي (براکېټونو) لرونکو کسانو لپاره غوره انتخاب دی.

د خولې مینځلو محلول (دهان‌شویه)د خولې مینځلو محلول هغه مایع ده چې د خپل ترکیب له مخې د خولې د باکتریاوو د کمولو، د غاښون...
26/07/2026

د خولې مینځلو محلول (دهان‌شویه)

د خولې مینځلو محلول هغه مایع ده چې د خپل ترکیب له مخې د خولې د باکتریاوو د کمولو، د غاښونو د مینا د پیاوړتیا، د غاښونو د خرابېدو یا په عامه اصطلاح(چینجی خوړلو) د مخنیوي، د اوریو د التهاب د کمولو او د خولې د بد بوی د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

د خولې مینځلو محلول د سمې کارونې طریقه

لومړی خپل غاښونه برس کړئ او که امکان وي د غاښونو تار (Dental Floss) هم وکاروئ.

د محلول ۱۰ تر ۲۰ ملي‌لیتره یا د بوتل د یوه سرپوښ په اندازه واخلئ. (د ډاکټر د سپارښتنې یا د بوتل پرمخ د لارښوونو سره سم )ځکه ځینې دهان‌شویې باید له کارولو مخکې رقیقې شي.

محلول د ۳۰ ثانیو څخه تر ۱ دقیقې پورې په خوله کې وخوځوی او یا یې د ستوني لپاره غرغره وکړئ.

محلول تف کړی او هېڅکله یې مه تېروۍ.

د محلول له استفادی وروسته خوله په اوبو مه مینځۍ او تر ۳۰ دقیقو پورې هېڅ شی مه خوری او مه یی څښی.

مهم ټکی

دخولی مینځلو محلول د غاښونو د ډاکټر په مشوره وکاروۍ، ځکه چی مختلف ډولونه یې مختلفی استفادی او تاثیرات لري که له ضرورت پرته زیات اوناسم استعمال شي، کېدای شي د غاښونو د رنګ د تغیر، د خولې د وچوالی او داسی نورو مشکلاتو باعث شی.

د محلول له استفادی وروسته تر ۳۰ دقیقو پورې هېڅ شی مه خورئ او مه څښئ.

بهتره ده چې د غاښونو له برس کولو څخه تر ۳۰ دقیقو وروسته محلول وکارول شي.

د ۶ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو لپاره دې په احتیاط وکارول شي.

دخولی مینځلو محلول هېڅکله د غاښونو د برس او د غاښونو د تار (Dental Floss) بدیل نشی کیدای.

برس + د غاښونو تار + دخولی مینځلو محلول = د خولې او غاښونو د حفظ‌الصحې بهترینه نتیجه.

د غاښونو د تار یا نخ استفادهدغاښونو د تار استفاده کول د حفظ الصحی یو له مهمو مواردو شمیرل کیږی ځکه برس په تنهایی سره نشی...
21/07/2026

د غاښونو د تار یا نخ استفاده
دغاښونو د تار استفاده کول د حفظ الصحی یو له مهمو مواردو شمیرل کیږی ځکه برس په تنهایی سره نشی کولای د غاښ ټولی سطحی پاکی کړی

د دغاښونو د تار استفاده کولو طریقه
- 30 نه تر 50 cm پوری تار غوڅ کړی او د دواړو لاسونو له منځنی ګوتو څخه یی تاو کړی په منځ کی تر 3 سانتی متر پوری تار ازاد پریږدی.
- تار په نرمی سره د غاښونو تر منځ داخل کړی.
- تار د C حرف په شکل د غاښونو تر منځ ښکته او پورته حرکت ور کړی تر څو ددواړو غاښونو سطحی پاکی شی.
- استفاده شوی تار له یوی ګوتی تاو کړی او له بلی ګوتی پاک تار ازاد کړی تر څو د هر غاښ لپاره نوی تار استفاده شی.

دغاښونو د تار استفاده کولو ګټی
- د غاښونو ترمنځ د خوړو د پاتی شونو لری کول.
- د پلاک او منګ له جوړیدو څخه مخنیوی.
- د غاښونو او اوریو محافظت.

نوت : دغاښونو تار هره ورځ حد اقل یو ځل د شپی له ډوډۍ وروسته باید استفاده شی او کچیری استفاده یی د اورویو د وینی کیدو باعث کیږی د تار استفاده مه بندوی ځکه د وخت په تیریدو مشکل حلیږی.

په صحیح او منظم ډول د غاښونو برس کولد غاښونو برس کول د خولی د خفظ الصحی یو له مهم تریینو مواردو څخه ده چی که په منظم او ...
16/07/2026

په صحیح او منظم ډول د غاښونو برس کول
د غاښونو برس کول د خولی د خفظ الصحی یو له مهم تریینو مواردو څخه ده چی که په منظم او دوامداره ډول استفاده شی د غاښونو له خرابتیا او د خولی بد بوی څه مخنیوۍ کوی.

د غاښونو د صحیح برس کولو تخنیک
- برس نسبت اورۍ ته د غاښونو پر سطحه 45 درجی ونیسی او په ارامه دایروی حرکت ورکړی.
- د غاښ ټولی سطحی (بیرونی, داخلی, پورنتۍ سطحه) مکملی پاکی کړی.
- ژبه مو هم د برس په واسطه په ارامه پاکه کړی.
- غاښونه مو په ارامه او کم فشار سره برس کړۍ ځکه زیات فشار د غاښونو د سولیدلو او تخریب باعث کیږی.
- حد اقل د برس وهلو مدت تر 2 دقیقو کم نه وی.

د غاښونو د برس کولو مناسب وختونه
حد اقل دوه وخته د ورځی سهار او ماسخوتن وروسته له ډوډۍ.
نوټ:- له نرم برس څخه استفاده وکړی مګر چی داکتر درته توصیه کړی وی او هر دری میاشتی خپل برس تبدیل کړی.

د خولی او غاښونو حفظ الصحههغه پروسه ده چی پکی د خولی انساج ( غاښونه , اورۍ, ژبه ) په منظم ډول پاکیږی ترڅو د غاښونو له خر...
14/07/2026

د خولی او غاښونو حفظ الصحه
هغه پروسه ده چی پکی د خولی انساج ( غاښونه , اورۍ, ژبه ) په منظم ډول پاکیږی ترڅو د غاښونو له خرابتیا او د خولی بد بوی څخه مخنیوی وکړی.

څنګه د خولی حفظ الصحه په منظم ډول مراعات کولای شو؟
- په منظم ډول د غاښونو برس کول
- د غاښونو له تار یا نخ څخه استفاده
- دژبی پاکول
- د خوله وینځونکی محلول یا دهانشویی څخه استفاده
- په منظم ډول د غاښونو داکتر ته دمعاینی لپاره تلل

د غاښونو د حفظ الصحی مراعاتولو ګټی
- د سپینو او روغو غاښونو درلودل
- ښکلی مسکا
- د خولی بد بوی نه شتون
- د غاښونو د تداوی کم مصارف
- او په ټوله کی د بدن پر عمومی سلامتیا مثبت اثر

Address

میدان ښار جهادی مدرسی ته مخامخ د حاجی عارف مارکیت دوهم منزل
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zyar Dental Clinic زیار د غاښونو د تداوی کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share