08/08/2026
د منورې ولسوالۍ د پتاو فرعې روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره شو.
نیټه: ۱۴۴۸/۲/۲۴-۱۴۰۵/۵/۱۷
د کونړ ولایت د عامی روغتیا ریاست د نظارتی پلان له مخی د منورې ولسوالۍ اړوند د پتاو فرعې روغتیایي مرکز څخه د عامی روغتیا ریاست تخنیکي ټیم نظارت ترسره کړه.
د روغتیايي مرکز د مختلفو برخو څخه هر اړخيزه ليدنې وکړې ، راجسترونه وکتل شو ، د نظارت په جريان کې چى کومې ستونزې ليست شوى وې هغه چې په روغتیایي مرکز کې د حل وړ وې پرسونل ته يي د عاجل حل هدايت وشو او کومې ستونزې چې د دوۍ په صلاحیتونو کې نه وې لیست شوې چې د حل په موخه به د تطبیق کوونکې موسسې سره شریک شي.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه