02/03/2024
شنبه، د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت مياشتې ۱۲ مه نېټه
د لوړو زده کړو وزارت او Canadian Virtual Medical University يا د کاناډا د آنلاين ( پرليکه ) طبي پوهنتون ترمنځ د طب پوهنځيو د محصلینو د ظرفيت لوړولو په هدف د رامنځته شوي هوکړه ليک په اساس چې له مخې به يې د هيواد په ټولو طب پوهنځيو کې د Lecturio/ Cyber Patient آنلاین پروګرام تطبيق شي. د ياد پروګرام د امتحاني پړاو د پيل په موخه به د دواړو خواوو د توافق له مخې د هيواد د ټولو طب پوهنځيو له هر پوهنځي څخه ۱۵ تنه محصلين او د هغوئ لارښود استادان په نوموړي پروګرام کې دګډون لپاره ګمارل کيږي، چې په برياليتوب سره د امتحاني پړاو د بشپړېدو وروسته به نوموړی پروګرام لپاره ټولو محصلینو او استادانو ته د Access يا لاس رسي حق ورکول کيږي. په همدې مناسبت نن پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي د ادارې لخوا د طب پوهنځي د هر ټولګي له لسو ممتازو محصلینو څخه چې شاوخوا ۶۰ تنه محصلين کيږي، د انګليسي ژبې ازموينه واخيستل شوه. چې د پايلو تر اعلان وروسته به بريالي محصلين په نوموړي Pilot Project يا امتحاني پړاو کې برخه اخلي.
د يادونې وړ ده چې د ياد پروګرام په برياليتوب سره به په ټول هېواد کې د طبابت د زده کړې بهير تر ډېره بريده معياري شي.