طبي لارښووني

طبي لارښووني Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from طبي لارښووني, Medical and health, paktia, Gardez.

د “نوم” (ناف)په اړه حیرانونکي معلومات ❗️د نوم حیرانونکي حقیقتونه— سبحان الله!د نوم (ناف) حیرانونکي ځانګړتیاوې1️⃣ د ساینس...
01/03/2025

د “نوم” (ناف)په اړه حیرانونکي معلومات ❗️

د نوم حیرانونکي حقیقتونه
— سبحان الله!

د نوم (ناف) حیرانونکي ځانګړتیاوې

1️⃣ د ساینس له نظره، د انسان له مړینې وروسته د نوم دا برخه تر 3 ساعتونو پورې ګرمه پاتې وي.
2️⃣ دا ځکه چې ماشوم د مور په رحم کې د همدې لارې خواړه ترلاسه کوي.
3️⃣ د انسان ټول رګونه له نوم سره تړلي دي، او دا خپله یو ځانګړی ژوند لري.
4️⃣ د نامې شاته یوه نازکه پرده ده، چیرې چې شاوخوا 72,000 رګونه شتون لري!
5️⃣ که د انسان ټول رګونه سره ونښلول شي، نو کولای شي د ځمکې شاوخوا دوه ځله وګرځي.

د نوم له لارې حیرانونکې درملنه

✅ که سترګې وچې شي، سمه نه ښکاري، یا شونډې او پښې وچې شي، دا درملنه وازموئ:
- د خوب مخکې د نوم سوري (ناف) ته د زیتون یا کوکنارو غوړ درې څاڅکي واچوئ او شاوخوا یې مساج کړئ.

✅ د زنګون درد کمولو لپاره:
- د ارنډي غوړ (Castor Oil) درې څاڅکي د نوم سوري ته واچوئ او ښه مساج ورکړئ.

✅ که پوټکی وچ وي، یا د ویښتو تویېدل زیات وي:
- د شړشم (سرسرو) تیل درې څاڅکي د نوم سوري ته واچوئ، دا د پوستکي چمک زیاتوي.

✅ د معدې د درد لپاره:
- که ماشوم یا لوی د معدې له درد څخه شکایت لري، د هینگ (Asafoetida) پوډر د اوبو سره ګډ کړئ، د نوم شاوخوا یې ووهئ، درد به زر ختم شي.

✅ د تودوخې او فشار کمولو لپاره:
- 20 ګرامه د پیاز اوبه + نیم اونس زیتون غوړ سره ګډ کړئ، بیا یې د نوم سوري ته واچوئ.

✅ د غوږ د اوریدو د ستونزې لپاره:
- که په غوږونو کې غږونه اورئ، 50 ګرامه شړشم تیل د هرمل (Harmal) تخم سره ګډ کړئ، 15 ورځې یې د نوم سوري ته واچوئ.

✅ د ګردې دوران او معدې ستونزو لپاره:
- 50 ګرامه شړشم تیل + 20 ګرامه کلونجي تیل لږ تودو کړئ، یخ یې کړئ، بیا یې دوه میاشتې وکاروئ.

✅ د قبضیت لپاره:
- د غسل وروسته که د زیتون غوړ د نوم سوري ته واچول شي، نو قبضیت ختموي، پرته له دې چې حساسیت یا زکام رامنځته کړي.

پایله:

نوم (ناف) د انسان د بدن یو مهم مرکز دی، چې د مختلفو درملنو لپاره کارول کېدای شي.
له دې حیرانونکو معلوماتو څخه نور هم خبر کړئ او د الله جل جلاله دا عجیب

روژه: د روح او بدن دواړو علاجروژه یوازې د نه خوړلو او نه څښلو نوم نه دی، بلکې دا د ځان کنټرول، صبر، عبادت او روحاني پاکو...
01/03/2025

روژه: د روح او بدن دواړو علاج

روژه یوازې د نه خوړلو او نه څښلو نوم نه دی، بلکې دا د ځان کنټرول، صبر، عبادت او روحاني پاکوالي یو فرصت دی. دا میاشت موږ ته زده کوي چې څنګه د خپلو نفساني خواهشاتو مخه ونیسو، د صبر لوړې درجې ته ورسیږو او د مسکینانو حال احساس کړو.
په طبعي لحاظ، روژه بدن ته هم ډېرې ګټې لري خو د روژې تر ټولو ستره ګټه د الله ج رضا ده.
راځئ، دا روژه یوازې د لوږې او تندې نه، بلکې د ګناهونو نه د لرېوالي روژه وګرځوو. د دعا، ذکر او نېکو عملونو له لارې خپل روحانیت لا پیاوړی کړو.

#روژه #برکت #صبر #عبادت

20/01/2025

د ناروغ احیا کول یا نارمل حالت ته ګرځول:

که چیرې ناروغ ډیر وخیم حالت ولري او نارمل حالت ته یې وګرځول شي نو دیته د ناروغ
احیا کول وایي.

دا کړنلاره تاسې ھغه وخت ترسره کولای شئ چې زغم ولری او خپل حواس په خپل واک کې وساتئ.
ناروغ ممکن بې ھوشه وي یا ساه بندي ولري او یا ھم دواړه حالته یو ځای پیښ شي.
د ناروغ د احیا لپاره سمه پریکړه کوونه او عاجل عمل ته ضرورت دی ، ممکن ناروغ ستاسې د یو عادی عمل په صورت کې خپل عادي حالت ته وګرځی او یا ھم ډیرو کارونو ته اړتیا پیښ شي.
ماغزه صرف د ۴ دقیقو څخه تر ۶ دقیقو پوری د اکسیجن نه شتون زغملی شي ، په ھمدی اساس که زړه ودریږي نو اکسیجن د بدن حجراتو ته نه رسیږي او مونږ صرف ۴ الی ۶
دقیقي وخت لرو تر څو ناروغ سره مرسته وکړو.
کله چې زړه ودریږي نو ٣٠ الی ۴٠ ثانیو پورې د سترګو کڅې غټیږي او ۶٠ ثانیې تنفس ودریږي.
که چیرې زړه کار وکړي او سږي کار پریږدي نو ممکن ۶ دقیقې وخت ولرو چې دا وخت ھم ډیر کم دی.

مصنوعي ساه اخیستنه (تنفس):

د لاندی لاملو څخه د یو پر بنسټ ممکن ناروغ مصنوعي ساه ته اړتیا پیداکړي.
مسمویت، بریښنا نیولی، په اوبو کې غرق شوي کس که ھر وخت تاسې له داسې یو حالت سره مخامخ شوی نو د انګلیسي ABC حروف باید په یاد ولرئ چې معنا یی عبارت د له
A- Airway تنفسي لاره
B -Breathingیعنی تنفس و
C -Circulation یعنی د وینې جریان

ھمیشه د C,B,A په ترتیب باید ترسره شي نو تنفسی لاره باید خلاصه شی یعنی تنفس
بیرته وګرځوو او د وینې جریان ھم بیرته وګرځوو.
کړنلارې:

A -Airway یا تنفسي سوری:
ددې لپاره چې د ناروغ تنفسي طرق خلاص کړو لکه څنګه چې مخکی یاده شوه د ټولو نه مخکی تنفسي سوری پاکوو، بیا ناورغ په شا ویده کوو او غاړه یې تر ممکن اندازې پورې
شاته ټیټوو.
چې دا عملیه د یو لاس د غاړې شاته او یو د تندي مخې ته ږدو او ددی په واسطه دا عملیه تر سره کوو.
وروسته بیا یې زنه نیسو چې په دې ډول د ناروغ ژبه چې شاته تلی او تنفسي سوری یې
بنده کړی نو مخی ته راځی او تنفسي سوری یی ازادیږي.
که چیرې د ناروغ خوله له غاښونو ، وینې او افرازاتو څخه ډک وي په دی صورت کې لومړی باید دخولې سوری ښه پاک شي.
د دې کار دترسره کولو لپاره د ناروغ ژبه لږ بھر وباسئ یو وړوکی ټوټه په دوو ګوتو نیسو او دناروغ خوله پری پاکوو.

B -Breathingیا تنفس:
د مصنوعي تنفس مختلف ډولونه شتون لري لکه د خولې څخه
خولې ته – د خولې څخه پزې ته – شیفر طریقه – سلو ستر طریقه چې تر ټولو ګټوره

طریقه ھمغه د خولې څخه خولې ته ده.
1 .د خولې څخه خولې له لارې: دا تر ټولو غوره او ساده لاره ده د دې عمل د اجرا
په موخه ناروغ باید په شا واچول شي او مرسته کوونکی یو ژور ساه واخلی او بیا
خپل خوله د مریض په خوله کیږدي، د ناروغ پزه په بل لاس بند کړي او ھوا د ناروغ خولې ته پوه کړي، چې په دې صورت کې ھوا د ناروغ سږو او لږ انداز یی معدې ته انتقال کیږی
دعه عملیه په ھر شپږو ثانیو کې یو ځل اجرا کیږي او ١٢ځله دغه عملیه ترسره.کوو، که چیرې د ناروغ خوله بنده وي، په دې صورت کې د یوې دقیقي په وخت کې د ناروغ د پزې له لارې ھوا انتقالوود شیفر طریقه: دا عملیه داسې اجرا کوو چې لومړی ناروغ د سینې پر مخ څملوو یو لاس یې د سر لاندی ږدو او بل لارس یې خلاص پریږدو بیا مرسته کوونکي د ناروغ شاته دریږي او خپل لاسونه د ناروغ د پښتورګو اخری برخې کې ږدي او
خپل ټول وزن په خپلو لاسونو اچوي او ٢ ثانیي انتظار کوې او بیا خپل لاسونه پورته کوي .
په دغه عملیه کې د تنفس تعداد تقریبآ دولس ځلی دی په یوه دقیقه کې .سیلوستر طریقه: په دې طریقه کې ناروغ په شا داسې څملی او مرسته کوونکی د ناروغ سر طرف ته کښیني او بیا د ناروغ لاسونه د لیچې له برخې څخه نیسي او پورته یې کش کوي تر څو سږو ته ھوا ورسیږي.
د ٢ ثانیو لپاره صبر وکړی او بیا د ناروغ لاسونه د سینې طرف ته راوړو او د سینې د قفس پر سر یې کیږدی او ورته فشار ورکوئ تر څو داخل شوي ھوا دوباره خارج شي دغه عملیه په یوه دقیقه کې د ١٢ مرتبو په حدودو کې تکراریږی
A -Circulation د وینې دوران:
تر ټولو لومړی باید ووایو چې د زړه مساژ په دوه ډوله دي لمړی د زړه داخلی مساژ چې تل د ډاکټرانو په واسطه ترسره کیږي دوھم د زړه بھرنی مساژ چې اکثرآ د مرسته کوونکی کس لخوا ترسره کیږي.
باید ووایو چې دغه عملیه ھیڅکله په یو روغ انسان تجربه نه کړئ ځکه ممکن پښتورګي یې زیانمنې شي او یا ھم نورې ستونزې وزیږوي.
که چیرې له داسې حالت سره مخامخ کیږې چې د ناروغ زړه دریدلی او مرګ ته نږدی دی په داسی حالت کې تر ټولو لومړی د ناروغ ژوند مھم دی.
مرسته کوونکی دا عملیه په لاندی ډول ترسره کوي :
ناروغ لومړی د ځمکې سره ھموار غزیږي بیا د سینې منځنې ھډوکې د یو لاس په ذریعه لمس کړئ بیا لاسونه د سینې پر سر ھموار کیږدئ ، ددی لپاره چې په کافی اندازی سره فشار وارد شي ، خپل دوھم لاس ھم په لومړني کیږدئ ، بیا د وزن په مرستې سره د ناروغ
پښتورګو ته د لاندی خو ته فشار ورکړی او دغه فشار په دې اندازی سره وي چې د سینې منځنې ھډوکی د 5.2 څخه تر 5 سانتي پوری لاندی ولاړ شی، په دې کار سره زړه مساژ کیږي ممکن بیاځلې په کار پیل وکړي او په رګونو کې د وینې د جریان سبب ھم وګرځي په
پای کې خپل لاسونه بیاځلې پورته کړی او بیا ناروغ بررسی کړئ چې ایا زړه یې کار کوي
او که نه.
دغه عملیه په یوه دقیقه کې ۶٠ ځلې اجرا کیدلی شي.
د زړه مساژ په ماشومانو کې په دوو ګوتو سره تر سره کیږي او په لویو ماشومانو کې په یو لاس باید تر سره شي .
طبي لارښووني

Address

Paktia
Gardez

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طبي لارښووني posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share