Dr abdullah abid

Dr abdullah abid Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr abdullah abid, Doctor, Herat.

کله مو چې د بدن اوبه کمې سي لاندې نښې په بدن کې ښکاره کيږي:۱- د خولي بد بويي۲- سر مو پرلپسې درد کوي۳- د سستۍ احساس کوئ۴-...
20/05/2023

کله مو چې د بدن اوبه کمې سي لاندې نښې په بدن کې ښکاره کيږي:

۱- د خولي بد بويي
۲- سر مو پرلپسې درد کوي
۳- د سستۍ احساس کوئ
۴- پوستکي وچوالی کوي
۵- زړه بدوالی
۶- استفراق
۷- پښتورګو کی خفیف دردونه
۸- معدې کمزوري
۹- حافظی کمزوري

#-کوشش وکړئ سهار کی په نهاره دوه ګلاسه اوبه وڅښئ.!

نن د برات شپه ده.د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.اما...
17/03/2022

نن د برات شپه ده.
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس

په ژمي کې ستاسې بدن ۵ اساسي ويټامينو ته اړتيا لريد ژمي په موسم کې ځینې ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځته کيږي. د ...
24/11/2021

په ژمي کې ستاسې بدن ۵ اساسي ويټامينو ته اړتيا لري

د ژمي په موسم کې ځینې ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځته کيږي. د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کولی او د يو شمېر ناروغيو مخه پرې نیولی شو.

ويټامين سي:

د ژمي له راتګ سره د سکاروي یا سينه بغل، او زکام په شان ناروغۍ یوځای راځي دا په داسې حال کې ده چې د ويټامين سي په خوړلو د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو ډول انتي اکسيد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل کيږي.

د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ ويټامين سي له نارنجبابو (مالټه، کینو، نارنج او لیمو) او ژيړ رنګو سبزيجاتو څخه لاس ته راوړلی شو.

ويټامين ډي:

ډي ویټامین

که څه هم د ويټامين ډي استعمالولو ته د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په موسم کې دې ډول ويټامين ته ستاسو اړتيا نوره هم زياتيږي. د ژمي په اوږدو کې شايد ځينې کسان د لمر د نشتون له امله د عضلو او هډوکو په درد اخته شي. د پوهانو په خبره د ۷۰ کلونو څخه ښکته عمر لرونکي بايد هره ورځ ويټامين ډي استعمال کړي او لږ تر لږه هره ورځ ۳۰ دقيقي په مستقيم ډول لمر ته ځان جوړ کړي.

ويټامين اې :

د دې ويټامين استعمال د پوستکي د روغتيا او سلامتيا لپاره ډېر اړين دي او د ژمي په موسم کې د پوستکي د وچوالي مخنيوی کوي. ويټامين اې په غوښته، کب، بادام او نورو خوړو کې پيدا کيږي.

ويټامين بي کمپلکس:

د ويټامين (بي) د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربو هایدریډ په انرژۍ بدلوي چې د سون لپاره غوړ او پروتينونه مصرف کړي. په همدې دليل ويټامين ب کمپلکس په ځانګړې توګه ويټامين بي ۱۲ له هغې دیپرېشن او اضطراب څخه هم مخنيوی کوي، چې د ژمي په موسم کې د لنډو ورځو له امله خلکو ته پيدا کيږي.

اومګا ۳:

دغه ويټامين ندی مګر د ژمي په موسم کې ستاسو په روغتيا کې مهم رول لوبوي. امګا۳ غوړ اسيدونه د وينې د غوړو کچه برابروي. ډېری کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په ناروغيو باندې اخته کيږي او دا په داسې حال کې ده چې د اومګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.

Address

Herat

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr abdullah abid posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category