Dr Lotfullah M Zada

Dr Lotfullah M Zada Respect to be Respected

چوره (Hernia)چوره  د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه ...
14/02/2023

چوره (Hernia)
چوره د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه چی ضعیفه او یا نری دی له هغو څخه ځان بهر خوا ته راوباسی. چوره معمولا د سینې او ورنونو تر مینځ ځایونو کی راپیدا کیږي. اکثره څوک پدی نه پوهیږی چی چوره دی ، خو ځینو وختونو کی بیا امکان لری چی یوه کلکوالی یا غوټه حس شی او یا هم د چوری ځای پړسیدلی شانته ښکاری.

چوره شوې ځاي د خپل عادی حالت نه راپړسیدلی یا اوچت وي ، او کله چی په لاس باندی فشار ورباندي راوړل شي نو بیرته به خپل عادي حالت ته ورشي ، او پړسوب به له مینځه ولاړ شی. چوره څو ډوله ده ، خو مختصره تشریح به یی پدی لاندی ځای کی وشی:

د انګول چوره Inguinal hernias
د ورون په پورتنی برخه (سپوغزو) کی پړسوب یا چوره کیدو ته وییل کیږی.

د فیموریل چوره Femoral hernias
فیمورلي چوره کیدل د پورتنی چوری نه لږ په پورته برخ کی وی.

د امبیلیکل چوره (Umbilical hernias)
دا چوره د نامه په برخه کی پیدا کیږی

هیټس چوره (Hiatus hernias)
دا چوره د سینی او ګیډی تر مینځ په پرده کی پیدا کیږي. پدی چوره کی د ګیډې محتوی د سینې په برخه کی ننوځي.

کله باید ډاکتر ته مراجعه وشی
هر کله چی یو څوک پوه شی چی چوره لرئ نو ضروری ده چی ډاکتر او یا روغتون ته مراجعه وکړي. د تشخیص نه وروسته ډاکتر ممکن دا کس د جراحي درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي. که را لاندی نښي مو په ځان کی ولیدلې نو سمدلاسه خپل نږدې روغتون ته مراجعه کول پکار دي.

د چورې نښي:
- ناڅاپي ډیر سخت درد
- کانګی کول یا د زړه بدوالی
- د رفع حاجت سره ستونزه پیدا کیدل
- د باد په خارجیدو کی ستونزه پیدا کیدل
- کله چی چوره ډیره کلکه وی او د فشار راوړلو پواسطه بیرته نننوځی

که چیری دا پورتنی حالات په چا کی موجود وي نو ډیر امکان شته چی یو د دی لاندی څیزونو څخه ورپیښ شوی وی:

۱- د چوری په وجه هغه غړی چی تر فشار لاندی دی هغه ته د وینې تګ راتګ پوره او یا نیمایی نه ډیر قطع شوي دي
۲- د کولمو یوه برخه (ټوټه) هارنیا ته ننوتی او هلته بنده پاتی

دا پورته ذکر شوی حالات عاجلی طبی مرستی ته ضرورت لری نو همدا ده چی څومره زر کیدای شی روغتون ته ځان ورسوه چی ژر تر ژره مو درملنه وشي.

*څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي  !**①  ګازي مشروبات لڪه پیپسي ، ڪوڪاڪولا ، ډیو او داسې نور ... هډوڪي او غاښونه ڪمزو...
08/05/2022

*څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي !*

*① ګازي مشروبات لڪه پیپسي ، ڪوڪاڪولا ، ډیو او داسې نور ... هډوڪي او غاښونه ڪمزوري ڪوي ، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا ڪوي ، وزن زیاتوي ، د شڪر مرض پیدا ڪوي ، له زیات استعمال څخه یې ډډه وڪړئ .*

*② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده ، سمه خبر دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي ، چې زر جوړ شي .*

*③ په پوزه چې ڪله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت ڪې پریښودل پڪار دي ، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي .*

*④ د ماشوم لپاره د طاقت دواګانې ضرر لري ځڪه دغه دواګانې د ماشوم په نبض ڪې سرعت پیدا ڪوي او دغه سرعت ڪله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي .*

*⑤ د درد د ڪنټرول دواګانې لڪه ( پیناډول ، بروفین ) قوت سامعه ( د اورېدلو قوت ) ڪمزوری ڪوي ، په خاص ډول د ښځو .*

*⑥ په شین چای ڪې داسې مواد دي ، چې د سرطان مخنيوی ڪوي .*

*⑦ ماهی ، مڼه ، انګور ، الوچه او پالڪ داسې خواراڪونه دي چې دماغ او د یادښت قوت زیاتوي .*

*⑧ په غوږونو ڪې ډڪي وهل اڪثره د انسان د مرګ سبب ګرځي ځڪه دې سره د غوږونو پرده سورۍ ڪېږي او په دماغو ڪې التهابات ( سوزخ ) پیدا ڪېږي .*

*⑨ دا خبره غلطه ده چې د خوراڪ په منځ ڪې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي ؛ بلڪي صحيح خبره دا ده ، چې اوبه هیڅ ډول تڪلیف نه پیدا ڪوي .*

*⑩ هره ورځ دېرش ( ۳۰ ) دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شڪر مرض مخنيوی ڪوي . او هم د وینې د فشار مخنيوی ڪوي او ڪولیسټرول ختموي .*

*⑪ اوږه او پالڪ قوت مدافع په بدن ڪې زیاتوي او د سرطان مخنوی ڪوي .*

*⑫ د ماشومانو لپاره د جاولو ( ژاولو ) تېرول ، زیاتره وخت د ڪولمو د بندیدو سبب ګرځي ، چې د آپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي . هڅه وڪړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ .*

*⑬ د خوب په وخت ڪې چې فعال ( چالان ) مبایل سر ته نژدې وي ، نو شل سلنه ( ۲۰٪ ) د مازغو د سرطان سبب جوړېږی .*

*⑭ د شپې لخوا چی ادرڪ په اوبو ڪې وجوشول شي او بیا وڅښل شي ، نو ڪولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي .*

*⑮ سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د ڪمي ځای نیسي ، چې د خوب په دوران ڪې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا ڪوي .*

28/04/2022

زهني ستړیا
هر هغه څوک چې اوږدمهاله سټرس تجربه کړي زهني ستړیا باندې اخته کېدلی شي. زهني ستړیا مو له احساساتو تخلیه یا خالي کوي او ستونزو کې ډوب شوی احساس درکې پیدا کوي. تاسې کې داسې احساس پیدا کوي چې فکر کوی خپلو مسولیتونو باندې نشی برلاسي کېدلای او خپلې ستونزې نشی هوارولای. په شخصي او مسلکي ژوند کې مو ویجاړی په هره برخه خپرېدلای شي او همداسې له خپل شخصي او مسلکي ژوند مو واټن درکولای او ورسره بې علاقې کولای شي. زهني ستړیا داسې حالت دی لکه دام کې نښتی ژوندی چې که هر څومره ځواکمن هم وي نو بیا هم د هر څه تر سره کول له دام نه په واټن کې دي نو دی یې نشي ترسره کولای.

د زهني ستړیا نښې او علایم
زهني ستړیا دواړه فزیکي او احساساتي علایم لري. همداسې ستاسې په چلند هم اغیز لرلای شي. ټول علایم مو زهني روغتیا لرونکي په تاسې کې له ښودلو مخکې لیدلی او نوټ کولای شي او په دې پوهېدلای شي چې زهني روغتیا نه لری. په هر کس کې یې علایم توپیر لري او تل په تدریجي توګه انسان کې وده کوي او کله مو هم چې د سټرس کچه زیاته شي نو سملاسي تاسې کې ټول علایم راڅرګندیږي.
ډېری خلک همدې حالت ته انګریزۍ کې د (burnout) کلیمه کاروي د همدې کلیمې مانا د بې کچې سټرس یا زیات کار له امله د زهن کار پرېښودنه ده نورې درې ماناګانې یې لاندې ولولئ.
۱- د احتراق له امله د سوڼ توکو یا تېلو تر پایه سوزېدنه
۲ - د بې کچې ګرمېدو له امله د برېښناي الې سوزېدنه
۳ - په نساجي کې په ټوټې د ډیزاین طریقه

د (burnout) کلیمه طبي اصطلاح نه ده بلکې عامه ژبه کې یې خلک همدې حالت ته کاروي.

د زهني ستړیا احساساتي علایم
- ډېپرېشن
- تشویش
- کینه او بد بیني
- په هر څه کې بې علاقې کېدل
- له هر څه واټن اخیستل
- غسه
- د ناهیلۍ یا نا امیدي احساس لرل
- د ویرې احساس لرل
- د انګېزې نشتوالی
- په کړنو او کارونو او هر ډول فعالیت کې کموالی
- په تمرکز کې ستونزه لرل

د زهني ستړیا فزیکي علایم
- سر درد
- په معده کې نا ارامي (معده کې ګاز، په ګېډه کې د ګاز له امله پړسوب، نس ناستی او قبضیت، کانګې او زړه بدوالی)
- بدن کې دردونه
- اوږدمهاله ستړیا
- په اشتیا کې بدلون
- بې خوبي
- د وزن زیاتېدنه یا کمېدنه
- د ناروغیو زیاتېدنه لکه زکام

د زهني ستړیا په چلند اغیز او علایم یې
زهني ستړیا تاسې دې ته اړ باسي چې داسې چلند غوره کړی کوم چې تاسې نه یاستی لکه :
- په چارو کې کموالی او یا ډېر کم فعالیت
- له ټولنې څنګ ته کېدل او یا ترې ګیلمن کېدل
- د کار یا شخصي اصولو ته ژمن پاتې کېدو کې پاتې راتلل
- هر وخت له کار، ښونځي یا پوهنتون د ناروغۍ په نوم رخصت اخیستل

د سټرس او زهني ستړیا ترمنځ توپیر
سټرس هر انسان تجربه کوي او په ۲۱ پېړۍ کې د ژوند یوه نورمال برخه ده. سټرس هر منفي او مثبت حالت ته کوم حالت چې نوی، ویرونکی او یا خوښونکی وي د بدن طبیعي غبرګون دی. دا بیولوجیکي غبرګون په بدن کې د سټرس د هورمونونو، ادرېنالین او کورټیزول د څپې رامنځته کېدو لامل کیږي. د هورمونونو دا څپه بدن سره مرسته کوي چې چټک عکس العمل وښي، زهن ډېر ژر او چټک فکر وکړای شي خو کله چې له بدن څخه سټرېسور لرې شي بدن مو نورمال حالت ته راځي.

زهني ستړیا د اوږمهاله او دوامداره سټرس له امله پیدا کیږي. کله چې داسې حالت سره لاس او ګریوان یاستی کوم چې ستاسې بدن سټرس ته په غبرګون ښودلو هر وخت په دوامداره توګه اړ کوي نو د کورټیزول کچه مو لوړه پاتې کیږي او د کورټیزول لوړه کچه ستاسې د بدن په نورمال فعالیت کې مداخله کوي لکه هاضمه، خوب او د ایمني سیستم په فعالیت کې مداخله.

د زهني ستړیا له امله رامنځته شوې فزیکي ستړیا
فزیکي ستړیا کوم چې ستاسې بدن له انرژي تخلیه کوي د زهني ستړیا په بدن اغیز دی. که چېرې د زهني ستړیا له امله تاسې کې فزیکي ستړیا هم رامنځته شي نو ډېرې وړې چارې ته هم ستاسې لویه بدن کې شته انرژي کافي نه ده، همداسې وړې چارې باندې ډېر زیات وخت او انرژي مصرفوی.

د زهني ستړیا لاملونه
د ژوند په هره برخه کې اوږدمهاله او دوامداره سټرس په انسان کې د زهني ستړیا لامل کیږي خو په هر انسان کې یې د پیدا کېدو لامل توپیر لري لاندې یاد شوي تر بل هر څه زیات د زهني سټرس لامل کیږي:
- په زهن د زیات فشار واردونکی فعالیت د بېلګې په توګه د پوهنتون یا ښونځي استاد کېدل، اروا پوه کېدل یا هم اېمرجنسي کې کار کول
- فقر او مالي ستونزې لرل
- په دنده کې قناعت نه ترلاسه کول
- په کور داسې ناروغ لرل چې تل پاملرنې ته اړتیا لري
- له اوږدمهاله ناروغیو کړاو
- د نږدې کس مړینه
- د مور په توګه د ماشوم پالنه
- د زیات کار بدل کې کمې پیسې تر لاسه کول
- سخت کارونه
- د ټولنیز ملاتړ نشتوالی

د زهني ستړیا له کړاو څرنګه ځان خلاصولی شو ؟

۱- سټرېسور له منځه ویسئ
په دې مانا چې د سټرس هغه سرچینه ختمه کړئ کومه چې تاسې کې د دوامداره سټرس لامل کیږي. که چېرې کور یا کار ځای کې د مسولیتونو د بې کچې فشار لاندې یاستی نو په دواړو ځایونو کې له نورو د همکارۍ مرسته وغواړئ. که چېرې د سټرس د سرچینو نولړ جوړ کړئ نو له منځه وړلو کې مرسته درسره کولای شي. کوم خلک چې په لاس جنسي اړتیا پوره کوي دا خلک هم ډېر ژر په زهني ستړیا اخته کیږي یوازینۍ حل لار یې داده چې تر میاشتې مخکې دا ډول عادت تکرار نه کړي.

۲- وقفه کول
له هر ډول فعالیت وقفه کول د زهني ستړیا د درملنې لپاره تر ټولو مناسبه لار ده. په اوږد سفر داسې ځای ته تلل چېرې چې د ژوند لپاره تفریحي چاپېریال موجود وي. څو ورځې له کار یا خپلو مسولیتونو رخصتي کول او همداسې د خپل ځان خیال ساتنې لپاره هره ورځ کمه اندازه وخت ټاکل.

۳ - سپورت
د سپورت لپاره ډېر خلک د روغتیا پر مهال هم انګېزه نه لري نو د زهني ستړیا پر مهال یې پیل کول او ادامه ممکن ډېر ستونزمن وي خو سپورت ډېرې ګټې لري یوه ګټه یې د زهني ستړیا مخنیوی او که چېرې پرې اخته یاستی ځان ترې خلاصول دي. سپورت تاسې کې د احساساتي او زهني روغتیا دواړو ساتنه کوي. د زهني روغتیا ساتلو لپاره تاسې کوم مسلکي یا درانده سپورت ته اړتیا نه لری بلکې هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو د بدن خوځښت کافي دی. د سپورت نورې ګټې د سټرس کموالی، د تشویش کموالی، ښه مزاج لرل او ځواکمن ایمني سیستم لرل دي.

۴ - د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه
د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه تاسې کې د سټرس او تشویش کموالی رامنځته کوي، په وینه کې مو د کورټیزول کچه کموي او د کورټیزول کمېدنه د هغو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کموي کومې چې له سټرس سره تړاو لري.

د زهن او بدن ارامولو تخنیکونو بېلګې
- یوګا
- ژوره سا اخیستنه
- مساج
- اروما تېراپي

۵ - زیات خوب
د احساساتي روغتیا لپاره کافي خوب کول اړین دي. که چېرې تاسې کې زهني ستړیا شته وي هره شپه تر ۸ ساعته پورې داسې ځای کې چې تیاره وي او شور نشته وي خوب وکړئ. د شپې لخوا د ښه خوب کولو لپاره اړینه ده چې د ورځې لخوا په بستره کې یا هم هر بل ځای کې څملاستلي بې خوځښته پاتې نشئ په دې مانا چې هر سهار له ۶ یا ۷ بجو وروسته په فزیکي توګه خپل فعالیت پیل کوئ. که چېرې د ورځې لخوا بې خوځښته او یا هم تر ناخته په بستره کې پاتې شی هم د زهني ستړیا په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. هره شپه له خوب کولو مخکې په بستره کې له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې مطالعه وکړئ.

۶ - لیکل
که چېرې زهني ستړیا تاسې کې د منفي فکرونو لامل کیږي تل له ځان سره قلم او کتابچه ولرئ او د منفي فکرونو پر مهال د خپل ژوند مثبت اړخونه ولیکئ.
کوم خلک چې د ژوند مثبت اړخ باندې لیکل وکړي نو تر نورو یې زهني روغتیا ښه پاتې کیږي، د فزیکي ناروغیو علایم یې نرم او کم وي، تر نورو کم سټرس تجربه کوي، تر نورو زیات خوښ وي، له نورو سره اړیکې یې ښې وي، ښه خوب کولای شي، فزیکي روغتیا یې هم ښه وي.

۷ - طبي درملنه
د پورته ټولو یادو شو تر څنګ طبي درملنه هم اړینه ده. ډاکټر ته مو علایم ووایئ تر څو داسې درمل درته نسخه کړي چې سټرس مو کم کړي او یا هم سخت وخت کې مو د سټرس کچه کمه کړي. همداسې مو له ډاکټر څخه د علایمو د مدیریت په اړه هم مشوره واخلئ. د زهني ستړیا لپاره ډېری وخت د خوب، سټرس ضد او تشویش کمولو درمل نسخه کیږي.

28/04/2022

د روغتيا له نظره ښه روژه مات:
- اوبه، شيدې او د ميوې تازه جوس
- خرما
- تازه مېوه
- سوپ يا د ترکاريو شوروا

د روغتيا له نظره بد روژه مات:
- شربتونه
- ګازي مشروبات
- سره کړي شيان لکه پيکوړې او بولانې

03/03/2022

⏪ مخ پاک او ځان پاک مو په تشناب کې مه پریږدﺉ !

◀ هغه بخارات او ګازات چې له ادارار څخه مدفوع او متصاعد کیږي ، تر ٢ مترو پورې شاوخوا څیزونو باندې خپل تاثیر پریږدي ، چې د مختلفو تنفسي ، سترګو او جلدي ناروغیو سبب ګرځي .

◀ هر کله مو چې له خپل ځان پاک او مخ پاک څخه استفاده وکړه ، نو لمر ته یې د یو څه مودې لپاره پریږدﺉ .

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي  په اړه بشپړه معلومات!   Helicobacter pylori يا...
01/03/2022

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي

په اړه بشپړه معلومات!

Helicobacter pylori يا (H. pylori) د بکتريا يو ډول دی. دغه ميکروب د انسان وجود ته ننوځي او د هاضمي سيستم داخل په معده کي ژوند پېلوي. کله چي يې په معده کي ځای ونيسي؛ څو کاله وروسته بيا په معده يا کوشنيو کولمو کي د ټپ سبب کيږي. په ځينو کسانو کي آن د معدې د سرطان سبب کيږي.

په H. Pylori اخته کېدل په ټوله نړۍ کي عام دي، کابو د نړۍ د نفوس ۲۳مه برخه انسانان په خپل وجود کي دغه بکتريا لري خو په ډيری انسانانو کي يې نښې نه ښکاره کيږي.

Pylori څنګه ناروغي رامنځته کوي؟

تر پېړيو پېړيو روغتيا پوهانو داسي فکر کاوه چي يواځي ذهني فشار، مساله لرونکي خواړه، سګريټ څکول او د ژوند ځيني نور ناوړه عادتونه د معدې ټپ رامنځته کوي، خو کله چي په ۱۹۸۲ کال کې روغتيا پوهانو څيړنه وکړه نو ويې موندل چي يو ډول ميکروب هم سته چي د معدې په تيزابي محيط کي ژوند کوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

کله چې د H. Pylori بکرتيا وجود ته داخله سي؛ مستقيماً د معدې په پوښ (حجروي دېوال) بريد کوي او د معدې ديوال سوری کوي. وروسته بيا په معده کي د خوړو د هضم لپاره سته تيزاب جوړ سوی ټپ شړوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

د H. Pylori بکرتيا د ناپاکو اوبو او خوړو له لارې انسانانو ته داخليږي. دغه ناروغي په هغو هيوادونو او ټولنو کي په لويه پيمانه پيدا کيږي چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ وي. دغه بکتريا په کوچنيوالي کې د انسان وجود ته داخليږي خو کولی سي چي د لويانو وجود ته هم داخله سي.

د ناروغۍ نښې نښانې

په عمومي توګه په H. Pylori اخته ناروغان کومي ځانګړې نښانې او علايم نه لري خو کله چې يو انسان پرې اخته سي لاندې علایم په کي راښکاره کيږي:

زړه بدوالی

استفراق (کانګې)

د ګېډې درد

زړه سوځېدل

اسهال

په ډکو متيازو (غايطه موادو) کې توروالی، سوروالی او وينه

د ناروغۍ تشخيص:

څنګه د H. Pylori معاينات کولی سو؟

د ايچ پايلوري ناروغۍ د تشخيص لپاره له څو لارو کار اخيستل کيږي.

۱ــ UBT يا د يوريا تنفس په ذريعه تشخيص: کوم ناروغان چي په دغي لاري يې د ناروغۍ تشخيص کيږي؛ ورته سپارښتنه کیږي چي د تشخيص له ورځېي کابو دوه اونۍ وړاندې بايد د انتي بيوتيک درمل خوړل پريږدي.

د تشخيص پر مهال ناروغ ته يو ډول مايعات ورکول کیږي چي يوريا نوميږي. ناروغ دغه مايعات څښي او لس دقيقي وروسته يې تنفس معاينه کيږي. که چيري په ايچ پايلوري اخته وي نو په وجود کي يې يوريا په کاربن دای اکسايد بدليږي او له خولې يې د کاربن دای اکسايد بد بوی راځي.

۲ــ وينه معاينه کول: د ويني معاينات د دې لپاره ترسره کيږي چې په وجود کې د H. Pylori انتي باډي معلومه کړي. انتي باډي د پروتين يو ډول دی چې د وجود دفاعي سيستم په وسيله جوړيږي او په وجود کي له بېګانه جسمونو سره مقابله کوي. د ويني معاينات يواځې کولی سي چې معلوم کړي د ناروغ په وينه کې د H. Pylori انتي باډي سته او که نه؟

۳ــ د غايطه موادو معاينه کول: د غايطه موادو معاينه کول کولی سي په ډکو متيازو کي د H. Pylori نښانې وښيې. د دغې معايناتو له مخي معلوميږي چي له درملنې وروسته هم په ناروغ کې د H. Pylori آثار پاتې که له منځه تللي دي.

۴ــ Biopsy يا د حجرې ميکروسکوپي معاينه کول:په دې معايناتو کي له معدې څخه حجره اخيستل کيږي او بيا تر ميکروسکوپ لاندي په کي د H. Pylori بکتريا کتل کيږي. دغه معاينات د انډوسکوپي معايناتو په نوم ياديږي. د معدې يا کوچنيو کولمو کي د ټپ معلومولو لپاره غوره لار همدا انډوسکوپي معاينات دي چې په آسانۍ په کي د ناروغۍ تشخيص کيدلی سي. په دې طريقه معلوميږي چې ناروغ په معده يا کولمو کي ټپ، وينه او يا سرطان لري او که نه.

د H. Pylori درملنه:

هغه ناروغان چې د H. Pylori معايناتو نتيجه يې مثبته وي، کولی سي لاندې درمل له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکاروي:

۱ــ (OAC) يا Omeprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو ورځو لپاره

۲ــ (BMT) يا Bismuth subsalicylate, metronidazole, and tetracycline د څوارلسو ورځو لپاره

۳ــ (LAC) يا Lansoprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو او څوارلسو ورځو لپاره

مخنيوی:

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي. په دغه نارغۍ اخته او سالم کسان ټول بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي:

له ډوډۍ خوړلو وړاندې او له تشناب څخه وروسته بايد لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځل سي. همداراز دغه سپارښتنه بايد د کورنۍ کوچنيو ماشومانو ته هم وشي.
له هغه خوړو او اوبو څخه بايد ځان وساتل سي چې ناپاکې وي.
هغه خواړه بايد ونه خوړل چې په سمه او بشپړه توګه پاخه سوي نه وي.
په خپله هم بايد په ناپاکو لاسونو خواړه ونه خوړل سي او هم د هغه چا د لاس خوړو نه ځان وساتل سي چې په ناپاکو لاسونو يې چمتو کړي وي.
له دې هاخوا له فشار، مساله لرونکو خواړو، الکولي مشروباتو او سګريټ څکولو څخه ځان وساتل سي. فشار، الکولي مشروبات، مساله لرونکي خواړه او څګريټ څکول په معده کې زخم نه جوړوي خو جوړ سوی زخم شړوي او د ناروغۍ د زياتوالي سبب کيږي. د ذهني فشار ناروغان بايد له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي څو له فشاره د خلاصون آسانه لار ورته وښيې. او هغوی چې سګريټ څکوي بايد له مشرانو وپوښتي چې څنګه کولی سي د سګريټ څکول پريږدي.او د هغه سره ټینګه اراده هم وکړي چي نور سګرېټ پرېږدم.

Address

Jalalabad
152024

Telephone

+93787719060

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Lotfullah M Zada posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Lotfullah M Zada:

Shortcuts

Share

Category