dr javid(sherzid)

dr javid(sherzid) زه غواړم چې خپلو وطنوالو ته د طب په برخه کې خدمت وکړم
نوټ دضرورت په وخت واټ ساف ته راشئ
+93784555566

04/04/2023

سبحان الله

04/04/2023
27/03/2023

بـــې اولادي یا Infertility

کله چې یوه ښځه اوخاوند تریو کاله پورې هم اولاد رانه وړي دیته بې اولادي یا infertility ویل کیږي. دغه ستونزې ته د روغتیا دنړیوال سازمان لخوا د معیوبیت یا disability نوم ورکړل شوی چې دنړۍ په کچه پنځم دپام وړ معیوبیت ګڼل کیږي او دم ګړۍ تقریباً 113 ملیونه میرمنې اونارینه په مشترکه توګه ورڅخه ځوریږي. په افغانستان کې په سلو کې شاوخوا 15.8 سلنه ښخینه او 13.8 سلنه نارینه له بې اولادۍ سرټکوي.

په نارمله توګه په هغه میرمنوکې چې د بارورۍ په عمر کې وي، 50 سلنه دواده په اولو درو میاشتو کې، 75-82 سلنه یې په شپږومیاشتو او 85-92 سلنه یې د دوولس میاشتو په داخل کې حمل آخلي.

دبې اولادۍ سببونه:
په 58 سلنه پیښوکې دبې اولادۍ سبب ښځینه او په 25 سلنه پیښو کې یې سبب نارینه وي پدې معنی چې ښځه او خاوند دواړه د بې اولادۍ سبب کیدلای شي. په پاتې 17 سلنه پیښوکې علت او سبب څرګند نه دی.

په ښځوکې یې علتونه په لاندې ډول دي:
ـ دمیاشتني عادت ګډوډي چې په ښځوکې ترټولو عام سبب جوړوي. پدې معنی چې دعادت ځنډیدل او یا هم له وخته مخکې راتلل. (46%)

ـ د ښځینه تخمې دجوړیدو، انتقال او په رحم کې د ځای پرځای کیدو ستونزې. (46%)

ـ دښځینه ټیوبونو او fallopian tubes بندښت. (38%)

ـ درحم دداخلي طبقې غیرنورمال جوړښت یا ـ Endometriosis. (9%)

ـ په ښځوکې نورعلتونه چې څرګند ندي. (7%)

په نارینه ؤ کې یې علتونه په لاندې ډول دي:

ـ دنارینه خصیواوتکثري برخوناروغۍ په کوم کې چې خصیې نشي کولای کافي او نارمل مقدار s***m تولید کړي. (30-40%)

ـ ددماغو په داخل کې د hypothalamus او pituitary gland تشوشات. (2%)

ـ د سپرمونوs***ms د انتقال ستونزې. (10-20%)

ـ په نارینه ؤ کې نامعلوم علتونه. (30-40%)

دښځو او نارینه ؤ مشترک علتونه:
ـ رواني ناروغۍ لکه ډار، ویره، تشویش او وسواس

ـ چاغوالی

ـ دسګرټ او الکولواستعمال او هم د سګرټو اوتمباکو لوګي

ـ دکافي ډیر استعمال

ـ دښځې اوخاوند د نزدیوالي دوختونو ګډوډي، پدې معنی چې که یوښځه او خاوند دمیاشتني عادت په دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلمسه ورځ سره نزدې شي نو د حمل آخیستلو چانس 90-100% امکان لري ځکه چې پدې یادو ورځو کې ښځینه تخمه یا هګۍ له خپله ځایه د رحم خواته حرکت کوي.

داکتر جاوید شیرزاد

اندوکراین غدې، هورومونونه او دندې یې۱. هورمون: انسولین(Insolin)ترشح کوونکې غده: پانکراس بیتا برخهدنده: په وینه کې د ګلوک...
23/03/2023

اندوکراین غدې، هورومونونه او دندې یې

۱. هورمون: انسولین(Insolin)
ترشح کوونکې غده: پانکراس بیتا برخه
دنده: په وینه کې د ګلوکوز کچه ټیټول/ښکته کول

۲. هورمون: ګلوکاګون(Glocagone)
ترشح کوونکې غده: پانکراس الفا برخه
دنده: وینه کې د ګلوکوز اندازه لوړول

۳. هورمون: کلسي تونین(Calcitonin)
ترشح کوونکې غده: تایروئید
دنده: وینه کې د کلسیم Ca کچه ټیټول

۴. هورمون: پاراتایراید(PTH)
ترشح کوونکې غده: وینه کې د کلسیم اندازه لوړول او د ویټامین ډي Vit-D تولید

۵. هورمون: اوکسي توسین(Oxytocin)
ترشح کوونکې غده: نخامیه/هایپوفېز
دنده: زېږون پر وخت د حمل اسانول

۶. هورمون: وازو پرسین(Vasopressin/ADH)
ترشح کوونکې غده: Master gland
دنده: ادرار ضد - پښتورګو کې د اوبو بیا ځلې جذب تحریک

۷. هورمون: ودې(G.H)
ترشح کوونکې غده: هایپوفېز/نخامیه
دنده: د بدن (هډوکو، عضلاتو) وده او رشد

۸. هورمون: پرولکتین(Prolactin)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د پروټین او شیدو تولید

۹. هورمون: تایروکسین(Thyroxin) او ترای ایودو تایرونین(Tri Iodo Thyronin) یا T3 او T4
ترشح کوونکې غده: تایروئید
دنده: وینې نورمال فشار، زړه حرکت، هضم او تکثر کې مرسته کول

۱۰. هورمون: ادرینو کورټیکو ټروپیک(ACTH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: ادرینال(پښتورګي دپاسه غدې) غدې کورټکس تحریک

۱۱. هورمون: تایرویید تحریکوونکی(TSH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د تایراید/تایروئید غدې تحریک

۱۲. هورمون: کورټېزول(Cortizol)
ترشح کوونکې غده: ادرینال/فوق الکلیه
دنده: میتابولېزم - وینه کې د ګلوکوز سطحې تنظیم

۱۳. هورمون: فولیکل تحریکوونکی(FSH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د نرینه او ښځینه جنسي جوړښتونو (خصیو اږ تخمدانونو) د فعالیت تنظیم

۱۴. هورمون: لوټینایزنګ(LH)
ترشح کوونکې غده: نخامیه
دنده: د ښځینه او نارینه هورمونونو تولید/ترشح - تخمدان څخه د تخمې ازادېدل
dr javid(sherzid)

13/03/2023

ډیر استعمالیدونکي طبي لغاتونه

1. Neuralgia-> د اعصابو درد

2. Myalgia-> د عضلاتو درد

3. Otalgia-> د غوږ درد

4. Gastralgia-> په معده کې درد

5. Pyoderma -> د پوستکي انتان د خولې د جوړیدو سره.

6. Myelitis-> د نخاع التهاب.

7. Nephritis-> د پښتورګو التهاب.

8. Pharyngitis-> د ستوني التهاب.

9. Blepharitis-> د سترګو التهاب.

10. Cholelithiasis-> په ترخی کې تیږه.36.

11. Nephrolithiasis-> په پښتورګو کې تیږه.

12. Osteomalacia-> د هډوکو نرموالی (د کلسیم یا ویټامین ډي کمښت)

13. اډینوما-> د غدې د نسج بې نظیر تومور.

14. Myoma-> د عضلاتو تومور.

15. ډیپلومیا-> دوه ګونی لیدل.

16. Cervicitis-> د رحم التهاب.

17. کولتس->د کولمو التهاب.

18. Colpitis-> د رګونو التهاب.

19. Cystitis-> د ادرار د مثانې التهاب.

20. د انترایتس-> د کولمو التهاب.

21. Cervicitis->د رحم التهاب.

22. کولایتس-> د کولمو التهاب.

23. Colpitis-> د رګونو التهاب.

24. Cystitis-> د ادرار د مثانې التهاب.

25. د انتریتس-> د کولمو التهاب
26. Gastritis-> د معدې التهاب.

27. Glossitis-> د ژبې پړسوب.

28. هیپاتیت-> د ځيګر پړسوب.

29. Laryngitis-> د لارینګس التهاب.

30. Metritis-> د رحم التهاب.

31. Leucoderma->د پوستکي عیب لرونکی رنګ.

32. Hysterodynia-> په رحم کې درد.

33. هیسټریکټومی-> د رحم خارجول.

34. Nephrectomy-> د پښتورګو برخی قطعه کول

35. Adenectomy-د غدی برخی قطعه کول

36. Cholecystectomyد ګالبلډر
برخی قطعه کول

37. تایرایډیکټومي-> د تایرایډ غدې یو برخی قطعه کول

38. د مفصلونو التهاب->د مفصل التهاب.

39. برونکایټس-> د برونچی التهاب.

40. د کارډایټس-> د زړه پړسوب.

41.انیمیا-> په وینه کې د هیموګلوبین کمښت.

42. انالجیسک-> درمل چې درد کموي.

43. Arthralgia-> په ګډو کې درد.

44. Cephalalgia-> د سر درد

45. Nephralgia-> په پښتورګو کې درد

#نوټ له ملګرو سره یی شریک کړئ 💚
#مننه چی راسره یاست او ملتیا مو کوئ💚
ⅅℛ ℱᗅᏉⅈⅅ Տℍℰℛℤⅈⅅ

Address

Jalalabad

Telephone

+93784555566

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when dr javid(sherzid) posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to dr javid(sherzid):

Shortcuts

Share

Category