28/11/2023
له ۴۰ کلنۍ پورته خلکو ته یو څو لارښوونې!
۱- هر وخت اوبه څښه حتی که د تندې احساس هم درته نه کیږي
۲- همېشه سپورت او ورزش کوه حتی که زیات هم مصروف اوسې. که نور نه وي قدم وهل عادت وګرځوه
۳- همېشه کم خوراک کوه، نور نو د پُر خورۍ وخت پای ته رسیدلې، زیات خوراک درته هیڅ فایده نه کوي لا درته په زیان تمامیږي
۴- د یو ځای نه بل ځای ته تګ له پاره، له موټر څخه د امکان ترحده استفاده مه کوه، کوشش وکه چې مسجد، مغازه، خپلوانو لیدلو، او نور ځایو ته پیاده لاړشې
۵- هیڅ کله مه غوسه کیږه او مه عصباني کیږه، د ځوانانو ناوړه کارونو له کبله مه نا راحته کیږه، کوشش کوه په غلطیو یې سترګې پټې کړی، که نه نو ستا روغتیا ته به تاوان ورسیږي
۶- مال دولت ددی لپاره دی چې د ژوند لپاره وکارول شي، نه دا چې د هغوی د ساتلو لپاره ژوند تیر کړل شي، تل ورنه ګټه اخله.
۷- هغه څه چې لاسته راوړی نه شې، کیسه کې یې مه کیږه. داسې فکر وکه لکه هیڅ چې دی لیدلی نه وي. که ستا نصیب و قسمت کې وي حتماً به در رسیږي
۸- ډیر خاکسار او متواضع اوسه، مال، دولت قدرت هغه وخت له مینځه ځي چې څوک تکبر وکړي
۹- د ویښتو سپین والی دا معنا نه ورکوي چې ګویا ستا د عمر پای پیل شو. بلکې دا هغه قیمتي ویښته دي چې تا ته د ځوانۍ په قیمت تمام شوي. دا ددې ښکارندوی دي چې ستاسو بهتر ژوند پیل کیدونکی دی. هغه تصمیمونه چې ته ۴۰ کلنۍ څخه وروسته نیسې په مراتبو درته ګټور تمامیږي. خپله به احساس کړې چې د ځوانۍ د وخت څومره پریکړې احمقانه وې.
۱۰- تل د شپې وختي ویده کیږه، او د شپې ناوخته پورې مه کینه.
۱۱- سهار وختی پاڅیږه لمونځ کوه اودلمانځه وروسته مه ویده کیږه د ورزش ترڅنګ یوڅه کار کوه.
پو هه