Dr. Alhamulhaq Medical Clinic

Dr. Alhamulhaq Medical Clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr. Alhamulhaq Medical Clinic, Medical and health, Jalalabad.

Sertraline (سېرټرالين)SSRI (Selective Serotonin Reuptake Inhibitor) ډلې یو مشهور درمل دی چې د خپګان، اضطراب او ځینو نورو...
04/06/2026

Sertraline (سېرټرالين)

SSRI (Selective Serotonin Reuptake Inhibitor)
ډلې یو مشهور درمل دی چې د خپګان، اضطراب او ځینو نورو رواني اختلالاتو په درملنه کې کارول کېږي.
د عمل طریقه (Mechanism of Action)
په دماغ کې د Serotonin په نوم یو کیمیاوي ماده شته چې د مزاج، خوب، اشتها او احساساتو په تنظیم کې مهم رول لري.
په ځینو کسانو کې د Serotonin کچه ټیټه وي، چې له امله یې:
خپګان
اضطراب
وسواس
ویره او تشویش
رامنځته کېږي.
Sertraline
د Serotonin بېرته جذب (Reuptake) کموي، نو Serotonin د دماغ د عصبي حجرو ترمنځ زیات پاتې کېږي او په تدریج سره د ناروغ رواني حالت ښه کېږي.
استعمالونه (Indications)
1. Depression (خپګان)
نښې:
د زړه تنګي
غمجن حالت
د ژوند سره بې علاقګي
ستړیا
د خوب ګډوډي
2. Generalized Anxiety Disorder (اضطراب)
نښې:
بې ځایه اندېښنه
د زړه درزا
بې قراري
د ساه لنډوالی
3. Panic Disorder
ناروغ ناڅاپه:
د مرګ ویره
د زړه شدید درزا
خولې راتلل
لړزه
احساسوي.
4. Obsessive Compulsive Disorder (OCD)
وسواسي فکرونه
تکراري اعمال
د پاکوالي یا شک وسواس
5. PTSD
د سختې رواني صدمې وروسته:
بد خوبونه
ویره
عصبي توب
دوزونه

لومړۍ اوونۍ
ځینې جانبي عوارض څرګندېږي.
د ناروغۍ ښه والی معمولاً نه لیدل کېږي.
2–4 اوونۍ
اضطراب کمېدل پیلوي.
4–8 اوونۍ
اصلي اغېزه څرګندېږي.
له همدې امله ناروغان باید ژر ناامیده نه شي،

عام جانبي عوارض

د هاضمې سیستم
زړه بدوالی
نس ناستی
د معدې ناارامي
عصبي سیستم
سر درد
سر ګرځېدل
بې خوبي
جنسي ستونزې
د جنسي میل کمېدل

خطرناک عوارض
Serotonin Syndrome
که له نورو Serotonin لوړوونکو درملو سره یوځای شي:
نښې:
لوړه تبه
شدیدې رپېدل
ګډوډي
د زړه چټک درزا
دا بیړنی حالت دی.

ناڅاپي بندول
Sertraline باید ناڅاپه بند نه شي.
د ناڅاپي بندولو نښې:
سر ګرځېدل
اضطراب
بې خوبي
د بدن د برېښنا غوندې احساسات (Brain Zaps)
له همدې امله باید دوز په تدریج کم شي.
مهمې سپارښتنې
هره ورځ په یو ټاکلي وخت وخوړل شي.
د ښه کېدو لپاره ۴–۸ اوونۍ صبر پکار دی.
ناڅاپه بندول یې مناسب نه دي.
که د ځان وژنې فکرونه، شدید اضطراب یا غیرمعمولي چلند پیدا شي، ژر ډاکټر ته مراجعه وشي.
Sertraline د اضطراب او خپګان لپاره یو له تر ټولو خوندي او ډېر کارېدونکو درملو څخه ګڼل کېږي، خو باید د ډاکټر د لارښوونې مطابق وکارول شي.

Cephradin,څه شي ديCepradin یو Bactericidal antibiotic دی  یعنې بکتریا وژني، نه دا چې یوازې وده یې بنده کړي،دا د Cephalos...
29/04/2026

Cephradin,څه شي دي

Cepradin یو Bactericidal antibiotic دی
یعنې بکتریا وژني، نه دا چې یوازې وده یې بنده کړي،
دا د Cephalosporin (لومړۍ نسل) له ډلې دی
مانا دا چي
نسبتاً زوړ انټي‌بیوتیک دی
خو لا هم په ساده انتاناتو کې ډېر کارېدونکی دی

2. د عمل طریقه (Mechanism of Action)
Cephradin

د بکتریا دیوال جوړېدل بندوي
دیوال کمزوری کېږي
بکتریا چاودي (lysis)
بکتریا مړه کېږي
ځکه ورته bactericidal وايي
3. د اثر ساحه (Spectrum)
ښه اثر لري پر:
Gram-positive bacteria,
Streptococcus
Staphylococcus (غیر مقاوم)
ځینې Gram-negative:
E. coli
Klebsiella
کم اثر لري پر:
MRSA (مقاوم Staph)
Pseudomonas
شدید hospital infections
نو دا د “soft antibiotic” په توګه ګڼل کېږي

4
Cephradin ډېر مناسب دی,

1. Upper respiratory infections
ستونی
tonsillitis
2. Skin infections
زخم
cellulitis
3. Urinary tract infections (UTI)
ساده UTI
4. Dental infections
د غاښ او لثې انتان

7. Side Effects جانبي عوارض
عام:
اسهال
بي اشتها يي
پوستکي رش
د ګردو (kidney) ناروغانو کې دوز کمېږي
که د penicillin حساسیت لرې احتیاط

د بالغانو (لویانو) دوز
250mg – 500mg هر 6 ساعته
یا
500mg هر 8 ساعته
اعظمي ورځنی مقدار: شاوخوا 4 ګرامه (4000mg)
د ماشومانو دوز
25 – 50 mg/kg/day
په 2–4 برخو ویشل کېږي (هر 6 یا 8 ساعته)
د استعمال موده
عموماً: 5 – 7 ورځې
که انتان شدید وي: تر 10 ورځو
مهم ټکي
هره ورځ په یو وخت منظم واخله
کورس بشپړ کړه حتی که ښه شوې
که 2–3 ورځو کې ښه والی نه وي دوا بدله کېدای شي

آيا تاسو هم د چاغوالي او اشتها لپاره ډيکساميتاسون او سپروهيټاډين په نوم درمل خورئ. زمونږ د ټولنې ځوانان په ځانګړي ډول ان...
28/04/2026

آيا تاسو هم د چاغوالي او اشتها لپاره ډيکساميتاسون او سپروهيټاډين په نوم درمل خورئ. زمونږ د ټولنې ځوانان په ځانګړي ډول انجونې دا درمل د اشتها او چاغوالي لپاره کاروي.
"آیا پوهېږئ هغه پړسوب چې تاسو یې په مخ کې وینئ، چاغښت نه بلکې یوه خطرناکه طبي ناروغي ده؟ په طب کې دې حالت ته Iatrogenic Cushing's Syndrome یا په قصدي ډول د کوشینګ په ناروغۍ اخته کېدل وایي."
​۱. ډیکسامیتاسون (Dexamethasone):
​ډیکسامیتاسون په اصل کې یو پیاوړی Glucocorticoid دی. چې دا یوازې د شدید التهاب، د سرطان د ځینو ډولونو او د معافیتي سیسټم د کنټرول لپاره دي. خو د چاغوالي لپاره د دې درملو کارول دغه ناخوالې رامنځته کوي:
​دروغجن چاغوالی (Cushing’s Syndrome): ډیکسامیتاسون ستاسو په بدن کې د شحمياتو وېش خرابوي. د مخ پړسوب چې Moon Face ورته وایي. دا چاغښت نه، بلکې یو میتابولیک ناورین دی.
​د میندوارۍ او جنسي ژوند ختمول: په نجونو کې د Amenorrhea (د میاشتني عادت بندېدو) او په نارینه وو کې د Hypogonadism (د جنسي هورمونونو د تولید نشتوالي) سبب کیږي. دا په دې مانا چې په راتلونکي کې د ماشوم لرلو چانس صفر ته نږدې کوي.
​د هډوکو مړینه (Avascular Necrosis):
د ډیکسامیتاسون تر ټولو وحشتناکه پایله د هډوکو پاسته کېدل دي. هډوکي دومره کمزوري کیږي چې د انسان وزن نه شي زغملی او په ډيرې اسانۍ سره ماتیږي.
​۲. سیپروهیپټاډین: د ذهن او هضم دښمن.
​دا درمل په اصل کې یو انتي هسټامين(د حساسیت ضد درمل) دي. که څه هم دا اشتها پيدا کوي، خو زیانونه یې دا دي:
​د ذهن سستي او خپګان: دا درمل په مرکزي عصبي سیسټم برید کوي. په ځوانانو کې د شدیدې سستۍ، خوبجن حالت او په اوږدمهاله توګه د Depression ( ژور خپګان) سبب ګرځي.
د سیپروهیپټاډین او ډیکسامیتاسون یوځای کارول تاسو د تل لپاره په Diabetes (شکرې ناروغۍ) اخته کوي، ځکه سټیرویډونه د وینې خواږه په بې رحمانه ډول لوړوي.
​۳. د پوستکي تلپاتې داغونه (Striae Distensae)
د سټیرویډونو په کارولو سره د پوستکي لاندې د Collagen طبقه له منځه ځي. په ګېډه، شا او پښو باندې لویې سرې او بنفش کرښې پیدا کیږي چې د زېږون له کرښو ډېرې بدمرغه وي او د جراحي عملیاتو پرته هیڅکله له منځه نه ځي.
​۴. د "اډیسونین کرایسیس" خطر
​که څوک دا درمل له یوې میاشتې کارولو وروسته ناڅاپه بند کړي، نو د Addisonian Crisis سره مخ کیږي. په دې حالت کې د بدن د فشار کنټرول غدې (Adrenal Glands) بیخي له کاره لوېدلي وي. فشار دومره لوېږي چې انسان د زړه د درېدو او ناڅاپي مرګ له خطر سره مخ کوي. که پدې درملو روږدي شوي یاست د پريښودلو لپاره يې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
​"تاسو د ښايست لپاره دا ګولۍ اخلئ، خو په اصل کې خپل ځان ته د کوشینګ ناروغي په پیسو اخلئ. دا چاغښت نه دی، دا د بدن د پړسوب او شړېدلو لومړنۍ مرحله ده. خپله ځواني او راتلونکی ژوند د څو ورځو بدرنګه پړسوب لپاره مه قرباني کوئ."
پورته معلومات مې د لاندې کتابونو له مخې چمتو کړي: Harrison's Principles of Internal Medicine Goodman & Gilman's: The Pharmacological Basis of Therapeutics

26/04/2026
OHSS (Ovarian Hyperstimulation Syndrome)یعنې: د تخمدانونو د زیات تحریک سنډروم👇 تعریف  هغه حالت دی چې د ښځو تخمدانونه  د ...
26/04/2026

OHSS (Ovarian Hyperstimulation Syndrome)
یعنې: د تخمدانونو د زیات تحریک سنډروم👇

تعریف

هغه حالت دی چې د ښځو تخمدانونه د هورمونونو (اکثر د نازایي درملو) له امله ډېر زیات تحریک شي، لوی شي او په بدن کې مایعات د رګونو نه بهر راووځي او په نس، سینه او نورو ځایونو کې جمع شي.

اسباب (Causes)

دا حالت اکثر د د امیندوارۍ لپاره درملوله امله رامنځته کېږي:
د Gonadotropins (لکه FSH, LH) استعمال
د hCG injection کارول
IVF (In Vitro Fertilization) پروسیجر
د Polycystic O***y Syndrome (PCOS) لرل
ځینې ښځې طبعي حساسیت لري

د خطر فکتورونه (Risk factors)

ځوانې ښځې (کم عمر)
دPCOS لرل
د Estrogen لوړه سطحه
مخکې OHSS تجربه
زیات follicles (په الټراساونډ کې)

اعراض او علایم (Signs & Symptoms)

خفیف(Mild)
د نس پړسوب (Bloating)
لږ درد د نس لاندې
لږ وزن زیاتوالی

متوسط (Moderate)
شدید نس درد
کانګې او زړه بدوالی
د وزن چټک زیاتوالی
نس کې مایع (Ascites)

شدید (Severe)
د ساه لنډوالی (Dyspnea)
ډېر مایع په نس او سینه کې
د ادرار کمښت
د وینې غلیظ کېدل (Hemoconcentration)
د thrombosis خطر (د وینې ټپونه)
حتی د ژوند ته خطر

تشخیص (Diagnosis)

Clinical signs (اعراض او معاینه)
Ultrasound
تخمدانونه لوی شوي وي
مایع (fluid) په نس کې
Blood tests
Hematocrit زیات
Electrolyte imbalance
د ادرار اندازه کتل

تداوی (Treatment)

سپک حالت
استراحت
زیات مایعات څښل
درد کمونکي (Paracetamol)
منظم څارنه

متوسط حالت
نږدې څارنه
IV fluids
Antiemetics (د کانګې ضد درمل)
الکترولایت کنټرول

شدید حالت (Hospitalization)

په روغتون کې بستر
IV fluids او Albumin
Paracentesis (د نس مایع ایستل)
Anticoagulants (د thrombosis مخنیوی لپاره)
Oxygen که اړتیا وي

پیچلتیاوې (Complications)

Ascites
Pleural effusion
Kidney failure
Thrombosis
Shock (نادر خو خطرناک)

مخنوی (Prevention)

د درملو دوز کم ساتل
د Estrogen کچه څارل
د hCG پر ځای بدیل درمل کارول
“Coasting” (درمل موقتي بندول)
IVF کې د embryos کنګل کول (freeze-all strategy)
د لوړ خطر مریضانو ته احتیاط

💊 Gemfibrozil (Gempid-600) | ګیمفیبروزیل​دا درمل د هغو کسانو لپاره کارول کیږي چې په وینه کې یې د غوړیو (Lipids) کچه له ن...
26/04/2026

💊 Gemfibrozil (Gempid-600) | ګیمفیبروزیل

​دا درمل د هغو کسانو لپاره کارول کیږي چې په وینه کې یې د غوړیو (Lipids) کچه له نورمال حد څخه لوړه وي. دا د فایبرېټس (Fibrates) په نوم د درملو له ډلې څخه دی.

​✅ اصلي ګټې:

​د ټرای ګلیسرایډ کمول: په وینه کې د مضرو غوړیو کچه په مؤثره توګه راټیټوي.

​د ښه کولسټرول لوړول: د HDL کچه زیاتوي چې د زړه د سلامتیا لپاره ګټور دی.

​د زړه ساتنه: د شریانونو د بندښت او د زړه د حملې خطر کموي.

​⏰ د کارولو غوره وخت:

​د ډاکټر د لارښوونې سره سم، معمولاً په ورځ کې دوه ځلې.

​مهمه ټکی: باید د سهارني او ماښامني خوراک څخه ۳۰ دقیقې مخکې وخوړل شي ترڅو ښه جذب شي.

​⚠️ احتیاطي تدابیر:

​که د عضلاتو ناڅاپي درد، کمزوري یا تبه لرئ، ژر تر ژره له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

​د ځیګر (Liver) او پښتورګو د شدیدو ناروغیو په صورت کې د دې درملو کارول احتیاط غواړي.

​پاملرنه: دا معلومات یوازې د پوهاوي لپاره دي. هیڅ درمل د ډاکټر له نسخې پرته مه کاروئ.

هـــغـــه درمــل چـــې د نــزلـــی او زکــــــــــــــــــــام په درمــــلــــــنــــه کی کارول کيږي ( Anti Decongesttan...
20/04/2026

هـــغـــه درمــل چـــې د نــزلـــی او زکــــــــــــــــــــام په درمــــلــــــنــــه کی کارول کيږي
( Anti Decongesttant Drugs )

پدی درملو کی انتی هيستامينيک او سيمپاميميتيک درمل شامل دی چی په کارونی سره يی نزله او زکام کنټروليږی .دا درمل په خپل ترکيب کی د تبی او درد د کنټرول لپاره هم اجزا لری , ددې درملو په استعمال سره د خولې وچيدل , د ديد کمزوری کيدل , د خوب راتلل , د ادارو جمع کيدل , د زړه د ضربان زياتيدل , د وينی د فشار لوړيدل اود زړه د حرکاتو بی نظمی ليدل کيږی . د وينی د لوړ فشار , ګلاکوما اود پروستات ناروغان دي دا درمل په خورا احتياط سره وکاروی .

ددي ګروپ ځينی درمل په لاندی ډول دي 👇

1 ____ __P ____ اکټيفيډ پی
2 ____ ____ ارنيک
3 ____ ____ کفکول
4 ____ ____ ترايمينيک

1 ___ Actifed P

ددی درمل ګولۍ او شربت د زکام او نزلې د درملنی لپاره کارول کيږی .
په ترکيب کی Paracetamol , Pseudoepidrine HCL , Triprolidine HCL شامل دی .
د$وز :
دا درمل دی 1___2 ګولۍ په ورځ کی دري ځلی . ماشومانو ته 1_2 يوه څخه تر دوه کاشوغی په ورځ کی 2_3 ځلی ورکول کيږی .

2 ___ Arinac

ددی درمل په ترکيب کی Oseudoephedrine , Ibuprofen شامل دی .
استطباب :
دا درمل دنزلی , زکام , تبی , د بدن او سر درد لپاره کارول کيږی .
د$وز :
لويان : 1_2 ګولۍ په ورځ کی دري ځلی . ماشومان يوه کاشوغه په ورځ کی دری ځلی ورکول کيږی .

3 ___ Cofcol
ترکيب :
په درمل کي Paraceramol , فينال پروپانول امين , ډيکسټروميتورفين , هايدرو برومايد , Chorphemriamine maleate او Vitamin C شامل دی .
استطباب :
دا درمل ددنزلې , زکام , ټوخي , د زکام له امله اوښکی بهيدلو , د ستونی تخريش , تبی او نارامۍ لپاره کارول کيږی .
د$وز :
لويان : يوه ګولۍ ورځ کی 4_3 ځلی
مضاد استطباب :
دوينی د لوړ فشار , هايپرتايرايديزم اود زړه ناروغان دي دا درمل نه کاروی .

4 ____ Triaminic

په دې درمل کې Pseudoephedrine HCL , Chlorpheniramine maleate شامل دی کوم چی د حساسيت ضد تاثير لری .
دوز :
يوه يا دوه کاشوغی هر څلور ساعته وروسته ورکول کيږی .

  څه شی دی؟ډاپوکسیټین یو لنډمهاله اغېز لرونکي درمل دې چې د Selective Serotonin Reuptake Inhibitors (SSRIs) له ډلې سره تړ...
19/04/2026

څه شی دی؟
ډاپوکسیټین یو لنډمهاله اغېز لرونکي درمل دې چې د Selective Serotonin Reuptake Inhibitors (SSRIs) له ډلې سره تړاو لري. د هغو دودیزو SSRIs برعکس چې د خپګان (ډیپریشن) لپاره کارول کېږي، دا په ځانګړي ډول داسې جوړ شوی چې ژر اغېز وکړي او د اړتیا پر وخت واخیستل شي،
!نه دا چې هره ورځ استعمال شي

(استعمال)

✏️. ژر انزال (Premature Ej*******on - PE)
ډاپوکسیټین په ځانګړي ډول د هغو بالغو نارینه وو لپاره کارول کېږي چې د ژر انزال ستونزه لري (عموماً د ۱۸–۶۴ کلونو ترمنځ).

✏️ #د ژر انزال نښې:
♦️انزال چې تقریباً تل د ۱ دقیقې دننه واقع کېږي
♦️د انزال د ځنډولو توان نه لرل
♦️رواني ستونزې لکه خپګان، خفګان، یا د اړیکو ستونزې

کله ډاکټران دا درمل ورکوي؟
◾کله چې ستونزه دوامداره وي او انسان ته ستونزې جوړوي
◾کله چې ساده طریقې (لکه تمرینونه) ګټه ونه کړي
◾کله چې ناروغ د اړتیا پر وخت درمل غوره ګڼي

✏️د کارولو طریقه
د جنسي اړیکې نه ۱–۳ ساعته مخکې اخیستل کېږي
عموماً په ۳۰mg یا ۶۰mg سره پیل کېږي
د ډاکټر په مشوره اندازه لوړېدای شي

✏️مهم ټکي
دا د نعوظ اختلال (Erectile Dysfunction) لپاره نه دي
ژر اغېز کوي او ژر له منځه ځيباید د ډاکټر تر مشورې لاندې وکارول شي

د ماشومانو ژړا ته باید په دقت وکتل شي، ځکه هره ژړا یو شان نه وي. Infantile Colic (د ماشوم د نس بریښ او باد) هغه حالت دی ...
12/04/2026

د ماشومانو ژړا ته باید په دقت وکتل شي، ځکه هره ژړا یو شان نه وي. Infantile Colic (د ماشوم د نس بریښ او باد) هغه حالت دی چې ماشوم زیات ژاړي، خاصتاً ماښام وخت کې، خو ماشوم نور روغ وي، ښه شیدې خوري او وزن یې ښه زیاتېږي، او دا حالت اکثر تر ۳–۴ میاشتو پورې پخپله ښه کېږي. برعکس، Iron deficiency anemia (د اوسپنې کموالی) یوه تغذیوي ستونزه ده چې ماشوم پکې رنګ خاسیف (سپین)، کمزوری، بې‌اشتها او کله ناکله پرمختګ یې ورو وي. مهم فرق دا دی چې په کولیک کې ماشوم یوازې ژاړي خو وده یې ښه وي، خو د اوسپنې په کموالي کې ماشوم کم‌فعاله وي او وده یې اغېزمنه کېږي. نو که ماشوم دوامداره بې‌قراري، د رنګ بدلون یا د شیدو نه خوړل ولري، دا یوازې کولیک مه ګڼئ—ډاکټر ته یې حتماً یوسئ ځکه، د دا تر څنګ نور مشکلات هم د ناڅاپي ژړا سبب کیږي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Alhamulhaq Medical Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share