07/07/2026
د وسواس فکري او عملي اختلال (OCD)
اصلي ځانګړتیاوې:
دا اختلال دوه اساسي برخې لري:
الف – وسواسي افکار (Obsessions):
ناخوښې، تکراري او مزاحم فکرونه يا تصورونه چې د فرد ذهن ته بېاختياره راځي.
ب – اجباري اعمال (Compulsions):
تکراري کړنې يا ذهني اعمال چې د وسواسي فکرونو د کمولو لپاره ترسره کېږي (لکه د لاسونو تکراري مينځل يا د شيانو چک کول).
د تشخيص لپاره، وسواسي افکار، اجباري اعمال، يا دواړه بايد موجود وي، د ناروغ ژوند ته مزاحمت جوړ کړي، او لږ تر لږه يو ساعت په ورځ کې وخت ترې واخلي.
🌸 د وسواس ډولونه (Common Types of OCD)
۱. د ککړتيا وسواس (Contamination OCD):
ډېره ويره له مکروبونو، چټلتيا، يا کيمياوي موادو څخه.
➡️ د لاسونو ډېر مينځل، د چاپېريال زيات پاکول، يا له خلکو او عامو ځايونو ځان ساتل.
۲. د چک کولو وسواس (Checking OCD):
د دې اندېښنه چې کار مو نيمګړی پاتې شوی وي، لکه د دروازې نه قفلول يا د ګاز نه بندول.
➡️ د شيانو تکراري چک کول يا بېرته کور ته تګ د ډاډ لپاره.
۳. د شمېرنې وسواس (Counting OCD):
تکراري شمېرل د شيانو، قدمونو، يا کارونو.
➡️ فرد فکر کوي که يو عمل په ځانګړي شمېر ترسره نه کړي، بد کار به پېښ شي.
۴. د نظم او تقارن وسواس (Symmetry and Ordering OCD):
د شيانو د منظم او برابر ترتيب شديد اړتيا.
➡️ لکه د کتابونو د رنګ يا اندازې له مخې ترتيبول.
۵. د زيان رسولو وسواس (Harm OCD):
ناخوښ او تکراري فکرونه د ځان يا نورو د ژوبلولو په اړه.
➡️ لکه د چا د وهلو يا د چا ته د تاوان رسولو ويره.
۶. جنسي وسواس (Sexual Intrusive Thoughts):
ناخوښ او شرموونکي جنسي فکرونه يا تصورونه.
➡️ د ګناه، شرم او اضطراب احساس رامنځته کوي.
۷. د شک او ترديد وسواس (Doubt OCD):
پر خپلو تصميمونو يا تېر عملونو تکراري شک کول.
➡️ د نورو نه د ډاډ اخيستلو عادت.
۸. د زېرمه کولو وسواس (Hoarding OCD):
د غير ضروري شيانو نه د غورځولو ويره.
➡️ زاړه کالي، ورځپاڼې او بېارزښته توکي ساتل تر څو چې کور ډک شي.
۹. مذهبي او اخلاقي وسواس (Religious or Moral OCD):
د ګناه يا ديني اصولو د ماتېدو غير واقعي وېره.
➡️ د دعا يا ذکر تکرار د “ګناه پاکولو” لپاره.
۱۰. د صحت وسواس (Health OCD):
له ناروغۍ د اخته کېدو زياته ويره.
➡️ د بدن نښې تکراري چک کول يا د ډاکټرانو زيات مراجعې.
🌿 اړوند اختلالات (Related Disorders)
د وېښتو کندل