Dr Tasmim Nayel

Dr Tasmim Nayel ډاکټر

02/07/2026

ستاسو د ماشوم د سالمې ودې لپاره غوره انتخاب! 🍼

د ماشوم د ودې هر پړاو ځانګړې پاملرنې او بشپړې تغذیې ته اړتیا لري. زموږ د ماشوم شیدې د اړینو ویټامینونو او منرالونو په لرلو سره ستاسو د ماشوم د سالمې ودې او خوښ ژوند ملاتړ کوي.

سالمه تغذیه، روښانه راتلونکی. ❤️
پته: جلال اباد ښار الظاهر صحت پلازه دریم منزل

29/04/2026

اوبه څښل: کله او څنګه؟
موږ ټول پوهیږو چې اوبه څښل زموږ د روغتیا لپاره خورا اړین دي، خو ایا پوهیږئ چې کله او څنګه اوبه وڅښل شي ترڅو بدن مو ډېره ګټه ترې واخلي؟ د طب او روغتیا متخصصین د اوبو څښلو لپاره ځینې غوره وختونه وړاندیز کوي. دلته د اوبو څښلو سم وختونه دي:

۱. د سهار له خوبه پاڅیدو وروسته: د سهار له خوبه پاڅیدو وروسته یو یا دوه ګیلاسه اوبه څښل کولی شي بدن مو فعال کړي، میتابولیزم (Metabolism) پیل کړي، او له بدن څخه زهرجن مواد وباسي. [1]

۲. د خوړو څخه مخکې: د هرې ډوډۍ (سهارنۍ، غرمه، ماښامنۍ) څخه ۳۰ دقیقې مخکې اوبه څښل کولی شي د هضم په ښه کولو کې مرسته وکړي او د ډېر خوړلو مخه ونیسي. [2]

۳. د تمرین څخه مخکې، په جریان کې او وروسته: د تمرین په جریان کې بدن ډېرې اوبه له لاسه ورکوي، نو د تمرین څخه مخکې، په جریان کې او وروسته اوبه څښل د بدن د اوبو کچه ساتي او د ډیهایډریشن (Dehydration) مخه نیسي. [3]

۴. کله چې ستړي یاست: کله چې ستړیا احساس کوئ، د یو ګیلاس اوبو څښل کولی شي ستاسو انرژي بېرته راولی ځکه چې ډیهایډریشن کولی شي د ستړیا لامل شي.4]

۵. کله چې ناروغ یاست: د ناروغۍ په وخت کې، په ځانګړي توګه د تبه یا زکام په صورت کې، ډېرې اوبه څښل د بدن د مایعاتو کچه ساتي او د ناروغۍ په چټکۍ سره په ښه کیدو کې مرسته کوي.
۶. د خوب څخه مخکې: د خوب څخه یو ساعت مخکې یو ګیلاس اوبه څښل کولی شي د شپې له خوا د ډیهایډریشن مخه ونیسي، خو د خوب څخه سم مخکې ډېرې اوبه مه څښئ ترڅو د شپې له خوا تشناب ته د تګ مخه ونیول شي.
هره ورځ په منظم ډول اوبه وڅښئ او له یوې سالمې او انرژیکي روغتیا څخه برخمن شئ!

28/04/2026

Normal vital signs 🏥

28/04/2026

د ژر نه ویده کېدو (بې‌خوبۍ) مهم لاملونه!
ډېر خلک له دې ستونزې سره مخ دي چې ژر خوب نه ورځي. دا حالت چې ورته بې خوبي ویل کېږي، د انسان پر فزیکي او رواني روغتیا ژور اغېز لري.
مهم لاملونه یې دا دي!
۱: رواني فشار او اندېښنه
د ورځني ژوند ستونزې، اقتصادي فشار، او ذهني بوختیاوې ذهن آرام نه پرېږدي.
۲: د موبایل او سکرین زیات استعمال.
د شپې له خوا د موبایل کارول د خوب هورمون (melatonin) کموي.
۳: نیشه يي مواد، کافین
چای، قهوه، سګرټ او نور نیشه يي مواد د خوب سیستم ګډوډوي.
۴: نا منظم د خوب وخت
کله ناوخته ویده کېدل او کله ژر دا بې نظمي بدن ګډوډوي.
۵: کم فزیکي فعالیت
هغه کسان چې ورزش نه کوي، اکثره د خوب له ستونزې سره مخ وي.
۶: رواني ناروغۍ
لکه اضطراب، خپګان (depression) او نور اختلالات.
پورته د بې خوبۍ مهم لاملونه دي.
که بې‌خوبي دوام وکړي، نو د تمرکز کمښت، عصبي توب، او حتی د زړه او اعصابو ستونزې رامنځته کولی شي.
څه باید وشي؟
* هره ورځ په یو ټاکلي وخت ویده شئ.
* له خوب مخکې موبایل مه کاروئ.
* کافین کم کړئ.
* سپک ورزش وکړئ.
* د ذهني ارامۍ تمرینونه وکړئ.
خوب یوازې ارام نه دی، بلکې ستاسو د بدن او ذهن بیا رغونه ده. خپل خوب ته ارزښت ورکړئ او جدي پاملرنه ورته وکړی.
د داسې نورو مالوماتو لپاره پیج درسره فالو کړی او لخ نورو ملګرو سره یې هم شریک کړی.
درنښت
کاپی!

کوم ډول درمل اعتیاد رامنځته کوي؟ټول درمل اعتیاد نه جوړوي، خو ځینې ځانګړي درمل شته چې که بې‌ احتیاطه او یا د ډاکټر له مشو...
27/04/2026

کوم ډول درمل اعتیاد رامنځته کوي؟
ټول درمل اعتیاد نه جوړوي، خو ځینې ځانګړي درمل شته چې که بې‌ احتیاطه او یا د ډاکټر له مشورې پرته استعمال شي، د اعتیاد سبب ګرځي.
دا درمل اکثره پر دماغ اغېز کوي او د خوښۍ یا ارام احساس پیدا کوي، چې انسان یې بیا بیا کارولو ته هڅوي.
۱- اوپیوئید (Opioids) درد کموونکي درمل!
لکه مورفین، هیروئین، کوډین او ټرامادول. دا درمل د شدید درد لپاره کارول کېږي، خو ډېر ژر اعتیاد پیدا کوي.
۲- د خوب او ارام درمل! (Sedatives & Hypnotics):
لکه ډیازپام، الپرازولام او لورازپام. دا درمل د اضطراب او بې‌ خوبي لپاره کارول کېږي، خو دوامدار استعمال یې د بدن او ذهن اعتیاد جوړوي.
۳- محرک درمل! (Stimulants)
لکه امفیتامین او میتامفیتامین (شیشه) دا درمل د انرژۍ او بیدارۍ احساس زیاتوي، خو ډېر خطرناک اعتیاد رامنځته کوي.
۴- ځینې عصبي درمل!
لکه پریګابولین او ګاباپنټین.
که څه هم د درد او عصبي ستونزو لپاره کارېږي، خو بې‌ ځایه استعمال یې د اعتیاد خطر لري.
۵- نور درمل!
ځینې د ټوخې شربتونه (چې کوډین لري) او حتی ځینې ضد درد عادي درمل هم که زیات استعمال شي، ستونزې پیدا کوي.
پایله داده چې:
هر هغه درمل چې په دماغ مستقیم اغېز کوي، که ناسم استعمال شي، د اعتیاد سبب کېدای شي، نو باید تل د ډاکټر په مشوره او ټاکلي مقدار سره استعمال شي.
وروستس پیغام د ځوانانو لپاره:
درمل که سم وکارول شي شفا ده، خو که ناسم وکارول شي اعتیاد او تباهي ده.
د نورو مالوماتو لپاره پیج درسره فالو کړی.

د انساني روان له هغو حالاتو څخه چې د انسان پر فکر، احساس او ورځني ژوند ژور اغېز لري، یو هم د Obsessive-Compulsive Disord...
26/04/2026

د انساني روان له هغو حالاتو څخه چې د انسان پر فکر، احساس او ورځني ژوند ژور اغېز لري، یو هم د Obsessive-Compulsive Disorder (OCD) په نوم پېژندل کېدونکې ناروغي ده، چې په عامه اصطلاح کې ورته وسواسي او شکي حالت ویل کېږي. دا ناروغي یوازې یو عادي شک نه دی، بلکې هغه تکراري او نا غوښتل شوي فکرونه دي چې د انسان ذهن ته بې اختیاره راځي او د هغه سکون له منځه وړي.

په دې حالت کې انسان له داسې وسواسي افکارو سره مخ کېږي چې اکثره وخت بې بنسټه وي، خو بیا هم ذهن پرې بوخت پاتې کېږي. د بېلګې په توګه، یو څوک کېدای شي تل دا اندېښنه ولري چې ګواکې دروازه یې نه ده بنده کړې، یا یې کوم مهم کار ناسم ترسره کړی دی. دغه فکرونه دومره پیاوړي وي چې انسان اړ باسي څو خپل کارونه بیا بیا تکرار کړي، لکه څو ځله د دروازې کتنه، یا په دوامداره توګه د لاسونو مینځل، تر څو خپله اندېښنه کمه کړي.

د OCD ځانګړنه دا ده چې دا وسواسونه او اجباري کړنې د انسان له ارادې پرته رامنځته کېږي او ډېر وخت یې کنټرول ستونزمن وي. له همدې امله، دا حالت د انسان پر ورځني ژوند، اړیکو او رواني ارامښت منفي اغېز پرېباسي. که څه هم ځینې خلک دا یوازې یو عادت یا ساده شک ګڼي، خو په حقیقت کې دا یو جدي رواني اختلال دی چې پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.

په پای کې ویلای شو چې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی ډېر مهم دی، تر څو خلک وکولای شي د دې حالت نښې وپېژني او په وخت سره مرسته ترلاسه کړي، ځکه چې د مناسبې درملنې او ملاتړ په وسیله انسان کولای شي خپل ژوند بېرته عادي او هوسا حالت ته راوګرځو.
طبی معلوماتًو لپاره پاڼه درسره فالو اًو لیکنه شئر کړی 🥀
مننه 🙏🏻

مننه 🥀
12/03/2026

مننه 🥀

د ملي او خدمتګارو کادرونو پېژندنه!

ډاکتر تصمیم نائیل د ډاکتر مطیع الله نائیل زوی دی، چې اصلاً د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د املې (شاویس خان بابا) کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۹۹۸ کال کې د جلال‌آباد د فارم هډې په سیمه کې په یوه تعلیم‌پاله او وطنپاله کورنۍ کې زیږېدلی دی.
ډاکتر تصمیم نائیل خپلې لومړنۍ زده کړې د وزیر محمد ګل خان عالي لېسه کې بشپړې کړې او وروسته یې لوړې زده کړې د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې د معالجوي طب په څانګه کې ترسره کړې. د عملي ستاژ دوره یې د ننګرهار حوزوي روغتون کې ترسره کړې ده.
نوموړی د هغو ځوانو او مسلکي کادرونو له ډلې څخه دی چې د خپل هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او د ولس د خدمت لپاره کار کوي. ډاکتر تصمیم نائیل دا مهال د فارم هډې په سیمه کې په خپل شخصي کلینیک کې دنده ترسره کوي او هڅه کوي چې د هېوادوالو د روغتیا ساتنې او د ټولنې د خدمت په برخه کې خپل مسلکي او انساني مسئولیت په صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي.
با استعداده، تعلیم‌یافته او ژمن ځوانان د یوې قوي او پرمختللې ټولنې بنسټ جوړوي، او ډاکتر تصمیم نائیل هم د همدې نسل له فعالو استازو څخه ګڼل کېږي چې د ولس د خدمت او د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه کوي.
📩 ملګرو!
تاسو هم کولی شئ د خپلو یا د نورو ځوانو کادرونو، ډاکترانو، محصلینو او علمي شخصیتونو پېژندګلوي موږ ته راولېږئ تر څو نشر ته وسپارل شي.
📱 زمونږ واټساپ شمېره: 0789176042

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Tasmim Nayel posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category