نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic دا صفحه نور د سترګو فوق تخصصي کلينيک دفعاليتونو د انعکاس لپاره جوړه شوې ده.
0602002014
0777122838
0786565999

خپل ځواب مو په کمنټ کې وليکئ؟
17/09/2026

خپل ځواب مو په کمنټ کې وليکئ؟

17/09/2026
Keratoconus د سترګې د مخکینۍ شفافې برخې  یعنې قرنیې یوه ناروغي ده چې پدې حالت کې قرنیه نرۍ کېږي او ورو ورو د مخروط په څې...
16/09/2026

Keratoconus
د سترګې د مخکینۍ شفافې برخې یعنې قرنیې یوه ناروغي ده چې پدې حالت کې قرنیه نرۍ کېږي او ورو ورو د مخروط په څېر مخته راوتلې بڼه خپلوي چې له امله یې د سترګو د لید کیفیت کمېږي او نامنظم استیګماتیزم هم رامنځته کيږى.

نښې :
1- د سترګو د لید ورو ورو کمېدل.
2- د سترګو د عینکو د نمبر پرله‌پسې بدلول.
3-د سترګو د لید د سمولو لپاره د عینکو ناکافي اغېز.
4- د رڼا پر وړاندې د سترګو حساسیت او د لید خراب کیفیت.

درملنه:
د ناروغۍ د مرحلې له مخې عینکې، ځانګړي کانټکټ لینزونه او د پرمختګ په صورت کې Corneal Cross-Linking (CXL) کارول کېدای شي. په پرمختللو مواردو کې ځینې جراحي لارې او د قرنیې پیوند ته اړتیا پیدا کيږى.

سپارښتنه:
د سترګو له مښلو څخه ډډه وکړئ په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سترګو حساسیت او خارښت لري. د سترګو پرله‌پسې مښل د قرنیې ستونزې ډير ى.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Corneal Ulcerد قرنیې زخم عبارت له هغه حالت څخه دی چې د سترګې په مخکینۍ شفافه برخه (قرنیه) کې زخم رامنځته کېږي. دا ستونزه...
14/09/2026

Corneal Ulcer
د قرنیې زخم عبارت له هغه حالت څخه دی چې د سترګې په مخکینۍ شفافه برخه (قرنیه) کې زخم رامنځته کېږي. دا ستونزه ډېری وخت د باکتریاوو، ویروسونو، فنګس یا نورو مکروبونو د انتان له امله رامنځته کېږي او د سترګې لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي .

نښې :
1- د سترګې سوروالی.
2- د سترګې درد او سوزش.
3- له سترګو زیاتې اوښکې راتلل .
4- له رڼا سره حساسیت.
5- د سترګو د لید کمزوري یا خړوالی.
6- د سترګې د پردې پر سر سپین یا خړ داغ.
7- دسې احساس لرل لکه په سترګې کې چې کوم څيز وي.

نوټ: د قرنیې زخم باید جدي ونیول شي ځکه که درملنه یې وځنډېږي نو د قرنیې داغ، د سترګو د لید دایمي کمزوري او حتی د سترګې د لید له لاسه ورکولو لامل کېږي.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Giant Retinal Tearد سترګې شبکه (Retina) هغه نازکه طبقه ده چې د سترګو په ديد کې  مهمه دنده ترسره کوي. کله کله په دې شبکه ...
13/09/2026

Giant Retinal Tear
د سترګې شبکه (Retina) هغه نازکه طبقه ده چې د سترګو په ديد کې مهمه دنده ترسره کوي. کله کله په دې شبکه کې لوی څيرېدل (شليدل) رامنځته کېږي چې ورته Giant Retinal Tear ويل کېږي. دا يو جدي حالت دی او که پر وخت يې درملنه ونشي نو د سترګو د نظر د له منځه تللو لامل کېږي.

نښې:
1- د سترګې مخې ته تورې نقطې يا د مچانو غوندې شيان ګرځېدل.
2- د نظر د يوې برخې تياره کېدل يا پرده راتلل.
3- د نظر کمزوري کېدل.

د رامنځته کېدو لاملونه:
1- د سترګې ټپ يا ضربه.
2- د شبکې کمزوري کېدل.
3- د عمر زياتوالی.
4- شديده نږدې ليدنه (Myopia).

درملنه:
دا حالت بيړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري. زياتره وخت جراحي (عمليات) ته اړتيا وي لکه د شبکې تثبيت او بيا نښلول.

سپارښتنه:
که پورته نښې لرۍ نو ژر تر ژره د سترګو متخصص ته مراجعه وکړئ. ځنډ کول د سترګو د دايمي ړندوالي لامل کېږي .

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک
د تجربه لرونکو متخصصينو او پرمختللو طبي وسايلو په درلودلو سره ستاسو د سترګو د روغتيا ساتنه کوي.

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 09:00 - 18:01
Tuesday 09:00 - 18:00
Wednesday 09:00 - 18:00
Thursday 09:00 - 18:00
Saturday 09:00 - 18:00
Sunday 09:00 - 18:00

Telephone

+93602002014

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic:

Shortcuts

Share