Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home

Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home لوی سید جمال الدین افغان د روغتیائي علومو انستيتیوت د عامې روغتیا وزارت سره په ۵۸ ګڼه ثبت او رجستر دی

06/08/2026
لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتیوت  د ۲۲ می دورې د فراغت د يوې سترې پرتمينې غونډې کوربه وه، چې نږدی ۱۴۵ تنه ...
02/08/2026

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتیوت د ۲۲ می دورې د فراغت د يوې سترې پرتمينې غونډې کوربه وه، چې نږدی ۱۴۵ تنه علمي او مسلکي کادرونه يې په مختلفو رشتو لکه عالی نرسنګ، ، طبی تکنالوژي، دواسازي، غاښونو پروتیز، د هېواد او بشري ټولنې د خدمت په پار ټولنې ته معرفي کړل.
غونډه د قرآن مجيد په څو مبارکو ايتونو د قاری صیب اکرام الله (حقیار) په خوږ او ملکوتی غږ سره پيل شوه او ورپسې د لوي سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتیوت محترم رئیس او بنسټګر دوکتور میرویس (رحیمی ) د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغو شويو محصلينو ته مبارکي وویل او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې په دې زده کړو بسنه ونه کړي لا هڅه وکړی ترڅو د هیواد کړیدلی ولس د درد درمان وګرځي.
نوموړي وويل، ټول افغانان بايد هڅه وکړي، چې په علمي ډګر کې له نړيوالو څخه پاتې نشي؛ ځکه د هېواد راتلونکی نويو ځوانانو پورې اړه لري او ځوانان بايد دغه رسالت په ښه ډول ترسره کړي د ښاغلي رحیمي صیب څخه وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا روغتیایی علومو انستیتیوت آمر دوکتور اسحاق صافی وینا وکړه او محصلین یې نورو زده کړو کولو ته وهڅول همداراز په ترتیب سره د ساینسی طبی علومو انستیتیوت ریس دوکتور شیرمحمد مومند او د ننګرهار ولایت دڅارنی او پلټنی عمومی امر ماسټر ډاکټر صبغت الله صافی ، وینا وکړه.
همدارنګه دلوی سیدجمال الدین افغان انستیتیتوت اداری او رهبری بورډ له لوری د نوموړي انستیتیوت کادری او ژمن استادان او دمختلفو ادارو مسوولین وستایل شو اوهمدارنګه فارغ محصلینو ته تصدیقونه وویشل شو د پروګرام په آخره دماستر غفران منصوري له لوری دسوګند مراسم ترسره شو غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسیدله.

د ۱۴۰۵ کال خزاني سمستر لپاره داخله جریان لری!
21/07/2026

د ۱۴۰۵ کال خزاني سمستر لپاره داخله جریان لری!

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت نظارت ترسره شو.‎د ننګرهار عام...
20/06/2026

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت نظارت ترسره شو.

‎د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لورې ټاکل شوي کمیسیون چې پکې د روغتیايي علومو انسټيټيوټ امر ډاکټر محمد اسحاق صافی، د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافی، د غذايي موادو د څارنې مسول ډاکټر وصال بلالزی او د استخباراتو ریاست استازي شامل دي، د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت څخه نظارت ترسره کړ

‎مسؤلینو د یادو بنسټونو مختلفې برخې د عامې روغتیا وزارت د چکلیست مطابق وکتلې او د انستیتوت د فعالیتونه یی مثبت وبلل او د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې. موږ ژمن یو چې ټولې یادې سپارښتنې په پام کې ونیسو او د تعلیمي کیفیت د لوړولو لپاره عملي ګامونه واخلو،

په پای کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له محترم ټیم څخه مننه کوو چې زموږ د انستیتوت د بهیر د ارزونې او اصلاح لپاره یې نظارت ترسره کړ

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت ټولو هغه فارغ محصلين چې د 1405 کال دولتي ازموينې يا ايګزيټ لپاره يې...
17/06/2026

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت ټولو هغه فارغ محصلين چې د 1405 کال دولتي ازموينې يا ايګزيټ لپاره يې نوم ليکنه کړې وي،د بایومیتریک او کارتونو د ويش لپاره په ټاکل شوی وخت ننګرهار پوهنتون ته حاضر شی محصلین دی خپل شهرت په لاندی لینک کی چیک کړی .
https://nexa.gov.af/ps/candidate/23/search

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت لخوا ټولو هغو محصلینو ته چې د Exit Exam لپاره یې ثبت نام بشپړ کړی، ...
19/05/2026

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت لخوا ټولو هغو محصلینو ته چې د Exit Exam لپاره یې ثبت نام بشپړ کړی، خبر ورکول کېږي چې ازموینه به د سرطان میاشتې په ۵ نېټه واخیستل شي.
درنښت
د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت اداره

د هڅاند،نوښتګر او مجرب استاد داکتر عنایت الله احمدی له لوري د انسان د سترګې د اناتومي مهم او علمي درس د محصلینو لپاره په...
09/05/2026

د هڅاند،نوښتګر او مجرب استاد داکتر عنایت الله احمدی له لوري د انسان د سترګې د اناتومي مهم او علمي درس د محصلینو لپاره په خورا مسلکي او واضح ډول وړاندې شو.
محصلینو د درس په جریان کې د سترګې د جوړښت، وظیفو او اړوندو برخو په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړل.
لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت د معیاري او باکیفیته تدریس له لارې د خپلو محصلینو د علمي ودې لپاره دوامداره هڅې کوي.

د با استعداده،مجرب او متعهد استاد داکتر نوید الرحمن برهان له لوري د GB (Gallbladder) اړوند مهم درس په ډېر مهارت، ژور علم...
29/04/2026

د با استعداده،مجرب او متعهد استاد داکتر نوید الرحمن برهان له لوري د GB (Gallbladder) اړوند مهم درس په ډېر مهارت، ژور علمي درک او اغېزمن تدریسي سبک سره محصلینو ته تدریس شو.
موږ ویاړو چې د داکتر نوید الرحمن برهان په څیر بااستعداده او متعهد استادان لرو.

د همکارۍ هوکړه لیکد لوی سید جمال الدین افغان  روغتیایي علومو انستیتوت او  ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ ...
28/04/2026

د همکارۍ هوکړه لیک
د لوی سید جمال الدین افغان روغتیایي علومو انستیتوت او ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ یو مهم هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې، د لوی سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتوت د پروتیز څانګې محصلین به د یادې اکاډمۍ له لوري په عملي برخه کې مسلکي روزنه ترلاسه کړي، تر څو د خپل مسلک په ډګر کې لا پیاوړي او با تجربه شي.

دغه هوکړه لیک د لوی سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتوت علمي معاون انجینر انعام الله تمیم او ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ بنسټګر ډاکټر عبدالواحد شینواری ترمنځ په رسمي ډول لاسلیک شو.

موږ هیله لرو چې دا همکاري به د محصلینو د عملي مهارتونو په لوړولو او د روغتیایي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د نرسنګ عملي تطبیقاتو خونه کې عملي درسد لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انستیتوت د نرسنګ څانګې محصلینو ته د SC (Sub...
27/04/2026

د نرسنګ عملي تطبیقاتو خونه کې عملي درس

د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انستیتوت د نرسنګ څانګې محصلینو ته د SC (Subcutaneous Injection) اړوند عملي زده‌کړه د تطبیقاتو په خونه کې ترسره شوه.
په دې عملي پروګرام کې د نرسنګ ډیپارتمنت امر داکتر امین الله امین لخوا محصلینو ته د جلد لاندې پیچکارۍ (Subcutaneous injection) د صحیح طریقې، حفظ الصحې اصولو او ناروغ سره د مسلکي چلند مهارتونه په عملي ډول تمرین کړل.
موږ هڅه کوو چې خپل محصلین د معیاري او عملي زده‌کړو له لارې د مسلکي روغتیايي خدمتونو لپاره چمتو کړو.
په درنښت
د نشراتو امریت

Address

Jalalabad
26000

Telephone

0777775250

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share