ننګرهار طب پوهنځی - nangarhar medical faculty

ننګرهار طب پوهنځی - nangarhar medical faculty Nangarhar Medical faculty Media Department

21/03/2026

د اتلې شهیدې دوکتورس سهار زوالزۍ جنازه نن په کنړ ولایت کې ترسره شوو.

د انسانیت د خدمت اتله شهیده ډاکتره سهار زوالزۍپه ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې ډاکتره سهار زوالزۍد نورستان ولایت، کامدیش و...
20/03/2026

د انسانیت د خدمت اتله شهیده ډاکتره سهار زوالزۍ

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې ډاکتره سهار زوالزۍ
د نورستان ولایت، کامدیش ولسوالۍ، منډیګال کلینک پخوانۍ انچارجه، چې د IMC نړیوالې مؤسسې سره یې دنده ترسره کوله،د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ظلمانه برید کې د خپل کوچني زوی سره یو ځای شهیده شوې.

ډاکتره سهار زوالزۍ څوک وه؟
د محرومو خلکو د دردونو مرهم ،د ښځو، ماشومانو او ناروغانو هیله او هغه ډاکتره چې په سختو شرایطو کې یې تر فشارونو لاندی د انسانیت خدمت کړو.

د پېښې دردناک اړخ
د اختر په لومړۍ ورځ د دوی پر موټر ډزې وشوې د پاکستاني ځواکونو له لوري لومړی موټر وویشتل شو بیا یې پر جسدونو هم ډزې وشوې ډاکتره سهار زوالزۍ او د هغې کوچنی زوی هماغه ځای شهیدان شول د دوی جسدونه د پاکستانی لوری تر مستقیمو بریدونو لاندی وو چې د همدی امله دوه ورځې پراته پاتې شول بالاخره نن یې جسدونه کورنۍ ته وسپارل شول، دا یوازې یو قتل نه، بلکې پر طبابت ،انسانیت ،رحم ، ماشوم او خدمت برید دی.

د طبابت د کورنۍ لپاره ستره ضایعه

ډاکتر د ژوند ژغورلو سمبول دی، ډاکتر قوم، ژبه او سیاست نه ګوري ، ډاکتر یوازې انسانان او انسانیت ژغوري.

ډاکتره سهار زوالزۍ همداسې یوه سپېڅلې ډاکتره وه.
هغې د مرګ تر سیوري لاندې هم د خلکو خدمت کاوه.
خو بالاخره خپله د ظلم قرباني شوه.😭

موږ د پاکستان د ظالم او بې‌رحمه رژیم دا وحشیانه عمل چې د اوربند په محال یې ترسره کړی په کلکو ټکو غندو.
• پر یوې ښځینه ډاکترې ډزې
• پر بې‌ګناه ماشوم ډزې
• او د شهیدانو جسدونه دوه ورځې پراته پرېښودل، هغه هم د اوربند په ورځو کې دا نه یوازې ظلم دی،بلکې د انسانیت خلاف ښکاره جنایت دی.

ډاکتره سهار زوالزۍ به تل زموږ په یاد کې ژوندۍ وي:

هغې خپل ژوند د خلکو د ژوند ژغورلو ته وقف کړی و.
هغې په یوه لرې، محرومه او خطرناکه سیمه کې خدمت وکړ ، همدا یې تر ټولو لویه اتلولي ده.

نن موږ هغې ته یوازې ډاکتره نه وایو،
بلکې د انسانیت اتله شهیده ورته وایو .

الله تعالی دې شهیدې ډاکترې سهار زوالزۍ او د هغې کوچني زوی ته د فردوس جنتونه نصیب کړي، کورنۍ ته دې جمیل صبر ورکړي.

إنا لله وإنا إلیه راجعون

18/03/2026

کوچني اختر د مبارکي پیغام

نن په ګران هیواد کې د کوچنی اختر ورځ اعلان شوی ده، خو دا اختر زموږ لپاره د خوشحالۍ نه، بلکې د ویر، اوښکو او درد اختر دی.

موږ څنګه اختر ولمانځو ؟

په داسې حال کې چې یوازې دوه ورځې وړاندې زموږ پر مظلومو، بې ګناه او بې دفاع هیوادوالو د ظلم او وحشت بمبار وشو،
سلګونه هیوادوال مو شهیدان او ټپیان شول،
ماشومان یتیمان ، میندې بورې شوې، کورونه مو وران شول، او زړونه مو ټوټې ټوټې شول

زموږ اختر د شهیدانو د جنازو تر سیوري لاندې دی.
زموږ اختر د میندو په چیغو، د یتیمانو په اوښکو، او د وینو په رنګ لړلی دی.
چا چې زموږ پر ولس بمونه واورول، هغوی دې پوه شي چې افغان ولس په بمونو نه ماتیږي، بلکې لا قوي کیږي.

موږ اختر نه لرو…

زموږ اختر هغه ورځ دی چې زموږ وطن امن شي، زموږ ولس له ظلم خلاص شي، او زموږ د شهیدانو وینې بې ځوابه پاتې نه شي.

اختر مو مبارک، خو زموږ زړونه د شهیدانو له غمه مات دي. 💔

له ټولو هیوادوالو مو هیله دی چې په دی اختر کې د یتیمانو ، کونډو ، فقراو او مسکینانو ځانګړی خیال وساتي.

د پوهنتونونو د درسونو د پیل خبرتیا!
07/02/2026

د پوهنتونونو د درسونو د پیل خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه په ۵۹ مه دوره کې ۱۳۰ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد فارغان ...
29/01/2026

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه په ۵۹ مه دوره کې ۱۳۰ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد فارغان يې د معالجوي طب په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت د جلال آباد ښار رویال پایلس هوټل تالار کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د طب او بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د فارغو ډاکترانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني وويل، د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي په ۵۹ مه تحصیلي دوره کې۱۳۰ تنه د معالجوي طب ډاکتران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او له فارغو ډاکتر صاحبانو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو صلاحيتونو او وړتياوو نه په ګټې اخيستنه دې د هېواد د روغتیايي ډګر د پرمختګ لپاره کار وکړي او جګړه ځپلې ټولنې ته په خدمت کولو سره دې خپل رسالت د خداى (ج) او ولس په وړاندې په ښه توګه ادا کړي.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکتر زلمي صاحبزاده د خپلو خبرو پر مهال د فارغو محصلینو په معیاري روزنه کې د استادانو ترسره کړې هڅې او زیار وستایه او د محصلینو کورنیو ته یې مبارکي وویله.

نوموړي زیاته کړه: فارغ محصلین یې د ټولنې د غوښتنو او اړتیاوو سره سم روزلي او د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه یې غوښتنه وکړه، چې هغوی ته د نورو لوړو زده کړو او مهارتونو د زده کړې زمینه سازي وکړي.

د فارغو محصلینو د والدینو په استازیتوب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال م.ولوي احسان الله ناصح خبرې وکړې، د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه فراغت یې محصلینو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله، د کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په خپلو اولادونه لوړ تحصیلونه وکړي، د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي او همدارنګه یې فارغانو ته د هغوی راتلونکي لپاره بېلابېلو برخو لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د فارغانو په استازیتوب زکریا امیني د ننګرهار پوهنتون او طب پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د دوی په روزنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او ژمنه یې وکړه، چې په رښتیني توګه به د خپلو هېوادوالو خدمت ترسره کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د مسؤلینو او استادانو له خوا پر فارغانو د فراغت تصدیقونه ووېشل شول.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د تاسیس څخه تر دې دمه ۶۲ کاله کېږي، چې په دې موده کې یاد پوهنځي شاوخوا (۵۱۳۰) تنه ډاکتران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د کانکور په عمومي ازموینه کې د هیواد په کچه لومړې څلور مقامونه د کابل ولایت او پنځم مقام لرونکې د ننګرهار دی.واکمن د امی...
20/07/2025

د کانکور په عمومي ازموینه کې د هیواد په کچه لومړې څلور مقامونه د کابل ولایت او پنځم مقام لرونکې د ننګرهار دی.

واکمن د امیر الله زوی د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو سورډاک لیسی زده کونکی چې د هیواد په کڅه یې 353.28307 نمرو په ترلاسه کولو سره ننګرهار طب پوهنځي ته لار پیدا او ننګرهار ته یې د دوهم مقام ویاړ ور وبخښلو.

یعنې د هیواد په کچه ننګرهار د مرکز کابل پسی دوهم مقام ترلاسه کړی .

ډاکتر فرهاد اول خيل څوک دی ؟ ایا تاسې د هیواد نامتو او برجسته د ارتوپیدي متخصص پوهنمل ډاکتر فرهاد اول خیل پیژنۍ ؟ پوهنمل...
13/05/2025

ډاکتر فرهاد اول خيل څوک دی ؟

ایا تاسې د هیواد نامتو او برجسته د ارتوپیدي متخصص پوهنمل ډاکتر فرهاد اول خیل پیژنۍ ؟

پوهنمل ډاکتر فرهاد اول خېل د ننګرهار د طب پوهنځي استاد او د ارتوپیدي برخې د پوهنتون شفاخانه برجسته غړي دی، استاد اول خیل د طب په برخه کې یو پراخه تجربه لرونکی، مسلکي او ژمن شخصیت دی چې د جراحي او ارتوپیدي په برخو کې د نوښتګرو او پرمختللو طریقو پیرو دی.
متخصيص اول خېل د طب د علمي چارو په پراختیا کې هم ژمن دی او د پوهنتون په تدریسي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لري. هغه د محصلینو لپاره د غوره تدریس او د علمي څېړنو د پرمختګ په لور کار کوي، ترڅو هغوی د طب په معیاري تعلیماتو او عملي تجربو سره مجهز شي. همچنان، د هغه د علمي هڅو او ابتکاري طریقه کارۍ له مخې د طب په برخه کې د تازه علمي پرمختګونو او تخصصي پروګرامونو تطبیق ته هم توجه ورکړل شوې ده.

د ډاکتر فرهاد اول خېل مسلکي ژمنتیا او د نورو سره د همکارۍ روحیه نه یوازې د محصلینو لپاره الهام‌بښونکې ده، بلکې د معیاري روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او د طب پوهنځي د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره هم اغېزمنه ده. د هغه له لارې د ارتوپیدي په برخو کې د نوو ټیکنالوژیو او طریقو معرفي کول د هېواد په روغتیايي نظام کې مهم بدلونونه راولي.

د هغه د علمي او مسلکي حضور په مرسته، د ننګرهار په تدريسي روغتون کې د روغتیايي خدماتو په سطحه نوې هڅې روانې دي، چې د خپلو مسلکي وړتیاو له لارې د هېواد په ټولنیزو او روغتیايي چارو کې ښه والی او پرمختګ راوستل شي.
ډاکتر فرهاد اول خېل د ارتو سکوپي او ارتو پلاستي فیلډ کې هم فعال دی او په کابل کې د دې برخو په اړه کار کوي.
د استاد فرهاد اول خیل د لا پرمختګ او بریا په هیله .

29/01/2025
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ۱۱۰ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل."
27/01/2025

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ۱۱۰ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل."

دننګرهار طب پوهنځی د 54 دورې یو تن فارغ داکتر طارق عزیز نیکزاد د DHA(Dubai Health Authority)  په آزموینه کې بریالی شوی د...
25/01/2025

دننګرهار طب پوهنځی د 54 دورې یو تن فارغ داکتر طارق عزیز نیکزاد د DHA(Dubai Health Authority) په آزموینه کې بریالی شوی دی. 'دطب پوهنځي فارغان نه یواځې د هېواد دننه بلکه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په نړیوالو آزموینو کې سترې لاسته راوړنې لري 'نوموړې بریا دې داکتر صاحب او د افغانستان ټولې اکاډمیکې کورنۍ ته مبارک وي.
په درنښت!

د ننګر هار طب پوهنځي پخوانی استاد پوهاند ډاکتر  سرن سنگهـ موتیزاده د ور پېښې ناروغۍ له امله په لندن کې مړ شوی.هغه د ننګر...
11/08/2024

د ننګر هار طب پوهنځي پخوانی استاد پوهاند ډاکتر سرن سنگهـ موتیزاده د ور پېښې ناروغۍ له امله په لندن کې مړ شوی.
هغه د ننګرهار طب پوهنځي روغتون د سرطبيب په حيث هم خدمت کړی وو.

Address

Jalalabad

Telephone

0707100000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار طب پوهنځی - nangarhar medical faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ننګرهار طب پوهنځی - nangarhar medical faculty:

Shortcuts

Share

Category