Nangarhar Regional Hospital Neurosurgery department

Nangarhar Regional Hospital Neurosurgery department د ننګرهار سیمه ایز تخصصی روغتون عصبی جراحی څانګه

🩺 په ننګرهار حوزوي روغتون کې د دماغي تومور پېچلی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شود ننګرهار حوزوي روغتون د نیوروسرجري (...
24/04/2026

🩺 په ننګرهار حوزوي روغتون کې د دماغي تومور پېچلی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د ننګرهار حوزوي روغتون د نیوروسرجري (عصبي جراحۍ) ټیم د یوې ښځینه ناروغې د دماغي تومور پېچلی جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړ.

ناروغه لومړی د ولادي خدمتونو لپاره د نسایي ولادي څانګې ته مراجعه کړې وه، چې وروسته یې په بریالیتوب سره ماشوم هلک وزېږاوه. خو د ولادت وروسته د دماغي تومور له امله د ناروغې عصبي وضعیت خراب شو، شعوري سطحه یې ټیټه شوه او د کوما حالت ته ولاړه، چې له امله یې د نیوروسرجري څانګې سره بېړنۍ مشوره ترسره شوه.

وروسته متخصص ډاکټر تسکین الله حسنزی او متخصص ډاکټر امدادالرحمن رحمتي د ناروغې کلینیکي ارزونه او فزیکي معاینات ترسره کړل، او ناروغه د لا تخصصي مدیریت لپاره د نیوروسرجري ډیپارټمنټ ته انتقال شوه.

د نیوروسرجري د څانګې شف ټرېنر متخصص رنځورمل ډاکټر ضمیرالدین خالد په مشرۍ، د یادو متخصصینو او د انستیزیا ټیم په همکارۍ، د دقیق کلینیکي ارزونې او نیوروایمیجینګ (CT/MRI) له تشخیص وروسته، د معیاري نیوروسرجري اصولو مطابق عملیات ترسره شول.

د عملیاتو موخې دا وې:

* د دماغي تومور ریسکشن/لرې کول
* د حیاتي عصبي جوړښتونو ساتنه
* د Intracranial Pressure کمول
* د ناروغې ژوند ژغورل

✅ د معلوماتو له مخې، ناروغه د عملیاتو وروسته د هوش له پلوه د پام وړ ښه‌والی ښيي، عصبي وضعیت یې ښه شوی او روغتیايي حالت یې د قناعت وړ بلل شوی دی.

👏 د ننګرهار حوزوي روغتون د نیوروسرجري، انستیزیا او نورو روغتیايي کارکوونکو ته د دې ستر طبي بریا مبارکي وایو

“More neurosurgical cases from the Kunar earthquake are being expertly treated by the dedicated Nangarhar Neurosurgery T...
06/09/2025

“More neurosurgical cases from the Kunar earthquake are being expertly treated by the dedicated Nangarhar Neurosurgery Team 🤝.”

ننگرهار عصبي جراحۍ ټیم د کنړ زلزله ځپلو د ژوند ژغورنې په لومړۍ کرښه کېد ننگرهار د عصبي جراحۍ ټیم د کنړ وروستۍ زلزلې له ر...
04/09/2025

ننگرهار عصبي جراحۍ ټیم د کنړ زلزله ځپلو د ژوند ژغورنې په لومړۍ کرښه کې

د ننگرهار د عصبي جراحۍ ټیم د کنړ وروستۍ زلزلې له رامنځته کېدو سره سم د پېښې له لومړۍ ورځې راهیسې د زلزله ځپلو د درملنې لړۍ پیل کړې ده. د ټیم متخصصینو د عصبي جراحۍ بیړني عملیات ترسره کړي چې تر نن ورځې پورې هم دوام لري.

په دغو عملیاتو کې په ځانګړې توګه د ستون فقرات د کسرونو او د نورو جدي عصبي ټپونو درملنه او تثبیت (قحفی ترضیض) ترسره شوې ده. د ټیم د هڅو له برکته ګڼ شمېر ټپیان د مرګ له ګواښ څخه ژغورل شوي او د روغتیا پر لور روان دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د ننگرهار د عصبي جراحۍ ټیم ژمنتیا یوازې یوه مسلکي دنده نه ده، بلکې د انسانیت، وطنپالنې او ولسي همدردۍ یوه ژوره بېلګه ده.

د انسانیت شپې نه ختمېدونکې کیسه زه د خدای په فضل او د خلکو په دعاوو ویاړ لرم چې د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ د زړ...
03/09/2025

د انسانیت شپې نه ختمېدونکې کیسه

زه د خدای په فضل او د خلکو په دعاوو ویاړ لرم چې د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ د زړه ور ټیم یوه برخه یم. څلورم شپه ده زموږ سره متخصص صاحب خالد ځدران چې د کنړ د زلزلې له ټپیانو سره مسلسل عملیات ترسره کوو. د خوب، ستړیا او آرام نوم مو هېر کړی دی، یوازې یوه موخه لرو: د مرګ پر درشل ولاړ انسان ته د ژوند نوې تمه ورکړو، د مات زړه کورنۍ ته د امید څراغ بل کړو.

کله چې د عملیاتو خونې دروازې پرانیزو او د پایوازانو په سترګو کې د دعا او تمې اوښکې وینو، هر ډول ستړیا مو هېرېږي. دا یوازې یو مسلک نه دی، دا د انسانیت رسالت دی، دا د رحم، مینې او قربانۍ هغه درس دی چې موږ یې هره لحظه عملي کوو.

زه د خپل ټیم له هر غړي د زړه له کومې مننه کوم، هغوی چې د خپلې کورنۍ آرام پرېږدي څو د ولس د ماشوم، ورور، خور او مور ژوند وژغوري. همدارنګه د خلکو له دعاوو، د ځوانانو له مرستو، د تجارانو او درملو پرولونکو له ملاتړ او د چارواکو له همکارۍ ژوره مننه کوم.

هره دعا زموږ انرژي ده، هره شپه زموږ قرباني د ولس لپاره ده.
موږ د خپل ولس لپاره درېږو، ځکه دا زموږ ایمان او ویاړ دی.
د انسانیت خدمت زموږ د زړه تر ټولو لویه هیله ده.

د انسانیت شپې نه ختمېدونکې کیسه زه د خدای په فضل او د خلکو په دعاوو ویاړ لرم چې د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ د زړ...
03/09/2025

د انسانیت شپې نه ختمېدونکې کیسه

زه د خدای په فضل او د خلکو په دعاوو ویاړ لرم چې د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ د زړه ور ټیم یوه برخه یم. نن درېیمه وذځ ده چې د کنړ د زلزلې له ټپیانو سره مسلسل عملیات ترسره کوو. د خوب، ستړیا او آرام نوم مو هېر کړی دی، یوازې یوه موخه لرو: د مرګ پر درشل ولاړ انسان ته د ژوند نوې تمه ورکړو، د مات زړه کورنۍ ته د امید څراغ بل کړو.

کله چې د عملیاتو خونې دروازې پرانیزو او د پایوازانو په سترګو کې د دعا او تمې اوښکې وینو، هر ډول ستړیا مو هېرېږي. دا یوازې یو مسلک نه دی، دا د انسانیت رسالت دی، دا د رحم، مینې او قربانۍ هغه درس دی چې موږ یې هره لحظه عملي کوو.

زه د خپل ټیم له هر غړي د زړه له کومې مننه کوم، هغوی چې د خپلې کورنۍ آرام پرېږدي څو د ولس د ماشوم، ورور، خور او مور ژوند وژغوري. همدارنګه د خلکو له دعاوو، د ځوانانو له مرستو، د تجارانو او درملو پرولونکو له ملاتړ او د چارواکو له همکارۍ ژوره مننه کوم.

هره دعا زموږ انرژي ده، هره شپه زموږ قرباني د ولس لپاره ده.
موږ د خپل ولس لپاره درېږو، ځکه دا زموږ ایمان او ویاړ دی.
د انسانیت خدمت زموږ د زړه تر ټولو لویه هیله ده.

ننگرهار  عصبی جراحی دیپارتمنت  د هیوادوالو  په خدمت کی
02/09/2025

ننگرهار عصبی جراحی دیپارتمنت د هیوادوالو په خدمت کی

په افغانستان  کې د لومړي ځل لپاره دflexible  انډوسکوپیک ماشین پواسطه د دماغې عملیاتونو پیلد ننګرهار  په سیمه ایز تخصصی ر...
30/08/2025

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دflexible انډوسکوپیک ماشین پواسطه د دماغې عملیاتونو پیل

د ننګرهار په سیمه ایز تخصصی روغتون کې د اندوسکوپيک وينټريکولوسټومي (ETV) او د کوریډ پلکسیس کوتیرایزیشن (CPC)د نوې څانګې پرانېسته
د ننګرهار سمه ایز تخصصی حوزوی روغتون د نیوروسرجري څانګې له لوري د يوې نوې لاسته راوړنې په توګه، د اندوسکوپي وينټريکولوسټومي (ETV) خدماتو د پرانېستې غوندی رسمي مراسم د ۱۴۰۴ د اسد په ۳ مه نېټه ترسره شول.
یاد نوښت د عصبي جراحی (نیوروسرجري) د پرمختګ په لړ کې يو تاريخي ګام بلل کېږي او څرګندوي چې د عصبی جراحی دیپارتمنت دو د ننګرهار عامی روغتیا د ریاست اداره دې ته ژمنه ده ترڅو د هايډروسفالس او ورته ناروغیو درملنه د معیاري او نوې ټکنالوژۍ پر مټ هېوادوالو ته وړاندې کړي.
په دې بريا کې د ننګرهار عامی روغتیا محترم ریس صاحب امین الله شریف او ننګرهار حوزوی تخصصی روغتون محترم ریس صاحب الحاج دوکتور فهیم الله دلاور او د (Neurokids) پروګرام قدرمن اداره ، ویاړلې امریکایې میشت افغان محترم پروفیسور ډاکټر محمد علی عزیز سلطان د د امریکا متحده ایالاتونو د هارورډ پوهنتون دماغ د رګونو انډسکوپیک څانکي مشر او په امریکا کې د افغان داکترانو د ټولنې مشر،
د امریکا متحده ایالاتونو د باستن روغتون د ماشومانو د عصبې جراحي څانګې مشر محترم پروفیسور ډاکټر بن وارف او محترم پروفیسور ډاکټر محمد جاوید خان د مالیزیا هیواد د ټایلر پوهنتون د عصبې جراحي مشر ونډه د ستايلو وړ ده. یادو مشرانو د تخنیکي مرستو تر څنګ، زموږ د اړتیا وړ بنسټیزې سرچينې هم برابرې کړې دي. د دوی دوامداره تخنیکې مشورې او پر وخت ملاتړ، په ځانګړي ډول د تخنیکي ستونزو په حل او د خدمتونو د لا غښتلتیا په برخه کې، زموږ لپاره ستر ارزښت لري.

Dear all,As part of our ongoing commitment to strengthening neurosurgical capacity in Afghanistan, we are pleased to inv...
24/05/2025

Dear all,

As part of our ongoing commitment to strengthening neurosurgical capacity in Afghanistan, we are pleased to invite you to the upcoming session of our educational series:

🧠 Neurosurgical Case Files
🎓 Resident Presentations and Analysis Series
📅 Date: May 25, 2025, Sunday (Tomorrow)
🕤 Time: 11:00 AM (Kabul Time)
🔔 Please join by 10:45 AM for a timely start
🔗 Zoom Link: https://us06web.zoom.us/j/83258856151

We look forward to welcoming you to an engaging and insightful session!

Warm regards,
The Organizing Team

16/05/2025

A treatment for hydrocephalus in infants that combines two procedures: endoscopic third ventriculostomy (ETV) and choroid plexus cauterization procedure (CPC).

16/05/2025

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون د عصبي جراحي وارډ مشر، رنځورمل ترینر متخصص ضمیرالدین خالد دکینیا هیواد کې د لیزر په واسطه د عصابو عملیاتونو ټریننګ ترلاسه او بیرته هیواد ته راستون شو.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar Regional Hospital Neurosurgery department posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nangarhar Regional Hospital Neurosurgery department:

Shortcuts

Share

Category