امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ

امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ د عامې روغتیا وزارت سره په (۹۷) ګڼه ثبت او راجستر دي

معیاري زده کړې د مسلکې توب ضامن
(1)

د ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر د کانکور ازموینه ترسره شوهد ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر لپاره د کانکور ازموینه د سنبلې میاشتې په ۷ مه نې...
29/08/2026

د ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر د کانکور ازموینه ترسره شوه

د ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر لپاره د کانکور ازموینه د سنبلې میاشتې په ۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ، د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ په انګړ کې د سلګونو دولسم ټولګي فارغو زده‌کوونکو په ګډون ترسره شوه.

د ازموینې د پرانیستې مراسم د قاري صاحب مزار محمدي له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور قدرمن پلاوي مدیر، ښاغلي سهراب شفایي، د ننګرهار روغتیایي علومو انسټیټوټ څخه راغلي پلاوي، ډاکټر عبدالرحمن صافي، د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ رئیس، څارنوال نذیر احمد «دراني»، علمي او تدریسي مرستیال، دوکتور سمندر شریفي، اداري کارکوونکو، درنو استادانو او ګڼ شمېر ګډونوالو حضور درلود.

د مراسمو په پیل کې د انسټیټوټ رئیس، څارنوال نذیر احمد «دراني»، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپله پرانیستونکې وینا وړاندې کړه او د کانکور ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د عامې روغتیا وزارت له لوري راغلو مسؤولینو د ازموینې ګډونوالو ته د کانکور ازموینې د بهیر په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. هغوی د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ځوانانو ونډه مهمه او اړینه وبلله او ګډونوالو ته یې د یوې شفافې، عادلانه او باوري ازموینې د ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

وروسته د کانکور ازموینې پوښتنپاڼې په منظم ډول ګډونوالو ته ووېشل شوې او ازموینه په ټاکلي نظم او شفافیت سره ترسره شوه.

د ازموینې بهیر په پای کې مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

یوازې څو ساعتونه تر کانکور ازموینې!لا هم فرصت لرئ چې نوم‌لیکنه وکړئ.بیړه وکړئ، خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او په د...
29/08/2026

یوازې څو ساعتونه تر کانکور ازموینې!

لا هم فرصت لرئ چې نوم‌لیکنه وکړئ.
بیړه وکړئ، خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او په دې علمي سفر کې زموږ ملګري شئ!

د کانکور ازموینه: د سنبلې ۷مه

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

بیړه وکړئ، وخت محدود دي د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او په دې علمي سفر کې زموږ ملګري شئ.کانکور ارموینه د سنبلې می...
28/08/2026

بیړه وکړئ، وخت محدود دي
د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او په دې علمي سفر کې زموږ ملګري شئ.
کانکور ارموینه د سنبلې میاشتې ۷ مه نیټه

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

یوازې یوه ورځ تر کانکور ازموینې!نوم‌لیکنه جریان لريکانکور ازموینه: د سنبلې میاشتې ۷مه نېټهبیړه وکړئ! د خپلې خوښې څانګې ت...
28/08/2026

یوازې یوه ورځ تر کانکور ازموینې!

نوم‌لیکنه جریان لري
کانکور ازموینه: د سنبلې میاشتې ۷مه نېټه

بیړه وکړئ! د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او په دې علمي سفر کې زموږ ملګري شئ!

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ ۱۱۰ تنه محصلین ستاژ په موخه حوزوي روغتون (صحت عامې) او فاطمه الزهرا ولایتي روغتون  ...
27/08/2026

د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ ۱۱۰ تنه محصلین ستاژ په موخه حوزوي روغتون (صحت عامې) او فاطمه الزهرا ولایتي روغتون ته معرفي شول

د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ د ۱۱۰ تنو محصلینو لپاره د ستاژ د رسمي معرفۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ننګرهار حوزوي روغتون او امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ یو شمېر مسوولینو، استادانو او ستاژر محصلینو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د ننګرهار حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکټر اصیل‌خان شیرزاد؛ د ننګرهار حوزوي روغتون د نرسنګ مدیر، دوکتور اجمل شیرزاد؛ د نرسنګ مدیر مرستیال، دوکتور نصیح‌الله نوري؛ د حوزوي روغتون مشاور، محترم خوشرنګ احمدزي؛ د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټیوټ علمي او تدریسي مرستیال، ډاکټر سمندر شریفي؛ مالي او اداري مرستیال، ډاکټر شبیراحمد دراني؛ د ارشیف، ثبت اسنادو او فارغانو مدیر، ډاکټر رفیق‌الله دانش؛ د کتابتون مدیر، انجنیر هارون حیدري؛ د غاښونو پروتیز څانګې استاد، ډاکټر شفیق‌الله رحیمزي، او یو شمېر نورو مسوولینو او استادانو ګډون کړی و.
غونډه د یوه محصل له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ علمي او تدریسي مرستیال د روغتون له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ، د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او ستاژ د زمینه برابرولو له امله یې قدرداني وکړه.
نوموړي ستاژر محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې ستاژ د مسلکي او عملي زده کړو لپاره یو مهم او ارزښتناک فرصت دی؛ له همدې امله باید له دې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، په عملي زده کړو کې جدي هڅه وکړي او خپل مسلکي ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.
ورپسې د ننګرهار حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکټر اصیل‌خان شیرزاد، خبرې وکړې. نوموړي د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ یو فعال او له حوزوي روغتون سره د همکارۍ په برخه کې د لومړیتوب لرونکو انسټیټوټونو له ډلې وباله. هغه څرګنده کړه چې په تېرو څو دورو کې د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ له لوري حوزوي روغتون ته د ستاژ لپاره معرفي شوو محصلینو له عملي فعالیتونو څخه بشپړ رضایت لري.
وروسته د نرسنګ مدیر، دوکتور اجمل شیرزاد، خبرې وکړې او ستاژر محصلینو ته یې د عملي زده کړو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د روغتون له موجودو امکاناتو او مسلکي چاپېریال څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړي او خپلې عملي زده کړې لا پیاوړې کړي.
د غونډې په ترڅ کې د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ له لوري د ننګرهار حوزوي روغتون مسوولینو ته د دوی د دوامدارې همکارۍ، ملاتړ او د محصلینو لپاره د عملي زده کړو د زمینه برابرولو په موخه د عزاز او مننې پګړۍ هم ور واغوستل شوې.
د غونډې په پای کې ۱۱۰ تنه ستاژر محصلین د ټاکلي تقسیم‌اوقات له مخې د عملي زده کړو لپاره بېلابېلو وارډونو او اړوندو څانګو ته په رسمي ډول معرفي شول. غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.
امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ؛ د معیاري علمي زده کړو ترڅنګ، د عملي او مسلکي روزنې لپاره هم ژمن دی.

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

یوازې دوه ورځې تر کانکور ازموینې!د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ د ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر لپاره نوم‌لیکنه روانه ده. ک...
27/08/2026

یوازې دوه ورځې تر کانکور ازموینې!

د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ د ۱۴۰۵ کال خزانۍ سمستر لپاره نوم‌لیکنه روانه ده. که غواړئ په یوه مسلکي او باکیفیته چاپېریال کې خپل علمي سفر پیل کړئ، همدا اوس د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ.

د کانکور ازموینه: د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې ۷مه نېټه سنبې ورځ

وخت محدود دی؛ فرصت له لاسه مه ورکوئ!

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

یوازې درې ورځې تر کانکوره!فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او د روښانه مسلکي راتلونکي لپاره خپ...
26/08/2026

یوازې درې ورځې تر کانکوره!

فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ د خپلې خوښې څانګې ته نوم‌لیکنه وکړئ او د روښانه مسلکي راتلونکي لپاره خپل علمي سفر له امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ سره پیل کړئ.

د کانکور ازموینه: د ۱۴۰۵ کال د سنبلې ۷مه

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

د امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ اداري ناسته ترسره شوهد امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې د...
25/08/2026

د امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ اداري ناسته ترسره شوه
د امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې د انسټیټوټ د اداري او علمي چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او پرمختګ په موخه اداري ناسته ترسره شوه.
غونډه د محترم مولوي عبدالحلیم عادل صاحب له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ رئیس، څارنوال نذیراحمد دراني، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د انسټیټوټ د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ګډ کار او همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.
وروسته د انسټیټوټ علمي او تدریسي مرستیال، ډاکټر سمندر شریفي، د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه. په اجنډا کې د نوي کانکور، د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۷مه نېټه د کانکور ازموینې د ترسره کېدو، د نوو صنفونو د چمتووالي او د خزاني سمستر د پیل، د تېر سمستر د ستونزو د ارزونې او په راتلونکي سمستر کې د اصلاحاتو، او همدارنګه د استادانو د نظریاتو او وړاندیزونو موضوعات شامل وو.
په غونډه کې استادانو او اړوندو مسؤلینو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې. د انسټیټوټ رئیس له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم وضاحتونه، ځوابونه او د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې وړاندې شوې.
په پای کې ټینګار وشو چې د تحصلي او اداري چارو د لا ښه والي، د زده‌کوونکو د علمي کچې د لوړولو او د راتلونکي سمستر د چارو د لا منظم ترسره کېدو لپاره به ګډې هڅې لا پیاوړې کوو.

د امام غزالي روغتیایي علومو انسټیټوټ اداره ژمن دی چې د معیاري، مسلکي او باکیفیته روغتیایي زده‌کړو د وړاندې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

خپل روښانه راتلونکی له موږ سره پیل کړئډلي، ډلي ځوانان د خپل روښانه او مسلکي راتلونکي د جوړولو لپاره امام غزالي د روغتیای...
25/08/2026

خپل روښانه راتلونکی له موږ سره پیل کړئ

ډلي، ډلي ځوانان د خپل روښانه او مسلکي راتلونکي د جوړولو لپاره امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ ته راروان دي او د خپلې خوښې څانګو ته نوم‌لیکنه کوي.

بیړه وکړئ! لا هم فرصت شته.
تاسو هم زموږ د علمي او مسلکي کاروان ملګري شئ، د خپلې خوښې څانګه وټاکئ او د خپل روښانه راتلونکي لپاره نن ګام واخلئ.

امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ؛ ستاسو د بریا او مسلکي راتلونکي ملګری!

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

24/08/2026

موږ هڅه کوو چې خپلو محصلینو ته د نوې علمي پوهې، عملي مهارتونو او مسلکي اخلاقو پر بنسټ داسې روزنه وړاندې کړو، چې د راتلونکي روغتیايي خدمت لپاره په بشپړه توګه چمتو شي.

موږ یوازې زده‌کړه نه وړاندې کوو؛ بلکې مسلکي او ژمن روغتیايي کادرونه روزو.

معیاري زده‌کړې، د مسلکي توب ضامن!

پته: جلال‌آباد ښار، درېیمه ناحیه، د تجربوي عالي لېسې ترڅنګ.
د اړیکو شمېرې: 0731515450 – 0731515440 - 0777317775

په درنښت،
د نشراتو مدیریت

Address

جلال اباد ښار، عمومې سړک دریمه ناحیه تجربوي لیسي ترڅنګ
Jalalabad
CCPW+M3JALALABAD,

Opening Hours

Monday 06:00 - 16:00
Tuesday 06:00 - 16:00
Wednesday 06:00 - 16:00
Thursday 06:00 - 16:00
Saturday 06:00 - 16:00
Sunday 06:00 - 16:00

Telephone

+93777317775

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټوټ:

Shortcuts

Share

Category