Dr.Hamed Shir Shinwari

Call Directions Contact the practice

Dr.Hamed Shir Shinwari Neurosurgeon عصبي او ستون فقرات جراح

ډاکتر حامد شير شينواري د حاجي شیر شینوراي زوي د ننګرهار ولايت د هسکه ميني ولسوالي د لالا قلعه اصلی اوسيدونکي دي چي د نوموړي ولايت په مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کي په 1367 هجري شمسی کال د دلوي په 12 نيټي د الحاج ګلبرخان په يوي دینداره او علمي کورني کي نړي ته سترګي پرانستلي، نوموړي خپلي لمړي زده کړي په 1374 هجري شمسی کال کي د نصرت متوسطه ښوونځي کی پيل کړي تر ابتدايه دوري پوري همدي ښوونځي کي پاتي شو ، متوسطه دوره يي د شهید محمد عارف ليسی بشپړه کړه او په 1385 هجری شمسی کال کي د ننګرهار عالي ليسی څخه په عالی درجه فارغ شو.
ډاکتر شیرشینواري په 1386 کانکور کلنی ازمويني له لاري د خوست شیخ زاهد پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو چي په دي پوهنتون کي د یوکال محصلی دوري تیرولو وروسته د قانوني پړاونو طي کولو وروسته د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته يي تبديلي وکړه او په 1393 هجري شمسی کال د لیسانس په سويه د نوموړي پوهنځي څخه فارغ شو.
د فراغت وروسته يي د هيواد لیری پرتو سیمو کی د روغتیايي په برخه کي د معالج ډاکتر په صفت دنده ترسره کړه او په 1394 هجری شمسی کال يي د ننګرهارولایت په روښان لوړوزده کړو مؤسسه کي د کادری غړي په ډول د فزیولوژي ډيپارتمنت کي تدریس شروع کړو. په 1395 کال کي د اکمال تخصص ازمويني له لاري د کابل جمهوریت تخصصی روغتون عصبي جراحی څانګي ته بریالی او 1399 کال یی د تخصص دوره بشپړه شوه، همدا رنګه د ترینګ پرمهال د لاښه خدمت او ظرفیت لوړولو په منظور د همسایه او سیمو هیوادونو کی د عصبی جراحی لندمهاله ترینګونه هم اخستی چی دیری پروسیجرونه یی په افغانستان کی لومړی ځل لپاره ترسره کړی دی. داکتر صیب شینواری د عصبی جراحی نړیوال ټولنی کلنی کنفرانس کی په لومړی ځل د افغانستان استازیتوب ویاړ او خپلی ترسره شوی څیړنی د نړیوالو سره شریکولو ویاړ هم د ځان سره لری. چی اوسمهال د ننګرهار ولایت په داودزی معالجوی روغتون کی د عصبی جراحی متخصص په صفت د هیوادوالو په خدمت کی دی.
د یادونی وړ ده چی داکترحامد شیر شینواری د عصبی جراحی ټرینیګ دوری کی د اته سوو څخه زیاتو عملیاتونه ترسره کړی چی د الله ج په فضل او کرم زیات شمیر یی بریالی او ناروغان بیرته خپل عادی ژوند ته راګرځیدلی.
د‌ ډاکتر حامد شیر شینواری ليکل شوی طبي اثار:
د تنفسی سیستم اناتومی او فزیولوژي
د زړه او رګونو اناتومی او فزیولوژي (ناچاپ)
اسلام او زړه او زړه او رګونو سیستم (ژباړه) (ناچاپ)
شینواري عصبی جراحی کتاب
ګرین برګ عصبی جراحی کتاب (ژباړه)

🧠 د عصبي جراحۍ عملي ورکشاپد افغانستان د عصبي جراحۍ ټولنې په همکارۍ، د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ څانګه د Neurosur...
08/09/2026

🧠 د عصبي جراحۍ عملي ورکشاپ
د افغانستان د عصبي جراحۍ ټولنې په همکارۍ، د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ څانګه د Neurosurgical Critical Care تر سرلیک لاندې عملي ورکشاپ جوړوي.
‎په دې ورکشاپ کې به لاندې مهم موضوعات په عملي ډول وړاندې شي:
‎🔹 د ABCDE له مخې د ناروغ لومړنۍ ارزونه او ثبات�🔹 چټکه عصبي معاینه، GCS او د سترګو د کسيو ارزونه�🔹 په CT Scan کې د خطر نښو پېژندنه�🔹 د داخل‌قحفي فشار لوړوالی او دماغي فتق�🔹 ډله‌ییز عملي تمرین او بیړنی مدیریت
‎📅 نېټه: ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶�⏰ وخت: د سهار له ۹:۳۰ څخه تر ۱۱:۳۰ بجو�📍 ځای: د ننګرهار حوزوي روغتون کنفرانس تالار، جلال‌اباد
د ورکشاپ سرپرست: رنځورمل ډاکترضمیرالدین خالد�د ورکشاپ مسؤول: رنځوریار ډاکتر حامد شیر شینواری
📞 د نوم‌لیکنې لپاره اړیکه او WhatsApp:�0093 784 510 893
‎همدارنګه کولای شئ د ننګرهار حوزوي روغتون د عصبي جراحۍ په څانګه کې په حضوري ډول نوم‌لیکنه وکړئ.

📢 د متخصصو ډاکټرانو د ګومارنې رسمي اعلان | VACANCY ANNOUNCEMENTShinwari Adil Neurosurgery Clinic د خپلو تخصصي روغتیايي خ...
23/08/2026

📢 د متخصصو ډاکټرانو د ګومارنې رسمي اعلان | VACANCY ANNOUNCEMENT

Shinwari Adil Neurosurgery Clinic د خپلو تخصصي روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ناروغانو ته د لا باکیفیته او جامع پاملرنې د وړاندې کولو په موخه، غواړي خپل مسلکي ټیم د لاندې متخصصینو په ګومارلو سره پیاوړی کړي:

🔹 Gynecologist | د نسایي ولادي متخصص
🔹 ENT Specialist | د غوږ، پوزې او ستوني متخصص

د نوماند اساسي شرایط

• د طب په برخه کې معتبر تحصیلي سند (MBBS/MD)
• په اړونده تخصص کې معتبره تخصصي درجه یا ډیپلوم
• د Afghanistan Medical Council معتبر ثبت
• مناسبې کلینیکي او مسلکي وړتیاوې
• له ناروغانو سره د اغېزمنې اړیکې او غوره چلند مهارت
• مسلکي اخلاق، مسؤلیت‌پذیري او د ټیم په چوکاټ کې د کار وړتیا

د غوښتنلیک طریقه

وړ او علاقه‌مند متخصصین کولای شي خپل CV، تحصیلي او تخصصي اسناد، او د Afghanistan Medical Council د ثبت سند تر ټاکلې نېټې وسپاري.

📅 د اسنادو د سپارلو وروستۍ نېټه:
30 August 2026

📧 Email:
[email protected]

📞 د اړیکې شمېرې:
0764 58 13 71 | 0795 69 95 49
0700 60 12 82 | 0781 70 21 11

📍 پته:
جلال آباد ښار، پښتونستان واټ، ملي راډیو تلویزیون تر څنګ، حاجي ګل پلازه، E بلاک، خوشحال خان درملتون تر څنګ.

Shinwari Adil Neurosurgery Clinic
Compassion • Care • Excellence

02/08/2026

🧠 تشنج (میرګي حمله) ته په سپکه مه ګورئ

تشنج هغه حالت دی چې د دماغ د برېښنايي فعالیت د ناڅاپي ګډوډۍ له امله رامنځته کېږي. ځینې خلک یې یوازې د «پیریانو» یا غیرطبي لاملونو سره تړي، خو تشنج د دماغي ناروغیو، لوړې تبې، د وینې د شکر ګډوډۍ، انتان، د سر ټپ او نورو طبي ستونزو له امله هم پیدا کېدای شي.

که یو کس تشنج وکړي:

🔹 ناروغ په خوندي او هواره ځمکه څملوئ
🔹 سر یې یوې خوا ته واړوئ
🔹 شاوخوا خطرناک شیان ترې لرې کړئ
🔹 په خوله کې یې هېڅ شی مه اچوئ
🔹 لاسونه او پښې یې په زور مه نیسئ
🔹 د تشنج د پیل او پای وخت ثبت کړئ
🔹 له ختمېدو وروسته یې تنفس او هوښیاري وڅارئ

⚠️ که تشنج له پنځو دقیقو ډېر دوام وکړي، بیا تکرار شي، ناروغ بېرته هوښیار نه شي، امیندواره وي، د سر ټپ ولري یا دا یې لومړی تشنج وي، سمدستي روغتون ته یې ورسوئ.

تشنج په وهلو، لوګي، تعویذ او نورو غیرطبي طریقو نه ښه کېږي. دعا خپل ځای لري، خو ناروغ مسلکي طبي معاینې او اړینو ازموینو ته اړتیا لري.

پر وخت تشخیص د اصلي لامل په موندلو، د تشنج په کنټرول او د جدي عوارضو په مخنیوي کې مرسته کوي.

رنځوریار ډاکتر حامد شیر شینواری
د عصبي جراحۍ متخصص

📍 خوشحال خان درملتون، حاجي ګل پلازا، پښتونستان واټ، جلال اباد ښار، ننګرهار

📞 0700601282 | 0781702111
📞 0764581371 | 0795699549
📱 WhatsApp: 0700601282


‎
‎
‎
‎ #ملادرد
‎ #نیوروسرجن

‎


#تشنج
#میرګي




02/08/2026
24/07/2026
28/01/2025
28/01/2025
13/01/2025



ملا اندوسکوپیک (چی زمونږ هیوادوال یی لیزری بولی) عملیاتونه څه شی دی؟
څنګه ترسره کیږی؟
ملا اندوسکوپیک عملیاتونو ګټی څه شی دی؟
دا ټول په دی ویدیو کی.‎

#ادرس📍: حاجی ګل پلاز پښتونستان واټ جلال اباد ښار‎ ☎️: 0700601282(واتساپ)0781702111 0795699549 0764581371
‎ ‎ ‎ ‎ #ملادرد‎ #نیوروسرجن ‎

Address

Jalalabad
24000

Telephone

+93784510893

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Hamed Shir Shinwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Hamed Shir Shinwari:

Shortcuts

Share

Category