روغتیا او ژوند

روغتیا او ژوند د طب او روغتیا اړوند ګټور معلومات
(1)

وروستیو څېړنو ښودلې چې دوامداره لوړ د وینې فشار (Hypertension) نه یوازې د زړه ناروغۍ زیاتوي، بلکې د حافظې کمزورۍ او حتی ...
01/05/2026

وروستیو څېړنو ښودلې چې دوامداره لوړ د وینې فشار (Hypertension) نه یوازې د زړه ناروغۍ زیاتوي، بلکې د حافظې کمزورۍ او حتی د ډیمنشیا خطر هم لوړوي.

د څېړنې له مخې، هغه کسان چې خپل فشار کنټرولوي (د درملو، سالم غذا او فزیکي فعالیت له لارې)، د دماغي کمزورۍ خطر یې تر 30٪ پورې کم شوی دی.

📌 سپارښتنې:
• مالګه کمه استعمال کړئ
• منظم فزیکي فعالیت وکړئ
• فشار په دوامداره ډول وڅارئ
• د ډاکټر مشوره تعقیب کړئ

💡 پایله:
د وینې فشار کنټرول نه یوازې ستاسو زړه ساتي، بلکې ستاسو حافظه هم خوندي کوي.
� منبع:
American Heart Association (2024)
او څېړنه خپره شوې په JAMA Network Open کې

دکتور عبدالصبور خاکسار
عمومي داخلې متخصص

08/11/2024

ډیپریشن څه ډول ناروغۍ ده؟ لاملونه، اعراض، مخنیوی او تداوی څنګه کیږي
ډاکټر عبدالصبور خاکسار پرې له یک تلویزون سره غږیدلی.

04/07/2024

ملي تلویزون سره د داکتر عبدالصبور خاکسار نوي مرکه!
موضوع: تور زیړی.
AbdulSaboor Khaksar

11/12/2023

شرق تلویزون سره د ډاکټر عبدالصبور خاکسار نوې مرکه!
موضوع: ماشومانو کې اسهال ناروغۍ، د ژړا علتونه او د مور شیدو اهمیت .

27/11/2023

ملي تلویزون سره د ډاکټر عبدالصبور خاکسار صافي مرکه!
موضوع : معدي زخمونه او اچ پایلوري ناروغۍ .
AbdulSaboor Khaksar

04/06/2023

په دوامداره توګه شک کول، چې انسان له ځان سره مصروفوي یوه رواني ناروغي ده .

08/04/2023


Heart Attack

شپې لخوا غیر ارادي متيازو تلل( Nocturnal Enuresis )دا هغه حالت دی چې ماشومان په بستر کې د شپي لخوا تشي متیازې کوي، له شپ...
07/04/2023

شپې لخوا غیر ارادي متيازو تلل( Nocturnal Enuresis )

دا هغه حالت دی چې ماشومان په بستر کې د شپي لخوا تشي متیازې کوي، له شپږ کلونو ښکته عمر لرونکو کې دا حالات کوم ستونزه نه ګڼل کیږي خو
که چېرې د شپږو کلونو وروسته هم ماشوم په بستره کې ادرار کوي، نو دا یو پتالوژیک حالات دی چې باید درملنه یې وشي.
لاملونه:
زيات لاملونه لري خو اکثره يې رواني ستونزي استرس او انتانات دي، همدارنګه نور سببونه یې:
- په خېټه کې چنجیان
- ناهضمي ، د مثاني التهاب
- ذهني پریشانۍ او خپګان
- په متيازو کې د تېزابیت ډېروالی
-د متيازو په نل کې التهاب
- دبي ارزښتی احساس
- فالج ، وېره او نور..

دا چې ددې ناروغۍ ډیرې لاملونه ذهني او رواني وي نو لاندی درمل توصیه کوو خو که ناروغ ته کوم بل لامل متوجې وي نو بیا دهغه درملنه وکړئ .

Tab: Imipramine
>First 5nights 10mg than 25mg for 6 month

د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د ...
03/11/2022

د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي او له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي.

د زړه له حملې د ځان ژغورني لاري چاري:
- فعال اوسئ او ورزش و کړئ
- که مو وزن زيات وي کم يې کړئ
- له سګريټو څکولو ځانونه و ساتئ
د ویني غوړ، شوګر او فشار کنترول وساتئ
- صحي خواړه (ډيره ميوه، سبزيجات او لېږ نور شيان) و خورئ.
،،،،،،،

13/10/2022

زموږ او ستاسو ماغزه د دوه ډوله فيصلو کولو وس او توانمندي لري. په احساساتو او عادتونو ولاړه پرېکړه چې عموماً يو دم او چټکه وي. په فکر او تحليل ولاړه پرېکړه چې عموماً کرار او اهسته وي. څېړني ښيي دغه دواړه پرېکړي د مغزو په جلا ساحو کې صورت نېسي او ماغزه په يو وخت کې د فيصلو کولو لپاره يوه ساحه کارولای شي.
کوښښ وکړئ د ژوند مهمو فيصلو ته وخت ورکړئ او يو دم يې و نکړئ .

Address

Jalalabad

Telephone

0771636041

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when روغتیا او ژوند posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to روغتیا او ژوند:

Shortcuts

Share

Category