Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون

Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون HCH is a leading private healthcare facility in Eastern Afghanistan, specializing in pediatrics.

We provide comprehensive care, including emergency services, to children, and newborns, serving Jalalabad and nearby provinces

د لوی اختر مبارکي 🐑د حسنزۍ معالجوي روغتون ادارهټولو قدرمنو هیوادوالو، دوستانو او همکارانو تهد نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړ...
26/05/2026

د لوی اختر مبارکي 🐑

د حسنزۍ معالجوي روغتون اداره
ټولو قدرمنو هیوادوالو، دوستانو او همکارانو ته
د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوي.

الله تعالی دې دا سپېڅلې ورځې ستاسو او ستاسو د کورنیو لپاره
د روغتیا، خوښۍ، سولې، رحمت او برکت سبب وګرځوي.
قربانۍ، عبادتونه او دعاګانې مو د الله تعالی په دربار کې قبول شه. 🤲

✨ اختر مو مبارک، بختور او له خوشیو ډک شه! ✨

په حسنزي معالجوي روغتون کې یو ځل بیا خورا حساس او پېچلي جراحي عملیات په پوره بریا پای ته ورسېدل!هغه نوی زېږېدلی ماشوم چې...
07/04/2026

په حسنزي معالجوي روغتون کې یو ځل بیا خورا حساس او پېچلي جراحي عملیات په پوره بریا پای ته ورسېدل!
هغه نوی زېږېدلی ماشوم چې له دوو لویو ستونزو (Imperforate A**s + Esophageal Atresia) سره نړۍ ته راغلی و، د الله (ج) په ځانګړي فضل له مړینې وژغورل شو.
دغه ستونزمن عملیاتونه (High Sigmoid Divided Colostomy and Feeding Gastrostomy) د تکړه او تجربه لرونکي جراح، ډاکټر ایاز الرحمن حبیبزي لخوا په خورا دقت او مسلکي مهارت ترسره شول.
الحمدلله، ماشوم یوازې له ۲ ورځو وروسته په بشپړې روغتیا له روغتون څخه رخصت شو.
ستاسو روغتیا زموږ هیله ده!
📍 ادرس: څلورمه ناحیه، ګودام سنګي، سباوون مارکېټ ته مخامخ، جلال اباد ښار.
📞 اړیکې: ۰۷۰۰۶۰۲۳۵۰ | ۰۷۰۰۲۴۸۸۷۷

د مشرقي ولس لپاره لوی ښه زېری! هغه ګلالي ماشومان چې په پیدایښتي ډول د شونډې او تالو له ستونزې (Cleft Lip & Cleft Palate)...
05/03/2026

د مشرقي ولس لپاره لوی ښه زېری!

هغه ګلالي ماشومان چې په پیدایښتي ډول د شونډې او تالو له ستونزې (Cleft Lip & Cleft Palate) سره مخ وي، اوس یې درملنه او جراحي عملیات په بریالیتوب سره په حسنزي معالجوي روغتون – ننګرهار کې ترسره کېږي.

په دې وروستیو کې یو کوچنی ماشوم چې د شونډې له پیدایښتي ستونزې (Cleft Lip) سره مخ و، د ماشومانو د جراحۍ متخصص له خوا په بریالیتوب سره عملیات شو. د الله په فضل اوس د ماشوم حالت ښه دی او د روغېدو په حال کې دی.

ډاکټر ایاز الرحمن حبیب زي
د ماشومانو د عمومي جراحۍ او سوختګۍ متخصص او کنسولټانټ

ستاسو روغتیا زمونږ هیله

📍 ادرس:
څلورمه ناحیه، ګودام سنګي، سباوون مارکیټ ته مخامخ
جلال آباد ښار – ننګرهار

📞 د اړیکو شمېرې:
+93 (0)700602350
+93 (0)700248877

رمضان کریم مبارک شه           د رحمت، مغفرت او برکت دا مبارکه میاشت دې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارک وي. رمضان د صبر...
17/02/2026

رمضان کریم مبارک شه


د رحمت، مغفرت او برکت دا مبارکه میاشت دې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارک وي.
رمضان د صبر، مهربانۍ او یو بل سره د مرستې میاشت ده. هیله لرو دا مبارکه میاشت ستاسو ژوند د روغتیا، خوښۍ او سوکالۍ څخه ډک کړي.

حسنزی معالجوي روغتون ژمن دی چې تل ستاسو د روغتیا ساتنې لپاره غوره خدمات وړاندې کړي

حسنزی معالجوي روغتون؛ د ختیځ زون په کچه د ماشومانو د درملنې ځانګړی مرکزحسنزی روغتون په ننګرهار کې د ماشومانو د داخله او ...
12/02/2026

حسنزی معالجوي روغتون
؛ د ختیځ زون په کچه د ماشومانو د درملنې ځانګړی مرکز
حسنزی روغتون په ننګرهار کې د ماشومانو د داخله او جراحۍ په برخو کې یو منل شوی نوم دی، چې په ۲۴ ساعته ډول ستاسو خدمت ته چمتو دی.
تازه بریا:
یو نوی زېږېدلی ماشوم چې د Vesical Exstrophy له پېچلې ستونزې سره نړۍ ته راغلی و، د تکړه جراح ډاکټر ایاز الرحمن حبیب زي لخوا په خورا بریا سره عملیات شو. لکه څنګه چې په تصویر کې وینئ، زموږ د ډاکټرانو هڅه دا ده چې ستاسو د زړه ټوټې په تر ټولو معیاري ډول بېرته روغې شي.
ستاسو روغتیا زموږ هیله ده!
📍 ادرس: څلورمه ناحیه، ګودام سنګي او سباوون مارکیټ ته مخامخ، جلال اباد ښار.
📞 اړیکو شمېرې:
0700602350
0700248877

نن يو ځل بيا حسنزى معالجوي روغتون د يو داسې نادر او پېچلي جراحي عملياتو بريالی کوربه وو چې د ترسره کېدو لپاره د لوړ مهار...
07/01/2026

نن يو ځل بيا حسنزى معالجوي روغتون د يو داسې نادر او پېچلي جراحي عملياتو بريالی کوربه وو چې د ترسره کېدو لپاره د لوړ مهارت لرونکي جراحي ټيم شتون اړين دی.
ناروغ چې له زيږون سره سم د مقعد له نشتوالي سره مخ وو، مخکې ورته د ژوند ژغورنې په موخه Colostomy ترسره شوې وه.

اوس چې ماشوم مناسب عمر او وزن ته رسېدلی، نن ورته په برياليتوب سره Trans-abdominal Pull Through عمليات ترسره شول.
الحمدلله د ناروغ وضعيت کاملاً د ډاډ وړ دی.

دا پېچلی جراحي پروسيجر د
ډاکټر اياز الرحمن حبيب‌زی
د ماشومانو (اطفالو) جراحي متخصص
او د هغه د مجرب او همغږي جراحي ټيم له لوري ترسره شو.

که تاسو هم د خپل ماشوم د نادرو او پېچلو جراحي ستونزو لپاره
يو باوري متخصص او قوي ټيم لټوئ،
حسنزى معالجوي روغتون ستاسو دباور ځای دی .

‎ستاسو روغتیا زمونږ هیله
‎ادرس :څلورمه ناحیه ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ جلال اباد ښار

‎اړیکو شمیری :
📞+93 (0)700602350.
📞+93 (0)700248877.

حسنزی معالجوی روغتون – د ماشومانو د تخصصي درملنې مخکښ مرکز په ختیځ زون کې! الحمدلله!نن د ماشومانو د جراحي په برخه کې یو ...
27/10/2025

حسنزی معالجوی روغتون – د ماشومانو د تخصصي درملنې مخکښ مرکز په ختیځ زون کې!

الحمدلله!
نن د ماشومانو د جراحي په برخه کې یو له هغو نادرو او حساسو عملیاتو څخه مو په بریالیتوب سره ترسره کړ، چې د ترسره کوونکو شمېر یې د ګوتو په شمار دی.

ناروغ ماشوم د Recto Vesical Fistula (ARM) په ناروغۍ اخته و. د جراحي له نظره، د هغه عمر او وزن د عملیاتو لپاره مناسب و.
د ماشومانو د عمومي جراحي او سوختګی متخصص دوکتور ایازالرحمن حبیب‌زی لخوا ورته Pull-through پروسیجر په بریالیتوب سره ترسره شو.

الحمدلله، د ناروغ روغتیا حالت د ډاډ وړ دی.

د ختیځ زون د خلکو باور زموږ ویاړ دی.
حسنزی معالجوی روغتون د ماشومانو لپاره یو عصري او مجهز مرکز دی، چې پکې د درملنې، څارنې او تخصصي پاملرنې ټول امکانات موجود دي.

ستاسو روغتیا زمونږ هیله

ادرس :څلورمه ناحیه ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ جلال اباد ښار
‎اړیکو شمیری :
📞+93 (0)700602350.
📞+93 (0)700248877.

حسنزي معالجوی روغتون زموږ د ماشومانو جراحي تخصصي ټيم هره ورځ ستاسو په خدمت کې دى!يو ناروغ چې 9 مياشتې عمر درلود او له زي...
25/10/2025

حسنزي معالجوی روغتون

زموږ د ماشومانو جراحي تخصصي ټيم هره ورځ ستاسو په خدمت کې دى!
يو ناروغ چې 9 مياشتې عمر درلود او له زيږون تر دې دمه ناروغ Imperfurated A**s( Recto vaginal fistula ) درلوده.
د ماشومانو عمومي جراحي او سوختګۍ متخصص دوکتور اياز الرحمن حبيب زي لخوا ورته High sigmoid Devided Colostomy تر سره شوه، ناروغ صحت کاملا ښه او کور ته رخصت شو.

ستاسو روغتیا زمونږ هیله

ادرس :څلورمه ناحیه ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ جلال اباد ښار
‎اړیکو شمیری :
📞+93 (0)700602350.
📞+93 (0)700248877.

20/10/2025
د کنړ ولایت د وروستۍ زلزلې د زیانمنو ناروغانو لپاره، د حسنزي معالجوي روغتون د ریس هدایت په اساس او د امید حسنزي مرستیال ...
02/09/2025

د کنړ ولایت د وروستۍ زلزلې د زیانمنو ناروغانو لپاره، د حسنزي معالجوي روغتون د ریس هدایت په اساس او د امید حسنزي مرستیال په لاسونو ۴۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته نن شپه ۱۰ بجې ترسره شوه.

دا مرسته د ټپیانو د عاجلې اړتیاوو پوره کولو، د درملنې په اسانتیا، او د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره شوې ده. که څه هم دا مرسته د ستر زیانونو جبران نه شي کولای، خو هیله ده د زیانمنو کورنیو لپاره د امید او ملاتړ یوه نښه وي.

الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته عاجله شفا ورکړي

نشراتو مدیریت

Address

ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ
Jalalabad

Telephone

+93789602350

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون:

Shortcuts

Share

Category