Haidari Medical Academy and Research Center

Call Directions

Haidari Medical Academy and Research Center Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haidari Medical Academy and Research Center, Doctor, Jalalabad.

د کُولمو التهابي ناروغي او د هډوکو کمزوري؛ نوې څېړنه څه وایي!؟ Updates from American Society for Gastrointestinal Endosc...
13/07/2026

د کُولمو التهابي ناروغي او د هډوکو کمزوري؛ نوې څېړنه څه وایي!؟
Updates from American Society for Gastrointestinal Endoscopy (ASGE)
د کُولمو التهابي ناروغي (Inflammatory Bowel Disease یا (IBD) یوازې د کولمو ناروغي نه ده، بلکې د بدن پر نورو غړو هم ناوړه اغېزې کوي. د دغو اغېزو له جملې څخه یوه مهمه ستونزه د هډوکو کمزوري (Osteoporosis) ده، چې د هډوکو د ماتېدو خطر زیاتوي او د ناروغانو د ژوند کیفیت اغېزمنوي. د همدې موضوع د لا ښه ارزولو لپاره د امریکا او اروپا یو شمېر متخصصو څېړونکو پراخه څېړنه ترسره کړه، چې پایلې یې په Osteoporosis International نړیوال علمي ژورنال کې په ۲۰۲۶ کال کې خپرې شوې دي.
د څېړنې مېتود (Methods):�دا څېړنه د امریکا د TriNetX روغتیايي شبکې د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې او د Retrospective Cohort Study په بڼه ډیزاین شوې وه. څېړونکو دوه جلا کوهورټونه جوړ کړل. په لومړي کوهورټ کې د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د IBD بالغ ناروغان د ۱:۱ Propensity Score Matching په وسیله له هغو کسانو سره پرتله شول چې IBD یې نه درلود، ترڅو د پنځو کلونو په موده کې د اوستیوپوروسس د رامنځته کېدو خطر او اړوند عوامل وارزول شي، په دوهم کوهورټ کې د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې هغه IBD ناروغان شامل شول چې د اوستیوپوروسس د درملنې لپاره یې Denosumab یا Bisphosphonates کارولي وو. دواړه ډلې د عمر، جنس، نورو ناروغیو او د IBD د ډول له مخې سره برابرې شوې او د ملا او ورون د هډوکو د ماتېدو او د نوو ماتېدو پېښو خطر پکې پرتله شو.

د څېړنې پایلې (Results)�په دې څېړنه کې د ۱۴۳,۲۴۸ IBD ناروغان شامل وو. د ګډونوالو منځنی عمر ۴۴.۲ کاله و او ۵۱.۸ سلنه یې ښځې وې، پایلو وښودله چې د IBD ناروغان د یوه کال په موده کې د اوستیوپوروسس د نوې پېښې له ۵۸ سلنه زیات خطر سره مخ وو، د تعدیل شوي Odds Ratio ارزښت aOR = 1.58 (95% CI: 1.51–1.65) ثبت شو. دا خطر د کرون ناروغۍ (Crohn's disease) په ناروغانو کې تر ټولو لوړ و (aOR = 1.79، 95% CI: 1.68–1.90) او د السریټیف کولایټس (Ulcerative Colitis) ناروغانو کې هم د پام وړ زیاتوالی موجود و (aOR = 1.47، 95% CI: 1.39–1.56).
فرعي تحلیلونو وښودله چې د ۶۵ کلونو څخه لوړ عمر، ښځینه جنس او آسیایي توکم په السریټیف کولایټس ناروغانو کې د اوستیوپوروسس خطر زیاتوي. همدارنګه، د کرون ناروغۍ په ناروغانو کې له ۶۵ کلونو پورته عمر، ښځینه جنس، د سګرټو استعمال او د الکولو کارول د هډوکو د کمزورۍ له لوړ خطر سره تړاو درلود.
د اوستیوپوروسس د درملنې په برخه کې ټول ۲,۴۲۳ ناروغان شامل وو، چې له دې ډلې ۵۲۰ ناروغانو Denosumab او ۱,۹۰۳ ناروغانو Bisphosphonates کارولي وو. د دواړو ډلو له برابرولو وروسته څرګنده شوه چې د یوه کال په موده کې د هډوکو د ماتېدو کچه د Denosumabپه ډله کې ۲.۳۳٪ او د Bisphosphonates په ډله کې ۳.۴۹٪ وه (aOR = 0.65، 95% CI: 0.31–1.38). د دوو کلونو په موده کې هم د ماتېدو کچه په Denosumab ډله کې ۴.۶۵٪ او په Bisphosphonates ډله کې ۶.۷۸٪ وه (aOR = 0.67، 95% CI: 0.39–1.14). دا پایلې ښيي چې دواړه درمل د هډوکو د ماتېدو په مخنیوي کې نږدې یو شان اغېز لري او د اغېزمنتیا له پلوه د پام وړ احصایوي توپیر ونه موندل شو.

څېړونکي سپارښتنه کوي چې د کُولمو التهابي ناروغان باید د خپلې اصلي ناروغۍ تر څنګ د هډوکو روغتیا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. د هډوکو د کثافت وختي معاینه (DEXA Scan)، د ویټامین D او کلسیم مناسب استعمال، منظم بدني فعالیت او د سټرایډ درملو د غیر ضروري استعمال مخنیوی کولی شي د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو خطر د پام وړ راکم کړي
Reference:
Desai, A., Khataniar, H., Habib, H., Hashash, J. G., Farraye, F. A., Regueiro, M., Long, M., & Kochhar, G. S. (2026). Increased osteoporosis burden and comparative antiresorptive effectiveness in inflammatory bowel disease: A real-world cohort study. Osteoporosis International. https://doi.org/10.1007/s00198-026-08020-7

دوکتور سید راحت الله حیدري
د عمومي داخله، معدې ناروغيو، اندسکوپي او کولونوسکوپي
ټرينر متخصص او کانسولتانت.
فوق تخصص : هاضمي جهاز ،اندسکوپي
په طبی ،هاضمي ناروغيو او اندسکوپي برخو کې څيړونکی.
د اکمال تخصص (د متخصصينو زده کړه ییز) پروګرام استاد
ننګرهار حوزوي روغتون د داخله څانګې ټرينر او کانسولتانت
د امريکا د هاضمي سيستم د اندسکوپي نړيوالي ټولنې (ASGE) غړی
د امريکا د هاضمي جهاز د ډاکټرانو اتحاديې (Aga) او هاضمي کالج (ACG)غړی
يو کی (انګلينډ) راجستر اندسکوپي ډيپلومه :پاکستان

ادرس : ‎ننګرهار ولایت، جلال اباد ښار، درمسال ته څېرمه؛ طلایي پلازه دوهم پوړ(حیدري د عمومي داخله؛ هاضمي جهاز ناروغیو، اندسکوپي او کولونوسکوپي تخصصي کتنځی).
واټسپ :0782629664
مبایل نمبر : 0702645941

ایا د سټاټین کورني درمل د کُولمو په کُرون ناروغۍ کې د کُولمو د تنګوالي مخه نیولی شي!؟ – یوه لویه نوې څېړنه یې هیله بښونک...
11/06/2026

ایا د سټاټین کورني درمل د کُولمو په کُرون ناروغۍ کې د کُولمو د تنګوالي مخه نیولی شي!؟ – یوه لویه نوې څېړنه یې هیله بښونکې پایلې وړاندې کوي

ایا د سټاټین کورني درمل د کُولمو په کُرون ناروغۍ کې د کُولمو د تنګوالي مخه نیولی شي!؟ – یوه لویه نوې څېړنه یې هیله بښونکې پایلې وړاندې کوي.
Updates from journal of Journal of Crohn’s and Colitis
کرون ناروغي (Crohn's Disease) د کُولمو یوه مُزمنه التهابي ناروغي ده چې د هاضمي سیستم هره برخه اخته کولای او اغیزمنولای شي، خو تر ټولو زیات کوچنۍ او لوې کُولمې پکې په ژور Transmural التهاب اخته کېږي. په دې ناروغۍ کې دوامداره التهاب د کُولمو په دیوال کې پرله‌پسې ویجاړتیا رامنځته کوي. د وخت په تېرېدو سره بار بار د التهاب تکراري حملی د فایبروسس (Fibrosis) نسج د جوړېدو سبب کېږي، چې په پایله کې د کولمو ځینی برخې تنګېږي او Intestinal Strictureرامنځته کېږي. دغه تنګوالی د خوړو د تېرېدو مخه نیسي او د درد، بندښت او جراحي مداخلې لامل کېدای شي.

د همدې مهم اختلاط د مخنیوي لپاره څېړونکو ارزونه وکړه چې آیا سټاټین درمل د کرون ناروغۍ په ناروغانو کې د کُولمو د تنګوالي خطر کمولی شي که نه!؟

څېړونکو د امریکا له دوو لویو ملي او خپلواکه ډیټابېسونو څخه معلومات راټول کړل او د سټاټین کاروونکو او غیرکاروونکو ناروغانو پایلې یې سره پرتله کړې. په EVERSANA ډیټابېس کې 1,210 سټاټین کاروونکي او 25,000 غیرکاروونکي شامل وو، په داسې حال کې چې په Merative MarketScan ډیټابېس کې 9,577 سټاټین کاروونکي او 56,918 غیرکاروونکي ارزول شوي وو.
د EVERSANA ډیټابېس ناروغان په منځنۍ توګه 3.8 کاله تعقیب شول. د تحلیل پایلو وښودله چې د سټاټین کاروونکو کې د کولمو د تنګوالي خطر 28٪ کم و (HR=0.72، 95% CI: 0.53–0.99، P=0.043). د دې موندنې د تایید لپاره دوهم ډیټابېس هم تحلیل شو. په Merative MarketScan کې چې د تعقیب منځنۍ موده یې 3.6 کاله وه، د سټاټین استعمال د تنګوالي له 29٪ کموالي سره تړاو درلود (HR=0.71، 95% CI: 0.66–0.77، P

 #لرلید (Vision)حیدري د طبي زده کړو روزنیز او څیړنېز مرکز غواړي د طبي زده کړو، مسلکي روزنې او علمي څېړنو په برخه کې په م...
08/06/2026

#لرلید (Vision)
حیدري د طبي زده کړو روزنیز او څیړنېز مرکز غواړي د طبي زده کړو، مسلکي روزنې او علمي څېړنو په برخه کې په ملي او سیمه‌ییزه کچه یو مخکښ، معتبر او نوښتګر علمي مرکز وګرځي چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د طبي علومو د پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

#ماموریت (Mission)
حیدري د طبي زده کړو روزنیز او څیړنېز مرکز ژمن دی چې د عصري تدریسي میتودونو، پرمختللو تعلیمي وسایلو او علمي څېړنو له لارې د روغتیايي سکتور لپاره مسلکي، بااستعداده او اخلاقي کادرونه وروزي، د علمي څېړنو فرهنګ پیاوړی کړي او د ټولنې د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره باکیفیته علمي او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
دنشراتو څانګه

27/03/2026
14/03/2026

‎د څېړنیزو او علمي هڅو په دوام، دا ځل په یو مشهور نړیوال ژورنال کې د معدی د پولیپونو د هستوپتالوژیک ځانګړتیاوو (HISTOPATHOLOGICAL CHARACTERISTICS
OF SOME TYPES OF GASTRIC POLYPS)
تر عنوان لاندی د یو نړیوال څیړونکي علمي څېړنیزې مقالې لپاره مې د تصحیح لپاره بیا کتنه (ارزونه) Review وکړه.

‏‎زه د مختلفو ژورنالونو څخه د مقالو د بیاکتنې Review لپاره بلنې ‎ترلاسه کوم، تر څو د طب په برخه کې د نورو محققینو د علمي څېړنیزو مقالو بیاکتنه ترسره کړم.
که څه هم دا کړنه کافي وخت ته اړتیا لري خو لازمه ده چې یو علمي کادر او څېړونکی باید د معالجې ، تدریس او تحقیق سره - سره د نورو څېړونکو د مقالو ارزونه هم وکړي او د اصلاح لپاره ورته سالمه لارښوونه وکړي.
دا کړنه د مقالې د بیا کتونکي Reviewer لپاره یو علمي ویاړ دی او هم به مقاله اصلاح شي او نشر ته به غیر له نېمګړتیاوو (سالمه) وسپارل شي.
دا ځل می د Asian Journal of Research and Reports in Gastroenterology.سره د معدی د پولیپونو اړوند د یوې مقالې ارزونه Review وکړه. الحمدلله، زه د دې فرصت له کبله ویاړم.
انشاالله کوشش به کوو، چې نه یواځې د سیمي په سطحه بلکه په نړیواله سطحه به نور هم د ګران هېواد افغانستان لپاره په علمي , څېړنیزه او کلنیکي برخه کې ویاړونه راوړو.
درنښت.
تر هرڅه وړاندې ګران افغانستان.❤️

دوکتور سید راحت الله حیدری
د عمومي داخله، معدې ناروغيو، اندسکوپي او کولونوسکوپي
ټرينر متخصص او کانسولتانت.
فوق تخصص : هاضمي جهاز ،اندسکوپي
په طبی ،هاضمي ناروغيو او اندسکوپي برخو کې څيړونکی.
د اکمال تخصص (د متخصصينو زده کړه ايز) پروګرام استاد
ننګرهار حوزوي روغتون د داخله څانګې ټرينر او کانسولتانت ، د معدې اندسکوپي ډيپارتمنټ مسول
د امريکا د هاضمي سيستم د اندسکوپي نړيوالي ټولنې (ASGE) غړی
د امريکا د هاضمي جهاز د ډاکټرانو اتحاديې او هاضمي کالج غړی
يو کی (انګلينډ) راجستر اندسکوپي ډيپلومه :پاکستان

ادرس : ‎ننګرهار ولایت،جلال اباد ښار، درمسال ته څېرمه ، طلایي پلازه دوهم پوړ(حیدری د عمومی داخله ، هاضمی جهاز ناروغیو ، اندسکوپی او کولونوسکوپی تخصصی کتنځی).
واټسپ :0782629664
مبایل نمبر : 0702645941

10/03/2026

۲۰/۹/۱۴۴۷
د ننګرهار حوزوي روغتون يو ډاکټر د هېواد په کچه لومړی مقام ترلاسه کړ
د ننګرهار حوزوي تخصصي روغتون د داخله ناروغیو څانګې ټرینر متخصص ډاکټر سید راحت الله حیدري د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د هاضمي سیستم، انډوسکوپي او کولونوسکوپي فوق تخصصي ازموینه کې د افغانستان په کچه لومړی مقام ترلاسه کړ.
یاده ازموینه په څو پړاوونو کې ترسره شوه چې د هاضمي سیستم د ناروغیو تشخیص، درملنې او د انډوسکوپي او کولونوسکوپي تخصصي مهارتونه پکې و ارزول شول.
ډاکټر حیدري دا مهال د ننګرهار حوزوي تخصصي روغتون د داخله ناروغیو څانګه کې د انډوسکوپي برخې مسؤلیت هم پر غاړه لري.
نوموړي د هاضمي سیستم او معدې ناروغیو په اړه ګڼې علمي څېړنې ترسره کړي چې یو شمېر یې په نړیوالو معتبرو طبي ژورنالونو کې خپرې شوي دي.
ننګرهار رسنيو دفتر

Address

Jalalabad

Telephone

0093782629664

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haidari Medical Academy and Research Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category