11/06/2026
ایا د سټاټین کورني درمل د کُولمو په کُرون ناروغۍ کې د کُولمو د تنګوالي مخه نیولی شي!؟ – یوه لویه نوې څېړنه یې هیله بښونکې پایلې وړاندې کوي
ایا د سټاټین کورني درمل د کُولمو په کُرون ناروغۍ کې د کُولمو د تنګوالي مخه نیولی شي!؟ – یوه لویه نوې څېړنه یې هیله بښونکې پایلې وړاندې کوي.
Updates from journal of Journal of Crohn’s and Colitis
کرون ناروغي (Crohn's Disease) د کُولمو یوه مُزمنه التهابي ناروغي ده چې د هاضمي سیستم هره برخه اخته کولای او اغیزمنولای شي، خو تر ټولو زیات کوچنۍ او لوې کُولمې پکې په ژور Transmural التهاب اخته کېږي. په دې ناروغۍ کې دوامداره التهاب د کُولمو په دیوال کې پرلهپسې ویجاړتیا رامنځته کوي. د وخت په تېرېدو سره بار بار د التهاب تکراري حملی د فایبروسس (Fibrosis) نسج د جوړېدو سبب کېږي، چې په پایله کې د کولمو ځینی برخې تنګېږي او Intestinal Strictureرامنځته کېږي. دغه تنګوالی د خوړو د تېرېدو مخه نیسي او د درد، بندښت او جراحي مداخلې لامل کېدای شي.
د همدې مهم اختلاط د مخنیوي لپاره څېړونکو ارزونه وکړه چې آیا سټاټین درمل د کرون ناروغۍ په ناروغانو کې د کُولمو د تنګوالي خطر کمولی شي که نه!؟
څېړونکو د امریکا له دوو لویو ملي او خپلواکه ډیټابېسونو څخه معلومات راټول کړل او د سټاټین کاروونکو او غیرکاروونکو ناروغانو پایلې یې سره پرتله کړې. په EVERSANA ډیټابېس کې 1,210 سټاټین کاروونکي او 25,000 غیرکاروونکي شامل وو، په داسې حال کې چې په Merative MarketScan ډیټابېس کې 9,577 سټاټین کاروونکي او 56,918 غیرکاروونکي ارزول شوي وو.
د EVERSANA ډیټابېس ناروغان په منځنۍ توګه 3.8 کاله تعقیب شول. د تحلیل پایلو وښودله چې د سټاټین کاروونکو کې د کولمو د تنګوالي خطر 28٪ کم و (HR=0.72، 95% CI: 0.53–0.99، P=0.043). د دې موندنې د تایید لپاره دوهم ډیټابېس هم تحلیل شو. په Merative MarketScan کې چې د تعقیب منځنۍ موده یې 3.6 کاله وه، د سټاټین استعمال د تنګوالي له 29٪ کموالي سره تړاو درلود (HR=0.71، 95% CI: 0.66–0.77، P