03/01/2026
که د کور د کشرانو، زوي او وروڼو سره مو داسې څه ولیدل چې تاسو نه وي ورته اخیستي، حتما یې پوښتنه وکړئ، چوپ پاتې کېدل مو ډېره غټه اشتباه ده
د ایفون، الټرا ،کاټن کالیو او سپين مخیو په دې کش او پش کې د ډېرو د عزت لمنې سره د پښو په سر واوښتې
د نورستان، فرخار او د بدخشان د آبشار منظرې داسې مفته ندي چې بیا د شپې د څملاستي خیمه هم یک ایوه وي، د تخار شیریخ، د کندز تخار بدخشان اوږده لار ،د باميانو غټ غټ بتان د بند امير په غاړه يخه شپه په پسرلي کې د کندز د ابدان دښتې چکر او د کندز کبابونه او غوړ پلو خوړل په هي ـ هي نه کیږي بلک میل کیدل غواړي.
بې ادبي دې معاف وي، زموږ خلک متل کوي: چې ورور یې که په سپور یی که. څوګ چې لغړزني ته د ورورۍ لاس ورکوي نو اوړو کې یې شږه حتمي وي
تر اوسه زما یو ورور هم پیدا نۀ شو، خو لغړزني 120 وروڼه لري در حالې چې د سکه ورور سره په دسترخوان په دوهمه خبره نېغ وي
زه تر اوسه داسې مبایل ګرځوم چې مخابره ترې سل چنده ښه ده خو پۍمخي په مخ جوب کې درې سترګی ایفون او په لاس کې الټرا غبرګ ګرځوي
نن په مارېکس سبا په فلډر او برقی موټر کې لاس جیګ کړي او غر تېر شي ترڅو سټوري یې ووینو چې شی خو باميانو او یا فرخار ته رسیدلی دی
الفجر، واسکټ کورتی، کاټن کالي، ورزشي بوټ او د سپینو زرو ګوتمۍخو مه حسابوه
د مسینجر چټ ،د فسبوک، ګوګل، یوټوب او ټویټر فــ!حــ\ش سرچونه یې که ووینئ سترګې به مو د شرمه پوچې راووځي
بدګومان نۀ یم خو داسې څه ډېر وینم، هیله ده پر خپلو ماشومانو او د دوي پر ملګرو نظر واچوئ چې د کوم باغ مولۍ دي،د فامیل د دې خام هلک دا نوي زرګونان چې چرګان پې حلالیږي د کومې خزانې څخه دي؟
دا په شپو ـ شپو چېرته ورک وي؟ او دا قسم قسم نعمتونه پرې د من او سلوا په رقم له کومې خوا راوریږي؟
که د ککریو عمیق افریشن کیدلی لیدلي به مو ؤ چې د ډیرو په مغزو کې لــ\وڅ هلکان او نجونې پرتې دي
لیدلي به مو ؤ چې جنسي فقر، او بچه بــ!زۍ ځینې د انسانیت له دایرې ایستلي دي
له ۱۴ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوري دوره
د شخصیت د جوړولو او ساتلو مرحله ده ،که مو په دې عمر کي پښه وښوییده، او خواهشات مو کنټرول نه کړل ؛ بیا مو تر مرګه
ژوند پر نشت حساب دی.
ژوند معنی عزت!
عزت چي خاوري شي؛ ژوند په بلا وهم.
له کاذب شهرت، پیسو، موټرونو او مجازي کاذبو جنتونو او خوندونو څخه تېر شئ.
تعلیم وکړئ، کسب زده کړئ، کار وکړئ، په خپل لاس یې وګټئ چي وې څټئ.
خراب محیطونه مو فکرََ خرابوي، بې عزت کوي مو،بې تربیه کوي مو؛ مه پکښي داخلیږئ.
که بد وایم تاسو ووایی...
الله تعالی دې موږ ټولو ته د نيکۍ هدايت وکړي.