02/08/2026
ناروغ له تېرو دوو کلونو راهیسې د خیټې له دوامدار درد، اسهال او د غایطې موادو سره د وینې بهېدنې له ستونزو سره مخ و. د همدې ستونزو له امله یې طوطاخیل انصاف روغتون ته مراجعه وکړه.
د ناروغ له بشپړو معایناتو، چې پکې الټراسونډ (Ultrasound)، کلونوسکوپي (colonscopy)، CT Scan، د وینې معاینات او بیوپسي (Biopsy) شامل وو، وروسته معلومه شوه چې ناروغ د Familial Adenomatous Polyposis (FAP) په ناروغۍ اخته دی.
د طوطاخیل انصاف معالجوي روغتون د متخصصینو له ارزونې وروسته ناروغ د عملیاتو لپاره چمتو شو، او په بریالیتوب سره ورته لاندې جراحي پروسیجرونه ترسره شول:
• Subtotal Colectomy
• Ileorectal Anastomosis
• Loop Ileostomy
الحمدلله، عملیات په بشپړ بریالیتوب سره ترسره شول. ناروغ له یوې اوونۍ مراقبت او درملنې وروسته رخصت شو. اوس مهال ناروغ روغ، په ښه روغتیايي حالت کې دی او د بشپړې روغتیا له ترلاسه کېدو څخه د خوښۍ احساس کوي.
پیغام:
که تاسې یا ستاسو د کورنۍ کوم غړی د اوږدې مودې لپاره د خیټې درد، دوامدار اسهال، یا د غایطې موادو سره د وینې بهېدنې ستونزه ولري، نو دا نښې هېڅکله هم بې ارزښته مه ګڼئ. پر وخت معاینه او درملنه کولی شي د جدي ناروغیو مخه ونیسي او د ناروغ ژوند وژغوري.
طوطاخیل انصاف روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لمریتوب دی
جراح: پوهاند ډاکټر نقیب الله هادي
اسیستانت: ډاکټر ذاهد عزیزي
انستیزیست: فضلالرحمان مومند
📞 د مشورې او وخت اخیستلو لپاره همدا اوس اړیکه ونیسئ
📞 د اړیکې شمېرې:
0788774443 | 0777106079
آدرس:
جلال آباد پوهنتون شفاخانی شاته، د سپینې ماڼۍ پر لور غځېدلی سرک
طوطاخیل انصاف روغتون