ارواپوهنه

ارواپوهنه په دې پاڼه کې تاسو د ارواپوهنې علمي او ګټور معلومات لوستلی شئ. ستاسو ملاتړ زموږ لپاره ارزښت لري! ❤️

We can’t change anything until we accept it…
Ahmadzai

This page runs by Nooruddin Ahmadzai

31/05/2026

دا واورئ او وګورئ!

د ماشوم ارواپوهنه  که ماشومانو کوم مشکل یا ستونزه تاسو ته بیان کړه، له کوم څخه چې دوی زوریږي او یا یې هم ممکن راتلونکې ک...
31/05/2026

د ماشوم ارواپوهنه


که ماشومانو کوم مشکل یا ستونزه تاسو ته بیان کړه، له کوم څخه چې دوی زوریږي او یا یې هم ممکن راتلونکې کې په اضطراب اخته کړي، نو تاسو یې عبث او په خندا مه اخلئ، که څه هم هغه ستونزه یا مشکل به په اوس کې کوچنۍ او عادی واوسي، ستاسو د غلط عکس العمل ښودلو یا خندا کولو سره ممکن دوی د حقارت او یوازیتوب احساس وکړي. د دغه کړنې ترسره کول ماشوم دې ته اماده کوي چې که چیرته بیا هم دوی په ژوند کې له مشکل یا ستونزو سره مخ شي، نو دوی یې بیا له تاسو سره نه شریکوئ، چې همدغه د دې لامل کیږي چې دوی بیا د خپلې ځوانۍ او پاخه عمر کې د مشکلاتو سره مخه نه شې کولای.
د ماشوم هره کړنه د راتلونکې ژوند لپاره د چمتووالي پیل او شروع ده، نو لطفا محترمو والدینو او ښوونکو د ماشومانو سره مو عاطفي اړیکه قوي کړئ، تر څو دوی تاسو ته خپل ورځنې ستونزې در په ګوته او تاسو یې ور سره په حل کې مرسته وکړي.
که مو داسې ونه کړل، بله ورځ که دوی په ریښتیا هم په ستونزه کې وي، نو له تاسو سره یې نه شریکوئ!


ستاسو نظر څه ده؟

31/05/2026
په ذهني لحاظ د ستړیا او خستګۍ پنځه نښې: ۱- نسبت نورو وختونو ته په آسانۍ او سرعت سره خپله حوصله او صبر له لاسه ورکوي او ژ...
31/05/2026

په ذهني لحاظ د ستړیا او خستګۍ پنځه نښې:

۱- نسبت نورو وختونو ته په آسانۍ او سرعت سره خپله حوصله او صبر له لاسه ورکوي او ژر غلط کېږي.

۲- نسبت نورو وختونو ته د ذهني ستړیا پر مهال تاسو ډېر خوب ته ځي، یعنی بې خوبې نشي زغملای. ذهن او وجود مو دا دستور درکوي، چې باید خوب وکړي.

۳- په هېڅ وجه د هغه کارونو، فعالیتونو، لوبو، او کړنو نه خوند نه اخلي، کوم مو چې په عادی حالت کې د خوښې او علاقې وړ شیان ول، مثلآ یو کس د فیلم لېدلو سره علاقه او شوق لري، آما کله چې تاسو په ذهني لحاظ ستړي یاست، نو تاسو یې لېدلو ته زړه نه کېږي.

۴- ځینې وختونه بغییر د کوم معلوم دلیل څخه پر تاسو یو حمله د اندیښنې (اضطراب) راځي، چې تاسو ډېر زیات تشویش او فکرمند کېږي ورته. په داسې حال کې چې هغه مسله به دومره جدي نه وي، ولې دا چې تاسو په ذهني لحاظ ستړي یاست، نو تاسو به یې تحمل ونه شي لرلای.

۵- د تېر په څېر د خلکو سره د نژدیوالي احساس نه لري، او نه غواړي، چې د خلکو په منځ کې و اوسې.


تاسو په دغه مواردو کې له کوم یو سره مخ شوي یاست؟

د کامیابو اشخاصو عادات وپيژني:یو روسي څیړونکي د ١٠٠ تنو موفقو  اشخاصو  په ژوند باندې دا څېړنه ترسره کړه،  تر څو معلومه ک...
31/05/2026

د کامیابو اشخاصو عادات وپيژني:

یو روسي څیړونکي د ١٠٠ تنو موفقو اشخاصو په ژوند باندې دا څېړنه ترسره کړه، تر څو معلومه کړې چې د موفقو افرادو روزمره عادات له دوی سره په کامیابه کیدو کې څومره مرسته کوي.
دا د هغه ځینو عاداتو لیست چې کامیاب اشخاص یې په خپل روزمره ژوند کې کاروي.

١- دوامداره مطالعه کول
٢- منظم ورزش کول
٣- له کامیابو او موفق افرادو سره ناسته ولاړه کول
٤- د خپلو اهدافو تعقیبول
٥- سهار وختي پاڅېدل
٦- له تجربه لرونکو افرادو څخه مشاوره (مشوره) اخیستل
٧- مثبت فکر او نظر کول
٨- د دودیزو او محدودو باورونو په اړه انتقادي او خپلواک فکر کول.
٩- روزمره له ١٥ نه تر ٣٠ دقیقو پورې تفکر او تعمق څخه ګټه اخیستنه
١٠- له نورو سره کمک او همکاري کول

31/05/2026

له خپل ځایه را پاڅیږه!
خپل ځان ته دې ټکان (خوځښت) ورکړه!
امیدواره واوسه!
او د ژوندله ښکلاګانو څخه دې خوند واخله...

که په خپله موقع دې شروع وکړه!
په راتلونکي کې منډو وهلو ته ضرورت نه لرﺉ...

23/05/2026

په ماشومانو کې د مالکیت احساس:

لوستل یې اړین دي!

ماشومان د بیرونې نړۍ آشیاو او په خاصه توګه د لوبتوکو پر وړاندې ډېر د مالکیت او خپلوی احساس کوي، که چېرته د ماشومانو څخه د هغوی د لوبو توکي او نور وسایل واخلي، نو ممکن هغوی د ژړا کولو، مقاومت ښودلو، ناوړه الفاظو کارولو او یا هم شخړې کولو سره عکس العمل له ځانه وښایي.
ماشومان د تل لپاره ځان د ټولو شیانو مالک او واکدار ګڼي، دا هغه موضوع ده، چې کورنۍ، والدین او په ټوله کې بیا د ښوونځیو استادان ورسره لاس او ګریوان وي، مثلآ که تاسو متوجه شوي یاست، کله چې په کورنۍ کې یو ماشوم وي، نو ټوله کورنۍ همغه یو ماشوم ته مینه او ناز ورکوي، مګر کله چې په کورنۍ کې دوهم ماشوم نړۍ ته راشي، نو طبیعي ده، چې مور او پلار باید نوي زېږیدلي ماشوم ته پاملرنه وکړې، چې دغه کار د لومړي ماشوم لپاره هېڅ قابل د قبول نه دی، او هغه د توجه د را جلبولو لپاره ممکن نوي زیږیدلي ماشوم ته زیان ورسوي. دغه حس په ماشومانو کې د ۲۰ میاشتني څخه پیل کېږي، چې په دوه نیم ۲/۵ کلنۍ کې اوج ته رسېږي.

سوال: د دغه مشکل او یا ستونزې حللاره په څه ډول ده؟


۱- په ګډه توګه د لوبتوکو یا وسایلو د کارولو تګلاره:

د دغې تګلارې په کارولو سره به مو ماشومان د ګډو لوبو کولو سره آشنا شي. چې د ډلییزه لوبو کولو په نتیجه کې به په مرور د زمان سره د نوبت مراعت کولو، زغم کولو، او یو د بل منلو، د بخشش کولو او د همکاري حسونه په کې پیاوړي شي.

۲- له ماشوم سره خبرې اترې کول:

که مو ماشوم د خپل لوبو توکي د نورو ماشومانو سره نه شریکوي، تاسو یې د نه شریکولو دلیل او علت پوښتنه ترې وکړئ. دغه کار د دې سبب کېږي، چې ستاسو ماشوم خپل احساسات، اړتیاوې او غوښتنې له تاسو سره شرېکې کړې.
همدا شان تاسو کولای شي، چې متوجه شي، چې ولې مو ماشوم داسې عکس العمل یا رفتار له ځانه څرګند کړ.

۳- ماشوم ته لارښوونه کول:

دا په یاد ولرئ، چې ماشومان په دغه عمر کې د دې تمیز او درک نه لري، چې د لوبو وسایل او توکي له یو بل سره شریک کړي. نو فلهذا والدینو ته په کار دا ده، چې دوی ته باید دا مسئله ور زده کړي، او له هغوی سره خبرې وکړي.
خپلو ماشومانو ته مو وړاندیز وکړئ، چې دوی ډلییزه توګه لوبې ترسره کړي، چې په نتیجه کې به د نوبت مراعت کولو سره هم آشنا شي.

۴- د مشاهدې له طریقه زده کړه:

ماشومان تقریبآ خپل اتیا سلنه کړه وړه د خپلو والدینو، کورنۍ او چاپیریال کې له شته وګړو په تقلید یعنی د مشاهدې پر وجه زده کوي. که چېرته والدین او د کورنۍ نور غړي په خپل منځ کې نیک او صمیمانه روابط ولري، نو طبیعي ده، چې همدغه نیک او صمیمانه نقاط یې اولادونه هم په راتلونکي کې ولري.

۵- د خپلو ماشومانو سره صحیح او سالم چلند کول:

که چېرته تاسو د خپلو اولادونو سره صحیح او مناسب چلند او یا سلوک ونه کړي، نو ماشوم مو ناراحته کېږي، او هغه بیا نسبت د خپلو اطرافیانو یا په اصطلاح په شاوخوا کې موجودو خلکو نه متنفره کېږي او یا هم په یو ِقسم ورسره عناد او قصد کوي.
د خپلو اولادونو سره مو اړیکې په داسې ډول وساتئ، چې نه یوازې هغوی له تاسو سره ښه روابط جوړ کړي، بلکې ستاسو اړیکې او کړه وړه پرې دومره مثبت تاثېر وکړې، چې هغه د خپلو ملګرو او همزولو سره هم د همدردي، همکاري، بخشش کولو او نور مثبت کړه وړه خپل کړي.

۶- په آخره کې هم که چېرته مو ماشوم په خپل ناوړه رفتار او سلوک باندې ټینکار کولو، نو آیا تنبیه کول یې تر ټولو آخرې او مناسبه تګلاره کېدلای شي؟

د دې سوال په ځواب کې د تربیتي ارواپوهنې عالمانو ویلي دي، چې تنبیه کول په هېڅ صورت د غیر مطلوب رفتار د کمښت او د مطلوب او یا مناسب رفتار د زیادښت سبب نه کېږي. ممکن په لنډ مدت یا هم سمدستي کې تنبیه کول دومره وشي کولای چې هغه ناوړه رفتار چې موږ یې غواړو ماشوم یې اجرا نه کړي، ورسره کمښت ومومي، مګر په اوږد مهال کې د دې تنبیې کولو منفي اثرات و نسبت د دې ګټې ته زیات دي.
په دغه دوران کې د ماشوم سره تر ټولو غوره کار او اړیکه هغه دا ده چې تاسو یې غوښتنو، اړتیاوو ته غوږ شي، ورته سالمه زده کړه ورکړئ، او په پوره احترام ورته قائل شي.

نورالدین احمدزی!

22/05/2026

د افرادو د تحصیل کچه تل د هغوی د شعور، حکمت او ټولنیز پوهاوي بشپړ معیار نه وي. یو انسان کېدای شي لوړې زده کړې ولري، خو په عملي ژوند، اخلاقو او انساني اړیکو کې کمزوری وي، او برعکس، یو بل کس کېدای شي لږ رسمي تعلیم ولري، خو لوړ شعور، تجربه او حکمت ولري.
د ارواپوهنې له نظره، تحصیل د پوهې او مهارتونو په زیاتولو کې مهم رول لري، خو شعور، عاطفي هوښیارتیا، ارزښتونه، تجربه، کورنۍ روزنه او ټولنیز چاپېریال هم د انسان په فکري او ټولنیز پوهاوي ژور اغېز لري.

Address

4th Zone
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ارواپوهنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ارواپوهنه:

Shortcuts

Share

Category