Naqib ahmad gardiwal

Naqib ahmad gardiwal www.naqib ahmad.com

کولای یې شول چې د عربو په څیر د امریکې غلامې وکړي نظامې هډې ورته ورکړي او د هغو اطاعت وکړېخو دا سپین ږیرې سړې د ذلت ژوند...
01/03/2026

کولای یې شول چې د عربو په څیر د امریکې غلامې وکړي نظامې هډې ورته ورکړي او د هغو اطاعت وکړې
خو دا سپین ږیرې سړې د ذلت ژوند نه د عزت مرګ ته ترجیح ورکړه او څه کم څلویښت کاله ېې سوپر طاقت هېوادونو ته تن کینښود او د خپل ولس او وطن دفاع یې په نره وکړه
#خامنه‌ای

09/02/2026

د ویښتانو زر سپینېدو علتونه👇

۱️ ارثي علت
که د پلار، مور یا نیکه ویښتان ژر سپین شوي وي، نو اولاد کې هم ژر سپینېږي. دا تر ټولو عام سبب دی.

۲️ د رنګ جوړېدو کمی
د ویښتانو رنګ د یوې مادې له امله وي چې هغې ته Melanin وایي.
کله چې بدن دا ماده کمه جوړه کړي، ویښتان سپینېږي.

۳️ د ویټامینونو کمښت
په ځانګړي ډول دا کمښتونه مهم دي:
Vitamin B12 کمښت
د اوسپنې (Iron) کمښت
Folic acid کمښت
د مسو (Copper) کمښت
د خوړو کمزوری تغذیه
په ځوانانو کې اکثره د Vitamin B12 کمښت سبب وي.

۴️ ذهني فشار (Stress)
ډېر فکر، اندېښنه او اوږدمهاله ذهني فشار هم ویښتان ژر سپینوي.

۵️ د تایرایډ ستونزې
که د Thyroid غده سمه کار ونه کړي، ویښتان ژر سپینېدلای شي.

۶️ ځینې ناروغۍ
لکه:
Vitiligo
Alopecia
کمخوني (Anemia)

۷️ سګرټ څکول
سګرټ څکول د ویښتانو زر سپینېدو چانس زیاتوي.

ایا علاج لري؟

که د ویټامین یا اوسپنې کمښت وي، نو د درملو په واسطه ښه کېدلای شي.
که ارثي وي، بیا مکمل علاج نه لري.
ښه غذا، کم فشار او مناسب ژوند کول د نور سپینېدو مخه نیولی شي.
ډاکټر نقیب احمد ګردیوال

د عبدالله بن زبیر رض. قبرتر هجرت نبوی وروسته د مدینې منورې په مسلمانانو کې لومړی زېږېدلی صحابی دی.
03/01/2026

د عبدالله بن زبیر رض. قبر
تر هجرت نبوی وروسته د مدینې منورې په مسلمانانو کې لومړی زېږېدلی صحابی دی.

31/12/2025

د اسمان ستوري روښانه وو، خو د رسول الله ﷺ په کورونو کې څراغونه مړه وو. دا هغه شپې وې چې کله ناکله به د رسول الله ﷺ په کور کې دوه، درې ورځې اور نه بلېده
نه ډوډۍ، نه پخلی، نه غوښه.

په همدې شپه، یو سړی د سفر له ستړیا سره مسجد نبوي ته راغی. جامې یې دوړې نیولې وې، سترګې یې د لوږې وتلی وی. رسول الله ﷺ هغه ولید، ورنږدې شو، او په نرم غږ یې ترې وپوښتل:

«ایا ډوډۍ خورې؟»

میلمه بې له شرمه، خو په رښتیا وویل:

«هو، یا رسول الله ﷺ.»

رسول الله ﷺ شاوخوا وکتل. په مسجد کې هېڅ څه نه وو. نو یې یو صحابي ته وویل:
«فلانۍ!
زما د کورونو حال راوګوره، ښايي څه شی وي.»

صحابي د رسول الله ﷺ د ازواجو مطهراتو کره ولاړ. لومړی د عایشېؓ دروازه وټکوله. هغې وویل:

«قسم په الله، نن او پرون مو څه نه دي پخلي کړي.»

دوهم کور… بی بی هماغه ځواب ور کړ
درېیم کور… هماغه چوپتیا.

د رسول الله ﷺ ټول کورونه وکتل شول
یو ځای هم څه خوراک نه و.

رسول الله ﷺ چوپ شو. دا چوپتیا د شرم نه وه؛ دا د نبوت وقار و. هغه د امت مشر و، خو خپل کور کې یې څه نه لرل. سره له دې، د هغه په څېره کې شکایت نه و.

بیا یې مخ د خلکو پر لور واړاوه او وفرمایل:

«څوک شته چې نن شپه دا مېلمه خپل کور ته یوسي؟ الله به پرې رحم وکړي.»

یو انصاري صحابيؓ راپاڅېد. ویې ویل:

«یا رسول الله ﷺ، زه یې بیایم.»

هغه مېلمه خپل کور ته بوت. چې کور ته ورسېدل، ښځې ته یې وویل:
«ایا څه خوراک لرو؟»

هغې وویل:
«یوازې دومره چې د ماشومانو لپاره دی.»

هغه وویل:
«ماشومان ویده کړه، څراغ مړ کړه، او خواړه مېلمه ته وړاندې کړه. موږ به داسې وانګیرو چې خوراک کوو.»

هغې همداسې وکړل. مېلمه وخوړل، خو د کور خاوند او ښځې وږې پاتې شول.

سبا سهار، رسول الله ﷺ هغوی ولیدل او موسکی شو. ویې فرمایل:
«الله ستاسې له عمله ډېر خوښ شو.»

او بیا دا آیت نازل شو:

﴿وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾

#مفهوم : «او دوی نورو ته ترجیح ورکوي، که څه هم خپله محتاج وي.»
(سورة الحشر: 9)

هغه شپه یوازې د لوږې شپه نه وه؛
هغه شپه د ایمان شپه وه.

او رسول الله ﷺ؟
هغه چې خپله یې څه نه لرل،
خو د امت لپاره یې د قربانۍ معیار پرېښود

سند : رواه الإمام البخاري
كتاب المناقب / كتاب الأطعمة

پوهېږئ دا څه شی دی؟ دا د رفح په نوم ښار دی، بیت المقدس ته نږدې موقعیت لرې.دا د 57 اسلامې هېوادونو د غیرت قبرستان دی.
06/04/2025

پوهېږئ دا څه شی دی؟
دا د رفح په نوم ښار دی، بیت المقدس ته نږدې موقعیت لرې.
دا د 57 اسلامې هېوادونو د غیرت قبرستان دی.

سوریه (شام) او قیامت ته نږدې نښې:اسلامي تعلیمات ښیي چې د سوریې (شام) سیمه د قیامت له نښو سره ژوره اړیکه لري. رسول الله ص...
03/04/2025

سوریه (شام) او قیامت ته نږدې نښې:

اسلامي تعلیمات ښیي چې د سوریې (شام) سیمه د قیامت له نښو سره ژوره اړیکه لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې د قیامت څخه مخکې به په دې سیمه کې لویې پیښې واقع شي. دلته څو مهمې نښې دي چې د شام (سوریې) سره تړاو لري:

۱. د شام فضیلت:

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:
"د شام خاوره برکتي ده، الله تعالی به خپل غوره بندګان هلته راټولوي."
(ابو داود)

۲. لویه جګړه (ملحمه کبری):

قیامت ته نږدې به د مسلمانانو او کفارو تر منځ یوه ستره جګړه د شام په سیمه کې وشي. دا جګړه به دومره سخته وي چې ډېر خلک به پکې ووژل شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"قیامت به تر هغه پورې رانشي، ترڅو چې مسلمانان له روم سره د شام په سیمه کې جګړه ونه کړي."
(مسلم)

۳. د حضرت عیسی علیه السلام نزول:

قیامت ته نږدې به حضرت عیسی علیه السلام د شام د دمشق ښار ختیځ لور ته د سپینې منارې له خوا نازل شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
"عیسی بن مریم به د سپینې منارې ختیځ لور ته نازل شي."
(مسلم)

۴. د دجال ظهور او وژنه:

دجال به د قیامت له سترو نښو څخه وي. هغه به په نړۍ کې سترې فتنې رامنځته کړي. حضرت عیسی علیه السلام به د شام "لد" نومي ځای کې دجال ووژني.

۵. د امام مهدي ظهور:

قیامت ته نږدې به امام مهدي ظهور وکړي، او د هغه لپاره به لوی مرکز د شام او مکه مکرمه سیمه وي.

پایله:
د سوریې (شام) سیمه د قیامت له سترو نښو لکه د حضرت عیسی نزول، د دجال ظهور، او د ملحمه کبری جګړې مرکز دی. مسلمانان باید د دې نښو ته پاملرنه وکړي او خپل ایمان قوي وساتي.

23/03/2025

*رسول اللهﷺفرمايي:*
*مسلمان بنده چې کله د الله ﷻ د رضا لپاره پر لمانځه ودرېږي، نوګناهونه يې داسې رژېږي لکه د ونې څخه چې پاڼې رژېږي.*
*صحیح الترغیب ۳۸۴*

06/03/2025

د سعد بن ابي وقاص (رض) دردناکه کیسه

سعد بن ابي وقاص (رض) د رسول الله (ص) له زړورو صحابه‌وو څخه و، چې د اسلام لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې. هغه یوازینی صحابي و، چې رسول الله (ص) ورته وویل:

زه دې له مور او پلار سره فدا شم، سعد!

دا جمله رسول الله (ص) یوازې سعد (رض) ته ویلې، چې دا د هغه عظمت او مقام ښیي.

سعد (رض) د اسلام له لومړنیو مسلمانانو څخه و. کله چې یې مور خبر شوه چې سعد (رض) مسلمان شوی، نو سخته خفه شوه او پرېکړه يې وکړه چې زوی ته به داسې سخت ازمیښت ورکړي، چې اسلام پرېږدي.

مور یې ورته وویل:
که ته د محمد (ص) دین پرې نه ږدې، زه به نه خوراک کوم او نه به څښاک، تر هغه چې مړه شم. بیا به ټول خلک درته ووايي چې د خپلې مور قاتل یې!

دا سعد (رض) ته یو سخت ازمیښت و. هغه خپلې مور ته ډېر احترام درلود، خو د ایمان معامله بلکل جلا وه.

مور یې څو ورځې هیڅ نه وخوړل، د بدن توان یې کم شو، او خلکو سعد (رض) ته وویل چې اسلام پرېږدي، خو سعد (رض) کلک ودرېد.

هغه خپلې مور ته وویل:
مورې! که ته زر ځله مړه شې او بېرته راژوندۍ شې، زه به بیا هم اسلام پرې نه ږدم!

کله چې مور یې ولیدل چې زوی یې د خپل دین څخه نه اوړي، بیا یې خوراک پیل کړ، او دا لوی ازمیښت پای ته ورسېد.

د احد جنګ او د رسول الله (ص) دعا

په احد جګړه کې سعد (رض) له هغو صحابه‌وو څخه و، چې کلک ودرېدل او د رسول الله (ص) ساتنه یې کوله. هغه دومره ښه غشی ویشتونکی و، چې رسول الله (ص) ورته وویل:

ای سعد! ویشتنه وکړه، زما مور او پلار دې درباندې قربان شه!

دا یوه ځانګړې دعا وه، چې رسول الله (ص) یوازې سعد (رض) ته وکړه. سعد (رض) په دې جګړه کې داسې زړورتیا وښوده، چې د اسلام لپاره یې یو نه هېرېدونکی نوم پرېښود.

02/02/2025

د رسول اللهﷺ بدني روغتيا او صحت ته پاملرنه:

روغتيا ته یې ډېر پام وو، له عايشې بي بي سره به يې د ځغستلو سیالي کوله، د لوبو له اتل (رکانه) سره به يې غيږي نيولې، د حبشيانو لوبي به يې کتلې، د آس ځغلولو، نښه ويشتلو، او آب بازۍ سپارښتنه یې کوله، پاکۍ ته يې ځانګړې پاملرنه کوله، تل به یې غسل کاوه، عطر يې ډېر خوښول، که به پر کومه لاره تيريدی نو صحابه به له ښه بوى څخه پوهېدل چي په دې لاره پيغمبرﷺ تللی دى، او که به چا لاس ورکړ، نو تر ډېره به يې د هغه خوږ بوی په لاسو کي احساساوه.

فداك أبي وامی يارسول اللهﷺ❣️

❤️

د حضرت ابودجانه (رضي الله عنه) په زړه پورې لنډه کیسه! ابودجانه (رضي الله عنه) به تل د سهار په لمانځه کې د رسول الله ﷺ تر...
30/10/2024

د حضرت ابودجانه (رضي الله عنه) په زړه پورې لنډه کیسه!

ابودجانه (رضي الله عنه) به تل د سهار په لمانځه کې د رسول الله ﷺ تر شا ولاړ و خو کله به چې سلام وګرځېده، نو ده به خپل کور ته منډه کړه.
دده دغه عمل د رسول الله ﷺ پام ځان ته واړوه، یوه ورځ یې ورته وویل: ای ابو دجانه! آیا ته خپل رب ته حاجت نه لرې چې دعا ورڅخه وغواړې؟
ابو دجانه ورته وویل: ای د الله ( جل جلاله) رسوله! زه ځکه د سهار تر لمانځه وروسته په منډه له مسجده ځم، چې زما له کور سره نژدې د یوه یهودي کور دی، او د هغه د کور د کجوري ښاخونه زما کور ته را اوښتي دي، د شپې مهال له باد سره حتماً څه ناڅه کجوري زموږ کور ته را غورزېږي؛ نو سهار چې زما بچیان له خوبه راپورته شي، طبعاً وږي وي، نو زه ډارېږم چې د بل چا مال ونه خوري! زه ژر ژر هغه غورزېدلې کجورې یوه یوه ټولوم او د یهودي کور ته یې تر دېوال ور اچوم. او ای د الله رسوله! یوه ورځ زما کوچني زوی یوه کجوره په خوله کړه، په رب قسم له ستوني مې ورڅخه را ووېستله، او ورته مې وویل: ای زویه! ته نه ویریږې چې له خپل رب سره د غله په صفت ملاقات وکړې؟
حضرت ابوبکر صديق (رضي الله عنه) چې دا کیسه واورېده، نو ولاړ شو او له هغه یهودي څخه یې د ابودجانه بچیانو ته هغه د خرما ونه په پیسو واخیسته، کله چې یهودي په دغه کیسه خبر شو؛ نو د اسلام له ښکلو احکامو څخه متاثره شو او د خپل ټول فامیل سره یې يو ځای اسلام قبول کړ.

د کورنۍ لس غړي يى شهيدان شول خو بيا يى هم کفري نړى ته سر ټيټ نه کړاو په يوازي ځان پرته دکوم اسلامي مملکت له مستقيم مرستي...
31/07/2024

د کورنۍ لس غړي يى شهيدان شول خو بيا يى هم کفري نړى ته سر ټيټ نه کړ
او په يوازي ځان پرته دکوم اسلامي مملکت له مستقيم مرستي وجنګيدو حتا خپلو ځينو لويو عربي ددي کفر يرغل غندنه هم ونکړه
بس شهادت دي قبول شه واقعا مونږ مسلمانانو ستا سره غټه جفا ستا سره وکړه چي ټولو کافرو ته مو يوازي پريښودلي😭😭😭😭

Address

Jalalabad

Telephone

+93779261663

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Naqib ahmad gardiwal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Naqib ahmad gardiwal:

Shortcuts

Share

Category