13/03/2026
علمي لاسته راوړنه
پوهنمل ډاکټر شاه اغا صالحي د خپلو علمي څېړنو په لړ کې یوه مهمه څېړنیزه مقاله د «Rifampicin-resistant tuberculosis in Nangarhar, Afghanistan: prevalence and risk factors» تر سرلیک لاندې خپره کړې ده. په دې څېړنه کې د ننګرهار ولایت کې د ریفامپیسین پر وړاندې د مقاومت لرونکې توبرکلوز (RR-TB) د خپرېدو کچه او اړوند خطر فکتورونه څېړل شوي دي.
دغه علمي مطالعه د ۲۰۲۳ د سپتمبر څخه تر ۲۰۲۴ د جون پورې ترسره شوې، چې پکې د توبرکلوز د ناروغانو کلینیکي معلومات او لابراتواري پایلې تحلیل شوې دي. د څېړنې پایلو وښودله چې د ریفامپیسین پر وړاندې مقاوم توبرکلوز د عامې روغتیا لپاره یوه جدي ستونزه ده او د ناروغۍ د کنټرول لپاره د چټکو تشخیصونو، منظم درملنې او د کورنۍ د تماسونو د څارنې اړتیا شته.
دا څېړنه نه یوازې د افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت لپاره مهم علمي معلومات وړاندې کوي، بلکې د عامې روغتیا د پالیسۍ جوړونکو او د توبرکلوز د مخنیوي پروګرامونو لپاره هم ارزښتناک علمي بنسټ برابروي.
پوهنمل ډاکټر شاه اغا صالحي ته د دې مهمې علمي لاسته راوړنې له امله مبارکي وړاندې کوو او هیله ده چې نوموړی په راتلونکې کې هم د طب او عامې روغتیا په برخه کې نورې ارزښتناکې علمي څېړنې ترسره کړي