Dr.sharifullah shirin

Dr.sharifullah shirin Healthy

د وينې فشارتعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي. يا: دا هغه فشار ...
09/09/2022

د وينې فشار
تعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي.
يا: دا هغه فشار دی چې د ويني په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې وارديږي.

★:د وینې فشار په دوه ډوله دی:
(①)- لوړ فشار【systolic blood pressure】:
※:سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته شړي، يعني کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې چې د رګونو په ديوال کوم فشار منځته راځي د systolic blood pressure په نوم ياديږي __چې نورماله کچه يې【 100__140 mm Hg】ده.

*__د ويني لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه 【 100__140 mm Hg】 ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

※:لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار د وينې لوړ فشار په نوم ياديږي.
_يا: لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي.
※: يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د تنګيدو په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه که فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار په نوم ياديږي.

__ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي د ې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايفرټينشن) وايې.

که د ويني لوړ فشار ژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي،نو د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي.

(②)- ټيټ فشار【Diastolic blood pressure】:
※:ديا ستوليک د وينې فشار: ګله چې زړه وينه په يوه پمپ سره پمپ کړي د دې نه پس يوه کمه شيبه ارام کوي، د زړه دا د استراحت د حالت فشار د Diastolic blood pressure په نوم ياديږي.
__چې نورماله کچه يې 【60__90 mmHg】 ده.

*__د وينې ټيټ فشار هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د وينې د ډپرېشن اندازه د【60__90 mmHg】ته ورسيږي
ځکه خو د ټيټ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

ټيټ فشار د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_يا: دا هغه فشار دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يا وارديږي.
_يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د پراخيدو په وخت کې په رګونو باندې وارديږي.

🔲 د ګرمۍ په موسم کې د اړتیا وړ خواړه !🔴 د خوراکي توکو کارپوهان وايي چې د ګرمۍ په موسم کي تازه او ساده خواړه وخورئ . په ګ...
31/08/2022

🔲 د ګرمۍ په موسم کې د اړتیا وړ خواړه !
🔴 د خوراکي توکو کارپوهان وايي چې د ګرمۍ په موسم کي تازه او ساده خواړه وخورئ . په ګرمۍ کي د مېوو ، سابو ، او مائيعاتو استعمال ډېره ګټه لري ، لکه مڼې ، هندوانه ، زردالو ، بادرنګ ، انګور ، کاهو ، ګيلاس / آلوبالو ، ادرک ، اناناس او داسي نور .
🔴 همدا راز په دې موسم کي هغو خوړو ته ډېره ترجېح ورکړئ چې سوړ خاصيت لري ، لکه مستې چې هم سوړ خاصيت لري او هم د معدې ګټوري باکټرياوي زياتوي ، ګرمښت يې کموي او د ګرمۍ دانو مخه هم نيسي . سړې شيدې هم د معدې تودوخه او تېزابيت کموي .
🔴 همدا ډول له بازاري او سره شوو خوړو ډډه وکړئ . تروش خواړه هم بايد کم شي ځکه د معدې تېزابيت ډېروي . د معدې د ګرمېدو سببونه له ناآرامۍ ، د لوږي نه حسول ، په تشه ګېډه خواګرځی کول ، او سر ګرځېدل دي .
☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه #روغتياپال Doctor لائیک Like کئ .

د انسان بدن: ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمی...
31/08/2022

د انسان بدن:

۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶
2: د عضلاتو شمیر: 639
۳: د پښتورګو شمېر: ۲
4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20
5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه)
۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴
۷: لویه شریان: Aorta
8: د وینې نورمال فشار: 120/80 Mmhg
9: د وینې في ایچ: 7.4
10: د نخاع په ستون کې د vertebrae شمیر: 33
11: په غاړه کې د رګونو شمیر: 7
12: په منځني غوږ کې د هډوکو شمیر: 6
13: په مخ کې د هډوکو شمیر: 14
14: په سر کې د هډوکو شمیر: 22
15: په سينه کې د هډوکو شمېر: 25
۱۶: په لاسونو کې د هډوکو شمېر: ۶
17: د انسان په لاس کې د عضلاتو شمیر: 72
18: په زړه کې د پمپونو شمیر: 2
۱۹: لوی ارګان: پوستکی
20: لوی غدود: ځيګر
۲۱: لویه حجره: ښځینه تخمدان
22: کوچنۍ حجره: سپرم
23: تر ټولو کوچنی هډوکی: د منځنی غوږ سټیپس
24: لومړی انتقال شوی عضوی: پښتورګی
25: د کوچني کولمو اوسط اوږدوالی: 7m
26: د لوی کولمو اوسط اوږدوالی: 1.5 متر
27: د نوي زیږیدلي ماشوم اوسط وزن: 3 کیلوګرامه
28: په یوه دقیقه کې د نبض اندازه: 72 ځله
29: د بدن نورمال حرارت: 37 سانتي ګراد (98.4 f °)
30: د وینې اوسط حجم: له 4 څخه تر 5 لیټرو پورې
31: LIFETIME د وینې سره حجرې: 120 ورځې
32: LIFETIME د سپینې وینې حجرې: له 10 څخه تر 15 ورځو پورې
33: د امیندوارۍ موده: 280 ورځې (40 اونۍ)
۳۴: د انسان په پښه کې د هډوکو شمېر: ۳۳
35: په هر لاس کې د هډوکو شمیر: 8
36: په لاس کې د هډوکو شمیر: 27
۳۷: تر ټولو لوی انډروکرین غده: تایرایډ
38: تر ټولو لوی لمفاټیک ارګان: Spleen
۴۰: تر ټولو لوی او قوي هډوکی: Femur
41: تر ټولو کوچنی عضله: Stapedius (منځنی غوږ)
41: د کروموزوم شمیره: 46 (23 جوړه)
۴۲: د نوي زیږیدلي ماشوم د هډوکو شمیر: ۳۰۶
43: د وينې واسکاسټي: له 4.5 څخه تر 5.5 پورې
44: د نړیوال ډونر د وینې ګروپ: O
45: د یونیورسل اخیستونکي د وینې ګروپ: AB
۴۶: د وینی تر ټولو لوی سپین حجری: مونوسایټ
۴۷: د وینې تر ټولو کوچنی حجره: لیمفوسایټ
۴۸: د وینې د سرو حجرو زیاتوالي ته پولی سیتیمیا ویل کیږي
۴۹: په بدن کې د وینې بانک دی: Spleen
۵۰: د ژوند سیند نومیږي: وینه
۵۱: د وینې د کولیسټرول کچه: ۱۰۰ mg/

ارواپوهان وایی:(ستاسو د کاميابۍ راز د ارواپوهنې له نظره💌)1؛ که له هغه شخص سره مخامخ شوی، چی تاسو ورسره مینه لرئ،مسکا ورت...
31/08/2022

ارواپوهان وایی:
(ستاسو د کاميابۍ راز د ارواپوهنې له نظره💌)

1؛ که له هغه شخص سره مخامخ شوی، چی تاسو ورسره مینه لرئ،مسکا ورته وکړه تر څو ستاسو د مینی احساس و کړی.

2؛ که له دښمن سره مو مخ شوی ،مسکا ورته وکړی تر څوقدرت او زړورتیا دی احساس کړی.

3؛ که له هغه شخص سره مخامخ شوی،چی یو وخت یی ته پریښی وی،مسکا ورته وکړه تر څو د پښیمانی احساس وکړی،

4؛ که له ناپیژنده کس سره مخ شوی،بیا هم مسکا ورته وکړه، تر څو په مسکا ځواب درکړی😘🥀

ارواپوهان وایي:(انسانان وپیژنئ او د بې ځایه ګیلو مانو پر ځای، خپل ژوند هوسا تېر کړئ!!💝)۱:- کوم انسان ته چې په ډیرو وړو خ...
31/08/2022

ارواپوهان وایي:
(انسانان وپیژنئ او د بې ځایه ګیلو مانو پر ځای، خپل ژوند هوسا تېر کړئ!!💝)

۱:- کوم انسان ته چې په ډیرو وړو خبرو هم بی دریغه او ژوره خندا ورتله، نو پوی شه، چې ډیر یوازې دی.
۲:- که کوم انسان کوښښ کاوه ډیر وخت په خوب تېر کړي، پوی شه غمجن دی او ستونزي لری.

۳:- که کوم انسان کمي او چټکی خبرې کوي، پوی شه کومه خبره شته، چې هڅه کوي پټه یې کړي.
۴:- که کوم انسان ته ژړا نه ورتله، پوی شه، چې زیات کمزوری دی.

۵:- که کوم انسان تېزه یا غیر منظمه ډوډۍخوري، پوی شه زیاتي ورځنۍ ستونزې لري.
۶:- که کوم انسان ته په وړو خبرو او چارو هم ژړا ورتله، پوی شه، چې دا ډیر معصوم او د ښکلې زړه خاوند دی.

۷:- که کوم انسان په وړو مسایلو غوصه کیده، پوی شه، چې مینې ته اړتیا لري.😘🥀

Address

9th District, Jalalabad, Nangarhar
Kabul
314

Telephone

+93781675804

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.sharifullah shirin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.sharifullah shirin:

Shortcuts

Share

Category