اسانه او ارزانه درملنه Simple and Cheap Treatment

اسانه او ارزانه درملنه  Simple and Cheap Treatment SCT a non profit and non governmental page, this page is simply available every where. it serve for those who seeing this page on Facebook.

this page publishing about useful subjects and information.

په ګرمو اوبو روژه ماته کړئ!۱. ځیګر پاکوي۲. خوله خوشبویه کوي۳. غاښونه کلکوي۴. سترګې پیاوړې کوي۵. معده پاکوي۶. پارېدلي رګو...
23/02/2026

په ګرمو اوبو روژه ماته کړئ!
۱. ځیګر پاکوي
۲. خوله خوشبویه کوي
۳. غاښونه کلکوي
۴. سترګې پیاوړې کوي
۵. معده پاکوي
۶. پارېدلي رګونه اراموي
۷. صفرا کموي
۸. بلغم له منځه وړي
۹. د معدې تودوخه راکموي
۱۰. سر درد اراموي
د افطار دعا:
اَللَّهُمَّ اِنِّی لَکَ صُمْتُ وَبِکَ آمَنْتُ وَعَلَیْکَ تَوَکَّلْتُ وَعَلَی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ.
🌷 روژه مو قبوله، افطار مو مبارک 🌷
موږ له خپلو دعاوو مه هېروئ.

موضوع: چهارمغز ( Walnut ) طبي ګټې:دا یو له خورا ګټورو وچو میوو څخه دی چې د خپل ځانګړي شکل او ګڼو روغتیايي ګټو له امله د ...
22/02/2026

موضوع: چهارمغز ( Walnut ) طبي ګټې:

دا یو له خورا ګټورو وچو میوو څخه دی چې د خپل ځانګړي شکل او ګڼو روغتیايي ګټو له امله د "دماغو د خوړو" په نوم هم یادېږي. دا میوه د اومیګا 3 شحمي اسیدونو ، انټي اکسیډنټونو او ویټامینونو بډایه سرچینه ده.

دلته د چهارمغز ځینې مهمې طبي ګټې په ګوته کوو:
1 __ د دماغو د روغتیا لپاره ( Brain Health ) : ​چهارمغز د اومیګا 3 ( Omega - 3 ) او پولي فینولونو درلودونکی دی چې د دماغو د حجرو د التهاب مخه نیسي . دا د حافظې په قوي کولو او د الزایمر ( هېرېدو ناروغي ) په مخنیوي کې مرسته کوي.

2 __ د زړه د روغتیا ساتنه : ​دا میوه په وینه کې د بد کولیسټرول ( LDL ) کچه راټیټوي او د شریانونو د بندښت مخه نیسي ، چې په پایله کې د زړه د حملې او سکتې خطر کمېږي.
3 __ د انټي اکسیډنټونو بډایه سرچینه : ​چهارمغز د نورو وچو میوو په پرتله ډیر انټي اکسیډنټونه لري . دا مواد په بدن کې د " اکسیډیټیو سټریس " سره مبارزه کوي کوم چې د حجرو د زیانمن کېدو او د سرطان د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

4 __ د هاضمې سیسټم اصلاح کول : ​په چهارمغز کې په کافي اندازه فایبر شتون لري چې په کولمو کې د ګټورو باکتریاوو له ډېرېدو سره مرسته کوي او د قبضیت مخه نیسي.

5 __ د وزن په کنټرول کې مرسته : ​که څه هم چهارمغز کالوري لري ، خو په هغو کې موجودې ګټورې شحميات او پروتین د ډېر وخت لپاره د موړتیا احساس ورکوي ، چې دا د وزن په کمولو کې ګټور ثابتېږي.

د استفادې غوره طریقه : په ورځ کې له 3 څخه تر 5 پورې چهارمغز خوړل کافي دي . که چهارمغز د شپې په اوبو کې خیشته شي او سهار وخوړل شي ، هضم یې آسانه او ګټه یې زیاتېږي.

🛑 ​یادونه : که تاسو د پښتورګو تېږه لرئ، نو د چهارمغز په خوړلو کې احتیاط وکړئ ځکه چې دا د اکسلیټ ( Oxalate ) کچه لوړوي.

(Constipation) قبض🩺قبض یا قبضیت هغه حالت ته ویل کېږي چې انسان په منظم ډول حاجت ته نه شي تللی او یا یې حاجت سخت ، دردناک ...
18/01/2026

(Constipation) قبض

🩺قبض یا قبضیت هغه حالت ته ویل کېږي چې انسان په منظم ډول حاجت ته نه شي تللی او یا یې حاجت سخت ، دردناک او کم وي . دا ستونزه ډېری وخت د کم فایبر لرونکي خوړو ، د اوبو کم څښلو ، نا فعاله ژوند ، او د حاجت د اړتیا ځنډولو له امله رامنځته کېږي . که قبض په وخت درملنه ونه شي ، نو کولی شي جدي روغتیایي ستونزې پیدا کړي .

🩺د اوږدې مودې قبض له امله بواسیر ( Hemorrhoids ) او د مقعد چاودنه ( A**l fissure ) رامنځته کېدای شي . دا حالتونه د سخت حاجت له کبله د مقعد رګونو ته زیان رسوي چې پایله یې درد ، وینه بهېدنه او ځینې وخت جراحي ته اړتیا وي . دا ستونزې د ناروغ ورځنی ژوند ډېر اغېزمنوي .

🩺 قبض همدارنګه د کولمو بندښت ( Bowel obstruction ) سبب کېدای شي ، چې یو خطرناک حالت دی . په دې کې حاجت په کولمو کې بند پاتې کېږي او شدید درد ، پړسوب او کانګې رامنځته کوي . په داسې حالتونو کې اکثره جراحي ضروري وي ترڅو د ناروغ ژوند وژغورل شي .

🩺څېړنې ښيي چې اوږدمهاله قبض د کولمو او مقعد د سرطان ( Colon & Re**al cancer ) د خطر کچه هم لوړه کوي . کله چې زهري مواد د اوږدې مودې لپاره په بدن کې پاتې شي ، نو د حجرو د خرابېدو امکان زیاتېږي . همدارنګه قبض کولی شي پر دماغ هم منفي اغېز وکړي او ځینې عصبي ستونزې رامنځته کړي .

🩺د قبض د مخنیوي لپاره باید فایبر لرونکي خواړه وخوړل شي ، کافي اوبه وڅښل شي ، منظم فزیکي فعالیت وشي او د حاجت اړتیا هېڅکله و نه ځنډول شي . که قبض اوږده شي یا له درد او وینې سره مل وي ، نو باید ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وشي ، ځکه وختي تشخیص د جدي عوارضو مخه نیسي .

کاپی: د ډاکټر حنيف له نشراتو

»د مالټې طبي ګټې_ هاضمه پیاوړې کوي _  ذهني فشار کموي او د زړه روغتیا ساتي _ د بدن معافیت لوړوي _ د زکام او ټوخي مخه نیسي...
25/12/2025

»د مالټې طبي ګټې
_ هاضمه پیاوړې کوي
_ ذهني فشار کموي او د زړه روغتیا ساتي
_ د بدن معافیت لوړوي
_ د زکام او ټوخي مخه نیسي
_ د وینې کمښت کې مرسته کوي او قبض کموي
_ د خولې بد بوی ختموي
_ د پوستکي ښکلا زیاتوي
_ د وزن کنټرول کې مرسته کوي
_ بدن ته انرژي ورکوي او د بدن زهرجن مواد وباسي
_ اشتها تنظیم کوي او د ستړیا احساس کموي

د ډاکټر حنیف له طبي معلوماتو څخه

📙 معلومات ولولئ او له نورسره يې شریک کړئ🤳

Address

Mirvais Maidan
Kabul
1

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسانه او ارزانه درملنه Simple and Cheap Treatment posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share