28/07/2026
د نورستان د سختو او غمجنو سېلابونو په ورځو کې، د کابل امبولانس زړورو او فداکارو همکارانو په مېړانه، ژمنتیا او له انسانانو سره د مینې په لوړ احساس د زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ودرېدل. هغوی د ګڼو خطرونو او ستونزو سره سره، د خپلو هېوادوالو د ژوند ژغورلو لپاره له هېڅ راز هڅې څخه ډډه ونه کړه او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې د انسان خدمت تر ټولو ستر رسالت او ویاړ دی.