شمس زراعتی خدمات/Shams Agriculture Services

شمس زراعتی خدمات/Shams Agriculture Services We have commitments to work for modern agriculture.

09/08/2025
30/06/2025

د تور پلاسټيک په واسطه د ځمکي د سطحي پوښلو ته ملچ ويل کيږي ملچ ډيري ګټي لري لکه
ـ د اوبو د ضايع کيدو مخه نيسي.
ـ د هرزه وښو مخنيوي کوي.
ـ د مرضونو مخه ډب کوي.
کچيري تور پلاستيک نه وي د پروړ، وښو په واسطه هم کولى سٸ چي د خاوري سطحه د وني شا او خوا ساحه وپوښٸ چي دا ډيري ګټي لري په خاصه توګه په هغه ساحه کي چي ګرمي وي ځمکه ژر تژي کيږي او يا واښه او نلان ډير راشنه کيږي.
په عکس کي د ليبيا هيواد يو تکړه بزګر وينٸ چي د زيتون وني ښاوخوا ساحه يې د پلاسټيک په واسطه پوښلې ده.

درنښت
انجنېر موحيد

#ملچ #پلاسټيک #زراعت #زيتون

29/06/2025
افغان سمارق/افغان مرخيړيدر بخش سمارق ۱۷ ساله تجربه دارد و از ممالک مختلف اروپا و اسيا  تريننګ ګرفته است.درافغانستان تخم ...
02/05/2024

افغان سمارق/افغان مرخيړي
در بخش سمارق ۱۷ ساله تجربه دارد و از ممالک مختلف اروپا و اسيا تريننګ ګرفته است.
درافغانستان تخم هر نوع سمارق با کیفیت عالی فقط از افغان سمارق بدست بیارید و هم تريننګ هر نوع سمارق براي شما تحيه ميشود .
افغان مرخيړي (مشروم )،
د مرخیړيو په برخه کې ۱۷ کلنه تجربه لري چې ماهرينو يې د اروپا او اسيا په مختلفو هيوادونو کې د مرخیړيو متواتر ټرينېنګونه ترلاسه کړي چې اوس يې پر مټ خپلو ګرانو هېوادوالو ته په ارزانه او معياري بڼه خپل خدمتونه وړاندی کوي.
په افغانستان کې د هر ډول مرخیړيو تخمونه او ټرېنېنګونه په ښه کیفیت سره یوازی د افغان مرخیړيو له ادارې څخه تر لاسه کړئ.
زمونږ د واټساپ شميره:
+93 (0)78 708 2624

Afghan Mushrooms:
Having 17 years of experience from different countries such as Holland, Belgium, Germany,India and China.
All kinds of mushrooms' spawns and trainings are available with us.
Whatsapp number:
+93 (0)78 708 2624

دعضوی سری داستعمال مناسبه طریقه کومه ده ؟1. عضوی سره باید دونی دتنه څخه لیری  دسیوری اوویښته ډوله ریښو په ساحه کی استعما...
06/02/2024

دعضوی سری داستعمال مناسبه طریقه کومه ده ؟

1. عضوی سره باید دونی دتنه څخه لیری دسیوری اوویښته ډوله ریښو په ساحه کی استعمال شی.
2. دونی تنه ته نږدی دحیوانی سری استعمال دونی دتنه اوریښو دورستیدو سبب ګرځی.

درنښت

فیض الرحمن ابراهیمی

په محلی طریقه دمڼوساتلمحترم حاجی غلام قادر دغزنی ولایت مرکز دکشک سیمی اوسیدونکی یونوښتګر باغوان دی هغه په خپل کورکی په ی...
05/02/2024

په محلی طریقه دمڼوساتل

محترم حاجی غلام قادر دغزنی ولایت مرکز دکشک سیمی اوسیدونکی یونوښتګر باغوان دی
هغه په خپل کورکی په یوه پلاستیکی بیرل کی دمیزان میاشتی په 20 دخپل باغ څخه راشکول شوی مڼی ذخیره کړی اود کور په حویلی کی سایی یا سیوری ته ځای پرځای کړی دی.
نوموړی وایی تیرکال یی هم داډول تجربه ترسره کړی وه که څه هم خودبیرل دننه دهری طبقی دجلاوالی لپاره یی کاغذی کارټن څخه ګټه اخیستی وه اوهمدغه کارتن دذخیره شویو مڼو خوند اوذایقه هم تغیر کړی وه.
خو سږ کال یی یوازی په بیرل کی اچولی او دجلاا کیدو لپاره یی د Separator څخه ګټه نده اخیستی اونتیجه یی مثبته ده اوتقریبا څلورمیاشتی یی پوره شوی خوداسی معلومیږی چی تازه یی له ونو څخه راشکولی وی ، هیڅ نرموالی یی ندی کړی اونه یی هم دننه رنګ تورشوی اونه هم سربیره کوم ټپ اوداغ ورباندی معلومیږی.
که چیری زمونږ نور بڼوال هم دورته طریقو څخه کارواخلی کولی شی دخپلی کورنی دمصرف لپاره تر پسرلی پوری په ډیر کم لګښت تازه مڼی وساتی.
د ټولو د پام وړ: اول یی خپلو سیمو کی تجروبه کړی او وروسته د ډیرو مڼو د ذخیره کولو لپاره تصميم ونیسی
درنښت

فیض الرحمن ابراهیمی

دقلمی په وسیله دانګوری تاکانو دتکثیر بریالی طریقه  ١. تاسو دچیلی دتیریدو سره سم تاکان تاکبری اوسالمی او پخی لښتی دقلمو ل...
07/01/2024

دقلمی په وسیله دانګوری تاکانو دتکثیر بریالی طریقه


١. تاسو دچیلی دتیریدو سره سم تاکان تاکبری اوسالمی او پخی لښتی دقلمو لپاره انتخاب کړی.
٢. قلمی د 25 - 30 سانتی مترو په اندازه قطع کړی
٣. تیاری شوی قلمی سره بنډل (100 دانی ) کړی اودیوی رسی په وسیله یی په پوره پاملرنی سره ټینګی وتړی.
٤. داړتیا په اندازه کنده ورته وباسی.
٥. بنډل شوی قلمی په چپه ډول یعنی دقلمو دسرخوا باید لاندی وی په خوچه کی ځای پرځای کړی.
٦. په قلمو باندی یو څه وچ واښه یا شالی واچوی.
٧. قلمی دباد بردی یاریګو په وسیله وپوښی.
٨. وروسته په کافی اوداړتیا په اساس اوبه ورایله کړی ترڅو قلمی لندی اوپه غوچه کی موجوده هوا دباندی راووزی.
٩. تاسو کولی شی داړتیا په اساس اصلی ساحی ته دقلمو دانتقال تر وخته اوبه ورکړی ترڅو قلمی تازه وساتلی شی.
١٠ . تاسو کولی شی هروخت چی دهوا دتودوخی درجه مساعده اوفرصت پیداشی دغه قلمی اصلی ځمکی ته انتقال کړی.

یادونه : دایوه بریالی اوتجربه شوی طریقه ده ، دقلمو دراشنه کیدو فیصدی یی لوړه او همدارنګه په پسرلی کی په لمړی سرکی په قوی وده پیل کوی اودمنی په اخیر ددوه کلن نیالګی په څیر معلومیږی

درنښت

فیض الرحمن ابراهیمی

لیکنه: دوکتور سید سمیع الله حکیمي صاحب  #تشدیدي باغ/په لږ ساحه کې د ډيرو ونو کښينول high density orchards--  د ونو تر من...
13/09/2023

لیکنه: دوکتور سید سمیع الله حکیمي صاحب

#تشدیدي باغ/په لږ ساحه کې د ډيرو ونو کښينول high density orchards
-- د ونو تر منځ فاصله لږ وي، ژر په حاصل راځي او په يو جريب ځمکه کې ډيرې ونې ځايږي
-- د ونو چتر/انداﺯه وړوکې وي، د ونې په سر حاصل نسبتا لږ وي
-- د دا ډول باغونو لپاره ډيرى وخت پيوند په ټيټ قد لرونکو ريښه ائي پايو لګول کيږي/پيوند کيږي، تر څو د ونې لوړوالي او چتر کنترول شي
-- د دې ډول پايو/ونو ريښې ضعيفې وي، نو ځکه ورته سيمټي/لرکينې پايې لګول کيږي تر څو د باد يا بل فشار له مخې چپه نشي
-- ښه ده چې اوبه لګونه يې هم قطره ئي وي، تر څو په لږ اوبو ډير باغ اوبه شي، او د غرق آب کيدو له مخې ونې له چپه کيدو وژغورل شي
-- دا چې ځينې انواع يا ورايټي ګانې سره مقايسه شي، چې آيا سميټي پايې ورته ضرور دي کنه، مجموعي حاصل په کوم ډول ډير دي، په متوسط قد روټستاک پيوند شي که ټيټ قد به په بله لٰيکنه کې بحث کړو

لیکنه: فیض الرحمن ابراهیمی صاحب کا کټس : Cactusکاکټس ته په افغانستان کې دزقوم بوټي هم وایي او یواغزن غوښن  بې پاڼوبوټی د...
29/07/2023

لیکنه: فیض الرحمن ابراهیمی صاحب

کا کټس : Cactus
کاکټس ته په افغانستان کې دزقوم بوټي هم وایي او یواغزن غوښن بې پاڼوبوټی دی چې دپښتنو په بېلابېلو سېمو کې ورته زقوم، خټ مېوه ،خوټ مېوه ،تیوران ،توران ، زمری ،دبلا څپېړه او کورغندلي اوځينې خلک مار جړئ هم ورته وایي .
. په انګریزۍ کې ورته Cactus، په عربي کې ورته صبار یا (تین شوکی) یا( اغزن انځر) وایي ، ایرانیان یې کاکتوس بولي ا وډیرډولونه لري چې دډولونوشمیریې تر (۱۸۰۰ ) پورې رسیږي.ځیني کاکټس دونوپه شان لوړیږي او ځينې یې واړه او ګرد وي .کاکټس په ځمکه کې پياوړې ریښې ځغلوي ، لږو اوبو ته اړتیا لري او دتندې په وړاندې ډیر مقاومت لري .
دکاکټس ځینې میوه لرونکي بوټي هم شته چې میوه یې سور رنګ لري او ډیره خوندوره ده اودمراکش هیواد هر کال دکاکټس ډیره میوه نوروهیوادونو ته صادروي ، خو دکاکټس هر بوټی میوه نه نیسي ،بلکې ځینې یې میوه لرونکي وي .
دابوټی تقریبا په ډیروهیوادونوکې پیداکیږي. خلک یې په ګلدانیو ( ګملو)کې کري او دتزئیني بوټی په توګه ورنه ګټه اخلي .په افغانستان کې د( یو تلویزیون - تلویزیون یک ) دکاکتوس په نامه یو پروګرام هم لري چې دځينو سیاستوالو سره پکې مرکې کوي .
ما تقریبا له نن نه اتلس کلونه دمخه دخپل کورپه انګړ کې دکا کټس یو بوټي کرلی و چې نن یوه لویه ونه ترې جوړه شوې ده او میوه هم نیسي.
(داکتر لطیف یاد)
په لاندني انځورونو کې دکا کټس د اغزن بوټي بېلا بیل ډولونه لیدلی شئ !

Address

Kabul City
Kabul

Telephone

+93790021486

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شمس زراعتی خدمات/Shams Agriculture Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share