ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak

ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak, Doctor, کابل سرک عمومی شاه شهید کوچه مسجد اتفاق روبروی مکتب معرفت افغان, Kabul.

08/05/2026
راتلونکي شنبی یا یکشنبي شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله...
22/02/2024

راتلونکي شنبی یا یکشنبي شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی.
په خپلو دعاګانو کي ما عاجز بنده هم ياد لری ملګرو.

 #بی اشتـــهایی  ( Anorexia ) کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کېږي او ژر نه وږی کېږي، نو دغه حالت ته د اشت...
22/10/2023

#بی اشتـــهایی ( Anorexia )
کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کېږي او ژر نه وږی کېږي، نو دغه حالت ته د اشتها کموالی یا Anorexia ویل کېږي.

ولې د اشتها کموالی رامنځته کیږي؟

د څېړونکو په باور، د ویټامین B1 یوه مهمه دنده د لوږي او مړېدو د احساس تنظیم دی، چې د دې ویټامین په کمښت سره د اشتها کموالی رامنځ ته کېږي.

د اشتها کموالی اکثره وخت د تبې له واقع کېدو سره سم پېدا کېږي، د سګرټو، نسوارو او پان له استعمال سره هم پېدا کېږي.

د هغو خوړو استعمال چې له هغې سره ژبه وچه او د لاړو افرازېدل کمېږي هم دا ناروغي واقع کېږي.

Address

کابل سرک عمومی شاه شهید کوچه مسجد اتفاق روبروی مکتب معرفت افغان
Kabul

Telephone

+93779310818

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category