Dr Paimanullah Zwak

Dr Paimanullah Zwak MT medical technology doctor in Kabul Afghanistan � paimanullah zwak

🩺 داکتر پیمان πځواکπ
📚 د طبابت او روغتیايي معلوماتو خپرونکی
💉 د ناروغیو مخنیوی، تشخیص او عامه پوهاوی
🧠 طبي معلومات | صحي مشورې | روغ ژوند
🌿 د انسان روغتیا زموږ لومړیتوب دی
📍Medical & Health Education

د شکرې او لوړ فشار درملنه په خپل کور.کې  🌿 د کیلې د پوستکي، ګل سرخ (کركديه) او ستوري بادیان څښاکد جوړولو طریقه: ▪️ د پخې...
03/06/2026

د شکرې او لوړ فشار درملنه په خپل کور.کې

🌿 د کیلې د پوستکي، ګل سرخ (کركديه) او ستوري بادیان څښاک
د جوړولو طریقه: ▪️ د پخې کیلې پوستکی په وړو ټوټو پرې کړئ. ▪️ یوه موټی ګل سرخ او یوه موټی ستوري بادیان ورزیات کړئ. ▪️ درې ګیلاسه اوبه پرې واچوئ. ▪️ مخلوط د منځنۍ تودوخې پر سر شاوخوا ۱۵ دقیقې وایشوئ. ▪️ وروسته یې صاف او په پیاله کې واچوئ.
د څښلو طریقه: ▪️ هر سهار یوه ګرمه پیاله د ۸ ورځو لپاره وڅښئ. ▪️ بیا ۵ ورځې وقفه وکړئ. ▪️ وروسته یې بیا د ۸ ورځو لپاره تکرار کړئ

26/05/2026
🍉 د هندوانې حیرانوونکې طبي ګټې 🍉هندوانه یوازې یوه خوندوره مېوه نه ده، بلکې د روغتیا لپاره یو طبیعي نعمت هم ګڼل کېږي. د ا...
24/05/2026

🍉 د هندوانې حیرانوونکې طبي ګټې 🍉
هندوانه یوازې یوه خوندوره مېوه نه ده، بلکې د روغتیا لپاره یو طبیعي نعمت هم ګڼل کېږي. د اوړي په ګرمو ورځو کې بدن ته تازه والی، انرژي او یخوالی ورکوي.
✅ د هندوانې مهمې ګټې:
🍉 د بدن اوبه پوره کوي
هندوانه نږدې ۹۰٪ اوبه لري، نو د بدن د اوبو کمښت مخنیوی کوي.
🍉 د زړه ساتنه کوي
په هندوانه کې Lycopene او Potassium شته چې د زړه روغتیا ښه کوي او د وینې فشار کنټرولوي.
🍉 پوستکی ښکلی کوي
Vitamin C او Vitamin A لري چې پوستکی نرم، تازه او ځوان ساتي.
🍉 هضم ښه کوي
فایبر لري چې د معدې فعالیت ښه کوي او قبض کموي.
🍉 د بدن ستړیا کموي
طبیعي شکر او منرالونه لري چې بدن ته چټکه انرژي ورکوي.
🍉 د پښتورګو لپاره ګټوره
د بدن اضافي مواد له ادرار سره بهر کولو کې مرسته کوي.
⚠️ احتیاط:
د شکر ناروغان دې په لږ مقدار استعمال کړي.
ډېر استعمال یې د معدې پړسوب او ناارامي پیدا کولی شي.
✍️ صحي ژوند د سالمو خوړو څخه پیلېږي.

🌿  هر سهار یوه دانه لونګ په خوله کې ونیسئ او خوند یې ورو ورو تېر کړئ. که څه هم په پیل کې یې خوند لږ تریخ وي، خو په دوامد...
24/05/2026

🌿
هر سهار یوه دانه لونګ په خوله کې ونیسئ او خوند یې ورو ورو تېر کړئ. که څه هم په پیل کې یې خوند لږ تریخ وي، خو په دوامداره استعمال سره یې روغتیایي ګټې حیرانوونکې دي. 👇
✅ حافظه قوي کوي
✅ زړه ته ځواک ورکوي
✅ ټوخی او بلغم کموي
✅ معده او خېټه له جراثیمو پاکوي
✅ د غاښونو درد او د خولې بدبويي له منځه وړي
✅ د ستوني درد او پړسوب کموي
✅ د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي
✅ د وینې لوړ فشار او شوګر په کنټرول کې مرسته کوي
✅ هاضمه ښه کوي او اشتها زیاتوي
❤️
لونګ د بدن وینه ښه جریانوي، ستړیا کموي او د انرژۍ په زیاتولو کې مرسته کوي، چې کولی شي د جنسي ځواک او فعالیت په ښه والي کې هم ګټور تمام شي.
⚠️ یادونه:
لونګ باید په اعتدال استعمال شي، ځکه زیات استعمال یې د معدې حساسیت او ځینې ستونزې پیدا کولای شي.
🩺❤️
❤️ ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده ❤️

هغه خواړه چې د جنسې قوت، سپرمو کیفیت او د بدن انرژي زیاتولو کې مرسته کوي:۱- مغزي موادبادامچهارمغزپستهکاجوممپليدا خواړه Z...
23/05/2026

هغه خواړه چې د جنسې قوت، سپرمو کیفیت او د بدن انرژي زیاتولو کې مرسته کوي:
۱- مغزي مواد
بادام
چهارمغز
پسته
کاجو
ممپلي
دا خواړه Zinc، Omega-3 او Vitamin E لري چې د ټسټسټېرون په زیاتوالي کې مرسته کوي.
۲- هګۍ
هګۍ پروټین او Vitamin D لري چې د هورمونونو په جوړېدو کې مهم رول لري.
۳- شات او خرما
طبیعي انرژي زیاتوي
د بدن کمزوري کموي
د سپرمو په تقویت کې مرسته کوي
۴- کیله او انار
د وینې جریان ښه کوي
د بدن ستړیا کموي
جنسي فعالیت ته ګټه رسوي
۵- ماهي او سور غوښه
په دې کې Zinc او پروټین زیات وي چې د نارینه هورمونونو لپاره مهم دي.
۶- شیدې او مستې
کلسیم او پروټین لري او د بدن عمومي قوت زیاتوي.
مهمې سپارښتنې
کافي خوب وکړئ
ورزش وکړئ
سګریټ او نشه يي توکي پرېږدئ
له زیات تشویش څخه ځان وساتئ
دا ټول د طبیعي ډول د جنسې قوت په ښه والي کې مهم رول لري.
داکټر پيمان ځواک

🍑 د شفتالو حیرانوونکې طبي ګټې 🍑شفتالو یوازې خوندوره مېوه نه ده، بلکې د روغتیا لپاره یو طبیعي نعمت هم ګڼل کېږي. دا مېوه پ...
23/05/2026

🍑 د شفتالو حیرانوونکې طبي ګټې 🍑
شفتالو یوازې خوندوره مېوه نه ده، بلکې د روغتیا لپاره یو طبیعي نعمت هم ګڼل کېږي. دا مېوه په ویټامینونو، منرالونو او انتي اکسیدانونو بډایه ده چې د بدن ګڼو غړو ته ګټه رسوي.
🩺 ۱- د زړه او وینې رګونو ساتنه ❤️
شفتالو Potassium او Antioxidants لري چې:
@✔ د وینې لوړ فشار کموي
✔ د زړه ضربان منظم ساتي
✔ د رګونو سختوالی کموي
✔ د زړه حملې خطر راټیټوي
🧠 ۲- دماغ قوي کوي
په شفتالو کې موجود انتي اکسیدانونه:
✔ د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي
✔ ذهني ستړیا کموي
✔ دماغ د زړښت څخه ساتي
👁 ۳- د سترګو روغتیا ښه کوي
Vitamin A او Beta-carotene لري چې: ✔ د سترګو دید قوي کوي
✔ د شپې ړندوالي مخنیوی کوي
✔ د سترګو وچوالی کموي
🌿 ۴- د هاضمې سیستم منظموي
✔ فایبر لري چې قبضیت کموي
✔ کولمې پاکوي
✔ د معدې دروندوالی کموي
✔ د هاضمې عمل ښه کوي
✨ ۵- د پوستکي ښکلا زیاتوي
Vitamin C او Antioxidants ✔ پوستکی نرم او شفاف ساتي
✔ دانو او تور داغونو کمولو کې مرسته کوي
✔ د پوستکي ژر زړښت مخنیوی کوي
🛡 ۶- د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي
✔ د میکروبونو پر وړاندې مقاومت زیاتوي
✔ د موسمي ناروغیو خطر کموي
✔ بدن ته طبیعي انرژي ورکوي
💧 ۷- د بدن اوبه پوره کوي
شفتالو زیاتې اوبه لري، نو:
✔ بدن له وچوالي ژغوري
✔ په ګرمو ورځو کې د ستړیا احساس کموي
⚖️ ۸- وزن کمولو لپاره ګټور
✔ کالوري یې کمه ده
✔ معده مړه ساتي
✔ د اضافي خوراک مخه نیسي
🩸 ۹- د وینې پاکولو کې مرسته کوي
✔ ځینې زهرجن مواد له بدن څخه وباسي
✔ د ځیګر فعالیت ښه کوي
👨‍⚕️ مهمه یادونه:
هغه کسان چې د شکر ناروغي لري یا د معدې حساسیت لري، باید شفتالو په مناسب اندازه استعمال کړي.
👨‍⚕️ داکتر پیمان ځواک
📚 طبي معلومات | روغتیايي پوهاوی | سالم ژوند 🌱
Dr Paimanullah Zwak Dr Omar Zakhilwal @

 #هغه وچې مېوې چې د Testosterone (ټسټسټېرون) او سپرمو په زیاتوالي کې مرسته کوي:۱- Almond (بادام)• Vitamin E او Zinc لري•...
23/05/2026

#هغه وچې مېوې چې د Testosterone (ټسټسټېرون) او سپرمو په زیاتوالي کې مرسته کوي:
۱- Almond (بادام)
• Vitamin E او Zinc لري
• د سپرمو کیفیت ښه کوي
• د نارینه هورمونونو په تقویه کې مرسته کوي
۲- Walnut (چارمغز)
• Omega-3 شحمیات لري
• د سپرمو حرکت او شمېر زیاتوي
• د وینې جریان ښه کوي
۳- Pistachio (پسته)
• د جنسي کمزورۍ په کمولو کې مرسته کوي
• Testosterone لوړولو کې ګټوره ده
۴- Date (خرما)
• طبیعي انرژي زیاتوي
• د سپرمو تولید پیاوړی کوي
• د بدن ضعف کموي
۵- Raisin (مميز)
• Boron او Iron لري
• د نارینه هورمونونو لپاره ګټور دي
۶- Cashew (کاجو)
• Zinc او Magnesium لري
• د سپرمو په تولید کې مرسته کوي
✅ د ښه نتیجې لپاره:
• منظم ورزش وکړئ
• کافي خوب وکړئ
• سګرټ او نشه يي توکي مه کاروئ
• له ډېر سټرس څخه ځان وساتئ
• پروټین لرونکي خواړه استعمال کړئ
⚠️ یادونه:
که د Testosterone یا سپرمو ستونزه ډېره وي، نو د هورمونونو او سپرم معاینات ضروري دي.

 🍊؟د ژمي موسم د راتلو سره سم د مالټو بېلا بېل ډولونه د نړۍ په شاوخوا کې راڅرګندیږي، دا یوه قدرتي، خوندوره او ځانګړې میوه...
23/05/2026

🍊؟
د ژمي موسم د راتلو سره سم د مالټو بېلا بېل ډولونه د نړۍ په شاوخوا کې راڅرګندیږي، دا یوه قدرتي، خوندوره او ځانګړې میوه ده چې ګڼ شمېر روغتیایي ګټې هم لري.
نوې څیړنې ښيي، مالټې د ګڼ شمېر ویټامینونو او نورو ګټو سربېره د زړه او وینې فشار ناروغیو مخنیوي لپاره غوره مېوه ده.
د مالټې هغه ګټې چې تاسې ترې نه یئ خبر:
:
په مالټه کې شته ویټامن سي د بدن دفاعي نظام پیاوړي کولو لپاره غوره دی، همدارنګه د موسمي ناروغیو او التهاب پر وړاندې غوره مقاومت او مخنیوی کوي.

مالټه کې ویټامن بي ۶، ويټامن سي، پوټاشیم او فایبر شتون لري کوم چې د زړه روغتیا لپاره ګټور دي، د یوې څيړنې له مخې هغه کسان چې له پوټاشیم څخه ډک خواړه کوي په دوی کې د وینې رګونو ستونزې لکه د زړه ناروغۍ یا فالج څخه د مړینې خطر ۴۹سلنه کمیږي.
:
د هاضمې سیستم خرابوالی بدن کې ګڼ شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، د مالټې له ځانګړتیاو یې یو ددې په اسانه جذبېدل، او د هاضمې سیستم بې له کوم فشار څخه غوره کول دي، که معده مو کمزورې وي او یا مو هاضمه خرابه وي په سباناري کې مالټه وخورئ، په ورځ کې دوه وار مالټه خوړل غوره نتیجه ورکوي.
:
که تاسې له خوراک وروسته په معده کې د تیزابیت او سوزش احساس کوئ نو مالټه مو غوره درملنه ده، دا میوه د معدني مالګې څخه ډکه ده، چې د معدې تیزابیت کموي او هره ورځ خوړلو سره د معدې یا سینې سوزش ستونزه له منځه وړي.
:
مالټه کې د ویټامن سي کچه خورا لوړه ده، ویټامن سي د عمر په اوږدیدو سره بدن کې د رامنځته کېدونکي تخریب مخه نیسي، د مالټې خوړل یا ددې جوس څښل مو د مخ غونجوالی له منځه وړي، په دې کې شته منرالونه یوازې میټابولیزم نه ښه کوي بلکې پوستکی اواروي، تازه او چمکدار یې ساتي.
:
د مالټو خوړل په یخ موسم کې عادت ګرځول دفاعي قوت پیاوړی کوي، کاربوهایډریټس، ګلوکوز، شکر او له نورو مادو څخه برخمنه دغه میوه د دفاعي قوت لوړولو یو له غوره سرچینو څخه ده.
#کولیسترول:
مالټه بدن کې د زیانمنو کولیسترولو کچه او اغیزونه کموي چې پر ځای یې ګټور کولیسترول زیاتیږي، په بله اصطلاح، هره ورځ مالټې خوړل د کولیسترولو کچه ټيټوي، چې د زړه حملې او فالج ګواښ کموي.
:
د ویټامن سي مناسبه اندازه بدن کې یوازې دفاعي نظام نه پیاوړی کوي بلکې د یو ډول پروټینو «کولیګن» اندزاه ثابته ساتي چې د ویښتانو او پوستکي لپاره اړینه ده، لکه څرنګه چې مالټه له ویټامن سي څخه برخمنه ده دغه راز په دې کې ویټامن ای هم شتون لري چې ویښتان تازه او مرطب ساتي.
:
په مالټه کې شته اجزا لکه پوټاشیم، ویټامن بي ۹ او د اکسایډ ضد مادې د ذهني وړتیا لپاره غوره ښودل کیږي، پوټاشیم دماغو ته د وینې جریان زیاتوي او د عصبي فعالیت لوړولو لپاره د تمرکز کول اړینوي.
:
په دې میوه کې موجود بي ویټامینونه او د فولک اسیدونه د امیندوارۍ پرمهال ښځې ته ګټور ثابتیږي، بدن کې د فولک اسیدونو کموالی ماشومان د پيدایښتي کم وزن له ګواښ سره مخ کوي.
ددې سربېره مالټه یا کینو خوړل مو معده لا هم پیاوړې کوي، د قبضیت، بد هضمي او نورو ستونزو په مخنیوي کې غوره ثابتیږي، همدارنګه د وینې فشار کچه هم نارمل ساتي
———————————————
✍️ډاکټر پیمان “ځواک”
📲watsApp:0770631535
🩺ستاسو روغتیا زمونو هیله ده🫀🤲
🩺صحت شما ارزو ماست🫀🤲
‏ ✨🇦🇫✨
!

🍈  خټکی یوه خوندوره او اوبه لرونکې مېوه ده، چې د بدن لپاره ډېرې روغتیایي ګټې لري.✅  🔸 د بدن اوبه پوره کوي او د تندې مخنی...
22/05/2026

🍈
خټکی یوه خوندوره او اوبه لرونکې مېوه ده، چې د بدن لپاره ډېرې روغتیایي ګټې لري.

🔸 د بدن اوبه پوره کوي او د تندې مخنیوی کوي
🔸 د Vitamin C له امله د بدن دفاعي سیستم قوي کوي
🔸 د هاضمې لپاره ګټور دی او قبض کموي
🔸 د پوستکي او ویښتانو ښکلا زیاتوي
🔸 د بدن تودوخه کموي او یخوالی ورکوي
🔸 د پښتورګو د ښه فعالیت مرسته کوي
⚠️ #احتیاط
د خټکي زیات استعمال د معدې پړسوب او هاضمي ستونزې پیدا کولای شي.
🩺❤️
❤️ ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده ❤️

🧠  #حافظه (Memory)حافظه د انسان د دماغ مهمه برخه ده، چې د زده کړې، فکر او معلوماتو د ساتلو دنده ترسره کوي.📚  1️⃣ لنډ مها...
22/05/2026

🧠 #حافظه (Memory)
حافظه د انسان د دماغ مهمه برخه ده، چې د زده کړې، فکر او معلوماتو د ساتلو دنده ترسره کوي.
📚
1️⃣ لنډ مهاله حافظه
2️⃣ اوږد مهاله حافظه
⚠️
🔸 بې خوبي
🔸 ذهني فشار
🔸 سګریټ او نشه‌يي توکي
🔸 د موبایل او سکرین زیات استعمال
🔸 زیات خواږه او بې نظمه خوراک

🌿 سهار وختي مطالعه
🌿 پوره خوب
🌿 ذهني ارامي
🌿 د درس ترمنځ استراحت
🌿 مغزي خواړه
🥜
🍯 خرما
🥛 شیدې
🌰 بادام
🥜 چارمغز
🍈 انځر
🩺❤️
❤️ ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده ❤️

Address

Kart 3 Street 5
Kabul

Telephone

+93702860068

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Paimanullah Zwak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Paimanullah Zwak:

Shortcuts

Share

Category