29/10/2021
⭕ ولي په لمانځه کی نور سوچونه کوو او د حل لاره یې څه ده ؟
📢 هر کس ته دا معلومات شته چې لمونځ یو فرضي عبادت دي . پدې معنی چې اختیاري ندی چې د چا زړه وغواړي کوي دې او که د چا زړه نه وي نه دې کوي . بلکه لمونځ په هر شرایطو برابر مسلمان باندې فرض ( اجباري ) دی .
📢 اصلي مطلب ته راځو چې څنګه کولای شو د لمانځه پر مهال زموږ سوچ تیت او پرک نشي او په خشوع ( عاجزۍ ) او خضوع ( غاړه ایښودنې ) سره لمونځ ادا کړو ؟
📢 لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي :
📢 فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ﴿٤﴾ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿٥﴾ (سورة الماعون) .
* د هغه لمونځ کونکي پر حال افسوس دی ، چې له خپل لمانځه څخه بې خبره ( غافل ) وي . دلته د غافلانو څخه مراد هغه کسان دي چې یا خو بلکل لمونځ نه کوي ، او یا هغه چې لمونځ یې کولو خو اوس په لمانځه کولو کې سست شویدي ، یا هغه کسان چې لمونځ په خپل وخت نه اداء کوي او هر وخت یې چې زړه وغواړي لمونځ کوي ، او یا دا یې عادت کرځیدلی وي چې لمونځ ناوخته کوي ، او یا هغه چې لمونځ په خشوع او خضوع ( عاجزۍ او غاړه ایښودنې ) سره نه اداء کوي .
📢 او بل ځای الله تعالی فرمایي چې :
📢 قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿١﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿٢﴾ (سورة المومنون) .
* بې شکه مومنان به کامیابیږي ، دا هغه کسان دي چې په لمونځونو کې عاجزي کوي . یعنې هغه کسان چې لمونځونه په عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره اداء کوي .
⭕ څنګه یو کس په لمانځه کې خشوع او خضوع راولي ؟ یعنې څنګه لمونځ په عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره تر سره کړي ترڅو د هغو کامیابیدونکو کسانو له جملې څخه حساب شي ؟
① په لومړي قدم کې یو کس باید د لمانځه په ترجمه پوه شي : یعنې هغه څه چې دی یې په لمانځه کې وایي د هغې په معنی او مفهوم باید پوه شي . څرنګه چې لمونځ په عربي ژبه اداء کیږي نو یو کس هغه وخت په لمانځه کې عاجزي اختیارولی شي چې د لمانځه په معني پوه شي . یعنې کله چې یو کس په لمانځه کې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ وایي نو دی باید پوه شي چې زه څه وایم .
② همدا رنګه کله چې د لمانځه لفظي معني یو کس زده کړي : نو بیا دې کوښښ وکړي چې د لمانځه په جریان کې د الفاظو ویلو سره په ذهن کې د هغې ترجمه او مفهوم راولي . د مثال په ډول یو کس په سجده کې دی او سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی وایي ، دی باید په ذهن کې راولي چې دا سجده زه یواځې خپل رب ته کوم او هغه رب چې پاک او ډیر اوچت دی .
③ لمونځ کونکی باید د لمانځه الفاظ په درست شکل سره ووایي : د مثال په ډول موږ ګورو چې ډیر وروڼه سجدې ته په ثانیه کې ښکته کیږي او بیرته پورته کیږي یعنې تسبیحات په سجده کې نه بلکه سجدې ته په تلو راتلو کې وایې . او داسې ژر ژر یې وایي لکه چا چې پسې اخیستي وي . درسته طریقه دا ده چې کله هم سجدې او یا رکوع ته یو کس ځي نو تکبیر ویلو سره دې حرکت وکړي او تر هغې دې تسبیحات نه وایي چې سر یې په ځمکه نه وي لګیدلی او بیا کله چې تسبیحات وایې نو ډیر په قراره ، او د تسبیحاتو تر منځ دې لږه وقفه وکړي ترڅو هر ځل سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی داسې تلفظ کړي چې زړه ته یې دا الفاظ ښکته شي .
④ د ترجمې او مفهوم تر څنګ یو کس باید د لمانځه حرکات په درست شکل (سنت طریقې ) سره تر سره کړي : یعنې که یو کس د رکوع څخه قومې ته پورته کیږي نو کله چې سم نیغ ودریدو بیا دې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد په ولاړه ووایي او د هغې څخه وروسته دې تکبیر ووایي او بیا دې ښکته شي . داسې نه چې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ د رکوع څخه په پورته کیدو کې او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد بیرته په ښکته تلو کې ووایي یعنې قومې ته په تلو راتلو کې یې وایي او قومه یې بلکل معلومه نه وي ، حال دا چې دا کلیمې باید په قومه یعنې په ولاړه وویل شي .
⏪ په هر صورت کله چې د لمانځه په معنا یو کس پوه شي او بیا د لمانځه په جریان کې هغه معنی ذهن ته راولي نو د هغه د لمانځه حرکات په خپله اصلاح کیږي . خو یو کس باید دې ته زړه تنګ نه کړي چې پدې طریقه خو ډیر وخت نیسي . هو ❗ وخت نیسي نو ځکه خو الله تعالی دې ډول لمونځ کونکو ته کامیاب کیدونکي ویلي دي . د هغه لمانځه څه فایده چې د عبادت په څیر نه وي او الله تعالی ته قبول نه وي . یو کس ځان هم په تکلیف کړي او بلآخره ناکام هم شي .
⏪ موږ کوښښ کوو چې د لمانځه دا ټول اړخونه د ویډیو په شکل جوړ کړو ترڅو هغه کسان چې لیک لوست نلري هم ترې استفاده وکړي . زموږ ډیر وروڼه او خویندې اړتیا لري چې د لمانځه په معنی پوه شي ، اوس نو ستا مسولیت دی چې دا معلومات څومره کسانو ته رسوئ . د شریکولو تر څنګ کولای شئ چې دا پاڼه چاپ کړئ ، خپلو کورنیو غړو او دوستانو ته یې ورکړئ .
⭕ الله تعالی دې زموږ لمنځونه قبول او له امله یې موږ ته کامیابي په برخه کړي . آمین .
👈 دا معلومات خامخا نشر / شئیر Share کړئ !
يادونه__ 👈 د لازیاتو ګټورو طبی او اسلامی معلوماتو لپاره زموږ فیسبوک پاڼه Dr samiullah zazai درسره لایک او Fallow فالو کړئ تر څو له معلوماتو یی برخمن شئ .
👈 وټساپ :
+93777005488