Dr Ahsanullah Ahmadzai

Dr Ahsanullah Ahmadzai یواځی طبی معلومات کتلی شی

28/02/2025

افغاني ډاکټران که قصابان؟

په اروپا کې له څلورو میاشتو وروسته لومړی الټراساونډ کېږي، د ماشوم جنس هغوی ته ویل کېږي. د زېږون پر مهال خاوند د ښځې سره موجود وي، او په خونه کې یوازې یوه یا دوه نرسانې وي. ښځې ته هېڅ ډول دوا نه ورکول کېږي. که ښځه د درد له وجې چیغې وهي، نرسه ورته د صبر کولو توصیه کوي، او %99 زېږونونه په طبيعي ډول ترسره کېږي. نه مخکې دوا ورکول کېږي او نه وروسته، او هېڅ ډول ستن نه وهل کېږي.

ښځه ډاډ ترلاسه کوي ځکه چې خاوند یې د هغې ترڅنګ ولاړ وي او لاس یې نیولی وي. د زېږون وروسته خاوند د ماشوم ناف په مياتي پرې کوي، او ماشوم د ښځې له بدن سره مستقیم نښلول کېږي تر څو د هغه د بدن تودوخه وساتل شي. ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکولو توصیه کېږي، او زېږون وروسته ښځې او ماشوم ته هېڅ ډول دوا نه ورکول کېږي، پرته له هغه یو حفاظتي واکسین څخه چې ماشوم ته د زیږون سمدستي وروسته ورکول کېږي.

له لومړي معاینه څخه تر زېږون پورې ټولې روغتیایي اسانتیاوې وړیا وي، او د زېږون وروسته د ماشوم پالنې لپاره پیسې ورکول پیل کېږي.

په افغانستان کې:
په افغانستان کې ښځینه ډاکټره د زېږون لپاره راځي او د ښځې کورنۍ ته مخکې له مخکې وايي:
"ستاسو لور لومړنۍ حمل لري، قضیه یې خطرناکه ښکاري، ژوند له خطر سره مخامخ دی، باید په عملیاتو زېږون ترسره کړو."

%99 ډاکټران هڅه کوي چې طبيعي زېږون په عملیاتو بدل کړي.

د زېږون مخکې او وروسته د کيلوګرام په حساب درمل ورکول کېږي. د زېږون پر مهال نه یوازې خاوند، بلکې د ښځې مور یا خور ته هم د خونه ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي. د ډاکټر او نرس کارونه یوازې خداي یا هماغه ښځه پوهېږي.

که طبيعي زېږون په ۲۰-۳۰ زره روپیو او د عملیاتو زېږون په ۸۰-۹۰ زره روپیو ترسره کېږي، نو ډاکټر به ولې طبيعي لاره غوره کړي؟ آخر د دوی هم ژوند دی، ماشومانو یې باید په غوره ښوونځیو کې زده کړې وکړي، نوې موټر واخلي، او لوی کورونه جوړ کړي.

اسلام، انسانیت او حقیقت؟ دې ټولو ته پام نشته. یوازینی هدف پیسې دي. 💯
هغه ډاکټران چې خلک یې مسیحا ګڼي، په حقیقت کې قصابان دي. که څوک شک لري، لږ وخت د دوی تر منځ تېر کړئ، نو درته به هر څه روښانه شي چې د روغتیا برخه په افغانستان کې د ستر مافیا په څېر ګرځېدلې ده، چیرې چې یوازې کاروبار کېږي، نه د مریض، انسانیت او اخلاقو خیال.د ثواب لپاره یی درسره شریک کړی ترڅو تر قصابانو

07/12/2023

د کوروالي په کولو سره دغه پنځه ناروغى له منځه ځي او
داکتره ادیبه شریفی / داکتره زینب خان
موږ ستاسو تداوی سل فیصده د تکړه متخصیصنو داکترانو پلاس کو د فیس په بدل کښی . نسای ولادی . بی اولادی او جنسی امراضو تداوی کو

پنځه هغه ناروغۍ چې د جنسي اړيکو پواسطه له منځه ځي.
د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې او په ځانګړې ډول کوروالي کول نه يوازې جنس+ي غريزه اراموي، دبچيانو د پيداکېدو لاره ده بلکې يوشمير ناروغۍ هم په اسانۍ د جنسي اړيکو پواسطه له منځه ځي او درملنه
يې کيږي
دغه ليکنه چې پنځه هغه ناروغۍ درته ښييو چې شونې ده د جنسي اړيکو له لاري يې يا مخه ونيول شي او يا دا چې که شتون ولري درملنه يې وشي.
1)دزړه حمله يا Heart attack:
يوې څيړنې ښودلې ده چې که چيرې يو کس مياشت کې څلور ځلې کوروالی کوي نو د زړه د حملې شونتيا يې نيم په نيمه يا پنځوس سلنه کميږي ،کوروالي کولي شی چې په طبعي ډول د زړه حملې چې وژونکې ناروغې ده مخه
ونيسي
2) دسر درد Headache:
يوې څيړنې چې نږدې لس زره کسانو پکې برخه اخيستې وه ويلې دي چې شپيته سلنه کسانو چې سر دردي لرله او د سر دردي پر وخت يې جنسي اړيکې ترسره کړې نو سر درد يې ورکه شوي ده
3) د انديښنو ورکيدل disappeared of anxiety:
د ښځې او خاوند ترمنځ د ګډ ژوند يوه ستره ګټه پر يو او بل باور، دراز شريکيدل چې په پايله کې تشويش او انديښنې له منځه وړی شي
4) بې خوبي insomnia:
جنسي اړيکې او کوروالي کولي شی چې بی خوبي له منځه يوسي او د يو
منظم خوب لامل شي
5) څيړنې ښيي چې که چيرې يو څوک زوکام ولري نو په اوونۍ کې دوه ځلې کورولی د وجود د فاعي سيستم لوړوي د چې په نتيجه کې د زکام يا انفلونزا مخه نيول کيږی.

04/12/2023

#په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو ؟

د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د یو ماشوم جنسيت معلوم کړو.

جنسیت څنګه معلوم کړو؟
وروسته له هغه چې مېرمنه حمل واخلي او د روغتياپال لخوا یې د سونوګرافۍ له لارې سلامتیا تائيد شي، بیا تر ټولو اړین بحث د جنین جنسیت وي. ځينې خلک د نښو نښانو له لارې د ماشوم د جنسیت په اړه وړاندوینه کوي. موږ هم دلته همداسې لارې چارې ښيو، چې د کومو په مرسته تاسو د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولای شئ. دا هغه تګلارې دي، چې له ډېر پخوا ترې ګټه اخیستل کېږي او ښې پایلې یې درلودلي دي.

د نارینه جنس ځينې ځانګړنې
که چېرته جنین نارینه وي، په ميندو کې مختلف علایم ترسترګو کېږي، چې ځينې یې په دې ډول دي.

په نارینه جنین کې د ميندو د زړه ضربان په یوه دقیقه کې له یو سلو څلوېښت (۱۴۰) ځلو څخه کم وي.
د میندو لاسونه وچ، سپېره او بې دمه کېږي.
کله چې جنین نارینه وي، نو په سهار کې امیدوارې مېرمنې ته زړه بدوالی نه پېښېږي. همدارنګه څېره یې د ناروغانو په څېر نه وي.
نارینه جنین د خېټې په وروستۍ برخه کې وي؛ نو له همدې امله حامله مېرمنه د ګېډې په لاندینۍ برخه کې د درد او دروندوالي احساس کوي.
د هغو مېرمنو ویښتان چې نارینه ماشوم یې په نس وي، نسبت هغوی ته چې ښځينه ماشومه لري ژر وده کوي.
کله چې د مېرمنو په نس کې ماشوم نارینه وي، هڅه کوي په چپ طرف ویده شي.
په رواني برخه کې ویلای شو، د نارینه ماشوم حامله مېرمن له عادي وخت څخه تېز او بې باکه خوی اختياروي.
د نارینه جنين حامله مالګینو خوړو سره ډېره علاقه لري او له خوږو سره یې لېوالتیا کمه وي.
که چېرې د امیدوارې مېرمنې زړه هوږي ته وشي/وخوري او وروسته یې بدن د هوږي بوی ولري، دا په دې معنا ده، چې پر نس ماشوم یې نارینه دی.
د نارینه ماشوم حامله داسې احساسوي، چې پوزه یې د غټېدو په حال کې ده.
په پښو کې د ويښتانو ډېره وده د نارینه ماشوم یوه بله نښه ده.
د ښځينه جنس ځانګړنې
لکه څنګه چې د نارینه ماشوم جنسیت معلومولو ځانګړي علایم موجود و، همداسې د ښځينه جنسیت په برخه کې هم ځينې نښې نښانې موجودې دي، چې عمده یې په دې ډول دي.

د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې به زړه بدوالی حس کوي.
په یوه دقیقه کې د زړه د ضربان شمېر تقریبا یو سلو څلوېښت (۱۴۰) ځلو ته رسېږي.
د امیدوارۍ پر مهال د مېرمنې سینې غټوالی پیدا کوي.
جنین د ګېډۍ په پاسنۍ برخه کې موقعیت لري.
د هغو مېرمنو مخ چې ماشومه یې په ګېډه وي، نسبت هغوی ته چې نارینه جنین لري ډېر ځلېدونکی وي.
ددې ډول مېرمنو لېوالتیا داسې وي، چې په ښي اړخ ويده شي.
د حاملګۍ په دوران کې یې ويښتان کمزوري (نازک) کېږي.
خواږه شیانو ته یې لېوالتیا ډېره وي او په ځانګړې توګه ډېر غواړي، چې مېوه وخوري.
هغه مېرمنې چې په ګېډه کې یې ښځينه جنین وده کوي، په رواني لحاظ د امیدوارۍ پر مهال ډېره مهربانه او اخلاقي کېږي.

27/11/2023

له ۴۰ کلنۍ پورته خلکو ته یو څو لارښوونې!

۱- هر وخت اوبه څښه حتی که د تندې احساس هم درته نه کیږي

۲- همېشه سپورت او ورزش کوه حتی که زیات هم مصروف اوسې. که نور نه وي قدم وهل عادت وګرځوه

۳- همېشه کم خوراک کوه، نور نو د پُر خورۍ وخت پای ته رسیدلې، زیات خوراک درته هیڅ فایده نه کوي لا درته په زیان تمامیږي

۴- د یو ځای نه بل ځای ته تګ له پاره، له موټر څخه د امکان ترحده استفاده مه کوه، کوشش وکه چې مسجد، مغازه، خپلوانو لیدلو، او نور ځایو ته پیاده لاړشې

۵- هیڅ کله مه غوسه کیږه او مه عصباني کیږه، د ځوانانو ناوړه کارونو له کبله مه نا راحته کیږه، کوشش کوه په غلطیو یې سترګې پټې کړی، که نه نو ستا روغتیا ته به تاوان ورسیږي

۶- مال دولت ددی لپاره دی چې د ژوند لپاره وکارول شي، نه دا چې د هغوی د ساتلو لپاره ژوند تیر کړل شي، تل ورنه ګټه اخله.

۷- هغه څه چې لاسته راوړی نه شې، کیسه کې یې مه کیږه. داسې فکر وکه لکه هیڅ چې دی لیدلی نه وي. که ستا نصیب و قسمت کې وي حتماً به در رسیږي

۸- ډیر خاکسار او متواضع اوسه، مال، دولت قدرت هغه وخت له مینځه ځي چې څوک تکبر وکړي

۹- د ویښتو سپین والی دا معنا نه ورکوي چې ګویا ستا د عمر پای پیل شو. بلکې دا هغه قیمتي ویښته دي چې تا ته د ځوانۍ په قیمت تمام شوي. دا ددې ښکارندوی دي چې ستاسو بهتر ژوند پیل کیدونکی دی. هغه تصمیمونه چې ته ۴۰ کلنۍ څخه وروسته نیسې په مراتبو درته ګټور تمامیږي. خپله به احساس کړې چې د ځوانۍ د وخت څومره پریکړې احمقانه وې.

۱۰- تل د شپې وختي ویده کیږه، او د شپې ناوخته پورې مه کینه.

۱۱- سهار وختی پاڅیږه لمونځ کوه اودلمانځه وروسته مه ویده کیږه د ورزش ترڅنګ یوڅه کار کوه.
پو هه

شری : Measles یا Rubeolaیوه ویروسي ناروغۍ ده چې د مصاب شخص د پوزې او ستوني د افرازي قطراتو پواسطه انتقالېږي د رش نه ۴ ور...
21/11/2023

شری : Measles یا Rubeola
یوه ویروسي ناروغۍ ده چې د مصاب شخص د پوزې او ستوني د افرازي قطراتو پواسطه انتقالېږي د رش نه ۴ ورځې مخکې او ۴ ورځې وروسته ساري دی.
کلینیکي لوحه:
د مکتب نه مخکې سن ماشومان ورباندې زیات اخته کېږي او ۶-۹ میاشتني ماشومان د مورني انتي بادي له امله وقایه کېږي.
په prodrumal مرحله کې تبه د ۱۰۵ درجه فارنهایت نه لوړه وي د پوزې بهیدل، د جفن احتقان، وچ ټوخی او koplic spot چې pathog nomonic ده د ښکتني ژامې د دوهم مولر غاښ په مقابل په buccal mucusa کې په ۲-۳ ورځ سپین او خاکي افت چې د شګو د دانو سره شباهت لري او د سرې حلقې پواسطه احاطه شوی وي لیدل کېږي.
د ناروغۍ په څلورمه ورځ تبه لوړیږي او رش د مکول په شکل دغوږونو شاته په hair line او د اننګیو په خلفي برخه کې لیدل کېږي او په چالاکي سره Maculopapular rash په ۲-۳ ورځو کې مخ، غاړه، صدر، بازوګانو، جزع، ورنونو او پښو ته خپرېږي او په لسمه ورځ رش مړاوی او نصواري کېږي.
تشخیص :
د اعراض او علایمو او IGM anti measles انتي بادي چې د رش نه ۳ ورځې وروسته پیدا او تر یوې میاشتې پورې مقاومت کوي، همدارنګه د PCR پواسطه ویروس کشفېږي.
وقایه:
۰.۵ سي سي د شري واکسن د ښي طرف پورتني بازو په Deltoid عضله او یا دورون په قدامي وحشي برخه کې تحت الجلدي زرق کیږي. لمړی دوز يې په ۹ میاشتني عمر او دوهم دوز يې په ۱۵ میاشتني عمر کې تطبیق کیږي. دوه دوزه واکسن ۹۷ فیصده معافیت ورکوي او واکسن د ۴-۸ درجې د سانتي ګرید ساتل کیږي اوله جوړ شوي واکسن څخه د ۴-۶ ساعتونو پورې استفاده وشي.
تداوي:
که یو روغ ماشوم د شري د ناروغ سره په تماس شي نو روغ ماشوم ته تر ۳ ورځو پورې د شري واکسن تطبیق شي.
۲- که یو روغ ماشوم د شري د ناروغ سره په تماس شي نو تر ۶ ورځو پورې روغ ماشوم ته Imunoglobulin ورکول کېږي.
په شري اخته ماشومانو ته:
۱- پرستامول یا اسیت امینوفین ورکول کېږي.
۲-استراحت.
۳- Humidification

په اتاق کې د اوبو بخار، ټوخی او د ستوني درد کموي.
۴- کافي مایعات، دمیوې جوس، کالوري تولیدونکي غذاوې او حفظ الصحه.
۵- کپسول VIT A یو دوز د ناروغانو مرګ و میر کموي.

د ډاکټر له مشورې پرته دوا په ځانګړي ډول انټي بیوټیک څه زیانونه لري؟ د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې پورې د میکروب ضد مقاومت یا...
19/11/2023

د ډاکټر له مشورې پرته دوا په ځانګړي ډول انټي بیوټیک څه زیانونه لري؟

د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې پورې د میکروب ضد مقاومت یا ( AMR) په اړه د عامه پوهاوي اونۍ لمانځل کیږي.

د میکروب ضد درملو په برخه کې د انټي بیوټیک کارونه په افغانستان کې عامه ده او ان دغه درمل د ډاکټر له نسخې پرته ورکول کیږي.

د انټي بیوټیکو د کارونې، ګټو او زیانونو په اړه څومره پوهیږئ؟

Address

احمدشابابامینه
Kabul

Telephone

+93790650758

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Ahsanullah Ahmadzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category