Ranna News

Ranna News Ranna News||تازه دقیق او بې پرې خبرونه
(1)

د ای پي ال ننۍ بولۍ کې يو افغان لوبغاړی هم وانخېستل شو.دې بولۍ ته لس افغان لوبغاړي شارټ لست شوي و، چې ۹ يې بولۍ ته وړاند...
16/12/2025

د ای پي ال ننۍ بولۍ کې يو افغان لوبغاړی هم وانخېستل شو.

دې بولۍ ته لس افغان لوبغاړي شارټ لست شوي و، چې ۹ يې بولۍ ته وړاندې شول اما لوبډلو زړه ښه نه کړ.

په ټوله کې له ۳۵۰ لوبغاړو يوازې شاو خوا ۸۰ لوبغاړي واخېستل شول چې ډېری يې هندي لوبغاړي ول.

ښه خبرد قرغزستان اقتصاد وزیر کابل ته راغلی، د سوداګرۍ، پانګونې او اړېکو په پراختیا خبرې کوي.*
16/12/2025

ښه خبر

د قرغزستان اقتصاد وزیر کابل ته راغلی، د سوداګرۍ، پانګونې او اړېکو په پراختیا خبرې کوي.*

تازه خبر*نوموړی ۷ میاشتې وړاندې د نشه‌یي توکو او ناقانونه وسلو په تور نیول شوی.
16/12/2025

تازه خبر

*نوموړی ۷ میاشتې وړاندې د نشه‌یي توکو او ناقانونه وسلو په تور نیول شوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۶مه خپاره شوي د بي بي سي پاناراما مستند کې د وینا د یوې برخې اېډیټ کېدو...
16/12/2025

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۶مه خپاره شوي د بي بي سي پاناراما مستند کې د وینا د یوې برخې اېډیټ کېدوړ له کبله پر بي بي سي د نامه خرابولو دعوا کړې ده.

د امریکا په فلوریډا کې د محکمې د اسنادو له مخې، ډونلډ ټرمپ د پنځو میلیارد ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.

د ثبت شويو اسنادو له مخې پر بي بي سي د نامه خرابولو تور لګول شوی او دا هم ويل شوي چې د سوداګريزو کړنو له قانون یې سرغړونه کړې ده.

بي بي سي د روان کال په نومبر مياشت کې له ښاغلي ټرمپ بښنه وغوښته خو د تاوان لپاره یې د هغه ادعا رد کړه، او زياته یې کړه چې "د بدنامۍ د ادعا لپاره هېڅ اساس نشته."

د ټرمپ قانوني ټیم بي بي سي تورنه کړې چې د هغه په وینا کې یې "په قصدي توګه، او دوکې سره لاسوهنه" کړې چې دا کار د دوی په ټکو د امریکا د ولسمشر د نامه خرابېدو سبب ګرځېدلی دی.

د اسلامي ام.ار.ت مشرتابه، له چارواکو غوښتي چې د خلکو کارونه دې پر وخت تر سره کوي، پر مخ یې دې دروازې نه تړي، د غریب او م...
16/12/2025

د اسلامي ام.ار.ت مشرتابه، له چارواکو غوښتي چې د خلکو کارونه دې پر وخت تر سره کوي، پر مخ یې دې دروازې نه تړي، د غریب او مالدار توپیر دې نه کوي او چا ته چې مسوولیت سپارل کیږي نو زده کړه او ځان پرې پوهول ورباندې فرض عین دي.

د استرالیا رسنۍ: د سیدني د بونډای په ساحل کې برید د «داعش» له الهام سره ترسره شوید استرالیا چارواکي وايي، لومړني شواهد ښ...
16/12/2025

د استرالیا رسنۍ: د سیدني د بونډای په ساحل کې برید د «داعش» له الهام سره ترسره شوی

د استرالیا چارواکي وايي، لومړني شواهد ښيي چې د سیدني ښار د بونډای په ساحل کې د برید عاملان د «داعش» په نوم ډلې له ایډیالوژۍ الهام اخیستی و.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي د سې‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، د «ای‌بي‌سي سیدني» شبکې سره په خبرو کې وویل: «داسې ښکاري چې د دې برید انګېزه د اسلامي دولت (داعش) ایډیالوژي وه»؛ هغه ایډیالوژي چې د ده په وینا «پر کرکه ولاړه ده او په دې مورد کې د ډله‌ییزې وژنې لپاره چمتووالی نیول شوی و.»

هغه ټینګار وکړ چې د استرالیا حکومت د یهودستیزۍ پر ضد د مبارزې روښانه هدف لري او «هر هغه څه به وکړي چې په وس یې پوره وي» څو دا پدیده له منځه یوسي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کونړ له سینده د درونټې تر بنده پورې د اوبو راوستلو وړاندیز د تایید وړ ...
16/12/2025

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کونړ له
سینده د درونټې تر بنده پورې د اوبو راوستلو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو چې د دغو اوبو په را انتقال سره به په ننګرهار د کرنیزو ډېرو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

له ۳ زرو څخه زیات افغان کډوال د یوې ورځې په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان...
16/12/2025

له ۳ زرو څخه زیات افغان کډوال د یوې ورځې په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د ټولګټو وزارت وایي، تیره اونۍ ډیر د انارو جوس بهرته صادر شوي د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت وایي چې تیره اونۍ ...
16/12/2025

د ټولګټو وزارت وایي، تیره اونۍ ډیر د انارو جوس بهرته صادر شوي
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت وایي چې تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې دوه سوه ټنه توکي چې لویه برخه یې د انارو جوس دي بهر ته صادرشوي. په هغه بیان کې چې دې وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپورکړی کې نده په ډاګه شوې چې د انارو جوس کوم هیواد یا هیوادو ته صادرشوي خو له کله چې له پاکستان سره ټولې لارې تړل شوي، د انارو په ګډون د افغانستان تازه میوې او نورتولیدات د منځنۍ آسیا او ایران له لارو د سیمې هیوادونو ته صادریږي.

د بیان له مخې تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ترټولو ډیر انتقالات د حیرتان له لارې شوي چې اندازه یې څه باندې ۱۱۷ ټنه ښودل شوې. دا هغه لاره ده چې په دې وروستیو کې په بشړه توګه د مسافرو، سوداګریزو او ترانزیتي چارو پرمخ پرانستل شوې.
🇦🇫 #

امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره شویو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکويامریک...
16/12/2025

امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره شویو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي
امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ترسره شویو دوه ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي. د راپورونو له مخې واشنګټن کیف ته د ناټو د پنځمې مادې له مخې د متقابلې دفاع ژمنې ته ورته د امنیتي تضمینونو وړاندیز کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې سره له دې چې د ځینو مهمو موضوعاتو، لکه د اوکریان په ختیځ دونېڅک کې به هغه سیمې چې تراوسه د کیف تر کنټرول لاندې دي، له څه ډول برخلیک سره مخامخ کیږي، لا هم پوښتنې پاتې دي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.

ټرمپ پرون دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا کار بشپړ کړو، او زه فکر کوم چې اوس تر پخوا ډېر نږدې شوي یو." دا وروسته له هغې چې د اروپا، امریکا او اوکراین پلاوو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په برلین کې څو ورځې خبرې اترې ترسره کړې.

د امریکا له لوري په مذاکراتي ټیم کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جاریډ کوشنیر ګډون درلود.

نوی ډیلی وایي، ترخپل کنټرول لاندې کشمیرکې پرسیلانونو په ترسره شوي برید کې د پاکستان لاس ود نوي ډیلي د ترهګرۍ ضد ادارې د ...
16/12/2025

نوی ډیلی وایي، ترخپل کنټرول لاندې کشمیرکې پرسیلانونو په ترسره شوي برید کې د پاکستان لاس و
د نوي ډیلي د ترهګرۍ ضد ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د یوه خونړي برید ترشا د پاکستان لاس دی او په تړاو یې شپږ کسان رسماً تورن کړي دي.

د فرانسپرس آژانس د رآپوله مځې د تورنو کسانو له ډلې درې یې وژل شوي او دوه نور د هند په توقیف کې دي.

بریدګرو په اپرېل میاشت کې په ترسره شوي برید کې ۲۶ کسان ووژل، چې ډېری یې هندو سیلانیان وو. دې برید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ څو ورځنۍ شخړې راوپارولې او په یوه بشپړه جګړه کې یې د دواړو هیوادونو د ښکیلتیا خطرزیات کړی و.

نوي ډیلي د پهلګام په تفریحي ښارګوټي کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ خو اسلام‌اباد دا تور رد کړې.

10/06/2020

Address

Kabul

Telephone

+93779667178

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ranna News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Ranna News:

Share