Dr Sayed Khalid Rashid

Dr Sayed Khalid Rashid درنو هیوادوالو زه هر وخت ستاسی په خدمت کی یم

ډاکټر صیب! کاشکې مو دا معلومات مخکې راته ویلي وای————————————————————————ما د زړه د جراح په توګه، د زړه د ناروغۍ ډېرې سخ...
28/08/2026

ډاکټر صیب!
کاشکې مو دا معلومات مخکې راته ویلي وای
————————————————————————

ما د زړه د جراح په توګه، د زړه د ناروغۍ ډېرې سختې پایلې له نږدې لیدلې دي.

خو یوه خبره مې تل په ذهن کې پاتې شوې:

ایا موږ باید تر هغه انتظار وباسو چې په یو انسان د زړه حمله راشي ؟ او یا د زړه جراحۍ ته اړتیا پیدا کړي؟

زما په باور، نه.

د زړه ساتنه باید روغتون ته له رسیدو ډېر وړاندې پیل شي.

ځکه د زړه ډېر خطرونه له داسې شیانو سره تړاو لري چې موږ یې په وخت پېژندلی او تر یوه حده کنټرولولی شو؛ لکه د وینې لوړ فشار، شکر، د وینې د غوړو ستونزې، سګرټ او تنباکو، ناسالم خوراک او کم فزیکي فعالیت.

خو ستونزه دا ده چې د دغو خطرونو په اړه ځینې وخت زړه هېڅ ډول خبرداری نه راکوي.

همدلته د پوهاوي ارزښت ښه رامعلومیدلای شي.
————————————————————-

له نن څخه غواړم د «د افغانستان د زړه روغتیا» تر نوم لاندې یوه منظمه لړۍ پیل کړم؛ داسې معلومات چې د طبي شواهدو پر بنسټ وي، خو په داسې ساده ژبه وړاندې شي چې هره کورنۍ ترې ګټه واخلي.

په دې لړۍ کې به یوازې د ناروغیو نومونه نه اخلو.

زما هدف دا نه دی چې خلک ووېروم ، بلکې موخه مې دا ده چې خلک پوه شي. ځکه یو څوک چې خطر وپېژني، کولی شي په وخت د ځان ژغورنې اقدام وکړي.

او زما هیله دا ده چې زموږ خبرې تر دې ځایه ونه رسېږي چې یو څوک راته ووایي:

«ډاکټر صیب، کاشکې مو دا معلومات مخکې راته ویلي وای.»

راځئ د زړه روغتیا مو له هغې وړاندې ډاډمنه کړو چې خبره د جراحی عملیات تر میزه راورسیږي

12/06/2026

د قدرمنو هیوادوالو د پام وړ!

په خوښۍ سره خبر درکوو چې د زړه د جراحۍ متخصص او د الحیات شفاخانې د زړه د څانګې مشر،
ډاکټر سید خالد راشد د حج مبارک سفر څخه په خیر او سلامت راستون شوی دی.

ډاکټر صاحب به د راتلونکې دوشنبې ورځې څخه د پخوا په څېر په الحیات شفاخانه کې د خپلو قدرمنو هیوادوالو د درملنې لپاره حاضر وي او خپلو روغتیایي خدمتونو ته به دوام ورکړي.

په درنښت

دالحیات روغتون د زړه د جراحی څانګه

د قدرمنو هیوادوالو د پام وړ!د زړه د جراحی متخصص او الحیات روغتون د زړه د دیپارتمنت مشر ډاکټر سید خالد راشد د حج مبارکې ف...
16/05/2026

د قدرمنو هیوادوالو د پام وړ!

د زړه د جراحی متخصص او الحیات روغتون د زړه د دیپارتمنت مشر ډاکټر سید خالد راشد د حج مبارکې فریضې د ادا کولو په خاطر کم له کمه د راتلونکې یوې میاشتې لپاره په سفر تللی دی، او په دې موده کې به د ناروغانو د روغتیایی خدمت په موخه د لاس رسي وړ نه وي.

په همدې حال کې، تاسو ته ډاډ درکوو چې د روغتون د زړه د جراحي خدمات په عادي ډول دوام لري او نور متخصص ډاکټران ستاسو خدمت ته حاضر دي.

مهرباني وکړئ د اړتیا پر وخت شفاخانې ته مراجعه وکړئ.
د ډاکټر صاحب د بېرته راستنېدو خبر به وروسته له تاسو سره شریک شي.

الله ﷻ دې یې حج قبول او سفر خوندي لري

https://youtube.com/?si=JMjzlIreghSLyCv1اوس نو تاسې کولای شۍ چې د دي یوټوب لینک له لارې د داکتر صاحب د زړه د امراضو ګټور...
11/04/2026

https://youtube.com/?si=JMjzlIreghSLyCv1

اوس نو تاسې کولای شۍ چې د دي یوټوب لینک له لارې د داکتر صاحب د زړه د امراضو ګټوری مشورې وګورۍ او ګټه تری واخلی هم درسره چینل سبسکرایب کړۍ تر څو وکولای شۍ تاسې له نوې ویډیو خبر شی

Rashid Cardiac Surgeon Our goal is to serve humanity

23/12/2025

الحمدلله حمداً کثیراً ، طیباً مبارکاً فیه

د الحیات روغتون د ادارې او خپل کاري ټیم څخه ډېره ډېره مننه چې په مټ او مرسته یې د الله په ځانګړی فضل د زړه د جراحي په څانګه کې د یو لړ مغلقو او سختو عملیاتونو پایله ډېره ښکلې او ځانګړی ده

Address

Kabul
2600

Opening Hours

Monday 08:00 - 19:00
Tuesday 08:00 - 19:00
Wednesday 08:00 - 19:00
Thursday 09:00 - 19:00
Saturday 09:00 - 19:00
Sunday 09:00 - 19:00

Telephone

+93730316565

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Sayed Khalid Rashid posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Sayed Khalid Rashid:

Shortcuts

Share

Category