11/05/2026
د پوهنيزو يونونو په بهير کې دا ځل الحاج رنځوروال دوکتور اېمل وردک ته هندوستان چنديگړ اورتوپېدي ټروما روزنيزې ټولنې پنځم ملي کانفرانس کې د گډون بلنه ورکړل شوې ده.
ښاغلی وردک به د روان کال مې مياشتې پر ۱۶ نېټه د گوليو زخمونو، نقصونو او انتان په اړه خپلې پوهنيزې ازمېښتنې شريکې کړي.
افغانستان جگړهييز اکر ته په کتو ويلای شو چې کلهناکله دې جغرافيه کې داسې کمموندو و نادرو پېښو درملنه نومليک کېږي چې نړۍ کچه باندې يې ساری نه شته. د دې پېښو درملنه خورا لوړې او اوسمهالې پوهې، ازمېښت، او څانگپوهنې ته اړتيا لري چې دا ټولې وړتياوې ښاغلی ایمل وردک ځان کې رانغاړي.
دې سکالو اړوند ناروغ څه موده وړاندې د پروفيسور محمد موسی وردک روغتون کې شاوخوا شپږ مياشتې د ډاکتر اېمل وردک تر درملنه لاندې و چې روستۍ پايلې يې ښې وارزول شوې.
د دې نادر او کمموندي ناروغ بريالۍ درملنې اړوند څېړنيز راپور ScienceDirect نړيوال ژورنال کې د Surgical management of a blast-induced ankle injury complicated by myiasis using cross-leg flap reconstruction: A case report تر سرليک لاندې خپور شو.
https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S2210261225009812
دا کمپېښه راپور به هندوستان کې د استاد وردک د پوهنيزې-څېړنيزې وړاندېينې يوه برخه وي.
افغانستان اورتوپېدي ډاکترانو ټولنې لپاره د ویاړ ځای دی چې په نړيواله کچه يې د ښاغلي وردک لخوا استازي کېږي.