10/09/2026
د نړۍ له کنجه…!
له وطن څخه د بیلتون مې يو کال تیر شو، پوره یوکال وړاندې مې اخرنۍ پوست پدې پاڼه کې اوس مخې ته راغلل، په رواني لحاظ له هغه خلکو څخه زړه صبرول چې ګډي خوږې او ترخې خاطرې ور سره لري ډېره سخته ده.
وطن ستره هستي ده، له بده مرغه چې موږ پکې نه یو، هغه څوک چې د نړۍ په پرمختللیو وطنونو کې ژوند کوي ممکن، په اقتصادي او امنیتي بهتر وضعیت کې قرار ولري، خو هیڅکله په رواني لحاظ ښه ژوند نلري.
د بې وطنه کیدلو تر ټولو ستره اغیزه د انسان په هویت باندې وي، هویت د شخصیت بنسټیز رکن ده، کله چې د یوه انسان شخصیت ګواښل کیږي هر څه چې یې له وسه وي کوي یې او که یې له وسه نه وي دا صدمې په ناهوښیار ذهن کې ذخیره کېږي او په راتلونکي وخت کې د اضطراب په شکل را څرګندیږي.
دلته ډېر ستړی ژوند ده، خلک تنها دي، هیڅ هیجان یې په ژوند کې نشته، له عاطفې اړخه یوه پوچه او خالي انساني ټولنه ده، د ژوند هرې اړیکې ته په اقتصادي نظر کتل کیږي.
د ټولنې هر فرد د تصنوعي خوشحالتیا په لټه کې ده، غم پدې ټولنه کې تنها یې او اقتصادي ده، بل هیڅ غم نشته.
په ټوله ټولنه کې به په ندرت سره یوه احساسي اړیکه پیداکیږي چې ممکن تاسو یې د ژوند تر پایه و نه ویني.
د مینې خو هیڅ پوښتنه مه کوي، دلته د هیچا ترمنځ د هغې مینې په نامه چې موږ یې پیژنو څه نشته.
دلته د لیلا او مجنون کیسه نه لیدله کیږي، دلته د یعقوب ع او د یوسف ع کیسه ممکنیدلی نه شي.
نو
کله چې تاسو له یوې سنتي او احساسي ټولنې څخه په یوه مډرنه ټولنه کې ژوند اختیار کړی، دا او دې ته ورته نوري مډرني پدیدې به ستاسو شخصیت له بیخ او بُن څخه در ته ونړوي.
د ټولو افغانانو ژوند په بهر کې له سخت ترینګلي حالت څخه تیریږي، د ماشومانو روزنه او پالنه ممکن په لومړیو کې اسانه په نظر راشي خو څو کاله وروسته پلارتوب، مورتوب، لورتوب او زوي توب اصلن نه لیدل کیږي.
زه هیله مندیم چې ددي پاڼې لوستونکي او مینوال به د ژوند له ټولو کرغیړنو دردونو څخه په امان کې وي. په ژوند کې هیڅ تابو نشته چې تاسو یې نه شي ماتولی، تاسو غښتلي یاست هر څه چې وغواړي کولی شي، په خپله ویره مو غلبه وکړئ.
که مې وخت پیدا کړل هتمن به د نړۍ له دې کنج څخه درغږیږم.