22/09/2026
په افغانستان کې د سیرومونو او د «سرو او ژېړو پیچکاریو» بېځایه استعمال
له بده مرغه په افغانستان کې ډېر خلک سیروم (IV Fluids) او ځینې پیچکارۍ د تقویې، د کمزورۍ د ختمولو، انرژۍ زیاتولو او یا د کمخونۍ د درملنې لپاره کاروي، حال دا چې دا کار تل ضروري نه وي او کله ناکله خطرناک هم تمامېږي.
۱- سیروم څه وخت ضروري وي؟
سیروم یوازې په ځانګړو حالاتو کې ورکول کېږي، لکه:
د بدن شدیدې اوبهکمښت (Dehydration)
شدید اسهال او کانګې
د خوراک او اوبو د څښلو ناتواني
د وینې زیات ضایع کېدل
ځینې جدي ناروغۍ
۲- د بېځایه سیروم خطرونه
که سیروم بې ضرورته وکارول شي، لاندې ستونزې رامنځته کولی شي:
پر زړه او پښتورګو اضافي فشار
د بدن د مالګو (الکترولایتونو) ګډوډي
د عفونت خطر که وسایل پاک او معیاري نه وي
لنډمهاله او دروغجنه ښه والی؛ اصلي ناروغي نه تداوي کېږي
۳- «سره او ژېړه پیچکاري» څه دي؟
په بازار کې ځینې پیچکارۍ د «سرې»، «ژېړې»، «تقویې» او «انرژۍ» په نوم کارول کېږي.
اکثره پکې شامل وي:
ویټامین B کمپلکس
ویټامین B12
د اوسپنې (Iron) پیچکارۍ
یا نور نامعلوم ترکیبونه
۴- د دې پیچکاریو خطرونه
د وینې له معاینې پرته د اوسپنې یا ویټامین استعمال زیانمن کېدای شي.
شدید حساسیت (Allergy) پیدا کولی شي.
د ناسم تزریق له امله عصبي زیان رامنځته کېدای شي.
اصلي ناروغي پټه پاتې کېږي، لکه:
کمخوني
پټه وینه بهېدنه
عفونت
د خوړو کمبود
۵- خلک ولې ځان ښه احساسوي؟
ځینې کسان د سیروم یا پیچکارۍ وروسته ښه والی احساسوي، ځکه:
تلقیني اغېز (Placebo Effect)
په سیروم کې شته قند یا ویټامین لنډمهاله انرژي ورکوي.
د استراحت له امله د ښه والي احساس پیدا کېږي.
خو دا د اصلي ناروغۍ درملنه نه ده.
۶- سمه لار څه ده؟
✅ سیروم او پیچکاري یوازې د ډاکټر په مشوره وکاروئ.
✅ د کمزورۍ او کمخونۍ لپاره لومړی معاینات وکړئ، لکه:
CBC (د وینې معاینه)
د اوسپنې اندازه (Iron/Ferritin)
د ویټامینونو معاینات
✅ ښه تغذیه، کافي اوبه، مناسب خوب او د اصلي ناروغۍ تشخیص ډېر مهم دي.
لنډه خبره:
سیروم او د «سرې او ژېړې» پیچکارۍ تل د تقویې وسیله نه دي؛ بېځایه استعمال یې زیانمن او حتی خطرناک کېدای شي. د هر ډول درملو او تزریق څخه مخکې د مسلکي ډاکټر مشوره ضروري ده.
دا کتر رسولی