ډاکټر عبدالواسع ستانکزی

ډاکټر عبدالواسع ستانکزی ژوند ډیر لنډ دی نو راځی یو د بل قدر وکړو او یوبل وزغمو

27/04/2026

https://www.facebook.com/STZENTFacilityAfghanistan

معاینه ،تشخیص ، تداوی و جراحی مریضان گوش و گلو و بینی به میتود مدرن روز
Diagnosis , treatment and surgery of ENT disease with update technology. ستاسو روغتیا زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی

26/04/2026

Tonsillectomy

26/04/2026
لارنګو سیل
26/04/2026

لارنګو سیل

عبارت از یک خریطه مملو از هوا بوده که در ناحیه حنجره دیده می شود . ممکن …..
داخلی
خارجی
هر دو ان باشد
تداوی آن عملیه جراحی می‌باشد
آدرس ما : کابل ، کارته نو ، جوار ستی لابراتوار

د جاغور په هکله معلومات :
15/04/2026

د جاغور په هکله معلومات :

Goiter:-

د تایرایډ غدې جاغور (Goiter)
جاغور هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې د Thyroid gland (تایرایډ غده) اندازه لوییږي او د غاړې په مخکینۍ برخه کې پړسوب ښکاري.

تایرایډ غده دبدن په کومه برخه کې موقعیت لري او کومه دنده لري؟

تایرایډ یوه کوچنۍ ، پتنګ ( ‌ 🦋 ) شکله غده ده چې د ستوني په مخ کې موقعیت لري او د (T3 او T4) په نوم هورمونونه تولیدوي چې یاد هورمونونه :
• د بدن میتابولیزم تنظیموي
• د زړه صربان کنټرولوي
• د بدن د تودوخې توازن ساتي
• د بدن په وده او پرمختګ کې مرسته کوي

د جاغور د را منځ ته کیدو لاملونه:
1. د ایوډین کمښت :- تر ټولو عام لامل، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې ایوډین لرونکې مالګه پکې نه کارول کېږي.
2. هایپوتایرایډیزم :- کله چې تایرایډ غده کم هورمون تولید کړي.
3. هایپرتایرایډیزم :- کله چې د تایرایډ غده زیات هورمون تولید کړي.
4.تایرایډ غوټې (نودولونه) یا التهابي ستونزې
بعضې نورې ناروغۍ لکه Graves Disease او Hashimoto’s thyroiditis.

د جاغور (Goiter)نښې نښانې:
• د غاړې پړسوب یا لویوالی
• د ستوني د بندېدو احساس
• د تېرولو یا ساه اخیستلو ستونزه (په شدیدو حالاتو کې)

👈 که هورموني ګډوډي وي:
• د وزن زیاتوالی یا کمښت
• ستړیا
• د زړه د ضربان زیاتوالی
• ددبدن د ګرمې یا یخ احساس

تشخیص:-
• د ډاکټر په واسطه فریکي معاینه
• په وینه کې د (TSH, T3, T4) هورمونونو معاینه
• الټراساونډ (تلویزیوني معاینه)
• ځینې وخت بایوپسي اخیستل

درملنه (تداوی ):-

درملنه د جاغور په لامل پورې اړه لري:
• د ایوډین کمښت : د ایوډین لرونکې مالګه یا ایوډین لرونکو موادو استفاده کول
• هایپوتایرایډیزم : د ډاکټر په مشوره اخیستل هورموني درمل لکه Levothyroxine اخیستل
• هایپرتایرایډیزم :- ځانګړي درمل، رېډیوایوډین، یا جراحي
• که غده ډېره لویه وي او ناروغ ته ستونزه جوړوي بیاېې تداوي جراحي عملیات دي .

د جاغور د مخنیوي لارې:-
• د ایوډین لرونکې مالګې استعمال
• منظم طبي معاینات
• که کورنۍ سابقه ولري، ژر ژر طبي معاینات تر سره کول.

👈 مهمه خبره:-
هر جاغور سرطاني نه وي. ډېری یې بې‌خطره وي، که دا لاندې نښې ولرې، ژر باید ډاکټر ته مراجعه وکړی:
• چټک لویوالی
• د ساه اخیستلو ستونزه
• غږ بدلون
• د ستوني سخت درد
زمونږ پته : کابل ، کارته نو ، د سټی لابراتوار په څنګ کی

14/04/2026

https://www.facebook.com/STZENTFacilityAfghanistan?mibextid=wwXIfr&mibextid=wwXIfr
کابل کارته نو سیمه سټی لابراتوار تر څنګ

معاینه ،تشخیص ، تداوی و جراحی مریضان گوش و گلو و بینی به میتود مدرن روز
Diagnosis , treatment and surgery of ENT disease with update technology. ستاسو روغتیا زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی

08/12/2025

خپلو بچیانو ته د خپلوانو په باره کې غلطه انګیزه مه ورکوئ .
پرېږدی چې په روغو او پاکو نیتونو را لوی شی

02/12/2025

Celebrating my 3rd year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر عبدالواسع ستانکزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category