Dr Shafiq kareemzai

Dr Shafiq kareemzai طبيب يواځي الله ج دي زه يي صرف يو وسيله يم

20/08/2026

Peptic Ulcer Disease

د تخصص د نوي ريفرېنس په اړه.. 🙂د کلينيکل اناټومي (by Regions) په ځای که شارټ‌سنېل وکتل شي هم کومه موضوع نه ميس کېږي؛ محت...
19/05/2026

د تخصص د نوي ريفرېنس په اړه.. 🙂

د کلينيکل اناټومي (by Regions) په ځای که شارټ‌سنېل وکتل شي هم کومه موضوع نه ميس کېږي؛ محتوی يې سره يوه ده ډېر فرق نه لري.

او Davidson's Essential له هغه بل غټ Davidson's Principles سره مه مغالطه کوئ، ريفرېنس دغه اول دی.

د جراحي کلينيکي مأخذ هم له داخله نه کم دی او نه آسان نو له کوم جراحي ټريني سره يې په اړه يوه مشوره ښه ده..

نور نو؛ درې واړه کتابونه د ډاکټر نجيب، B&B، ډېمز، Rohan Sir او Osmosis يا ستاسې د خوښې له کوم بل وېډيو سيرېز سره يو ځای وګورئ، ځانته ترې ريويېؤ نوټس جوړ کړئ، يوازې د همغو مالومو فصلونو چې وخت مو خراب نشي.. . 🤷

*اول کمېنټ.. .
Copy



#تخصص #ريفرينس #تغير #مطالعه #طريقه

بهرني طبي چانسونه د واقعيت په هينداره کې 🤔بحث چې سره پې کوو هغه طبي او روغتيايي چانسونه؛ تخصص، فوقِ‎تخصص، ماسټري، دوکتور...
14/05/2026

بهرني طبي چانسونه د واقعيت په هينداره کې 🤔

بحث چې سره پې کوو هغه طبي او روغتيايي چانسونه؛ تخصص، فوقِ‎تخصص، ماسټري، دوکتورا، فېلوشېپ او نور لنډمهالي کورسونه او ټرېنېنګونه وو / دي چې MD ډاکټران او متخصصان به بهر پسې تلل يا ځي.

دا چې د ډېرو يا تقريباً دغو ټولو طبي او روغتيايي زده‎کړو پرومېټرېک سنټرونه يا د امتحان مرکزونه او د اسنادو پراسېس له ګاونډه کېدۀ يا کېږي نو اول په دې خبر کوو.

مالومه خبر ده چې د اېران ويزې تازه ډېرې سختې سوې خو بيا هم له پاکستانه لږ په کم نرخ پيدا کېږي خو هلته ډېری پروميټرېک مرکزونه او بهرني سفارتي مامورېتونه تړل سوي يا محدود سوي.

د هيندوستان ويزه هم هر څوک نسي پيدا کولی، فې‎الحال يې يوازې ډيپلوماټان، سوداګر او واسطه‌دار مريض او پايواز ترلاسه کولی سي.

او د پاکستان ويزې خو له ډېره وخته راهيسې په تور بازار کې موندل کېږي خو اوس سره له ډېر لوړ نرخه هم هغسې په لوړ شمېر نسته؛ کم‎يابه او محدودې سوې.

خو که بيا هم کوم ډاکټر يا روغتيا‌مسلکی په يوۀ نۀ يوۀ رقم دغو ګاونډيو هېوادونو ته د تلو طريقه جوړوي او له هغه جايه یا خپله له وطنه طبي چانسونه فالو کول غواړي نو نن سبا کيسه څه دا رنګې ده:

1. لنډمهالي کورسونه او ټرېنېنګونو چې ډېری د روغتيا نړيوال سازمان او UN يا نورو نړيوالو موسسو او بنسټونو تمويلول هغه د بوديجې د کمښت يا نشتون له کبله ډېر را کم سوي يا بېخي په ټپه ولاړ دي ځکه خو يې اوس عمومي اعلانونه هم ډېر نه ښکاري او چا ته په ايمېل او حضوري توګه هم چندان اطلاع نه راځي.

2. د امريکا تخصص که پاس کړئ يا چا پاس کړی هم دی، ويزه يا نه ورکول کېږي يا بېخي په ډېررره سختۍ په غيرِتحصيلي لارو ترلاسه کېږي.

3. اينګلېنډ چې په کومو هېوادونو تعليمي او د ماهرو کارګرو ويزې بندې کړې، په هغو کې افغانستان هم دی چې له کبله يې اوس افغان ډاکټران او صِحي‌مسلکي هم نسي کولی چې آن د PLAB او MRCP يا ماسټري او دوکتورا د آپلای په ذريعه ويزه ترلاسه کړي.

4. نورو اينګلېش لرونکو هېوادونو لکه کاناډا، اسټراليا، نيوزيلېنډ او ايرلېنډ ته د تخصص او ماسټري لاين ور جوړيږي خو بېنک سټېټمېنټ او ضميمه مصارف يې له شلو تر څلوېښتو زرو کم نه دي چې دا بيا د هر چا د وس خبر نه ده.

5. له اينګلېش روسته چې ښۀ تخصصونه او ماسټرۍ پې کېږي هغه فرانسوي، جرمني، هسپانيي او نورې لوکل اروپايي زبې دي چې يو خو يې زده‌کړه دوه، درې او پينځه کاله وخت غواړي او بل د دغو زبو لرونکو هېوادونو بل سخت شرط د بلاک اکاونټ دی چې له لسو پورته تر پينځلس‌زرو ډالرو به پکې ږدې.

6. عربي هېوادونه لکه سعودی، عمان، متحده‌عرب‌امارات او قطر بيا دومره ډېررره خرچه نه غواړي خو د بهرنيانو له‎پاره يې د تخصص سېټونه کم او ماسټري يې بيا زياتره په عربي وي چې ډېر ډاکټران ورسره لکه اينګلېش غوندې نه دي بلد.

7. د پاکستان، چين، روس او قرغزستان دوه کلن تخصص چې چا کړی د هغوی کيسه د عامې روغتيا وزارت له اکمال تخصص رياست سره روانه ده خو له 2027 روسته يې نور بېخي نه مني.

8. اېران او پاکستان بيا سره له ډېرو ملاحظاتو د تخصص او ماسټري ښۀ آپشنونه ول يا دي خو اوسني سياسي او امنيتي وضعيت ته په کتو هيڅ نه دي ريکُمېنډېډ.

9. هيندوستان بيا ماسټري، دوکتورا، فوقِ‎تخصص او فېلوشېپو ته ښۀ دی خو تخصص ته يې شاملېدۀ د طبي لايسېنس د سخت پراسېس او بل لکه د پاکستان غوندې افغانانو او نورو بهرنيانو ته داسې مالومو او مختصو بستونو نه لرلو له کبله مشکل دي.

10. ماليزيا او ترکيه بيا له تخصصه زيات کلينيکل ماسټريو ته ښۀ جايونه دي، خرچه يې هم مناسبه ده، خو د اينګلېش تر څنګ د محلي زبې يو څه ډېررره بلدتيا در نه غواړي.

11. د فېلوشېپس طريقې جوړيږي هم ګاونډ ته، هم عربو ته او هم تايلېنډ، روس او چين ته خو بايد چې له يوۀ کاله کم نه وي ځکه چې د تخصص بشپړولو رياست يې بيا نه مني.

12. او سکالرشېپس يا بورسيې يو خو ډېرې کمې سوې او بل یې دلته په داخل کې د اسنادو د تائيد په اړه ښۀ خبرونه نه لرو البته عملي او عمومي کوم بندېز لا نسته خو خير به يې غواړو چې داسې څه ونسي.

خُلاصه دا چې له افغانستانه د امتحان او اسنادو نه پراسېس، د ويزو سختي، په اينګلېش کې د OET يا آيېلټس او ټافل لرلو او نورې زبې B2 او C1 کچې ته رسولو، بلاک اکاونټ، بېنک سټېټمېنټ او نورو ډېرررو څنګزنو لګښتونو د بهرنيو طبي چانسونو کيسه يو څه سخته کړې خو په کېدو کېږي که څوک پوره مالي او ذهني توانايي ورته ولري..!
Copy by Dr nayel



#طب #وطن #بېرون #ټرېنېګ #چانس #شرایط

د ننګرهار حوزوي روغتون څخه د ټولوبا استعداده فارغ شوو متخصص صاحبانو او د دوې عزتمنو کورنېو ته دې ډېر ډېر مبارک وي راتلون...
12/05/2026

د ننګرهار حوزوي روغتون څخه د ټولوبا استعداده فارغ شوو متخصص صاحبانو او د دوې عزتمنو کورنېو ته دې ډېر ډېر مبارک وي
راتلونکی ژوند کی دلابریالیتوبونو په هیله

د یو معالج ډاکټر رسالت او د ټولنې پر وړاندې مسؤلیت!په ژوند کې ځینې لارې داسې وي چې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د نورو د ژ...
06/05/2026

د یو معالج ډاکټر رسالت او د ټولنې پر وړاندې مسؤلیت!
په ژوند کې ځینې لارې داسې وي چې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د نورو د ژوند د روښانولو لپاره ټاکل کېږي. د طبابت لاره هم له همدې سپېڅلو لارو څخه ده. هغه څوک چې دا لاره انتخابوي، یوازې یو مسلکي مهارت نه زده کوي، بلکې د انسانیت یو ستر امانت پر اوږو اخلي.
نن چې د طبابت په ډګر کې یو نوی ګام پورته شوی، دا یوازې د یو فرد لاسته راوړنه نه ده، بلکې د ټولنې لپاره د خدمت یو نوی فرصت دی. ټولنه تل داسې کسانو ته اړتیا لري چې د درد په شېبو کې د خلکو تر څنګ ودرېږي او د هغوي لپاره د امید څرک شي.
معالج ډاکټر هغه څوک دی چې خلک یې د ناروغۍ، درد او نا امیدۍ په شېبو کې لټوي. د هغه نرمې خبرې، مهربانه چلند او دقیق تشخیص د ناروغ په زړونو کې د ژوند هیله راژوندۍ کوي. طبابت یوازې درمل ورکول نه دي، بلکې د انسان د باور ساتنې او د هغه د روح تسکین هم دی.
هغه سختې شپې او ورځې چې د دې مقام تر لاسه کولو لپاره تېرېږي، یوازې د یو سند لپاره نه، بلکې د دې لپاره وي چې یو انسان د بل انسان د ژوند ساتونکی وګرځي. دا کارت یوازې یو رسمي سند نه، بلکې د باور نښه ده.
خو ریښتینی ډاکټر یوازې د پوهې له مخې نه پېژندل کېږي، بلکې د اخلاقو، زغم او خواخوږۍ له مخې ارزول کېږي. ناروغ ته په درناوي کتل، د هغه خبرې اورېدل او د هغه حالت درک کول هغه ځانګړتیاوې دي چې یو ډاکټر ته لوړ مقام وربخښي.
په داسې نړۍ کې چې ناروغۍ بدلېږي او ننګونې زیاتېږي، د طبابت ډګر تل تازه پوهې، نوښت او ژمنتیا ته اړتیا لري.
په پای کې، د لوي الله ﷻ شکر ادا کوم چې ماته یې دا توان راکړ چې تر دې مرحلې ورسېږم. او د خپلې ټولنې لپاره ګټور کس واوسم.
همدارنګه، د خپلو والدینو، استادانو او ټولو هغو کسانو مننه کوم چې په دې اوږده او سخته لاره کې یې راسره مرسته او ملاتړ کړی دی.
طبابت یوازې یو مسلک نه، بلکې د انسانیت یو سپېڅلی رسالت دی. ځکه چې د یو انسان ژوند ژغورل، د ټول انسانیت ژغورل دي.

د عامې روغتیا وزارت وروستۍ پرېکړه چې د تخصص ازموینې ټول ګډونوال دې دوه کاله په ولسوالیو کې دنده ترسره کړي، که څه هم په ظ...
20/04/2026

د عامې روغتیا وزارت وروستۍ پرېکړه چې د تخصص ازموینې ټول ګډونوال دې دوه کاله په ولسوالیو کې دنده ترسره کړي، که څه هم په ظاهره د لیرې پرتو سیمو د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره یو مثبت ګام ښکاري، خو له بلې خوا یې ځینې مهمې ستونزې هم له پامه غورځولي دي.
لومړی، د یو ډاکټر د زده‌کړې اوږده او سخته لاره باید په نظر کې ونیول شي. یو زده‌کوونکی شاوخوا دولس کاله مکتب، اوه کاله طب پوهنځی، او بیا د ستاژ دوره تېروي. له دې ټولو وروسته، که بیا هم د تخصص لپاره روښانه او عادلانه فرصتونه محدود وي، نو دا ډول مکلفیتونه د هغوی پر رواني، اقتصادي او مسلکي وضعیت منفي اغېز کولی شي.
دوهم، که دا دوه کلنه دنده د مناسب معاش او امتیازاتو پرته وي، نو دا به د ډاکټرانو لپاره لا زیاته ستونزه رامنځته کړي. یو ډاکټر نه یوازې د ځان، بلکې د خپلې کورنۍ مسوولیت هم لري، او بې معاشه یا کم معاشه کار کول د اوږدې مودې لپاره د زغم وړ نه دي.
درېیم، د تخصص ازموینې محدود بستونه خپله یوه جدي ستونزه ده. کله چې زرګونه کسان ازموینه ورکوي او یوازې یو کوچنی شمېر بریالي کېږي، نو پاتې کسان د نامعلوم راتلونکي سره مخ کېږي. که پر دې سربېره هغوی اړ شي چې اجباري دندې ترسره کړي، نو دا به د ناهیلۍ کچه نوره هم لوړه کړي.
په پای کې، که څه هم د ولسوالیو لپاره د ډاکټرانو شتون ډېر مهم دی، خو دا هدف باید د داسې پالیسۍ له لارې ترلاسه شي چې د ډاکټرانو حقونه، هڅونه او راتلونکی هم خوندي کړي. غوره به دا وي چې دا ډول پروګرامونه د تشویقي امتیازاتو، عادلانه معاش، او د تخصص په برخه کې د روښانه فرصتونو سره مل وي، تر څو هم ولس ته خدمت وشي او هم د ډاکټرانو حقونه خوندي پاتې شي.

د لوړو زده کړو وزارت طبي اکمال تخصص ازموینې  لپاره د نوملیکنې خبرتیا!اطلاعیه ثبت‌نام برای امتحان اکمال تخصص طبی وزارت تح...
10/04/2026

د لوړو زده کړو وزارت طبي اکمال تخصص ازموینې لپاره د نوملیکنې خبرتیا!
اطلاعیه ثبت‌نام برای امتحان اکمال تخصص طبی وزارت تحصیلات عالی!
ریفرنس کمنټ کی!
https://nexa.gov.af/ps/mohe-ikmal-takhasos-1405

فرسټ‎اېډ څنګه ريفرېنس دی؟ 🤔فرسټ‎اېډ د 60+ مرکزي، مرستيالو او مشاورو ليکوالو له‎خوا سبجيکټ‎وايس او سيسټم‎وايس ترتيب سوی ه...
09/04/2026

فرسټ‎اېډ څنګه ريفرېنس دی؟ 🤔

فرسټ‎اېډ د 60+ مرکزي، مرستيالو او مشاورو ليکوالو له‎خوا سبجيکټ‎وايس او سيسټم‎وايس ترتيب سوی های‎يېلډ کتاب دی چې په يوازې ځان نه د امريکا تخصص ته کافي دی او نه زموږ.

هغه ځکه چې دا په اصل کې د فزيالوجي، پتالوجي، اناټومي، فارمکالوجي، بايوکېميسټري، مايکروبيالوجي، ايميونولوجي، هيسټالوجي او صحت عامې د هغو غټو غټو ماخذونو سمارټ لنډيز دی.

نو دا چې خلاصه شوی ريفرېنس دی، پې پيېدل، زده‎کول يا په ټوله کې کَوَر کولو يې درې شِيه غواړي؛ شرح نويسي، ځان ارزونه او ريويژن چې د دغو دريو کارونو له‎پاره بيا خپل خپل ضمايم سته.

د بېلګې په توګه B&B يا Bootcamp وېډيو لکچرز چې د استاد مثال لري له فرسټ‎اېډ سره کتل کېږي او تشرېح او تفسير ورنه نوټ کېږي.

د ارزيابي له‎پاره چې څومره او څنګه زده‎کړه دې کړې؟ د سوالونو بانک UWorld او AMBOSS استفاده کول غواړي او تر څنګ يې نمايشي ازموينې NBMEs او UWSAs ورکول کېږي.

درېيم شی بيا بيا تکرار دی د ټول کتاب او خپلو نوټونو، څومره ډېررر چې ممکن وي؛ دوه وارې، درې وارې، پينځه وارې او په دغه وخت کې له پورته يادو سويو زده‎کړييزو او ازمايښتي توکو "پېن‎پواينټ" ګټه اخيستل دي.

له دغو پرته ځينې نور مرستندويه مواد هم سته لکه Anki چې مفت هم دي، SKETCHY غوندې په آسانه يادېدونکې کيسه‎ييز او ويډيويي درسونه او مختلف PDF نوټس.

که خپله د امريکا تخصص ته مو زړۀ وي نو فرسټ‎اېډ سره به يې دغه لوازمات هم رانيسئ چې ډېری محصلان او ډاکټران FA + B&B + UWorld + NBME ټرايي کوي او ځينې يو ـ نيم بل شی هم ورسره رانيسي.

او که څوک فرسټ‎اېډ د ګاونډ يا د نړۍ د کوم بل "نسبتاً لږ کم سخت" تخصص له‎پاره ګوري نو FA + B&B or Bootcamp + UWorld کفايت کوي.

د وطني تخصص له‎پاره FA + B&B or Bootcamp هم بس دي خو د چا اينګلېش چې ډېر ښۀ نه وي يا يې مخکې چندان ډېر اينګلېش وېډيو لکچرز نه وي کتلي نو بيا دې يا د فرسټ‎اېډ پښتو او دري ويډيوګانې پيدا کړي يا دې يې کلاس جواين کړي.

رښتيا له فرسټ‎اېډ سره که BRS فزيالوجي او Pathoma هم يو جای کړئ او د DIMS اناټومي هم چې ورسره سي بيا نو که په هر امتحان ورځئ، بېخئ ډاډه ورځئ..!

اوس به وايئ چې دا نور درې شَيه خو په خپل جای غټه کيسه ده نو دا چيشته ورسره ګورو؟ دا ځکه ګورو چې فرسټ‎اېډ د يوې نقشې مثال لري او دا درې واړه لارښود وګڼئ چې د نقشې په لوړو زَوَرو مو پوی کړي.

که لږ يې نوره واضحه ووايو نو د فرسټ‌اېډ تشرېح در بشپړوي، زده‌کړه يې درته اسانوي چې ذهن يې ښه واخلي او د ازموينو سوالونو ته مو "Resoning" لا پسې بِهتروي او بله دا چې اساسي مضامين دي نو هغه د "کم" يا "ښۀ" نه کَوَر کېدو ډار او وسواس مو هم ختموي.

د فرسټ‌اېډ په مرسته تېرو دريو لسيزو کې د امريکا د متحده ايالاتو او نورې دونيا دوو ميليونو امتحان ورکوونکو د USMLE سټېپ‌ون کامیابي تجربه کړې.

د ګڼو نورو طبي لايسېنس يا تخصصي امتحانونو د پاس کولو له‌پاره يې د استفاده کوونکو کره ارقام نه دي مالوم خو په زرګونو تر لکونو یې وښيئ ځکه چې محتوی يې د ډېرو هېوادونو له ريفرېنسونو سره جوړه راځي او هر کال يې په اړه د زرګونو مطالعه کوونکو او امتحان ورکوونکو نظر اخيستل کېږي او بیا په نوي چاپ کې آپډېټ کېږي.

شروع کې يې لويه سريزه، مقدمه او لارښوونې دي چې کتل يې دومررره ضرور دي لکه خپله د طبي ماخذونو؛ ځکه چې د مطالعې مواد، د ښې کارؤنې چل یې او د امتحان ماهيت درښيي.

اول یې بايوکېميسټري، ايميونولوجي، مایکروبيالوجي، پتالوجي، فارمکالوجي او صحتِ‌عامه حسب‌ضرورت په لنډه خو "مثمِره" توګه را اخيستلي.

ورپسې يې د CVS، انډوکراين، GI، هيماټوانکالوجي، عضلاتو + جلد + نسجونو، نېورولوجي، عصبي، Renal، تناسلي او تنفسي سيسټمونو اِمبريالوجي، اناټومي، فزیالوجي، پتالوجي او فارمکالوجي تر يوۀ عنوان لاندې په ځانګړي سټايل سره را ټول، تشرېح او لېنک کړي او اخر کې يې د ټولو سيسټمونو چټکه ريویېو هم کړې چې اصل خوبي يې همدغه سيسټميک کار دی..

اوس که د خپل ټارګېټ کړي امتحان ماخذونه د فرسټ‌اېډ له محتوی سره تطبيق کړئ نو تقريباً پوره اړخ به سره لګوي او چې "لازم" ضميمه مټیريلز ورسره کړئ نو دا د "تقريباً" له تشویشه هم خلاصېږئ.

روستۍ او خُلص خبر دا؛ هايلي رِيکُمېنډېډ ريفرېنس دی، هر وخت چې پې ور بسم‌الله کوئ، فکر وکړئ چې لا هم وختي نه دی او بايد ډېررر مخکې مو شروع کړی وای..! کامياب دې وئ..! بِحُكْمِ اللهِ..! 😘



#افغانستان #نړۍ #طب #تخصص #فرسټ‌اېډ

په MD ځان سفر مو چېرې رسوي؟ 🤔نېوزيلېنډ نه چې سره له ښې پوره خوارۍ د 2019 نړيوال جام وبايلل سو، آلراونډر يې جېمي نېشم ماش...
07/04/2026

په MD ځان سفر مو چېرې رسوي؟ 🤔

نېوزيلېنډ نه چې سره له ښې پوره خوارۍ د 2019 نړيوال جام وبايلل سو، آلراونډر يې جېمي نېشم ماشومانو ته وليکل، د لوبې په جای آشپزي يا کوم بل شی زده کړئ چې بيا په شپېته کلنۍ کې ښۀ چاغ او خوشاله له دونيا لاړ سئ.

يو MD خوار هم چې معاش اخلي او پيسو ته ګوري نو له کانکوره تر اېګزېټه له بې حسابه زحمتونو ډک دوران يې لکه د فلم ټرېلر په ذهن کې تېر را تېر سي، بيا نو مجبور ځان پسې زلميو ته ووايي، طب مه وايئ، چېرې بل څه راونيسئ چې لږ هوسا واوسئ.

د تېر کال د تخصص، د طبي او روغتيايي ماسټريو، شارټ کورسونو او ټرېنېنګونو او فېلوشېپس بستونه چې سره را يو جای کړې، ټول دوه زره نه کېږي او ثبت نام يې له شل زرو ډېر و.

په دې کې دا پينځه زره تکراري وښيئ چې څو جايه يې چانسونه ازمايلي، کاميابان هم ترې لرې کړئ، دولس ديارلس زره MD ډاکټران چې پاتې کېږي او نور هم پسې را فارغيږي لګيا دي، اېګزېټ پاس کوي او پوسټ‌ګريجوېټ زده‌کړو ته برابريږي نو چېرې به يې کوي؟

ښکاره خبر ده چې په وطن کې له MD روسته زده‌کړو فرصتونه / بستونه کم دي او په نيزدې راتلونکي کې يې د قابلِ‌دېد ډېرررېدو داسې څه خاص امکانات هم نه مالوميږي.

په دغسې حالاتو کې به يو کم تعداد MD ډاکټران چې وس کې لږ ښۀ وي بهر کې د زده کړو ترتيب جوړ کړي او دا نور په زرګونو به په کور دننه د خدای هيلې ته ناست وي نو... .

ښه..! چې نه تخصص وي، نه ماسټري وي او نه کوم بل لنډمهاله ټرېنېنګ نو په MD ځان خو تخصصي خدمات انجامولای نسې کوم چې ښه آمدن لري.

بيا نو اړ يې چې د مسلکي بستونو په جای "غير مسلکي لاين" راونيسې ځکه چې د زؤند "اړتياوې" خو مسلک نه غواړي کنه، د مسلک له اُجورې سره يې کار وي چې پې وپايې.

او MD صِرف يو مزل دی چې منزل پې بُنياد کړې، خپله منزل نه دی، منزل تخصص دی، فوقِ‎تخصص دی، ماسټري ده او دوکتورا ده.

نو مزل دې چې منزل ته نه رسي بيا خو هغه "خبر" سوه چې غلط ټرېن ته ورخېزې يا ورختلی يې او روان يې په يوۀ ناپايانه مزل چې اوږديږي پسې اوږديږي او کوم خاص منزل يې نه وي بيا به نو دا مقوله يا متل خامخا سترګو سترګو ته درته کېږي چې هيندو ستړی؛ خدای ناراضه..!

روستۍ او پاکه خبر دا ده که له سِتاژه پس د ذهني يا مالي کمزوري او يا د فرصتونو د کمي او کمزوري له امله نورې زده‌کړې نسې کولای او تمه دې د عاليشانې زنده‎ګۍ وي نو خپلې دا ارزوګانې به دې چټي وځوروي ځکه چې په MD ځان هيڅ نه شل کېږي..! يکی و خُلص..! 😒



#افغانستان #طبابت ‌ډاکټر #فرصت #واقعيت

د عامې روغتيا ماسټري 🙂له MD روسته يې چې معالجې ته زړۀ نه وي خو په روغتيايي چاپېريال کې پاتې کېدۀ غواړي او هغه هم په ښو پ...
05/04/2026

د عامې روغتيا ماسټري 🙂

له MD روسته يې چې معالجې ته زړۀ نه وي خو په روغتيايي چاپېريال کې پاتې کېدۀ غواړي او هغه هم په ښو پوزيشنونو نو د عامې روغتيا له ماسټري يانې MPH دې نه تېريږي.

په نوره نړۍ کې يې ډيورېشن يو کال هم وي، دوه هم سته او له درې تر څلورو هم؛ ځکه چې بڼې يې مختلفې دي لکه حضوري، انلاين، فول ټايم او پارټ ټايم.

خو په افغانستان کې څلور سيميسټره يا دوه کاله ده چې د کابل د طبي علومو پوهنتون، افغان نړيوال اسلامي پوهنتون او کندهار پوهنتون کې کېږي.

په دغه پروګرام کې اپيډيمولوجي، حياتي‌احصايه، صِحي پاليسي او مديريت، تغذيه، د مور او ماشوم روغتيا، د روغتيايي مالوماتو سيسټمونه او حرفوي ـ چاپيريالي ـ ټولنيزه او نړيواله روغتيا ښودل کېږي.

درسونه يې له رسمياتو پس وي، په اونۍ کې درې ـ څلور ورځې وي خو په پښتو او دري کم او په اينګلېش زيات؛ ځکه چې ريفرېنس او ځينې استادان يې بهرنيان دي.

د سيميسټر مجموعي فيس يې 25زره افغانۍ دی او امتحان يې په کال ـ دوو کې يو وار د لوړو زده کړو وزارت او خپله د مربوطه پوهنتونونو د سايټونو او سوشيېل مېډيا له لارې اعلانيږي او د ازموينې د ملي اداري له خوا اخيستل کېږي.

ازموينه يې په اينګلېش ده، سل سواله يې مسلکي وي او پنځوس د اينګلېش له لغتونو، ګرامر، پارټس آف سپيچ، زمانو/ فعلونو او اکټيف او پېسيف وايس نه راځي.

اصل نومرې د مسلکي ځوابونو دي خو د اينګلېش برخه هم کردار لري او دا پې مالوموي چې امتحان ورکوونکی په دغې بهرنۍ زبې د زده کړې زور لري او که نه؟

بل غم يې دا دی چې بستونه يې ډېر کم دي، ټول دېرس وي، په هغو کې هم اته بسته د تحصيلاتو د پوهنتونونو او روغتونونو کادري استادانو / ټرېنراتو ته ځانګړې سوي وي او دوه بسته دولتي کارمندانو ته او پاتې شل موږ او تاسو ته..!

د کابل او کندهار ريفرېنس سره يو شی دی تقريباً؛ البته يو جای په دري او اينګلېش دی او بل جای په پښتو او اينګلېش.

خو دواړه جايه په اصل کې له Park's کتاب نه را اخيستل سوی؛ ځينې فصلونه يې هماغسې اينګلېش پرېښودل سوي او ځينې يې ترجمه کړي خو بايد ټول په هماغه اينګلېش وکتل سي چې بيا په امتحان کې مشوېش نه يئ.

د عامې روغتيا په اړه ښه خبر بيا دا ده چې په کور دننه يې د دوکتورا پروګرام هم لرو چې افغان نړيوال پوهنتون يې وړاندې کوي او د سيميسټر يې 60زره فيس اخلي.

دوکتورا ته بيا د MPH غوندې هر د صِحت‌عامې لسانسه، متخصص ډاکټر، معالج ډاکټر، ډېنټېسټ، نرس، فارمسېسټ او ټيکنېشن امتحان نسي ورکولای.

دوکتورا ته په معالج ډاکټرانو کې هغه MD يا MBBS مني چې د پينځه کلنې تجربې تر څنګ "Publishings" هم ولري يا يې يو وار ماسټري کړې وي.

او متخصصانو کې بيا هغه قبلوي چې يا يې ماسټري کړې وي او يا يې د پاکستان د MD/MS غوندې ريسرچ لرونکی تخصص کړی وي.

چا ته چې له سِتاژه پس نور کلينيکل پرېکټېس خوند نه ورکوي يا وايي چې د افغانستان تخصص نوم نه لري يا سوچ کوي چې ښۀ ذريعه‌آمدن نسي کېدای يا يې دونيا نه مني نو ماسټري او دوکتورا خو مني کنه؛ بېغمه پې ورځئ.

زه يې بيا دوو ډلو ډاکټرانو ته ريکُمېنډوم؛ يو هغو متخصصاتو ته چې رشته يې چندان ډېر پروسيجرز، ډېر معاينات او غټ معاش نه لري.

نو د MPH په مټ کولای سي چې په آسانۍ يو چېرې آمر، اِنچارج، شېف، سرطبيب، رئيس، د پلان او پاليسي جوړونکی، لوی رئيس او آن د معين او وزير مشاور سي چې له کلينکي دندې زيات عايد لري.

بل د هغو معالج ډاکټرانو له‌پاره بهترين انتخاب دی چې له اېګزېټه روسته د "لنډمهاله" زده کړو په واسطه د "غټو بستونو" په تلاش کې وي.

دوی د MPH په زور هم د دولت، هم د خصوصي سکتور او هم د موسسو ښو ښو آمريتونو، ولايتي او مرکزي رياستونو، د پروژو مديريت، سروې، سرويلانس، واکسين، تغذيې او د ساري او غير ساري ناروغيو غوندې مهمو او د جېګ معاش لرونکو بستونو ته ځان جوړولای سي.

لنډه او اوږده يې دا چې د عامې روغتيا ماسټري او دوکتورا مو هم خپل "سټېټس" در جوړوي او هم د ناروغيو په مخنيوي او کنټرول سره "درَست بشر" ته ډېررر لوی خير رسوئ.

نو ښۀ په ډاډه زړۀ او کلک هوډ يې وکړئ..! د ځان له‎پاره..! د وطن له‎پاره..! د جهان له‎پاره..! بإذن الله..! 😍



#افغانستان #عامه‌روغتيا #ډاکټر #ماسټري #دوکتورا

Address

Kabul

Telephone

+93782424002

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Shafiq kareemzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Shafiq kareemzai:

Shortcuts

Share

Category