26/08/2026
How to advice apparently healthy individuals to avoid CVD?
سالمو/روغو کسانو ته څنګه مشوره ورکړو، څو د زړه او رګونو په ناروغیو (CVD) اخته نسي؟
1. د بدلېدونکو خطري فکتورونو کنټرول:
د وینې فشار تر 130/80 mmHg کم وساتئ، د وینې شکر کنټرول کړئ، سګرټ مه څکوئ او د وینې د غوړو/کولیسټرول (Dyslipidemia) درملنه او کنټرول وکړئ.
2. منظم فزیکي فعالیت:
د هفتې په ډېرو ورځو کې منظم او نسبتاً چټک فزیکي فعالیت/ورزش وکړئ.
3. صحي او متوازن خواړه:
داسې خواړه انتخاب کړئ چې په سبزیجاتو، مېوو، مغز لرونکو توکو، بشپړو غلو، ماهيانو او د چرګانو په غوښه غني وي.
د پروسس شوې غوښې او سرې غوښې، زیاتو غوړو، مالګې او بورې مصرف کم کړئ او له Trans fats څخه ډډه وکړئ.
4. رواني او ټولنیز فشارونه کمول:
هغه ټولنیز او رواني عوامل چې د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیاتوي، لکه اوږدمهاله ذهني فشار، اضطراب او نامناسب ټولنیز شرایط، باید تر ممکنه حده کم شي.
5. مناسب وزن او د خیټې اندازه ساتل:
د بدن د کتلي شاخص (BMI) شاوخوا 20–25 kg/m² وساتئ.
د ملا/خیټې محیط د نارینهوو لپاره شاوخوا 94 cm او د ښځو لپاره له 80 cm څخه کم ساتل غوره دي.
6. د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر ارزول:
که اړتیا وي، د ۱۰ کلن ASCVD خطر او د ژوند تر پایه د خطر کچه محاسبه کړئ، او که د درملو اړتیا موجوده وي، مناسبه درملنه لکه Statins پیل کړئ.
خلاصه:
د زړه او رګونو د ناروغیو د مخنیوي بنسټونه عبارت دي له: د فشار، شکر او کولیسټرول کنټرول، سګرټ نه څکول، منظم ورزش، سالمه غذا، مناسب وزن او د ASCVD خطر منظم ارزول.
رېفرنس:ESC 2026 Guideline(Anti-platelets for CVD prevention)
ډاکټر څرګند د زړه د ناروغېو متخصص، کندهار افغانستان@top fans