31/01/2026
د کښتۍ مسافر
په کښتۍ کي وه سپاره یو شمېر وګړي
توپان راغی او د ټولو مړه سول غړي
چي به پورته سوې څپې او لوی موجونه
د وګړو به سول پورته آوازونه
له باران سره ملګري توند بادونه
برېښنا، تالندي، غړومبی او جګ ږغونه
د توپان هیبت وحشت وو راوستلی
له هر چا یې وو هېر کړی زوی او کلی
له غړومبي د تندر ټوله وېرېدله
نر اوښځي ټول له وهمه رېږدېدله
توپان نه وو اسماني توره بلا وه
د کښتۍ له منځه پورته واویلا وه
چي هر څومره لوی موجونه پرې راتلله
د وګړو آوازونه لوړېدله
چا یوه او چا بل لوري ته ځغستله
چا په ساندو چا په سرو اوښکو ژړله
چا خوله وازه په حیرت پورته کتله
چا بچي غېږ کي نیول کراروله
چا نذرونه خیراتونه ایښودله
چا پیران اوچا غوثان را ننګوله
ګړی وروسته نه بادونه نه باران وو
نه څپې وې نه موجونه نه توپان وو
پر اسمان باندي غوړ لمر وو راختلی
بېړۍ خپل سفر له سره وو نیولی
لکه نه وي پر کښتۍ توپان راغلی
داسي تېر سو لکه خوب وي چا لېدلی
د کښتۍ په منځ کي جوړه خوشالي سوه
ژړا هېره خنداګاني سوی ښادي سوه
مسافرو وو خپل مرګ داسي هېر کړی
لکه خدای وي چاته نوی ژوند ورکړی
خلکو هېر کړل چي یې ایښي وه نذرونه
نه پیران یې وه په یاد نه خیراتونه
یو له بله تبریکۍ سوې اتڼونه
ټولو هېر کړل توپانونه توند بادونه
کښتۍ وان چي وه لیدلي توپانونه
په سل ګونو یې وه کړي سفرونه
ده پر خلکو باندي ږغ کړل چي ملګرو
دا یوه خبره واورۍ مسافرو
دا دریاب دی موږ ته پاته دي مزلونه
زموږ په مخکي ورځي شپې دي سفرونه
ښايی بیا اسمان په قارسي توپان راسي
ښايي بیا مو تر دې سخت سفر په خوا سي
هسي نه درڅخه هېر مو بل توپان سي
هسي نه چي مو باور په دې اسمان سي
همدا اوس چي د آرام سفر پر لار یاست
دا په کار ده بل توپان ته چي تیار یاست
په نصیب چي و انسان ته نېکمرغي سي
ور په یاد یې باید تېره بد بختي سي
هري ورځي لره شپه، شپې ته سبا سته
دا قانون دی په تیاره پسي رڼا سته
یوه شپه به وي د کور بله د ګور ده
دا متل دی یوه ورځ د بلي مور ده
چا چي نه وي د سبا خوارۍ منلي
هغوی هر څه په ژوندون کي وي بایللي
که نن لمر پر شنه اسمان وي راختلی
سبا ګورې چي توپان به وي راغلی
پیدا سوی چي جهان ژوند او روز ګار دی
یو خالق د دې جهان پر یو قرار دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۶ کال د جنوري دوه ویشتمه، ویرجینیا